د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دقرانكريم اعجاز

زرملوال
17.06.2006

..........................................................بسم الله الرحمن الرحيم..........................................................

محترمو وروڼو او درنو خوندو سلامونه مى ومنئ

داسلام په فورم كى مى دنبوى سيرت هم يوه لړى پيل كړى ده هغه لا ناپوره پرته ده
او دا ده اوس دقرانكريم داعجازپه اړه يوه بله لړى رانښلوم دابه هم دهغى بلى په څير
ورو ورو په مخ ولو زما دلړيو كړۍ به بيخى ورو وروپه يو بل پسى نښلى چى لامل
يي زما ډيره بوختيا ده او ورسره په خپله سستى هم اعتراف كوم دا ليكنى په خپل
ذات كى خورا مهمى او بيخى ډيرى ضرورى دى او ددى په اړتيا هرڅوك پوهيږى
خو دا چى زه به يي څه ډول ليكم څوك به ګټه ورنه اخيستى شى كه نه او دا چى په
لوستلو به هم ارزى او كه نه په دى اړه زه شكمن يم
خو له بده مرغه به يي وبولم چى په ټول افغان كى په دى اړه چا دومره ډير څه نه دى ليكلى
او زموږ پوهان يوڅو ځانګړو موضوعاتو ته متوجه دى نو ځكه ما دى بى ادبى ته ملا وتړله

زما خبرى بايد ډيره كسر نفسى ونه بلل شى ځكه دا كومى موضوعګانى چى ما را پيل
كړى دى دا يو څه ستونزمنى دى او ډير دقت او خورا ژور ى څيړنى ته اړتيا لرى او زما په څير
ناپوهه او نا خلاصه انسان په دى ډګر كى ښه پر مخ نه شى تلاى نو له خپلو مشرانو وروڼو نه
هيله كوم چى يواځى مو پرى نه ږدى

[color=blue:2812f6a254]اعجاز[/color:2812f6a254]

دلغة په قاموسونو كى داعجاز تورى دبيوسى او عاجزى په معنا كارول كيږى
او د (حزم ) ضد يا نقيض دى زموږ په پښتو كى دا تورى ډير كارول كيږى خو
دعجز او اعجاز په منځ كى دعلم الصرف له نظره دصيغى له لحاظه اختلاف ده
كه نه ماده يي يوه ده دا اختلاف داسى دى چى اعجاز د افعال له باب نه دى او په
دى باب كى دتعدى خاصه شتون لرى يانى بل عاجزه كول

[color=yellow:2812f6a254]معجزه [/color:2812f6a254]

او معجزه په شريعت كى هغه كار ته ويل كيږى چى له انسانى عادت نه وتلى وى
په عادى توګه ګرد انسانان هغه كار نه شى كولى او دا معجزه دهغه چا په لاس را
منځ ته كيږى چى هغه الله پاك دنبوت له پاره غوره كړى وى څو په دى معجزه سره
خپل نبوت او ريښتونولى ثابت كاندى

او كوم نبى ته به چى دمعجزى وس ور كول كيدى هغه به دخپل وخت له حالاتو او
غوښتنو سره سم و دبيلګى په توګه دموسى عليه السلام په زمانه كى سحر زيات و
نو دده لكړه يا عصا به داسى معجزه شوه چى دساحرانو ټول منترونه به يي ختم كړل
والقى عصاه فاذا هى ثعبان مبين

او دعيسى عليه السلام په زمانه كى دطب علم ډير پرمختګ کړى ونو دده په لاس به
داسى كارونه ترسره كيدل چى طب له هغو نه عاجززه ولكه دده په دم سره دمورزاده
ګونګ جوړيدل او دبرص ناروغرغيدل او ان مړى ژوندى كيدل
ويبرئ الاكمه والابرص باذنه ويحى الموتى

نور بيا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more