د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسرائیلو په ملاتړ او په پښو درولو کې د انجیلي قوانینو ونډه

Hamim
02.05.2006

[color=yellow:169a6b9f2f]د اسرائیلو په ملاتړ او په پښو درولو کې د انجیلي قوانینو ونډه[/color:169a6b9f2f]
لیکوال: [color=blue:169a6b9f2f]محمد مورو[/color:169a6b9f2f]
ژباړن: [color=white:169a6b9f2f]هدایت الله همیم[/color:169a6b9f2f]

" انجیلي اصولیت " یا " مسیحي صهیونیزم او کلیساوې" داسې یوه لویه مسیحي پدیده ده چې په اروپا او امریکا کې زیات شمېر اتباع ، ټولنې، د نفوذ مرکزونه، ورځپاڼې او تلیویزوني چینلونه ، راډیوګانې، او بانکونه او داسې نور لري، چې دا پدیده اساسا د مسیحي پروتوستانتي مذهب پر پیروانو تکیه کوي.
دې پدیدې د اسرائیلو په رامنځته کولو او ملاتړ کې ترننه ډېرې هلې ځلې کړې او مهم رول یې پکې لوبولی، او د امریکا سرمشرۍ په ټولنه کې هم نفوذ لري، بلکې د دوې په متوجه کولو کې مهم رول لوبوي، آن تر دې چې د امریکا ولسمشران لکه ریګن، د دې مذهب پیروان وو، لکه څنګه چې جورج ډبلیو بوش ـ زوی ـ هم ترې اغېزمن دی.
د دې مذهب پیروان او اتباع دا عقیده لري، چې درې خدایي (الهي) اشارې شته چې ځمکې ته د مسیح له راستنېدو مخکې باید په ځای شي، هغه دا چې: له نیل څخه تر فرات پورې د اسرائیلو دولت جوړ شي، او د القدس ښار ونیول شي، او د سلیمان هیکل بیا ودان شي، د دې اشارو له تحقق وروسته د (هرمجدون) جنګ، چې د انجیل متعقدین یې د (مجدون) ـ قدس او عکا ـ په په دښتو کې پېښېدونکې بولي، او خبر یې د حزقیال او یوحنا او یوشع په اسفارو کې راغلی، چې وایي: د کفارو لښکرې به په دې جنګ کې له منځه ځي، او مسیح به د جنګ په میدان کې راڅرګندېږي او هغه څوک چې پرې ایمان لري له جسد سره به یې پورته کړي او له تباهۍ به یې وساتي او بیا به د ټولې نړۍ حاکمیت د قیامت تر راتلو پورې وکړي.
د دې دیني عقیدې سره سم انجیلیان وایي چې د اسرائیلو د قیام ملاتړ یو شرعي او مسیحي واجب دی، لکه څنګه یې چې د پراخوالي ملاتړ او په دې اعتراف کول واجب دي چې قدس به یې پلازمېنه وي، همدارنګه په ازاد فلسطین کې د یهودو مېشته کول او ملاتړ یو دیني واجب دی، بلکې له دې اخوا، موږ باید نور پروګرامونه هم ولرو لکه د مسجد الاقصی ړنګول او پر ځای یې د سلیمان د هیکل جوړول.

په حقیقت کې د اصولیت د نشأت او پراختیا تفسیرونه په څو ډوله کېدای شي، ځینې په دې اند دي چې د مسیحي کهنوت دوائرو ته
یهود په کامیابۍ ورسېدل او د خاصو عقایدو په ور داخلولو یې د اسرائیلو قیام ته لبیک وویل او په دې همدې پلمه یې د القدس نیول پیل کړل او د سلیمان هیکل د مسیحي ایمان په صلب کې دی ـ په ځانګړي ډول پروتوستانتي ـ او دا د مسیح د بیا راتګ لپاره تمهید ګڼل کېږي په دې چې د یهودي مخطط ملاتړ چې له فرات څخه تر نیل پورې د اسرائیلو حکومت جوړول دي، مسیحي شرعي واجب ګڼل کېږي.

او ځينې دا فکر کوي چې د اروپايي سیاست دوکماران چې له ساميانو سره عناد او له یهودو کرکه لري، دوی دا مذهب جوړ کړ چې د مسیحیت د بقا ضمان شي، په دې اساس چې دې کار یهود په دې فکر کې کړل چې په فلسطین کې به یو مستقل یهودي حکومت د مسلمانو عربو په حساب جوړ کړو، نو دوی غواړي په یوه کاڼي دوه مرغۍ وولي: اول دا چې له یهودو ځان خلاص کړي په دې چې په اورپا همدوی د ناورین او ځور سبب دي، او همدوی دي چې د بشریت لپاره چټلي ده او اروپا باید ځان ترې خلاص کړي، په همدې وخت کې د عربو او مسلمانانو پر ضد یو ډول سرکشۍ ته هم لمنه او د اسلام او مسلمانانو د وهلو لپاره د یهودو استخدامول دي، اګر چې د یهودو او مسلمانانو ترمنځ شخړه اوسنۍ نه ده بلکې یو اوږد او له دوښمنۍ نه ډک مستمر تاریخ لري چې تر اوسه دا شخړه د اسلامي فرهنګ او اروپايي فرهنګ ترمنځ نه ده هواره شوې.

که دا هڅه او میلان او د راڅرګندېدو ظروف یې نور هم وڅېړو، دا به راته جوته شي چې دا په اروپايي سیاست کې اروپا پلوه پخوا هم و، هغه وخت چې کاتولوکي کلیسا په خپلو معتقداتو ولاړه وه هغه په دې مانا چې یهودي امت له منځه تللی، او خدای پاک یهودان له فلسطینه و بابل ته د مسیح د صلیبولو په عذاب وشړل، او کاتولوکي کلیسا په دې عقیده وه چې هغه دیني پیشګویي (مخکې وېینه) چې له بېرته راتګ څخه یې خبرې کولې له بابل څخه د بېرته راتګ ته اشاره کوي، او دا بېرته راتګ د فارسیانو د امپراتور قورش په لاس شوی دی.

بیا بله ډله راغله چې د دیني مسیحي اصلاح د حرکت په نامه یادېده، چې پروتوستانت یې وپنځاوه، چې دا مذهب په اروپا او امریکا کې انتشار او وسعت پیدا کړ ترڅو د صهیونیستي مسیحیت د نشات لپاره ځمکه هواره او د اسرائیلو په پښو درېدل او د معبد ودانول د مسیح د ظهور لپاره لکه تمهیدي ضرورت داسې وګرځي. د دې تحول د وقف کولو لپاره قدیمي عهد " تورات" د مسیحي عقیدې لوی مصدر دی، او د نصوصو دروازه د ټولو پر مخه پرانېسته چې پرته له قید او شرطه خپل مفاهیم ترې راوباسي، لکه څنګه چې عبري ژبه د دوې په اند د دې وړ وګرځېده چې ګواکي ټولو انبیاوو ته خدای پاک په عبري وحي کړې، او داسې مقدسه ژبه ده چې اختیار شوی نژاد ته پرې خطاب شوی او د دیني زده کړو لپاره معتمده ژبه ده ، له دې جهته په عمومي طور یهودي فکر د میسحیت د دیني حرکت زړه ته لاره ومونده، او پر پروتوستانتي یې نېغه اغېزه وکړه.

بیا په فلسطین کې د اسرائیلو د قیام دعوت پیل شو چې پروتوستانتي مسیحي علماوو او د برتانیې او اروپا سیاستوالو پکې پوره ونډه واخسیته، لکه د الهیاتو یا د کلام د علم برتانوی عالم توماس برایتمان (۱۶۰۷-۱۵۶۲) او برتانوی سیاستپوه هنري منشن (۱۶۲۱)، او بیا انګریزي پوهان جوانا او الینزر کارترایت(۱۶۴۹) ، بیا برتانوی سیاستپوه کرومېل ( ۱۶۴۹)، بیا فرانسوی فیلیپ جنټل (۱۶۵۶). پر دیني علماوو پورې خبره ځانګړې نه وه، بلکې ادباوو او د فن خاوندانو ته یې هم سرایت وکړ لکه: میلتون، لورد بایرون، کولریدج، الکسندر بوب، جان راسین،جورج الیوت او داسې نور.
د دې دعوت پیروان نور هم زیات شول لکه نابلیون بونابرت چې د دې دعوه یې کوله چې د یهودو لپاره د په فلسطین کې دولت جوړ شي. او یهودو ته یې دا نعره کړه چې ګواکي دوی " د فسلطین شرعي میراثخواره دي" او د یهودو لپاره یې په فلسطین کې پر ختیځ د حملې پرمهال (۱۸۰۱-۱۷۹۸) د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه.

تر هغه چې تیودور هرتزل رامیدان ته شو هرڅه په دې منوال وو، هغه هم په دې ټینګ شو او یهود یې د خپل لیدلي خوب د تحقق لپاره راوبلل او د ۱۸۹۷ کال په تېر شوي کانفرانس کې یې مصدریت پیدا کړ او بیا یهودي او اروپايي کوښښونه دې ته ورسېدل چې د وعد بلفور چې ۱۹۱۷ وشو، او بیا دغه دعوت د امریکا او اروپا په مرسته او دعم په خپلو پښو ودرېد تر دې چې د اسرائیلو دولت په کال ۱۹۴۸ کې رامنځته شو.

[color=yellow:169a6b9f2f]مسیحي صهیونیت په امریکا کې:[/color:169a6b9f2f]

په امریکا کې د فوجي قوت له لوړوالي او اقتصادي سیاسي، اوعسکري پرمختګ سره د مسیحي صهیونیت حرکت په چټکۍ روان دی ـ د هغو انجیلي کلیساګانو د اتباعو شمېره چې د مسیحي صهیونیت په وجود او د اسرائیلو په پښو درېدلو او د مسیح لپاره د هیکل په ودانولو عقیده لري، ۷۷ ملیونه امریکایانو ته رسي، چې ۲۰۰ ډلو ته منسبوبېږي ـ ، او په امریکا کې دغه ډلې یو شمېر تلویزوني چینلونه لري ـ تقریبا ۱۴۰۰ د تلویزون او رادیو چینلونه ، او کابو ۴۰۰۰ د پروګرامونو وړاندې کوونکي، او زیات شمېر ورځپاڼې او خبرې سرچینې، بلکې د امریکا په دولت کې ځینې مهم او بارز شخصیتونه لري لکه پخوانی جمهور رئیس رېګن او پادري سیجورات او پادري فالویل او پادري بات روبرتسون، او همدارنګه د امریکا د کانګرس ، مالیې، او اعلام ځینې غړي- . او له دې مذهبه جمهور رئیس بوش ـ زوی ـ او د دفاع وزیر رمسفېلډ او د عدلیې وزیر اشکروفټ هم متاثره شوي، او دوی کولای شي چې خپلو ۷۷ ملیونه پیروانو ته دا قناعت ورکړي چې د اسرائیلو ملاتړ یوه مسیحي وجیبه ده، لکه څنګه چې هغو خلکو قناعت ورکولای شي هغه چې د اصولي کلیساګانو غړي نه دي، په دې مانا چې دوی په عمل کې د دې توان لري چې په امریکا کې یوه عامه او ډېره پراخه نظریه جوړه کړي ترڅو د اسرائیلو تایید او ملاتړ وکړي سره له دې چې په کانګرس، ژونالیستیکي چارو، او مالي سرچینو کې یهودان تقلیدي نفوذ لري.

په هر حال، پر هغو ټولنو او موسساتو چې د انجیلي کلیساګانوـ هغه چې په مسیحي صهونیت ایمان لري ـ تابع دي یو ځغلنده نظر دا ښيي چې په امریکا کې د دوی مالي، سیاسي، او اعلامي نفوذ تر کومه حده رسیدلی، هلته ـ د مثال په توګه ـ د اسرائیلو لپاره امریکايي مسیحي لګښت دی، د هېواد پالنې سرمشریزه کانفرانس، د جبل المعبد ټولنه د اسرائیلو لپاره کار کوي. هغه موسسات او ټولنې چې د اسرائیلو لپاره کار کوي ۲۵۰ ټولنو ته رسي، چې د په زرهاوو خبري رسنیو ، موسساتو، او مېډیا اداره په لاس کې لري. او دا ټولنې مسیحیت ته د تبشیرزېری ورکوي، دوی په دې باور لري چې:

1__ د اسرائیلو ملاتړ یوه سیاسي متغیره او متحرکه وجیبه یا اړتیا نه ده، بلکې یوه دیني او ثابته وجیبه ده لکه څنګه چې د یهودي دولت مشروعیت له الهي تشریع څخه سرچینه اخیستونکی بولي، نو په دې اساس د اسرائیلو دولت جوړول د دیني پیشګوییو پرځای کول دي.
2__ په دې باندې تشدید او ټینګار چې د اسرائیلو ځمکه له هغې ځمکې څخه عبارت ده چې خدای پاک له ابرهیم ([color=white:169a6b9f2f]علیه السلام[/color:169a6b9f2f]) او د ده له اولاد سره وعده کړې وه، نو له دې جهته له نیل څخه تر فراته ټولې موجوده ځمکې پکې شاملیږي.
3__ په دې شعار استمرار عمل چې وایي: " [color=yellow:169a6b9f2f]خدای پاک په اسرائیلو کې برکت اچوي او پر لعنت ویونکو یې لعنت وایي[/color:169a6b9f2f]"، په دې موخه چې د اسرائیلو ملاتړ او دعم د خدای برکت ته لاره ده! بلکې دا چې که اسرائیلي پرېکړه له دولتي معاهدو یا دولتي قانون سره ټکر خوري، اعتبار نلري، او د اسرائیلي پرېکړې او ارادې درناوی په کار دی، ځکه چې دا د ربّ د ارادې تعبیرونکی دی! اما دولتي قوانین د انساني د ارادې ترسره کول دي، نو که د ربّ اراده د انسان له ارادې سره ټکر خوري د ربّ د ارادې احترام ضرور دی.
[color=orange:169a6b9f2f]پای[/color:169a6b9f2f]
له:[color=yellow:169a6b9f2f] http://www.islamway.com[/color:169a6b9f2f] يا : [color=white:169a6b9f2f]طريق الإسلام[/color:169a6b9f2f] څخه
http://www.geocities.com/ahlulbayt14/ph2.jpg


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more