وطن پال او نور ګټور شعرونه
ارمان
مازدیګر
20.06.2006
لا رانه هیر شه لا می جانان شه
لا می قرار شه لا می ارمان شه
چه هر سهار دی په سترګو و ینم
دصبا ستوری په شنه اسمان شه
د بیلتون ځاله تالا تر غی کړه
سیلاب سیلاب شه طوفان طوفان شه
نه می در غواړی او نه رادرومی
لا سپین رښتیا شه او لا داستان شه
لا انځر ګل شه چه نه دی وینم
او لا دی مشک او عنبر کاروان شه
په خوله دی وایی بی تا یی نه شی
د (نور)ملګری په هر میدان شه
Re: ارمان
أبوخليل
19.07.2006
نور سعید صاحب
السلام علیکم
دا د الله تعالی د شکر مقام دی چي هغه تاسوته د قلم په څنګ کي د شعر د جوړولو استعداد هم در کړی دی او شعر د هم د شعري اصولو په چوکاټ کي وي چي کوم زیات توب او یا کمښت نلري خو یوه تو صیه درته لرم که تاسو دا خدای درکړی استعداد دټولني د اصلاح لپاره په کار واچوۍ زیات ارزښت به ولري او هم به د الله تعالی په وړاندي ماجور او د ثواب مستحق شۍ .
په درنښت ستاسی ورور