د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

داغزوله ویرې ګل ته نږدې نه تلم -یوغزل

منتظرمسید
03.06.2006

داغزوله ویرې ګل ته نژدی نه تلم -یوغزل
داغزوله ویرې ګل ته نژدی نه تلم
ګل شووچ ،اغزي دي پاتې ، بهارتیرشو
بلبل خپل ارمان پوره کړ دګل څنګ ته
خیرکه خاریی دسینې ترپرهارتیرشو
چې خواره بیاوهرلورته خوشبويي شوه
ړنګ ویجاړکلي کوڅوکې مې یارتیرشو
مادمینې په هرخونددې ځان موړکړی
خیرکه اوس شومه بوډااوزماوارتیرشو
په ټټرکې مې دګلوبڼ زرغون شو
چې نظرمې ستاپه شونډو،رخسارتیرشو
اوس به خودزه دهرچادسترګوخاریم
چې مې وخت ددبدبې اواختیارتیرشو
درندانوله بنډاره مې دازده کړل
دوزخي دی چې یې ژوندبې خمارتیرشو
چې پردې دونیاله ښکلونه منکروي
په جنت کې هم دحوروترې وارتیرشو
چې هرپل اوهریوګام یی خاطرې دي
منتظرمسیدنن بیاپه غه لارتیرشو

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more