اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د جماعت د مونځ به هكله پوښتنې
عبدالله
28.05.2006
ګرانو مسلمانو وروڼو،
اسلام عليكم و رحمة الله و بركاته،
هيله كوم چىټول ر وغ او رمټ اوسۍ.
لكه څنګه چى د سرليك څخه اخيستى شى، زما پوښتنه د جمى يا د جماعت د لمانځه په هكله ده.
تر څو چى د افغانستان څخه زما په ياد كښى ده، د جمى په لمانځه كښى مقتديان د امام سره يو ځاى او په يو وقت ټول اركان ادا كوى. د مثال په توګه: تكبير تحريمه، ركوع ته تلل او بېرته ولاړېدل او همداسې سجدې كول او داسى نور...
تر كومې هندازې پورې چى زما په ياد كښى ده، د سلام وركول يا سلام ګرزولو طريقه هم همداسې ده. يعنى كله چى امام ښي خوا ته سريې وګرزول او اسلام عليكم و رحمة الله وويل نو مقتديان هم ښي خوا ته سرونه ګرزوي او سلام وايي. پس له دې نه امام كيڼ خوا ته سلام ګرزوي او مقتديان ورسره كيڼ خوا ته سلام ګرزوى.
خو اوس چى زه عربانو وروڼو سره په جمه درېګم پام مې شوى دى چى د دوى طريقه زمونږ حنفيانو د طريقې څخه لږ توپير لري. د دوى په طريقه داسې ده چى لومړى امام دواړو خواوته سلام ګرزيي تر هغه نه وروسته بيا مقتديان هم سرونه ښي او كيڼې خواته يى ګرزوى.
نو زما پوښته دا ده چى يو حنفى مذهب د يو بل مذهب امام لكه شافعى، مالكى مذهب پسې چى دريږى په كومه طريقه خپل مونځ وكړي؟
كه چا راته ددغې مسئلې په هكله د قران مجيد يا د احاديث شريف سره سم معلومات راكړي نو خداى (ج) به ورته انشاالله اجرونه ورپه برخه كړي.
ستاسې د وقت او د نېكې مرستې نه ډېره ډېره مننه.
خداى مو مل وى
په درناوى ستاسو ورور
عبدالله
زرملوال
28.05.2006
محترم عبدالله صيب سلام
ياره زما په اندخو دا دومره مهمه خبره نه ده كله چى ملا دواړو خواو ته سلام وګرځوى بيا ته له نورو مقتديانو سره يوځاى سلام ګرځوه او ګومان كوم دلته به دومره ډيرو دلائلو ته اړتيا نه وى يواځى دومره چى دټولو خلكو مخالفت بايدونه كړل شى او داد سلام په تاخير كى خو دومره دمذاهبو دمخالفت خبره هم شايد نه وى
دمذاهبو دمخالفت ځينى صورتونه شته دبيلګى په توګه كه دى په خپلو سترګو يو شافعى ، مالكى او حنبلى امام وليد چى كوم ځاى يي وينى شو او اودس يي ونه كړ لمانځه ته مخته شو نو ته لونځ مه پسى كوه او كه دى كړى و راوه يي ګرځوه دارازكه په عادى جرابو باندى كوم امام مسحه وكړ ى او ته يي ووينى نو بيا هم احتيط كوه ځكه په دى نريو عادى جرابو باندى په حنفى مذهب كى مسحه نه كيږى
ممكن زه په دى مسئله كى خطا شوى يم له محترم طالب جان نه هيله كوم چى موضوع ته توجه وكړى
په مينه
ع کريم حليمي
29.05.2006
سلام و رحمه الله وبرکاته !
د امام تعقيب واجب دی ٠ او ځنډ ئې ښه نه دۍ
کله چه امام سلام ګرځوي نو مقتدي دي ژر سلام ورسره وګرځوي
خو دومره عاجل نه چه تر امام له مخه ئې سلام ګرځولۍ وي٠
نو بيا لمونځ ئې فاسد کيږي ٠
داود فايز
30.05.2006
محتر مه عبد الله او نور وروڼو
زما نيكي هيلي او سلامونه ومني
محترمه څرنګه چي ټول مسلمانان په دي اتفاق لري چي د امام متابعت واجب دي نو كه مونږ د سلام ګرځولو ته وګورو نو وينو چي اول سلام يعني ( ښي خواته ) واجب دي چي په دي سلام سړي له مانځه وزي او دوهم سلام سنت دي . او كه دوهم سلام ونه ګرځوي هم لمونځ يي صحيح كيږي .
او نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي ( إنما جعل الاما ليؤتم به فإذا كبر فكبروا .... ) الحديث په حقيقت سره امام ددي لباره دي چي متابعت يي وشي كله چي هغي الله اكبر ووي تاسو هم د هغي به تعقيب الله اكبر ووايي.
نو دامام سره څو حالته دي
اول ـــــــــ د امام نه سبقت چي دا حرام دي كه چيرته د ا به تكبيرة الاحرام كي وشي نو لمونځ نه صحيح كيږي او به نورو كي كنا هكارة كيږي.
دوهم ـــ د ملا امام سره يو ځاي لمونځ ادا كول داهم صحيح نه ده او لموننځ ته زيان رسوي.
دريم : ـــ له ملا امام نه متابعت چي دا صحيح طريقة ده نو كله چي ملا امام الله اكبر ووي بس له هغي نه به مقتدي الله اكبر واي او همداسي سجدة سلام ركوع.
4 څلورم ــ له ملا امام نه تأخير وروسته والي چي دا هم صحيح طريقه نه ده او لمانځه ته زيان رسوي.
او باتي شوه دي سلام سلام كه دملا امام له اول سلام نه وروسته سلام وګرزوي هم صحيح ده او كه له دوهم سلام نه دي بس سلام وګرزولو هم صحيح ده كومه غلطي نشته. به اول كي دي فرض پوره كړل او به دوهم كي دي سنت ورسره پوره كړل چي زما به نظر دا دوه حالت به بهتره وي.
والله أعلم بالصواب.
ورور مو / أبو عمر الأفغاني
ع کريم حليمي
05.06.2006
درنو او مکرمو وړونو سلام !
په کتاب کښي داسي راغلي که چيري مقتدي تر امام دمخه سر پورته کړي
د سجدې څه مبارک فرمائې چه
حدثنا حجاج بن منهال، قال حدثنا شعبة، عن محمد بن زياد، سمعت ابا هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال " اما يخشى احدكم ـ او لا يخشى احدكم ـ اذا رفع راسه قبل الامام ان يجعل الله راسه راس حمار او يجعل الله صورته صورة حمار ".
که مقتدي تر ملا امام له مخه سر له سجدې پورته کړي و دي بېرېږي چه الله به د هغه سر د خره کړي او يا مخ به ئې د خره سي ٠
که مقتدي له تشهد څخهه فارغه شوې وي په دغه لحظه کښي ملا امام سلام
وګرځوي نو مقتدي ته ضرورده چه سلام وګرځوي ، يعني درود او دوعاوي
دي پرېږدي ٠