وطن پال او نور ګټور شعرونه
تصويري لنډۍ وليکئ
Abid
08.06.2006
د ټول افغان يارانو هيله ده چې ښه به ياست. خبره دا ده چې له څه مودې راهيسې مې تصويري لنډيو ته پام شوی دی چې په اوريدلو يې شاعرانه ذوقونه په مستۍ راولي. زه يو څو لنډۍ ليکم او له نورو ټولو يارانو څخه هيله لرم چې راسره مله شي او داسلسله مخته بوزو، دې کار سره به مو دا ګټه کړي وي ډېرې تصويري لنډۍ به مو رايوځای کړي وي.
مخ په مړوند کله پټيږي
ظالمه ياره سلامي ولاړه يمه
څنګه لمده ګودر نه راغله
لکه بلبله چې باران وهلي وينه
بيا به نرۍ جامې ونه کړم
پرون باران و جانان ټوله وليدمه
په ګودر سور سالو ښکاره شو
چا ويل په تورو اوبو اور ولګيدنه
د سپينو غاښو يې بريښنا شوه
چا ويل ګلۍ ده په تيرا يې وروينه
بس يارانو اوس خو ما سره ذهن دومره ياري وکړه،بس راشيوه شئ پرې که خير وي
ستاسې ورور
عابد
عصمت الله
09.06.2006
زه هم دی ټول افغان ټولو لیدونکو ته او لیکوالانوته سلامونه وړاندې کوم
په خاصه توکه عابد صاحب ته .
یاره عابد صاحب زه خو وایم چې تاسو خو ډیر ښه فکر کړي ده
دغه ده زه هم درسره ملګري یم خدای دې وکړې چې دتصویري لنډیو په ځای خیالی لندۍ ونه لیکم بیا هم که راڅخه خطا شوه بښنه غواړم
۱ څنګه په سپینه جامه ګرزې
رب دې مین کړه چې خیرن دې ووینمه
۲ څنګه په شرق خندا دې وکړه
په زړه دې نشته دی یارۍ سوي داغونه
۳ ماته په سترګو کې حال وایه
لارې کوڅې دې غمازانو ډکې دېنه
۴ دا مخامخ دیوال ته ګوره
تانه پنا دې تورې سترګې شنه خالونه
بس نور بیا
دی نورو یارانو په هیله
larghonay1
11.06.2006
ګرانو دوستانو زه خو پوه نه شوم چې تصويري لنډۍ كومو ته وايي خو د عابد او عصمت الله صيب لنډۍ فكر كوم يو څه توپير لري .
ددواړو يوه يوه لنډۍ دلته رااخلم:
عابد : د سپينو غاښو دې برېښنا شوه
چاويل ږلۍ ده په تيرا يې وروينه
دلته د سپينو غاښو په يادولو ږلۍ ذهن ته راځي يانې د شبه وجه يې سپن والى دى خو په لاندې لنډۍ كې زما ذهن كار ونه كړ چې د څه شي تصوير دى ؟
عصمت الله : څنګه په سپينه جامه ګرځې
رب دې مين كړه چې خيرن دې ووينمه
په هر صورت كه څوك يې لږ راته روښانه كړي زما هم بلا لنډۍ يادې دي كيدى شي په دې بحث كې ګرمه برخه واخلم .
خوله دې د كوچو پېړګۍ ده
دا موزيګى پرې توسوې سنډا دې كه نه
خت يې د تي په ځاى سورى دى
لكه ګلاب چې د پردې وتلى وينه
سپينې سينې ته مې راخېژه
كه دښمندار وې پكې شته نري برجونه
لاس په لستوڼي كې ورتېر كړه
په لاس به درشي سرې مڼې پاسته سرونه
لاس په لستوڼي كې ورتېر كړه
په لاس به درشي د بوچي انار سرونه
خلك پټو كې مړز نيسي
ما د جيلۍ په سينه دوه نيولي دينه
سترګې دې ډكې تمانچې دي
چې هر طرف يې اړوې ويشتل كوينه
سترګې دې مړې راواړولې
لګه ګلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه
كه رنګ مې تور دى څى پيغور دى
تور خو بورا دى چې ګلونه بويوينه
چارګل په لوړه پوزه خوند كړي
لكه په لوړ چنار چې واړوې شالونه
لكه ګيلاس دستا غړۍ ده
زما شړۍ ده ستا به چرته خوښه شينه
ياري زما او ستا جوړېږي
دستا كاكل دى زما اوس ږيره راځينه
بيګا په خوب كې خندا راغله
ستا په نازك بدن مې لاس ولګيدنه
ته چې ټيكرى په مخ راخوركړې
لكه سپوږمۍ چې ورو كې ډوبه ډوبه ځينه
په خداى عابد صيب وخت نه لرم اوس كه نه نونونونونونو چې تر سبا پورې لنډۍ وايم هم نه خلاصېږي خو كه كومه يوه لږه بې ډبه وي بښنه غواړم
Abid
11.06.2006
لرغونی ١ وروره خدای خو دې د عصمت الله جان وررو سره راته ژوندی لره. تاسې باور وکړئ چې ډېرې ښکلې لنډۍ مو نوټ کړي دي که درته ووايم چې تر نيمايي په کې زياتې تصويري لنډۍ دي نو بې ځايه به مې نه وي ويلي او عصمت الله جان ورور خو هسې هم زما د زړه سر دی نه به رانه خپه کيږي. هغوی تخيلي او مثالي لنډۍ ليکلي دي. دې کاروان ظالم ته ډېرې زياتې تصويري لنډۍ زده دي خو هغه نه پوهيږم ولې دې فورم ته نه راځي؟ خو که عصمت الله جان يې ورته ووايي نو فکر کوم چې فورم ته به راشي .لرغونی ١ وروره ستاسې ډېرې لنډۍ تٍصويري دي.لکه دا لنډۍ
سپينې سينې ته مې راخيژه
که دښمندار يې پكې شته نري برجونه
لاس په لستوڼي كې ورتېر كړه
په لاس به درشي د بوچي انار سرونه
خلك پټو كې مړز نيسي
ما د جيلۍ په سينه دوه نيولي دينه
سترګې دې مړې راواړولې
لګه ګلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه
ته چې ټيكرى په مخ راخوركړې
لكه سپوږمۍ وريځو ډوبه ډوبه ځينه
يوه لنډۍ ماته بله هم ياده شوه چې زه فکر کوم دوخت او زمان تصوير په خپله غيږه کې رانغاړي.
د نارنج ګل په ګل يې مړ کړ
چې نارنج ګل په ننګرهار ګل شي وژاړمه
ستاسې ورور عابد
larghonay1
12.06.2006
عابد صيب كور مو ودان چې زما له خوا ليكل شوې لنډۍ مو لوستي خو دا چې ليكلي مو دي چې ترنيمايي پكې زياتې تصويري دي .
زه خو وايم چې ټولې تصويري دي او كه كومه ستاسو په اند تصويري نه وي راويې ښيه !
وروره خپه نه شې لنډۍ زمونږ د پښتنو هغه معجز كلام دى چې ډېر لږ بحث پرې شوى كه د تصويري لنډيو په اړه يو څه بحث وكړو بده به نه وي.
مننه
ستاسو لاروى
کټوازی
12.06.2006
واه ، واه عابد جانه تاسې خو سم دم د افغان ادبي بهير چارټر دلته رانقل کړ ،
ستاسې د ټولو پۀ اجازه به هغه د عابدجان د کليوالو خبره ، يوڅۀ لړل تپل زۀ هم وکړم ، ګورم چې عابد صيب يې کوم فرېم ته اچوي ؟
____________________
خدای دې پۀ داسې ځای کې راکړه ،
چې تۀ نارې کړې زۀ دې غېږې ټينګومه
که خلۀ مې اخلې ژر يې واخله ،
منګی مې ولې ښوروې لنده دې کړمه
سپينې سپوږمۍ ته يي خلۀ واخله ،
د کلا سيوري ته يي مه بيايه ډارنه
څنګه نرۍ يې لکه لښته ،
کوم بختور به دې پۀ غېږ کې ماته کړينه ( ! ؟ )
نجلۍ کږه شوه ماته نه شوه ،
مور يې د ژېړې غوا غوړي ورکړي دينه
او اوس يو دوه سمې ، هسې نه چې د اجتماعياتو پۀ نس کې ور وخېژم ، ځکه چې زما ذهن د شرارت پۀ ځای کې فوق العاده رنګونه شيندي
_________
مخ دې کعبه ديدن دې حج دی
سپينه سينه دې عرفات پرې وختمه
خلۀ به پۀ زوره درنه واخلم ،
ماشوم خو نه يم چې زارۍ درته کومه
کټ د بلۍ سيوري ته راوړه ،
زما شېرينې لکه غل راغلی يمه
ځان دې زړو جامو کې جوړ کړ ،
لکه پۀ وران کلي کې باغ د ګلو وينه
سبا مې ستاپر تومت وژني ،
ځای د راستۍ دی چې منکر نه شې مئينه
ګوره چې وار دې ختا نۀ شي
د ګلو لښته دې پرسر ولاړه يمه
جنګ ته چې ځې مادرسره کړه ،
تشې تولۍ به درپسې پلو کې وړمه
جانانه داسې وخت به راشي ،
چې ټوپک واخلو لاس پرلاس سنګر ته ځونه
______________
عصمت الله جان او لرغونی لاروی ورور مې دې هم سلامونه او نېکې هيلې ومني ، او له دې سره له ټولو څخه هيله لرم چې که کاروان پر دې لار راولي او زموږ جذبې او احساسات هم ورسره ملۀ کړي ، کاروان ،کاروان مننې به مو ورسره ځي !!!
larghonay1
12.06.2006
صميم كټوازى صيب سلامونه !
وروره لږې ډېرې لنډۍ خو هغه د چا خبره د هر پښتون او پښتنې يادې دي خو زما په فكر عابد صيب دلته تصويري لنډۍ غوښتې دي چې ستاسو په لنډيو كې يوازې دا لاندې لندۍ تصويري دي :
[color=red:a70eb157df]اقتباس:
څنګه نرۍ يې لکه لښته ،
کوم بختور به دې پۀ غېږ کې ماته کړينه ( ! ؟ )
مخ دې کعبه ديدن دې حج دی
سپينه سينه دې عرفات پرې وختمه
کټ د بلۍ سيوري ته راوړه ،
زما شېرينې لکه غل راغلی يمه
ځان دې زړو جامو کې جوړ کړ ،
لکه پۀ وران کلي کې باغ د ګلو وينه
ګوره چې وار دې ختا نۀ شي
د ګلو لښته دې پرسر ولاړه يمه [/color:a70eb157df]
او بله دا چې وروره! ګوره چې پام دې وي بيا د [color=yellow:a70eb157df]افغان ادبي بهير[/color:a70eb157df] نوم وانخلې چې دا فورم به هم راباندې بند كړې !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
مننه
Abid
12.06.2006
ټولويارانوسلامونه او ښې چارې، هيله ده چې ټول به ښه ياست. صميم جانه وروره زما تصويري لنډۍ په کار دي، چې ستاسې په لنډيو کې هم يو څه تصويري لنډۍ وې چې لرغوني ورور درته په نښه کړې دي، نو دا چارټر مارټر ورته پيدا کول زما کار نه دی ټول ياران دې پرې خپل نظرونه ورکړي چې کومه تصويري لنډۍ ده او کومه نه ده.
پاتې شوه د افغان ادبي بهير خبره، نوهيله کوم چې افغان ادبي بهير ته بيا په سپکه ونه ليدل شي، ځکه چې دا دولسم کال دی چې بهير د يوه روزنځي شکل غوره کړی دی او تر اوسه يې په سلګونو ځوانان روزلي دي.
بله دا چې هر فورم ستاسې د پرديسۍ د هوجرې په څير د غويمنډ ځای نه وي.
هيله ده چې راڅخه به خپه شوی نه ياست.
لرغوني، او عصمت الله ته هم سلامونه او نيکې هيلې
ستاسې ورور عابد
داود فايز
12.06.2006
محترمو او قدرمنو وروڼو
زما نكي هيل او سلامونه ومني
زه به هم يو څو لنډي درته وليكم خو دا چي تصويري دي كه نه دي ستاسو وظيفه ده چي بيلي يي كړي
زه په مين سړي پو هيزم
د دروازي په ځنځير ځان مشغول وينه
سركه را پورته له كتابه
په سترګو ړوند سي په كتا ب دي وختمه
طالبه خداي كه به ملا شي
به كتاب پروت يي يادوي شينكي خالونه
په هغه شپه به زلزله وي
چي زوړ سړي په پيغله واچوي لا سونه
نوري لنډي مي يادي نه دي
سبا چي راشم بيا به نوري وليكمه
ستاسو ورور
محمد أبو عمرالأفغاني
کټوازی
12.06.2006
[quote:20139d0c20]
او بله دا چې وروره! ګوره چې پام دې وي بيا د افغان ادبي بهير نوم وانخلې چې دا فورم به هم راباندې بند كړې !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!![/quote:20139d0c20]
ښاغلی لرغونی لاروی وروره ،
سلامونوته مو وعليکم سلام وايم ، او پۀ څنګ کې يي مننه کوم چې زما له خوا ليکل شوې ګوډې ماتې لنډۍ مو هم تصويري لنډيو ته ورزياتې کړې !
خو مګر پوه نه شوم ،
چې ولې درباندې د افغان ادبي بهير نوم دومره دروند تمام شوی چې پۀ دهمکي امېز ډول مو راته ويلي :[color=blue:20139d0c20]،پام دې وي بيا د افغان ادبي بهير نوم وانخلې [/color:20139d0c20]
نه پوهېږم چې ما دا کومه دومره ناروا وکړه چې جواب يې يوازې او يوازې د پښتو دا متل کېدای سي [color=white:20139d0c20]چې کږه خلۀ پۀ سوک سمېږي ![/color:20139d0c20]
پۀ باور سره هر څۀ چې مو انګېرلي د غلط فهمۍ ( ناوړه پوهاوي ) اوبدګمانۍ له ګېډې مو رازېږدلي ، ګنئ تاسې پر اثبات ورسوئ چې زما پۀ ليکنه کې له کوم يوۀ وييز څخه د ګستاخۍ او بې ادبۍ بوی راځي ، چې مابهير والو ته پۀ سپکه سترګه کتلي ، زۀ ورباندې ځکه سر نه خوږوم چې له تاسو سره مې دا لومړنی بنډار وو ، او بيا به انشالله چې ځان ساتم !
خو مګر دعابد صيب پر بدګومانۍ ډېر خواشينی شوم چې ذهني توازن مې لاتر اوسه هم پرځای نه دی ، او که لا دا وو ايم چې دا ليکنه مې هم ښاغلي عابد ته متوجه ده نو بې ځايه به مې نۀ وي ويلي
[quote:20139d0c20]پاتې شوه د افغان ادبي بهير خبره، نوهيله کوم چې افغان ادبي بهير ته بيا په سپکه ونه ليدل شي، ځکه چې دا دولسم کال دی چې بهير د يوه روزنځي شکل غوره کړی دی او تر اوسه يې په سلګونو ځوانان روزلي دي.
بله دا چې هر فورم ستاسې د پرديسۍ د هوجرې په څير د غويمنډ ځای نه وي. [/quote:20139d0c20]
ښاغلی عابد صيب !
د مهربانۍ له مخې ، هغه ټکي ته مې پام ور واړوئ چې زما له خوا افغان ادبي بهير ته پر سپکې سترګې دلالت کوي !
او دا هم پۀ ګوته کړئ چې پۀ کوم ځای کې مې خبره هغه د پردېسۍ د هجرې غويمنډ ته کش کړې !؟ چې ستاسې پرعابد خاطر درنه لګېدلې !
پۀ بشپړ باور چې هيڅکله به يي هم ونه ښيئ ، او څۀ چې مو ويلي پربې رنګه بدګمانۍ او غلط فهمۍ بنا دي !
او بيا زما پۀ ليکنه کې خو کومه پېچلتيا او مغلقتيا هم نه ليدل کېږي ، چې زما پر مافي الضمير به د نه پوهېدا له کبله دبدګومانۍ پۀ سيند لاهو کېدا ست !
نو ځکه د خپلې ليکنې سپيناوی هم اړين نه بولم ،او نه هم درسره پۀ دعوو، دنګلو کېوځم ،
بس نور مو نو پر الله پاچا سپارم ، ځکه چې صميم موهرځای ځايېدای سي ،خوچې چېرې بدګمانۍ او غلط فهمۍ شتون ولري ، هورې بيا ورته ځايېدل بېخي ناشونی دي
ځکه خو وايم ،
[color=cyan:20139d0c20]تۀ پۀ کې اوسه زما مسته زما ښکليه ياره ![/color:20139d0c20]
او زما يي د خدای پۀ امان
عصمت الله
12.06.2006
سلامونه او نیکې هیلې ټولو ته وړاندې کوم .
له اتفاق سره
عابد صاحب زه خو داځل له تصویري لنډیوسره راغلي وم چې مې لاندېنۍ لیکنې ولوستلې نو ټولو ورونو ډیر ښی لنډۍ لیکلې وې په خاصه توکه لارغونی ورور.
خو چې ګورم صمیم ورور خفه غوندې ښکار باور وکړۍ چې هغه لندۍ مې هیرې شوی .
بس په دې هیله چې دې تاسو په منځ کې داخبرې ټوکي وې
نه ریښتیا
بیا به امشاالله کاروان صاحب هم راشی که خدای کول خو چې زموږ په منځ کې
مینه او درناوی وې
larghonay1
13.06.2006
ګران او د بحث فورم ژوندى برخه وال صميم وروره په پوره صميميت لمنې لمنې سلامونه !
وروره سهار مې لومړى ستاسو پر سپينه ليكنه سترګې ولګيدې خداى شته چې ډېر خواشينى شوم !
وروره كه موږ او تاسو همداسې د هر چا په خبره موږ له خپلو ارزښتناكو نظريو بې برخې كوئ نو خداى خبر كه ورځ زموږ ټولو ورځ ښه شي.
عابد يو څه احساساتي او بې ځايه تونده ليكنه كړې وه چې بايد دومره ګرمه يې نه واى خوړلې .
وروره باور وكړه چې ما درسره ټوكه كړې وه او بله دا چې زموږ ځينې بهيروال وروڼه له نه خبرې غټه خبره جوړوي او بې ځايه ګرمېږي چې عابد صيب هم له همغه بې ځايه ګرمايش څخه كار اخيستى دى.
بهير خو څه د قران ټكى نه دى چې بې اودسه يې بايدڅوك وانه خلي.
خو يو ځل وړاندې هم د بهير په اړه كومه ليكنه شوې وه چې بيا يې د افغان ادبي بهير ويب پاڼه وتړله نو ما ځكه ووې چې دلته دغه د بهير نوم مه په ښه او مه په بده يادوئ چې دا پاڼه راونه تړي.
صميم وروره دا كه د عابد صيب شخصي پاڼه وي نو هغه بله خبره ده او كه نه وي نو خپلې توندې او مرچكۍ خبرې دې بېرته واخلي .
زه له تاسو ډېره ډېره بښنه غواړم او : خلك به هر څه هرڅه وايي
جانانه مه دچا منه نه به يې منمه
وروره خپلو تصويري لنډيو ته په پوره تصور دوام وركړه نور مه د عابد په كيسه كې اوسه او مه د بل.
او عابد صيب بهير روزنځى نه دى ، روزنځي ، پالنځى او يا وړكتون ته خلك تي خواره او يو څه لږ لوى ماشومان بيايي.
يوه تصويري لنډۍ درواخله :
ستا به په كوم ځاى څوك مين شي
شلغم دې پوزه د موږك په شان غوږونه
زما د يار نښې دركې دي
ګلابه ځكه دې په جيب كې ګرځوومه
ياره ځوانۍ ته غره نه شې
كه ته چينار يې زه د صبر ونه يمه
ياره ځوانۍ ته غره نه شې
ځواني د ژمي مازديګر دى تېر به شينه
ما يې د ورور له سترګو جار كړې
چې د خور سترګې يې د ورور په شانې دينه
د هلك مينه خربوزه ده
بچه بازان يې د پوستكي سره خورينه
سترګې دې سرې لكه د خرې دي
دا غټ كاته دې د غوايي ياد كړي دينه
ها پخوانۍ مينه دې نشته
لكه د سرو ګنګورى شور به دې كونه
ها پخوانۍ مينه دې نشته
لكه د مخې ګونګرو شور به دې كونه
د جينۍ درې شيه مزه كړي
برند برند كاته، وړه خندا سپين مړوندونه
دا يو څو لږې لوڅې :
مادرته وې چې كونډه مه كړه
كونډه د بوسو بوساړه ده ګرد كوينه
ما درته وې چې كونډه مه كړه
كونډه جبه وي پكې غرق به شې مينه
ما درته وې چې پېغله وكړه
پېغله ګنې دى بند په بند مزه كوينه
..... د وړې يا د زړې وي
د پېغلې ..... د لم كتره ده زړه وهينه
د پورتنۍ لنډۍ په هكله د بې ادبۍ بښنه غواړم كه زړه مو نه و ډيليټ يې كړئ
دا دوه پېښورۍ لنډۍ :
يار مې په سكول كې كهلاړي دى
لكه فوټبال په زړه كې لتې راكوينه
ميراوس: د غمه غټ لكه سنډا شوم
د چيټاكۍ نه په دړۍ ولګيدمه
عابد صيب په تا مې زور بر دى پوهېږم چې نه رانه خپه كېږې ځكه مې ستغې سپورې درته وليكلې، هيله ده چې كاروان صيب هم دې بحث ته راولې او صميم صيب كټوازى صيب هم رانه لاړ نه شي .
دغه دتصويري لنډيو بحث چې دې پيل كړى دا ډېر نېك كار دى هيله ده چې درنه خراب نه شي .
وروره بيا هم مننه .
مننه
Abid
14.06.2006
لرغونی وروره دا بحث دې تاسې ته مبارک وي.
په خدای مو سپارم.
عابد
عصمت الله
14.06.2006
ټولو یارانو ته سلام
عابد صاحب دا دې تصویری لنډیو نتیجه خو په زړه پوری نه وه
تاسو مهربانی وکړي که دې خیالی لنډیو تر عنوان لاندی مو کوم سر لیک جوړ کړۍ
ډیر ښه کار به وشی .
بل لرغونیه وروره دا څه کار وشو؟
zaheen
12.07.2006
zma dranoo aw khwago watanwaloo, da zara la komay salamoona tasy ta wayam, khoday dey wakree che tol rogh aw jurr wosay, da tolo na awal kho mata bakhana pa dey wakay che da leekal mey pa pakhto toro na dee, mata yew malgaree wowayal che da dey foram guloona ,da english typing na daira bada wree, kho za bya hum da juram kawam serf da yew zal rata bakhana wakay bya ba koshesh kawoo che pa khpala zaba leekal wakoo,inshallah . salamoona kho mey tol katoonkoo ta dalay kral kho dair salamoona sherzad saib ta wayam, day ma pa ghaiboo key peyzhanee kho khair bya ba zan warsara warwapeyzhanam.wos yew dwa landey ghwaram che waleekam,. zma daira zyata alaqa da landayew sara da.khoday dey wakree che stasy pa zara wee
musafaree beyshaka marg day,
za chey ratlam zan mey pa marg shmeralay woona
rakaray gul dey bertha wakhla
za canada pa safar zam maraway ba sheena
pa masafaroo mey zara na so,
wos mey pey swazee che mey yar mafar shona
.,
Miwand Patang
03.09.2006
ګرانو دا دي دا هم درواخلئ:
جلۍ وړه په یاري پوه شوه
لکه لړم په دیواله خوله لګوینه
ما د صدفو ننداره کړه
ظالمې واچول د سرو شونډو قلفونه
جلۍ کوتره غوندې راغله
ما ته یې زیري د وصال راوړي دینه
خدای دې په داسې ځای کې راکړه
چې مور دې نه وي پلار دې څټې باروینه
زه په مینه نجلۍ پوه یم
د دروازې په سر یې ګل کرلي وینه
Miwand Patang
03.09.2006
پل صراط به ورته نیسم
له مرور آشنا به غیږه ګرزومه
مینه ځنځیر دی د وریښمو
زه د وریښمو په ځنځیر تړلی یمه
مسافري شکیدلی کټ ده
زه په شکیدلي کټ کې عمر تیرومه
مینه قفص او زړه مې زرک دی
ظالم نصیب مې هر ګړۍ آزاروینه
سلامونه
Syed Shah SaqeeM
29.11.2006
سلامونه عابد جانه ! ياره د کار سړى په نظر راغلې خورا د کار څه دي فام اوښتى دى .
ګرانه ! زه هم غواړم د داسې لنډۍ ويلو په دې سيالي کې بې برخې پاتې نه شم ځکه چې پښتو لنډۍ مې تر يوې اندازې په ياد دي .
هو ريښتيا زمونږ يو ښوونکى وو نو هغه چې به کله داسي يوه بربنډه خبره واورېدله نو ويل به يې چې دا خبرې زمه وجدان را وتخناوو . اوس هم کله چې ما د لرغوني دا لنډۍ ولوستله چې ([color=brown:c6889f4410]
خت يې د تي پر ځاى سورى دى
لکه ګلاب چې د پردې وتلى وينه[/color:c6889f4410] )
نو هغه خپل ښوونکى مي سترګو ته نېغ ودرېد ما ويل که چېرې هغه دا لنډۍ لوستې واى نو خامخا به يې ويل چې وجدان مي وتخنېد ه .
خير اوس به زه يو څو لنډۍ وليکم چې وايي ...
اخېر به خپله راپخلاسې
ما ته دکلي ماشومان دوعاکوينه
پېزوان مي ستا په برېت کې بند سو
تر دروازې پورې بندې درسره ځمه
ياري ددنګي جنۍ خوند کړي
وړه دي ورکه سي نوکاري لګوينه
په لاري ځي په ورستو ګوري
يايې څه ورک دي يايې زه ليدلى يمه
ګل مي کاره يار راته ناست وو
چې ګل را لوى سو جانان توري خاوري شونه
په تانده مينه ستاسو سيد شاه سقيم
لنډۍ
Syed Shah SaqeeM
30.11.2006
[color=cyan:73d68b3bcd]ياري د دنګې نجلۍ خوند کړي
د پلو لاندې سړی غلی تېروينه
زما پرې هسې نوم بدنام شو
د ليلا سرې شونډې پېزوان خوړلي دينه
اشنا په ټوكو نه پوهېږي
ما په خورو زلفو وهه مرور شونه
بارانه ورو ورو پرې ورېږه
وړې وړې جينكۍ غره ته تللي دينه
خوله به د خداى په رضا دركړم
منګى مې ولې ښوروې لنده دې كړمه
باڼه دې مړه دي ښكته ګوري
لكه چې مور دې نوره كور كې بندوينه
پورې لېلا ګوره چې لمونځ كا
قبول يې مه كړئ تور اوربل په خاورو ږدينه
ګناه په سور سالو كې نه شته
ګناه نجلۍ كې ده چې ړنګه بنګه ځينه
په مخ دې څاڅكى د باران دى
ما خو ګومان د ملغلرو پرې كونه
خال يې په غونډه زنه كېده
بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې كومه
خدايه د مور يې ورته پام كړې
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه
خداې به دې زلفې په لاس راكړي
ماته د كلي ماشومان دعا كوينه
زلفې مې تاوكړې كږې نه شوې
د مسافر اشنا په سر دې خير وينه
سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله
چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې ميئنه
كه زه خبر واى چې بېلتون دى
ما به د يار سترګو ته ډېر كتلي وونه
ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې
چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه
مسافري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله بيده پرېيښې يمه
يو وارې ټينګه غېږه راكړه
كه بيا بېلتون مو سره وي خوشال به يمه
لرګي را ټول کړۍ اورپرې بل کړۍ
زموږعادت دى په رڼاخوله ورکوونه[/color:73d68b3bcd]
په تانده مينه ستاسو سقيم
حیران
27.07.2007
دټول افغان ټولو لیدونکو او لیکوالانو ته سلامونه وړاندی کوم
دسورسالوئی مخ بهرکړو
لکه سپوږمی دڅوارلسمی ښکاره سینه
دشونډوخال دی مجلسی دی
دزنی خال دی مرورپخلاکوینه
چه باغ ته ځی ګل راته راوړه
زه یی جانانه په اوربل کتاره ومه
چپه پیکی دی لیونی کړم
یایی بیاتی کړه یایی غوټی کړه مینه
چه می خوله اخلی بسم الله کړه
پیریان پری ناست دی اثری به سی مینه
چه راپه یادسی زما یاره
که خوله می ډکه په خنداوی وژاړمه
چه کلی واله می بللی
ځکه می سوال دی سپینی خولی درته کاونه
څوک می له حاله خبرنه سو
بیلتون می اوردزړه په کورولګاونه
تبی راواخلی مخ می تور کړی
ما دی بی نګو یاری کړه پښیمانه سومه
مجاهدكتوازي
29.01.2008
تا په كوڅه كي ټوخي وكو
زه په مستو ككړه خوله درووتمه
اول به كله كله غم ؤ
وس ټيلفون ده تل خبري پکي کړمه
زړګي مي ستا سي کره ورك سو
خور به دي ځاي جارو كوي پيدا بي كړينه
خور دي دبا غ له لوري راغله
په سپينه خوله يي شفتا لو خوړلي دينه
خداي دي په واوره كي ايسار كه
سي دتودي غيږي مي درسي ار ما نو نه
afzali wardak
21.11.2009
ددیوال بیخ ته خولګی راکړه
خلک به وایی چی سیرلی دی پاڼی خورینه
سلامونه
عبدالمتین
12.01.2010
سلامونه ټولو دتصویری لنډیو رالیږونکو ته،
عابد صاحب دی ژوندی وی ژوندی دی وی اوبیا دی هم ژوندی وی
:D :D :D