د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

شېخه چپ شه

وقار
03.05.2006

درنو ورونو نېکې هېلې و منئ,
ديو ځوان شاعر شعر چې په ايمل مجله کې مې تر سترګو شو تا سو ته ليکم.

زړه مې يار نه، نه صبرېږي شېخه چپ شه
رانه هېڅ وخت نه هېرېږي شېخه چپ شه
نصيحت چې راته نور ګوره و نکړې
چې مازغه مې خرابېږي شېخه چپ شه
که د سرو شونډو تصوير مې درته و ښود
عقيده دې خرابېږي شېخه چپ شه
چې دمينې قافله درباندې راغله
بيا شېخي نه پکارېږي شېخه چپ شه
سمندر د مينې دومره زورور دی  
ستا شېخي پکې ډوبېږي شېخه چپ شه
چې د مينې کډه کوم زړک ته ورشي
د شېخۍ کډه بارېږي شېخه چپ شه
اننګو په تماشه شوي لاس دې کلک کړه
کتابونه دې غورځېږي شېخه چپ شه
موږ د مينې لېوني يو رانه تېر شه
لېوني نه هوښيارېږي شېخه چپ شه
په رښتينې عاشقۍ چې بده بولې
ګناهونه دې زياتېږي شېخه چپ شه
ما دمينې په درياب باندې ځان وړی
پرېږده څه شی ترې جوړېږي شېخه چپ شه
ډېرې بدې لږې خوله دې کړه در بنده
ستا خبرې نه خلاصېږي شېخه چپ شه
ما خالد امان سيف زي ته رامعلوم دي
ډېر شېخان بې لارې کېږي شېخه چپ شه.

(خالدامان سيف زی)

مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more