اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ټولنه ولي نه اصلاح کيږي؟
طالب جان
09.06.2006
بسم الله الرحمن الرحیم
کله چي مونږاوتاسو خپل چاپیریال ته ځیرشو نو وینو چي ډیری خلک د ښایسته ډیروټولنو, گوندونواونوروارگانونوترتشکیل لاندي کارکوي چي دغه خلک بياپه همدغه موخه وخت په وخت ناستي ولاړي , لاریونونه غونډي اونور ډول ډول تحرکات په لاره اچوي تر څو ټولنه ښې او سمي لاري ته بوځي , خو په افسوس سره ښایی وویل شي دا ډیری ټولۍ د ټولني د اصلاح په چاروکي پاتي راغلي دي , او ټولنه د پرمختگ پر ځای ورځ په ورځ مخ شاته روانه ده ځکه نوپه طبعي ډول له انسان سره پوښتنه پیداکیږي چي په دې دومره هڅو سربېره داټولنه ولي نه اصلاح کیږي ؟؟؟
له بله پلوه پالونکي څښتن جل جلاله د انسانانو د ستونزو د حل او فصل کولواو خپلو پوښتنو ته د ځواب میندلو لپاره د قرانکریم په څېر سپېڅلی کتاب په سپېڅلي نبي اکرم صلی الله علیه وسلم رانازل کړی او خپلو بندگانو ته يي امر کړی چي د پوښتنودراپورته کېدا په مهال او دخپلو ستونزو د حل لپاره همدې سپېڅلي کتاب ته مخه کوۍ نو کله چي مونږ ته د زرگونو خلکو او ډول ډول ټولنو د هڅو سربیره د اصلاح کومي نښي نښانې نه ښکاريدې نو پوښتنه راپیدا شوه چي په ټولنه کي اصلاح ولي نراځي ؟؟؟؟
نو دالله تعالی له امر سره سم چي کله مونږ دنوموړي پوښتني دحل لپاره خپل سپېڅلي کتاب ته ځیر شو نو مونږ ته دپورتنۍ پوښتني ځواب په رڼو تورو کي راکړل شو او هغه داسي چي پالونکي څښتن په سورة المائده کي فرمايلي دي چي :
یَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعاً فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ [سورةالمائدة : 105 ټوک 7
ژباړه : ای هغو کسانو چي ایمان يي راوړی دی (ای مؤمنانو ) لازمه ونیسۍپرځانونو خپلو (اصلاح اوساتنه) دځانونو او نفسونو خپلوهیڅ زیان نه رسوي تاسي ته (گمراهي )دهغه چا چي گمراه شوي دي کله چي په سمه لاره اوسۍ تاسي (خاص) لور دالله ته بیرته ورتله ستاسي ټولو دي نو خبر به کړي (الله په قیامت کي ) تاسي په هغو عملونو چي وۍ تاسي چي کول به مو ( په دنیا کي) .
همداراز بل ځای خدای جل جلاله د نوموړي پوښتني دځواب په موخه فرمایلي (أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ [البقرة : 44]
ژباړه : ایا امر کوۍ تاسي نورو خلکو ته په نیکي سره او هېروۍ ځانونه خپل حال داچي تاسي لولۍ کتاب( چي پکي دقول او عمل په نه سمون وعید راغلی دی) ایا نو تاسي نه پوهېږۍ؟ (دخپلو کړو په ناوړتیا) .
نور بیا
طالب جان
11.06.2006
په تېره پسي:
په پورتنو مبارکو ایاتونو کي پالونکي څښتن جل جلاله دپورتنۍ پوښتني دځواب په موخه زمونږدیوې بنسټیزي ناروغۍ یادونه هم کړيده او هغه داسي چي : په گړندیو هڅو سربېره د ټولني داصلاح په چاره کي دپاتيوالي لوی لامل دادی چي د ټولني د اصلاح لپاره کار کونکي خلک ددی پرځای چي داصلاح کارله ځانه پیل کړي لویه غوښتنه يي داوي چي د اصلاح پیل دي دوهم لوری له خپله ځانه وکړي معناداچي اصلاح کونکی نورو ته د اصلاح بلنه ورکوي , د اصلاح پیغامونه ورکوي؛ خو دخپل ځان اصلاح يي هېره او په خپلو حالاتو کي د بدلون له راوستلو نه ناخبره وي .
په بېلابېلو غونډو اوناستو ولاروکي د ټولني اود هغې د غړومفاسد او وراني ويجاړي ښه په خوند سره پکي یادیږي ( چي فلانی داسي کوي , ما فلانی ولید چي داسي يي کول اوداسي نوري خبري خو کیږي ) په نورو باندي نیوکي او دنورو عیبونه خو ښه بیانیږي خو کله مو هم خپل گرېوان ته سر ټیټ نه کړاوله ځان سره مودامحاسبه ونکړه چي زه پخپله څومره په اوبوکي يم؟ په ماکي پخپله کوم عیبونه شته اوداچي له خلکو سره په کړووړو کي ماته څه کول پکاردي ؟ زه پخپله څومره نیمگړتیاوي لرم؟ او نه موهم کله دا فکر وکړ چي زه پخپله د ځان داصلاح لپاره څومره اصلاح ته اړتیا لرم ؟؟؟
زمونږ په اصلاحي غونډو کي په نورو باندي د نیوکو او دنورو د عیبونو د پاشلو پایله داشي چي زمونږ اصلاحي مجلسونه د گپ شپ او له ټوکو ټکالو نه دخوند اخیستلویوه ناسته وگرځي , ځکه نو دټولني داصلاح په لور گامونه نه پورته کیږي , او پدې ډول زمونږ بنسټیزه موخه چي د ټولني اصلاح ده رانه پاتي شي .
همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چي { که څوک ووايي چي ټوله نړۍ تباه شوه (معناداچي په نورو باندي نیوکه وکړي او ووايي چي خلک خراب شو او بي دیني او گمراهي راغله ,او خلک ناوړه چاري پر مخ بیايي) نو تر ټولو لوي تاواني پخپله نوموړی ویونکی دی } . ددې لامل دادی چي نوموړی ویونکی په نورو باندي د نیوکي په موخه داخبره کوي او وايي چي هغه تباه شوو که له هغه سره په ریښتني ډول د تباهي فکر وي نو لومړی دي خپل گرېوان ته سر ورښکته کړي او دځان اصلاح دي وکړي .
له عقلي پلوه هم د خپل ځان داصلاح خبره ډېره غوره ښکاري دساري په توگه که یو څوک د گیډي په درد باندي اخته شي نو هغه به دنورو ناروغانو تردرملني له مخه دخپلي ناروغي درملنه کوي , آن تردې چي خپله کوچنۍ ناروغي هم سړي د نورو ترغټو ناروغیوهم خورا غټه مالومیږي ، نو کله چي دناروغیو په اړه خبره داسي ده نو نورو خلکو ته داصلاح تر بلنې ورکولو له مخه ښايي سړی خپلو ښکاره او پټو ناروغیو ته مخه کړي او د اصلاح په فکر کي يي شي .
پالونکي څښتن جل جلاله هم په آیت شریف کي فرمایلي چي لومړی د خپل ځان فکر وکړۍ او بیا د نورو دگمراهي او بېلاري خبري کوۍ , نو په یاد ولرۍکه تاسي پخپله سمي لاري ته راغلۍ نو د گمراهانو گمراهي تاسي ته هیڅ ډول تاوان نه شي دررسولای , له هر انسان سره به خپل عمل قبر ته ځي ځکه نو دخپل ځان د اصلاح فکروکړۍ تاسي ټول به د الله تعالی لوري ته ورځۍ او هلته به تاسي ته وویل شي چي تاسي کومي کومي چاري تر سره کولې ,ستاکړه وړه ښه وو او که دنورو (چي تايي د اصلاح فکر کاوه) ، ځکه چي شوني ده چي هغه څوک چي ته يي دعیبونو پلتنه کوې او نیوکي ورباندي کوې (او په دې څه سره يي د اصلاح هڅه کوې) دهغه کوم یوعمل یاکومه یوه ادادي د پالونکي څښتن په دربار کي داسي خوښه شوي وي چي هغه دي دخپلې نوموړي کړني له امله د خداي جل جلاله په وراندي ترتالويه رتبه ترلاسه کري وي , لنډه داچي دامونږ اوتاسي چي کوم مجلسونه او ناستي ولاړي د نیوکو او ټوکو ټکالو لپاره ترسره کوو دا داصلاح کومه لاره نه ده .
هوکې : کچیرِې په کوم ځای کي کومه غونډه پدې موخه راوبلل شي چي هغه ناوړتیاوي پکي په گوته شي کومي چي پخپله په مونږکي موجودي دي ، او هغه خبري چي پکي دځانونو د اصلاح په موخه کیږي د زړه په غوږو واوریدل شي ، او دځانونو د اصلاح په موخه پکي گډون وکړل شي نو دداسي غونډو رابلل بیا خورا ښه او گټورکار دی .
په هر مسلمان باندي دا اړینه ده چي لومړی دي د خپلو څلورویشت ساعتیزو کارونو جاج واخلي او دا دي وگوري چي څومره کارونه يي دالله تعالی له خوښي او دهغه له لوري له بیان شوو قوانینو سره سم دي ؟ او څومره نه دي ؟ که کوم کارونه خداي مکړه د پالونکي څښتن له خوښي او قوانینو سره ناسم وي نو دهغوي د اصلاح لاره چاره څه ده ؟
نور بیا
طالب جان
14.06.2006
په تېره پسي :
څنگه چي ټولنه دخلکو گڼي گوڼي ته ویل کيږي نو که په همدې ټولنه کي هر سړی د خپلي اصلاح په فکر کي شي نو ټولنه به په اتو ماتیک ډول د اصلاح په لوري روانه شي , خو که باالعکس هر سړی ځان هېر کړي او دنورو په فکر کي شي نو بیا به دا ټولنه هیڅکله اصلاح نه شي او هغه ټولي هڅي چي پدې اړه کیږي هغه به په اوبو لاهو شي .
نو که یو سړی ځان اصلاح کړي نو د پالونکي څښتن له وینا سره سم د گمراهانو گمراهي هغه چاته هیڅ ډول تاوان نه شي رسولاي د صحابۀ کرامو رضي الله عنهم اجمعین له کړو وړو نه هم داسي ښکاري چي د ټولني د اصلاح یواځینۍ لاره د ځان اصلاح ده ځکه چي صحابه کرام به تل د خپلو ځانونو د اصلاح په فکر کي لگیدلي وو چي آیا زمونږ کومه کړنه یا کوم قول خو له قرآني فرموداتو او نبوي ارشاداتو سره خدای مکړه په ټکر کي نه ده ؟ همدا لامل وو چي دهغوي په خبروکي اغيزه هم بیخي ډیره وه چي چاته به يي داصلاح په موخه کومه خبره وکړه نو دوهم سړی به د هغوي له خبرو نه بې اغیزي نه پاتي کیدو او په هماغه ځای به يي دټولو گناهونو او ناوړتیاوو د پریښودو ژمنه وکړه او له همغي ورځي به يي په ژوند کي دبدلون اثار په ښکاریدوشوچي له امله يي ټوله نړۍ اغیزمنه شوه او داسلام ریښتونی دین دنړۍ ګوټ گوټ ته ورسید .
همداراز د اسلافو له ژوند نه هم داخبره په ډاگه کیږي چي که سړی لومړی ځان اصلاح کړي نو دهغه په خبرو کي ډیره اغیزه وي د وتلي عالم اوواعظ علامه ابن الجوزیه (رحمه الله ) په اړه علماوو داخبره لیکلي چي د هغه د وعظ په غونډه کي به په یوه مهال نهو نهو سوو کسانو دنوموړي په لاس له گناهونو توبه ایستله او علامه به دخپلو خبرو له امله د اوریدونکو زړونه خپل لوري ته راماتول حال داچي نوموړی کوم فصیح او بلیغ سړی نه وو بلکه خبره په بنسټیزه توگه دعمل وه هغه چي به دخپل زړه کومه جذبه په ژبي بیانوله، نودنورو په زړونو باندي به يي هم اغیزه همدومره ډېره وه .
له دې ټولو نه څرگندیږي چي د مجلسونو رابلل ښايي د خپلي اصلاح په موخه وي نه د نورو د عیبونو دلټولو او یا هم په نورو باندي دنیوکوپه موخه . هرسړی دي د ځان د ښه کولو په فکر کي شي او په ښو کارونو کي دي دنورو ملاتړ اعلان شي او له بدو او ناوړو کارونو نه دي ځان وژغورل شي دساري په توگه که نور خلک دروغ وايي ته يي مه وایه , که نورڅوک رشوت خوري ته يي مه خوره , که نور څوک سود خوري ته يي مه خوره ,که نور څوک خلک تېرباسي ته يي مه تېرباسه , که نور څوک حرام خوري یايي کوي ته يي مه خوره او مه يي کوه . که داڅه تا وکړل نوله یوه لوري خوبه په قرآني حکم عمل راشي او له بله پلوه به د ټولني په اصلاح کي بریالی يي ، او که دي په غونډو کي په خلکو نیوکي کولې چي فلانی دروغ وايي او بیا دي پخپله هم دروغ ویل او یا دي په بل نیوکه کوله چي فلانی حرام خوري او بیا دي پخپله هم خوړل نو پدې ډول به بیا ته هیڅکله هم د ټولني د اصلاح په موخه کي بریالی نه شې .
پالونکی څښتن دي د خپل ځانگړي رحمت په وسیله زمونږ په زړونو کي د ځانونو د اصلاح فکر راواچوي . آمین ثم آمین یارب العالمین
پاي .
أبوخليل
10.07.2006
ملا وروره
السلام علیکم
هیله من چي روغ خوشاله او په خپل ورځني مصروفیت کي به موفق یې داده زه د هم و هڅولم چي له تا او حلیمي سره یوځای په قلمي خدمت کي خپل ګوډ او مات ترکیب کړم الله تعالی مو لیکني قبولي کړه دا چي ټولنه ولي نه اصلاح کېږي عمده عوامل یې تاسو په ګوته کړي دي ما یې هم د سمون لپاره دځینو فورمولونو د وړاندي کولو لپاره لېڅي را نغښتي دي کېدای شي تاسي به یې وګورۍ په دې هیله چي د الله تعالی په رحمت ددې حدیث شریف مصداق وګرزېږو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
[color=green:4f0a733fd7]لوأن یهدي الله بک رجلا واحدا خیر لک من حمر النعم[/color:4f0a733fd7] ( او کما قال)
(ژباړه) که ستا په ذریعه الله تعالی یوچاته روغه لاره وښیي تاته تر سرو اوښانو (چي په عربوکي یې ډېر زیات ارزښت مخکي هم لرلو او اوس یې هم لري ) ډېر غوره دی .
امید دی په خپلو دعاګانو کي به مو یاد ساتې ټولووروڼو ته سلامونه اونېکي هیلي وړاندي کوم