د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پکتیکا

مازدیګر
14.06.2006

پـکتیـــکا دبریتــورو زلــمـــــوکـــــــــــــــــــــــوره
خـــــــالــــی مـــــه شی دطـــــوطی مینا لــه شوره
هـره تـرخـه دی زعفــــران کــــــاڼــــی یاقوت شه
دلـــــــونګـــــــو باغچــــــی تل اوسی سمسوره
ستا بـــــچــــی دی اتـــــــلان دی هــر میدان وی
په امــــــــــان اوســــــی لـــــه تـوره لــه پیغــــوره
په هــرګــام دی شهـــیدان دننـــــــــګ ویده دی
لــــه سپین څکـــــــه دی سلیمان بابا تر ګـــوره
غــوټی وخــاندی باغــونــه ګــــــل ورین شـــی
دسهــــــار شــــــمال چـــــی راشی ستـا لـه لــوره
وطــــــــــــــــــن ورین لـکـه تنـدی دنــوی نــاوی
تــه ټیـــکه یـــــی د وطــــــــــــن په تنـــــدی شوره
بی له تا په (نــــور) دا وخت داســـی تیریــــږی
لـکه بیل چه وی مــاشـوم لــه خپـلی مـــــــــوره


عصمت الله
14.06.2006

سلامونه مازدیګریه وروره ډیر ښکلي شعر مو لیکلی ده
داده زه به کوشش وکړم چې ستاسو په خوښه یې بیتونه بیل بیل کړم

پـکتیـــکا دبریتــورو زلــمـــــوکـــــــــــــــــــــــوره
خـــــــالــــی مـــــه شی دطـــــوطی مینا لــه شوره
هـره تـرخـه دی زعفــــران کــــــاڼــــی یاقوت شه
دلـــــــونګـــــــو باغچــــــی تل اوسی سمسوره
ستا بـــــچــــی دی اتـــــــلان دی هــر میدان وی
په امــــــــــان اوســــــی لـــــه تـوره لــه پیغــــوره
په هــرګــام دی شهـــیدان دننـــــــــګ ویده دی
لــــه سپین څکـــــــه دی سلیمان بابا تر ګـــوره
غــوټی وخــاندی باغــونــه ګــــــل ورین شـــی
دسهــــــار شــــــمال چـــــی راشی ستـا لـه لــوره
وطــــــــــــــــــن ورین لـکـه تنـدی دنــوی نــاوی
تــه ټیـــکه یـــــی د وطــــــــــــن په تنـــــدی شوره
بی له تا په (نــــور) دا وخت داســـی تیریــــږی
لـکه بیل چه وی مــاشـوم لــه خپـلی مـــــــــوره

.که کوم متخصص ملګری دا تخنیکی ستونځه حل کا احسان مند به یم .په مینه (نور سعید)
نه وروه کوم متخصص خدای دې وکړې چې ستاسو په خوښه برابر شوي وي


مازدیګر
15.06.2006

سلامو نه دی وی او په عصمت الله جان دی وی یو جها ن مننه زړګیه ښاد او اباد اوسی ....که دا چل رازده کړی بده به وی :?: ځکه نور هم ډیر تیار ی :wink:


عصمت الله
17.06.2006

مازدیګریه ورور سلامونه درته په مینه مینه وایم
دا چل خو ډیر آسانه ده کله چې مو کومه جمله یا کوم بیت شعر لیکلو نو بل بیت غواړي چې لاندې ولیکۍ
له ENTER نه کار واخلۍ
دغه شعر هم درواخلۍ په مینه

چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يم
د اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم

د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسم
د لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم

د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړي
جانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم

نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو ته
يو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم

په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړم
تر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم

له کوم يوه چراغ نه مې چې اور لمنې واخيست
نن بيا لکه ماشوم غوندې هاغه چراغ ته ناست يم

زلمي به مې سندرې او نغمې په مينه وايي
په دې چې سپېلنيه پښتانه چراغ ته ناست يم

یوسف شا سپیلني


أبوخليل
02.07.2006

هر غلیم ته د غلجیو پټګنۍ ده
دا زانګو ده د باتورو قهرمانو
ارامګاه د فتیح خان او د شاشۍ ده
لویه ربه ته یې ساتې له اشرارو
څو چي پاته د سلېمان توره کېږدۍ ده[/color]


أبوخليل
02.07.2006

ځما لیک مازدېګري ورورته ده خو سلامونه مي د ټولو ته وړاندي شي
السلام علیکم نور سعید صاحب
د پکتېکا ستاینه د په ځای ده له خپل قام سره مینه او د هغوی په همت او اسلامی غیرت ویاړل ستا د ستر احساس څرګندوی ده هیله من یم چی نور به هم ستا له لیکنو برخمن شو دا دوې کرښي به زه هم ور زیاتي کړم :
[color=green:2a287a18d2]غزېدلي له ښرني تر ممۍ ده
هر غلیم ته د غلجیو پټګنۍ ده
دا زانګو ده د باتورو قهرمانو
ارامګاه د فتیح خان او د شاشۍ ده
لویه ربه ته یې ساتې له اشرارو
څو چي پاته د سلېمان یوه کېږدۍ ده[/color:2a287a18d2]


أبوخليل
03.07.2006

[quote:333c8a367a="عصمت الله"]مازدیګریه ورور سلامونه درته په مینه مینه وایم
دا چل خو ډیر آسانه ده کله چې مو کومه جمله یا کوم بیت شعر لیکلو نو بل بیت غواړي چې لاندې ولیکۍ
له ENTER نه کار واخلۍ
دغه شعر هم درواخلۍ په مینه

چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يم
د اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم

د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسم
د لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم

د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړي
جانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم

نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو ته
يو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم

په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړم
تر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم

له کوم يوه چراغ نه مې چې اور لمنې واخيست
نن بيا لکه ماشوم غوندې هاغه چراغ ته ناست يم

زلمي به مې سندرې او نغمې په مينه وايي
په دې چې سپېلنيه پښتانه چراغ ته ناست يم

یوسف شا سپیلني[/quote:333c8a367a]
[color=darkred:333c8a367a]سپېلنیه وروره[/color:333c8a367a]
زما ښې هیلي ومنه ستا شعر ډېر خوندور ، سوچ اوتخیل د ډېر وچت او نظم د ډېر ښه مقفی او مسجع وو امید ده نور هم څه ولیکې زما له خواهم درته ډالۍ ده :
[color=green:333c8a367a]ستا د زړه ډېوه رڼا ده نو د څراغ څه ضرورت شو؟
چي مېوه درته رسېږي نو د باغ څه ضرورت شو؟
که دردونه د بدن د په وړیا درمل رغېږي
راته وایه سپېلنیه چي د داغ څه ضرورت شو؟[/color:333c8a367a]


عصمت الله
03.07.2006

د دې پاڼې لیدونکو ته ډیر ډیر سلامونه او ښې هیلې وړاندې کومه .
په خاصه توګه ابو خلیل ورور ته بو خلیله وروره په خیر راغلې دی ټول افغان فروم ته
دوا کوه چې خدای زموږ ټول پښتانه لیکوالان او شاعران دې کمپیوتر او انټرنیت له آسانتیاونه برخمن کړې بیا خدای مهربانه ده چې یوسف شاه سپیلنی هم له خوست نه زموږ سره په دې فورم کې ګډون وکړې ،او ګرانه وروره په خیال مې پر ما دې
د سپیلنی ګمان کړي وه نه وروره زه سپیلنی نه یم زه عصمت الله یم او دغه مې اصلی نوم ده په دغه نوم هم ماتې او ګودې لیکم .
تاسو چې کوم شعر سپیلنی ته ډالۍ کړي ده زه په امشاُالله هغه شعر دې تلفون له لارې هغه ته واوره وم .
او زه دی سپیلنی پر ځای درڅخه ډیر ډیره مننه کوم خدای پاک دې بریالی لره له روغ صورت او صحت سره ستاسو شعر هم ماته دې سپیلنی له شعر کم نه ده . دی سپیلنی دی شعر په هکله چې تاسو خپل نظر څرګند کړي ده په واقیت سره چې ډیر ښه شاعر ده او هغه دی خپل په درې شعرو باندی دې شاعرانو او دې شعر مینوالو په زړو کې ځای پیدا کړه. هغه برسیرنی شعر یې ما دې هیواد له سیت نه www.hewad.comکاپی کړي وه دغه ده ستا له پاره به یو بل شعر هم غلا کړم خدای دې وکړې چې هیواد شیر زاد ورور خبر نه شی چې دې هغه جریمه به څوک ورکوې

تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولې
ځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې

تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړو
موږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې

پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږي
لمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې

ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړم
تا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې

د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمه
وار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې


بصير افغان
23.07.2006

ښاغلي مازدیګره ګوره پام دې وي، چې زما دا لیکنه هم دمازدیګر دلویدو په شان ده، او دا مې په هغه ځنډ دوطن په یاد کې لیکلی . خدای دې وکړې چې دا ارمان خومې پوره شي .

اخ!
بیا به کله د هغې جنتي خاورې پر سر خپل ګامونه کیږدم
بیا به کله وي، چې له فکر او زړه نه ددې عبثې دنیاګۍ ټول عبث فکرونه په جنت نشانه سیګانه کې لري کړم .
بیا به کله د زرغون ښار په زرغون چاپیریال کې د ازادی نفسونه کش کړم .
بیا به کله په پښتنو کې خپل ځان ووینم .
بیا به کله خپل ټپي ټپي یادونه په هغه خدايي خاوره کې مداوا کړم .
اخیر خدایه کله؟

[color=green:194bdcb50d]په پوره پښتنې حیا سره .[/color:194bdcb50d]


مازدیګر
16.08.2006

سلام علیکم 

بصیر افغان ورور هیله ده روغ او خوشحاله به یی
بخښنه غواړم که ددی کرښو دویلو او په هغو دخپل نظر 
دڅرګندولو کورودانی په ځنډ درته وایم ......رشتیا درته وایم ډیری 
ورځی هلته ووم په کوم ځای کې دموجدیت ارمان چه تاسی کړی 
او اوس دادی زه او کمپیوټر سره یووار بیا یو ځای یو 
له تاسی نه ډیره مننه 
بس وروره هغه یو شاعر وایی

[color=cyan:be7fc40dcb]کله سندری وایو کله کړو ویر دجانان
موږه په هر حال بدلول غواړو تقدیر دجانان[/color:be7fc40dcb]

ستاسی دارمان دپوره کیدو په هیله


بصير افغان
17.08.2006

مازدیګره وروره ستا له شعر سره یو سل یو په سلو کې موافق یم، او بس دا درته وایم چې نوش جان دې شه چې، هلته تللی وي.

ستا د روغتیا په هیله !

محمد بصیر سلیمانخېل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more