د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خوب مې ليده

پاچاخوستي
02.05.2006

ګرانو اومحترمووروڼوسلام اوښې چارې
دازماخپل ليکی آزادشعرهيله منديم چې خوښ موشي ستاسوکشرورورپاچاخوستی

خوب مې ليده
خوب مې ليده چې خپل وطن ته لاړوم
زه ورغلی له مانه کلی ورک وو
په خپل کلي درې څلورځلې تيراوراتيرشوم
خوما خپل کلی نه پيژنده
په کلي کې ډيرماشومان ووپيدا
ډيرې هلې ځلې مې وکړې
هيچازه نه پيژندم هيڅوګ خواته نه راتلل
مجبورشوم د ماشوم خواته وراغلم
ماشوم ځيرځيرماته کتل اوماهغه ته کتل
مخکې چې ماشوم پوښتنه وکړي ماورته وويل
چې زه دبل ځايه راغلی يم
هغه هم ژرترژره وويل
ځکه دزه هم نه پيژنم
ماپه خفګان سره داسې ووي
چې زه دخپل کلي ماشومان پيژانم
خوتاخوزه هم نه پيژنم
ده سمدستي وويل
چې تا خپل کلي هيرکړي دي
ماپه خفګان سره لراوبروکتل
هغه صحرا چې ماپه کې لوبې کولې
هغه صحرا په هغه شان نه وه
هغه صحرا کې ټول نوي کورونه جوړوو
حيران وم دې ته چې ماخوډيرکلي ليدلي
دا دکوم کلي ماشوم دي
له ماشومه بلې خواته روان شوم
يوڅوقدمه وړاندې ولاړم
ديوچادقدمنوښکالومې تر غوږشو
چې شاته ګورم هغه ماشوم دي
ماشوم ته سمدستي ودريدمه
لمړۍ مې ترې پوښتنه وکړه
وروره ستانوم څه دي؟؟

ماشوم ته ګورم زماهمزولی ښکاري
نوم ته يي حيران وم زه يي نه پيژنم
ماترې نه پوښتنه کوله
هغه وويل ته چيرته اوسي
ماځواب ورنه کړو
اودکورپوښتنه مې ترې وکړه
هغه داسې ووي
دانوي کورونه ګورې
پدې کې هغه زموږکوردي
کورته يي چې ګورم نوی کوريي جوړوو
په بې صبرمي ترې پوښتنه وکړه
داکورموکله جوړدی
هغه ځواب راکړچې کله راغلو
له کومه ځايه؟؟؟
له مهاجرت نه چې راغلو
دايوکال کيږي چې موږدلته اوسو
خفګان مې لږشودمهاجرت ماشومان خوزه نه پيژنم
ماشومان ډيرراته خوشحال وو

دلوبوميدان ته يي بوتلم
هغه لوبې چې دوي کولې
دهغې لوبې ماته چل نه راته
هغه لوبې چې ماکولې هغه د دوي نه وي زده
دغه وخت کې هغه ماشوم وينمه
چې ماپخواورسره لوبې کولې
هغه ماشوم راغلوزمامخې ته
ماشوم په ځيرځيرراته کتل
په ډيرتلواريي له ماپوښتنه وکړه
پوښتنه يي پاتې شوه
پاچا سهاربياارمانونه کول

احمدشاه پاچا

نيټه
٢٠٠٦/٤/٢٥
اوکراين اديسه ښار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more