د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شعرونه

أبوخليل
14.05.2006

په يو چا كي چي ادب اوهنر نه وي
د هغه په اشنائي كي ثمرنه وي
لاس تري مينځه په فراق ئي خوشاليږه
په آدابو د اسلام چي خبر نه وي
چي ئي علم په عمل ښائسته نه وي
د هغه په نصيحت كي اثر نه وي
چي د مشر او د كشر توپير نه كا
حقيقت كي به تري بل ځيناور نه وي
كه هر څومره ئي عيبونه وي بيشماره
له سخي نه به بل څوك بختورنه وي
ددروغو او قسم چي ئي عادت وي
د هغوي ستا به خبره باور نه وي
[color=red:e2087e3d93]قدوسي[/color:e2087e3d93] له هغه چا مه خفه كيږه
چي په غاړه ئي د علم زيور نه وي
===================================================

جوړ دآخرت كړه دا نيمګړي دنيا ورانه ده
خاورې ككرۍ كړي د ګرداب په لور روانه ده
ډير ئي دوكه كړي دي مكاره په لاس نه ورزي
هسي تش خيال ده له طالبه نافرمانه ده
ډير مو دي ليدلي په جنون ئي اخته كړي دي
تن ئي چاته ورنكړ ياري ئي ډيره ګرانه ده
بريښي د سراب غوندي خوتنده به د مړه نكړي
خلګ ځغلي دي پسي دا خلګوته حيرانه ده
مخ كړه حقيقت ته پاته ژوند د غنيمت ګڼه
دې مجازي مينه كي نړۍ ټوله پريشانه ده
څوك چي ئي نه غواړي د هغوي قدمبوسي كوي
څوك چي ئي تلاش كړي له هغوي ځخه پنهانه ده
پريرده نصيحت قدوسي وخت ددرويشي نه ده
چاته هم پخه ډوډۍ راغلي له آسمانه ده؟


مازدیګر
06.07.2006

ابو خلیل ورور سلامونه ومنه
ماشالله په قلم دی لا برکت شه
ستا سی په شعر کی دخیال د پاکیزګۍ انځور شه واضح ده
لابریا لیتوب درته غواړم په دوعاوو کی مویاد لره
وروردی (نور سعید)


أبوخليل
06.07.2006

نور سعید وروره سلامونو ته د په مینه و علیکم السلام وایم
ستا سو د ستایني یو جهان مننه زه هم ستا په ښار کي اوسم هیله ده چي په خپلو شعرونو او خیالاتوبه مو نور هم ونازوې الله تعالی د د خپل رحمت په سیوري کي وساته او مونږ ټولو ته د دهغه څه توفیق راکړي چي ثمره به یې د هغه بشپړه رضاوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more