اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسلام اوساينس
منلی
29.06.2006
سلامونه اونیکی هیلی ورونو ماسره دومره قلم نشته چی په دی موضوع څه ولیکم خوددی لپاره چی لیک زده کړم او ستاسی نظری دخپلی املاء په باره کی واخلم نوزړه می وکړ چی یو څه ولیکم بښنه کوی
ساینس نه دلته مراد صرف کیما او طبیعت نه ده لکه څنګه چم عام فکر کیږی بلکی هغه ټولو علمونو ته وایی چی تعلق یی حواسو او عقل سره وی که هغه جامدات وی که نباتات وی که حیوانات وی که هغه خپله دانسان نفس وی که هغه د ځمکی دخواصو او طبیعت په باره کی معلومات وی که هغه دځمکی جوړیدلو او هغی ته رنګ ورکولومعلومات وی او که هغه دفلک په باره کی معلومات وی دی ټولو علومو ته ساینس وایی .بل طرف ته اسلام ده چی زه یی تاسی ته معریفی کول غواړم اوداسی څه راوړل غوړم چی دتاریخ په زرینو پاڼو کی صفت دی
ورونو که تاسی ددنیا هرشی ته فکروکړی نوتاسی به وګوری چی ددنیاهرشی په تغیراوتبدیل حالت کی ده دمثال په ډول په دی وخت کی ساینسی تحقیقاتو او تجروبو داخبره روښانه کړی ده چی کوم ژور سمندرونه دی یو وخت غرونه اوغونډی وی یعنی دابادی پر ځای شاړه او دشاړی پر ځای ابادی وی او دا سلسله اوس هم په غیری محسوس ډول روانه ده خودځمکی او اسمانونو تبدیلی دانسان په عمر کی روښانه نه ښکاری لکه څنګه چی د ځمکی د خلکو منځ کی تبدیلی روښانه وی ولی چی نن یو قوم رسیدالی قوم وی او سبا هغه قوم په اثاری قدیمه کی حسابیږی اوهمدارنګه خزانی او مالونه یی میراث خوارو ته پاتی کیږی اوبیا دمصیبت دپاسه مصیبت داوی چی هغه میراث خور قوم بیا خپل دولت او ارمیش نه ځایه کوی او ذهنونو یی هم دومره ښکته کیږی چی نور ترقی یافته قومونه د سعادت اونجاد لاره ددی خلکو په نقشی قدم پیداکوی او هغوی ته دکامیابی لاری روښانه ښکاری مطلب دا ده چی هغوی ګوری نو دا دوی له سترګو ګوری که هغوی اوری نودا دوی له غوګونواوری او که هغوی پوهیږی نو دا دوی له زړونو پوهیږی .
داحالت په دی وخت کی دمسلمانانو ده .
زمانه ترقی کوی او ډیره په تیزی سره زمانی نه مرار اوسنی یورپ قوم ده چی دترقی په لار کی دبرق په شان رفتار کوی . دا ترقی په پس مانده قومونو څومره مرعوب اثروکړی بیاهم کمه ده .
مګر دمسلمانانو په ذهن یی ډیر ژور او هلاکونکی اثرکړی ده او که دا د زهرونه ډک اثرهمداسی په مسلمانانو سرعت سره وی او مسلمانانو همدا حالت وی نو هغه وخت لری نه ده چی مسلمانان به خپل دژوند خاص جوهرله لاسه ورکړی .
یورپ ته چی کله دعلمی ترقی خیال ورغی مذهب ددوی په لار کی غټ خڼډ وه .
عیسوی مذهب دعلم ترقی په مخ کی چی کوم مخالفتونه کړی که ددی اندازه معلومول غواړی نو په ارپا کی دعلم او کلیسا دجنګ قصی ولوالی .درته به معلومه شی چی کومه رویه دوی دعلم اوحقیقت په مقابل کی کوله . دګلیلیوڅه ګناه وه ؟ ګناه یی دا وه چی هغه ویل زما سترګی داسی لیدال کوی چی ځمکه ساکنه نه ده بلکی متحرکه ده او هغه دا دوربین په ذریعه د کوپرنیکس (Copernicus] نظریه تائیده وله . رومن کلیسا دده په خلاف قهر او غضب کی لیونی وه .په دی ځای باندی ددی خبری کول ضروری دی چی کلیسا دکوپرنیکس او ګلیلیو نطری خلاف ولی وه ؟ یونان کی دفلک په باره کی دارسطو نظریه ډیره قابل دقبول وه .ددی نظری له مخی نه ځمکه ددی کائیناتو مرکزاو ساکنه بلل کیده او نور ټول فلک ددی ګردچاپیر متحرک تصورکیده . په هغه وخت کی هم دفیثاغورث اوبعضی نورو له خوا دا نظریه نه وه منل شوی مګر بیا هم یو خاص ارزښت یی موندالی وه .اود بطلیموسی نظام فلک په نوم ټول یورپ کی مشهوره شوی وه.دعیسوی عقیدی له مخی نه په ټولو کائیناتو کی ځمکی ته یو خاص اهمیت ورکړل شوی وه .ددی لپاره چی په دی باندی خپله خدای یا دخدای زوی قربانی شوی .ولی چی دبطلیموسی نظام له مخی نه ځمکی ته په ټولو کائیناتو کی یو خاص اومرکزی حیثیت ورکول شوی وه. ددی لپاره عیسویانو دانظریه په خپله عقیده کی داخله کړی وه .
کله چی دعلم او تحقیق په رڼا کی دامعلومه شوه چی ځمکه هم دنور اجرامی فلکی په شان حرکت کی ده او په کائیناتو کی کوم خاص اهمیت نه لری نو دی سره د عیسویت په عقیده ژور اثر غورزیده نو ددی لپاره کلیسا مخالفت وکړ .
په اروپا کی دی نوی نظام فلکی ته کوپرنیکس نظام وائی . ولی چی ګلیلیو په خپل قابیلیت سره ددی نظام تائید کړی وه ددی لپاره کلیسا دده دشمنه شوه .دعلم او تحقیق په خلاف صرف ړانده کلیسایان نه وه بلکی ددوی روشن خیاله خلک هم لکه پراټستنټ ددی خلاف وه په دی باندی خپله لوتهر ،پولاک،او میلاتحتهون لیکنی شاهدی دی .
یورپ که داسی مذهب نه پریښود نو څه به یی کول ؟
همدارنګه کله چی په هندوستان کی دعلم اوترقی خیال پیداشوه نو دا مذهب له خوا یی همداسی ډرامی کیدالی خو دهغه ځای ازاد پسنده خلکو علم اوترقی ضرور وګڼله او دا داسی خلکو پروا یی ونه کړه .
کله چی مسلمانانو ولید دترقی لپاره اول مذهب پریښودل کیږی نو هغو همداسی خبری شورع کړی چی زمونږدشاه پاتی کیدلو وجه اسلام دی .او ترڅو پوری چی اسلام پری نږدو مونږپه دنیا کی ترقی نه شو کولی .په دی کی هم شک نشته چی هغه مذهبی ملایان کومو چی دوی ته داسلام غلط مفهوم وړاندی کړی دی کی شامل دی .
لکین اسلام داسی نه ده چی دهغه حقیقی تعلیم په باره کی څه معلوم نشی .داسی خلک چی داسی وائی هغوی ته په کاردی چی داسی ویلو نه مخکی اسلام ته داموقع ورکړی چی هغه خپل پاکوالی وړاندی کړی .هغه دی قرآن کریم واخلی ودی ګوری او پس له هغه نه دی خپله رایه اظهار کړی .نو ده ته به داحقیقت واضح شی که ددنیا قومونو مذهب ددی لپاره پریښود چی دعلمی ترقی په مینځ کی خڼډ ده. برعکس د مسلمانانو حقیقی دین په علم او بصیرت باندی ولاړده او دا مسلمانانو دعل ترقی وخت هغه وه چی ددین یو څه ناڅه په کی پاتی وه که نورو ته دترقی لًپاره مذهب پریښودل غواړی .برعکس مسلمان تر هغه وخته ترقی نشی کولی ترڅو چی اسلام دین خپل رهبر نه کړی .کوم څه چی ما وویل نه دخوش عقیده ګی لپاره او نه کومی یونانی قصی دی .بلکی دا قرآنکریم واضح تعلیم ده او دتاریخ صحی حقیقتونه دی.کوم شی چی زه اوس عرض کوم هغه دادی چی دسائنس په ترقی کی داسلام تعلیم څه ده ؟ او کله نه چی مسلمانانو په دی تعلیم عمل کوه کوم کوم نتایج یی لاس ته راوړل.دتاریخ داحصه مسلمه نه بلکی دغیرمسلموو موریخینو شهادت موجود کڼم تر څوقضاوت یو طرفه نشی .
له هر څه نه مخکی دا وګوری چی انسان کوم شی "انسان"کړی اوپه کوم شی باندی اشرف المخلوقات ده هغه کوم خصوصیت په انسان کی ده ؟
قرآنکریم داحقیقت په ښه شان سره بیان کړی ، الله تعالی ملایکو ته وفرمایل چی زه اوس په دنیا کی یو نوی مخلوق پیداکوم .کله چی فرشتو ولیدل چی خون خرابی کوی عرض یی وکړ یاالله (ج) ایا اوس دنیا ده ته سپاری چی هلته به فساد،قتل او خونریزی کوی ؟حالانکی مونږستا تسبح اوعبادت کوو .الله (ج) په جواب کی وفرمائیل چی زه په څه پوهیږم تاسی په هغه نه پوهیږی .په دی ځای باندی ددی خبره کول ضروری دی چی واویم هغه کوم خصوصیت ده چی دهغه په بنا انسان ددی قابل وګرځید چی دځمکی خلافت ورکړی .
الله (ج) فرمائیلی دی [وَعَلّمَ آدَمَ الاَسمَآأ کُلَّهَا ] د همدی فضیلت په بنا سره ملایکو ورته سجده کیښوده اوس خو داحقیقت وضح شوه چی هغه شرف چی انسان ته ورکول شوی هغه علم الاشیاء ده چی اوس یی اروپا په علم الفطرت (NATURAL SCIENCE) تعبیر کوی. دی نه بعد قرانکریم دعلم فضیلت په باره کی فرمائی : (قَل هَل یَستَوِی الَّذِینَ یَعلَمُونَ وَالَّذِین لاَ یَعلَمُونَ ) ۳۹/۹ ووایه چی کوم خلک علم لری او کوم خلک علم نه لری ایا دواړه برابر کیدالی شی ؟
همدارنګه دعلم زدکړی لپاره د حضرت محمد (ص) ډیر حادیث روایت شوی د مثال په ډول مبارک (ص) فرمائیلی دی ((کوم سړی چی د علم دزدکړی لپاره له کور نه وځی دهغه یویو قدم سره لس لس نیکی موجودی وی ))
دکتاب او سنت له دی تصریحاتو نه بعد مونږ دمسلمانانو علمی تاریخ ته ګورو چی هغوی تر کوم حد پوری تعلیم ته روجوع کړی وه .د مسلمانانو چی کوم وخت دعلم ترقی خواته مخه شوه هغه د بنی اُمیه وخت وه مګرزیا ته ترقی یی په بغداد کی عبّاسی سلطنت اوپه اُندلس کی اُموی سلطنت کړی وه [[باید دا خبره واضح شی چی ددی علومو تعلق طبیعی کائیناتو سره وه ]] قرطبه او بغدادهغه مرکزونه وه چی هلته دعلم ډیوه روښانه شوی وه . په دی علمی تاریخ نظر اچول ډیر وخت غواړی مګر مونږ به په مختلفو علومو او فنونوکی په یو څو مثالو اکتفا وکړو . دلته داخبره کول هم ضروری دی چی دهری زمانی ترقی موازنه دهمغه زمانی سره کیدای شی .اوس دفطرت دنیا ډیره مخکی تللی ده دکومی زمانی ذکرچی مونږ کوه په هغه زمانه کی دیورپ خلکو خپل سترونه په پاڼو او بوټو پټول .
له هر څه نه مخکی دځمکی علم .
۱ـ ځمکی دپیمایش اونقشه کشی کار اول کی مسملمانانو شروع کړ. خلیفه مامون الرشید دشام له علاقی نه مساحت شروع کړ .محمدابن موسی (SUTVEY PARTY) انچارچ وه هغه نزدی د۷۰اویا علمانو (SCHOLARS) په مرسته د ځمکی یوه نقشه جوړه کړه په هغه کی النحوارزمی هم موجودوه هغه په خپل کتاب کی ټوله ځمکه په اوو تبقو ویشلی وه. دیی نه مخکی بطلیموسی جغرافیه کی دتقسیم وجود نه وه .
۲- مسعودی په هغه زمانه کی چی (GLOBE TROTTER) وه دټولی دنیا سفر پیاده کړی وه او خپل مشاهدات یی قلمبند کړی وه .
۳- مشهوراندلسی حکیم دټولی ځمکی دابادی حالت په څومختلفو جلدو کی لیکلی وه.
۴-ادریس هم ددی زمانی مشهور جغرافیه پوه وه .هغه دعلم شهرت له دی نه معلوم کړی چی د صلیقه عیسوی پادشاه (راجرزدوهم ) په خپل دربارکی وغوښت . هغه هلته دپادشاه لپاره یوه دسپین زرو کره جوړه کړه چی دټولی دنیا نقشه ورباندی رسمه شوی وه .
۵- په دی زمانه کی حکیم ناصرخسرو ابن بطوطه او ابن جبیر غوندی سیاح پیدا شول چی دهغوی په پوهنه او لایاقت اوس هم داهل علم ناز ده .
۶- مقدسی په جغرافیه باندی یو دائرت المعارف (انسائیګلوپیډیا) ولیکله چی په دری حصو مشتامله وه لومړی په مشاهداتو دوهمه په ثقه راویاتو او دریمه یی مطالیعه وه .
۷-النحوارزمی په هغه زمانه کی چی دامریکا خیال هم چاه سره نه وه دانظریه ورکړی وه چی امکان شته یوه بله دنیا هم وی او داهغه په باره کی یی معلومات هم ورکړی وه . چی یورپ کی د (arim) په نظریه مشهوره ده. بیکن له دی نظری نه استفاده وکړه او دهغی په رڼاسره یی یوه نوی نړی پیداکړه .
دبیړیو کسب
جغرافیه سره دبیړیو جوړول یوځای دی
۱- په لسمه عیسوی پیړی کی دمسلمانانو بیړی دچین ښارکانټن پوری رسیدالی وی او له هغه ځای نه یو څه مسلمان تاجران جاپان اوکوریا پوری تللی وه .په دی ځایونو کی ډیر اسلام دتاجرانو په واسطه خوپورشوی ده .ولی چی په هغه زمانه کی طبلغ دکوم خاص چاکارنه وه بلکی دهرمسلمان داوظیفه اوفریضه وه چی تبلیغ وکړی .
۲-واسکوډیګاماجس چی په کومه زمانه کی دافریقا سفرکولو غوښتل یی چی دهندوستان لاره پیداکړی نو کوم شخص چی ده ته لارښوونه کوله هغه یو عربی بیړی چلونکی احمدابن مجید وه .
۳-دسویزسیند دکندالو کار حضرت عمرو(رص) ابن العاص (عهدفاروقی ) د فکراوپوهی کاروه .
۴-دیورپ عامه مڼډی کی چی دعربو تاجران په کومه اندازه خپاره شوی وه دابه درته له دی نه معلومه شی چی دعربو تجارتی او جنسی کلیمی اوس هم په یورپ کی رواج دی مثالاً
(TRAFFIC) همغه لفظ ده چی دعربو په اصطلاح طریقه (لاره) .(TARIFF) لفظ له الطریف نه اخستل شوی .(MAGAZINE) په عربی کی مخزن ( سټور) . په همدی ډول باندی (COTTON) په عربی کی قطن ده (ORANGE) نارنج (LEMON) لیمو او (SAEFARON) زعفران ده .مشهور عیسوی جغرافیه پوه مسټر سلطبرون لیکی چی له کولمبس نه مخکی دعربو ډلی دبحراطلانطک په مختلفو منطقوو او ځمکوو په تلاش کی ګرځیدال راګرځیدال .
تاریخ
۱ - له ځمکی نه پس دځمکی اوسیدونکو حالات . یعنی دتاریخ علم وګوری .امام طبری تاریخ دولس جلده وه .ابن مخلدون مقدمه تاریخ دفن په تاریخ کی (FRIYDE) دتاریخ سائنس ویلی دی اخری جلد یی اوس هم په یورپ کی دعینکو غوندی سترګو سره لګول کیږی .حاجی خلیفه دعباسیه په خلافت کی نزدی ۱۴۰۰ جلدونه شمارکړی وه .مسعود دتاریخ انسائیکلوپیډیا لیکلی ده .څنګه چی مقدسی جغرافیه لیکلی وه .
نوربیا