د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دڅوآیاتونو ترجمه

منلی
11.06.2006

اسلام علیکم ورحمة الله وترکاته
له څښتن تعالی نه ټولو دوستانو ته روغ صحت غوړم
ورونو ډیره مهربانی به مووی که دالفرقان سورت د دوه شپیتم ۲۶ آیات نه تر ۷۷ (اخره پوری ) په پښتور ترجمه اولڼډتفسیر ولیکی . وسلام


خیریوسی
12.06.2006

محترم زخمي صاحب او ګرانو لوستونكو السلام عليكم ورحمةالله وبركاته

دمحترمو عالمانوصاحبانو او لوستونکو په اجازه زه به وزخمی صاحب دتفسیر یسیر څخه څه ورته رانقل کړم

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْناً وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَاماً{63}

اوبندګان دخدای چی دی او دا مبتدا ده او خبر یی مخکی مخکښی ( اولئک یجز ون الغرفة ) هغه کسان دی چی تګ کوی دی او په دی مینځ کښی ټول صفات دی دمبتدا
او دا بندګان هغه کسان دی چی تګ کوی دوی په مځکه باندی په تواضع عاجزی او په کمینی سره او په هغه وخت جی خطاب وکی دوی سره نادان په طریقه دبی ادبئ سره یعنی خبره نالایقه نو وایی دوی دغه جاهلانو ته خبره سالمه خالی له ګناه یا له ایذا ء یا له مجادلی یعنی پسته نرمه دا یی دورځی حال دی دخلګو سره او دشپي حال یی دحق سره دادی لکه چی وایی

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّداً وَقِيَاماً{64}

او هغه كسان دي چی شپه صبا كوي دوي رب خپل ته په داسی حال کی چی کله سجده کونکی وی او کله پر لمانځه ولاړ وی

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَاماً{65}

او هغه كسان دي چی سره له دغه طاعته او خضوع او جد او جهد ه وایی دوی له ډیری بیری ای ربه زموږ چپ کړه له موږه څخه په خپل فضل عذاب ددوذخ بیشکه عذاب ددی دوذخ چی دی دي هلاک دی لازم یعنی همیشه

إِنَّهَا سَاءتْ مُسْتَقَرّاً وَمُقَاماً{66}

بیشکه دادوزخ بد دی له جهته له ارامګاه او له جهته له استوګنی

وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَاماً{67}

او هغه کسان دی چی ورکړه کوی دوی چاته دکوم شئ نو په دغه ورکړه کی اسراف نه کوی
چی په ګناهونو او حرامو یی ورکړی لکه شراب ، ډمان ، اونور داسی او نه تنګی او بخیلی کوی په حق دخدای کی له مستحقانو یا مراد نفقه دخپل عیال ده یا ورکړه ده وخپلوانو ته یا مراد خپل خوراک او جامه ده چی میانه روی کوی او وی دغه ورکړه او انفاق په مابین ددی اسراف او تقتیر کی میانه معتدل
روایت دی چی بعضو مشرکانو پو ښتنه وکړه له رسول علیه الصلواة والسلام چی موږ شرک او زنا او نوری ډیری نارواوی کړیدی نو که ستا خدای دا ټول راته بخښی نو موږ به ایمان راوړو نو نازل سو

وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَاماً{68}

او هغه کسان دی چی نه بولی له خدای سره بل خدای او نه وژنی دوی هغه نفس چی حرام کړی دی خدای قتل دهغه یعنی نفس دمؤمن او دمعاهد ( یعنی حربی چی په امان سره دار الاسلام ته راغلی وی ) مګر په حق سره یعنی په موجباتو دقتل لکه قصاص او رجم او شرک او ردة او سعی په مځکه کښی په فساد سره او نه زنا کوی دوی دا دری ځکه خاص یاد شوه چی امهات الذنوب دی ( مندی دکناهونو) او هر څوک چی وکړی یو له دی درو څخه یا دوه یا دری واړه نو وبه وینی جزا دعصییان خپل

يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَاناً{69}

دوه چنده به کړی شی دی کونکی ددغه کارونو له عذاب په ورځ دقیامت او همیشه به وی دی په دغه عذاب کی په دی حال کی چی خوار او بی اعتبار ه به وی

إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحاً فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُوراً رَّحِيماً{70}

مګر هغه څوک چی توبه وباسی له شرکه او ایمان راوړی پر خدای اورسول علیه الصلاة والسلام او وکړی دی کارونه نیک صالح وروسته تر توبی پس داکسان چی دغه دری واړه کارونه وکړی نو خدای به بدل کړی په قیامت دا بدئ ددوی په نیکو په دی شان چی دابدئ ددوی به محوه کړی په دی توبی سره او دهغو پر ځای به نیکی ولیکی چی ایمان او طاعت دی او داسی نه چی هغه بدئ به بعینها نیکی شی او دی خدای بخښونکی چی سیأت محوه کوی مهربانه دی چی په بدل کی حسنات ورته لیکی

وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحاً فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَاباً{71}

اوهر څوک چی توبه وباسی له ګناهونو غیر له مذکورو او عمل وکی نیک پس له دی دپاره دتدارک دمافات پس بیشکه چی دی توبه وباسی او رجوع کوی بیرته خدای ته په ښه رجوع سره

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَاماً{72}

او هغه كسان دی چی په درواغو شاهدی نه اداکوی او وباطل مجلس ته نه حاضریږی او په هغه وخت کی چی تیریږی دوی په یو فحش او نا کاره کار یاخبری نو تیریږی تر څنګ کونکی او ځان ساتونکی له ککړوالی په هغه

وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمّاً وَعُمْيَاناً{73}

او هغه كسان دی چی چی پند ورکړی شی دوی ته په ایاتونو درب خپل یعنی په قران سره نو نه نسکوریږی په سجده او په ژړا اوریدونکی او لیدونکی وی په بیدارو غوږو نو او په غړیدولو سترګو

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَاماً{74}

او هغه کسان دی چی وایی دوی ای ربه زموږ راکه موږ لره محض په خپل فضل سره له ښځو زموږ څخه او له فرزندانو زموږ څخه هغه څوک چی یخوالی دسترګو زموږ پری راځی ځکه چی ستا مطیع وی مراد تری عیال صالح دی او کړه موږ په مهربانی خپلی سره پرهیزګارانو له امام او پیشوا یعنی دومره پرهیزګاری راله راکړه چی پری لایق شو دامامت دمتقیانو

أُوْلَئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَاماً{75}

داکسان چی دی موصوف په دی تیرو لسو صفاتو سره جزا به ورکړی شی دوی ته په هسکو ماڼیو دجنت په سبب ددی چی صبر کړی و دوی په دنیا کی په سختو او ایذاء دکفارو او اچولی کیږی به په دوی په دغه جنت کښی دعا او سلام

خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرّاً وَمُقَاماً{76}

هميشه به وي دوی په دی جنت کښی ښه دی دا جنت له جهته دقرار ګاهی او استوګنی

قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَاماً{77}

ووايه أي رسوله دی دمکی خلګو ته چی هیڅ باک نه ګڼی په تاسی رب زما که نه وی بلل دخدای تاسی له یا بلل ستاسی خدای له په سختیو کښی پس په تحقیق تکذیب کړی دی تاسی درسولانو او دقرانشريف پس ژر دی چی وی به دا عذاب لازم تاسی سره

دمحترمو عالمانو صاحبانو څخه هیل کوم چی خپلی لیکنی دزخمی صاحب څخه ونه سپموی که کومه غلطی وی بخښنه غواړم

ستاسو شاګرد ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more