د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتون ندی !!؟؟ یوشعر....

منتظرمسید
02.05.2006

[size=18:94e9a1924f]پښتون ندی !![/size:94e9a1924f]
خوی اوفطرت چې دزمري نلري
دجنګ ډګرکې چې ځواني نلري
سرکې چې خیال دسرداري نلري
چې پت ،میړانه یی دژونداصول ، قانون ندی
انسان به و ي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
چې دغیرت په لمبوسوی یې ځیګرنه وي
په شان دتندرداسمان غلیم په سرنه وي
نوم دمیړانې یې چې خورپه لراوبرنه وي
چې دوطن مینه کې ډوب لکه مجنون نه دي
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
چې دبل ژبه ترخپل غوره ګڼې
کلچر،اخلاق یی ترځان بره ګڼي
بل هنروال ځان بې هنره ګڼي
دپښتون ژوندچې بې پښتوشونوژوندون ندی
انسان به وي خوخدایږودغه خو پښتون ندی
زه یم شاهین پاس په اسمان کې ګرځم
کله پامیر،کله بولان کې ګرځم
خیال دخیبرهم ساتم ،په سلیمان کې ګرځم
پر اباسین هم ورځم ، هیرمې جیحون ندی
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
اغیار مې خوب دورکیدلوویني
رانه دپلارنیکه دژبې هیریدلوویني
دروغ تاریخ مې دښاغلوویني
څومره ناپوهه دی ، خبرله نوي یون ندي
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
زه خولاغواړم لراوبریوکړمه
دپلارنیکه مې لوی ټبریوکړمه
هم یې پکرونه ،هم نظریوکړمه
نوردی مهال دیوکیدو،وخت دبیلتون ندی
انسان به وی خوخدایږودغه خوپښتون ندی
سترو،ویاړلو،ننګیالوپښتنو!
په لراوبرکې افغانانو،نومیالوپښتنو!
داحمدخا ن ،میرویس زامنو،بریالوپښتنو!
پوهې ته مخ کړئ،نورټوپک دوخت مضمون ندی
انسان به وي خوخدایږودغه خوپښتون ندی
زه ( منتظر) یم ،انتظاربه کړمه
دخپل ولس لپاره زیاربه کړمه
داچې افغان یم ،افتخاربه کړمه
هرڅه به ومنم په خدای خوښ مې بیلتون ندی
راځئ بدل کړوخپل تقدیر،داخوژوندون ندی

پېښور- لره پښتونخوا
2005 کال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more