د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د سپټمبر د 11مې دپېښې په اړه د قرآن شريف وړاندوينه

وزیرکټوازی
30.04.2006

د سپټمبر د 11مې دپېښې په اړه د قرآن شريف وړاندوينه

چاپي بڼه

كابل+واشنګټن: د امريكا د متحدو ايالتونو د سوداګريزو اسمانڅكو ودانيو د نړېدو مسالې ته كلونه مخكې قرآن كريم نغوته كړېده. د قرآن كريم د التوبه سورت ١٠٩ ايت ددغې پېښې ګواهي وركوي.په دغه سورت كې نړېدلې دوه ودانۍ د (جورف هار) په نوم راغلې دي او د ودانيو د پوړيو شمېر هم ١٠٩ ته رسېده، چې د سورت د ايت له شمېرې سره سمون خوري.

د سپتمبر پېښه د٢٠٠١ كال د سپتمبر په١١ مه نېټه رامنځ ته شوه، سپمټمبر د عيسوي كال نهمه مياشت ده، چې دا عدد د قران يوولسم (١١) جز (پاره ) او د سورت شماره يې ٩ ده ،او د سورت ټول توري هم ٢٠٠١ دي ..

اوس به د التوبه سورت ژباړه وګورو:

اَفَمَنْ اََسَس بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوى ِمنَ اْلله و ِرضْوَاٍن خَيٌر ام مَنْ اَسَسْ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فانهَارَ ِبهِ فِىْ نَارِ جَهَنَمَ ط وَاْللَهُ لاَ يَهْدِىْ القَومَ الظلِمِيْنْ۱۰۹ لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَذِىُ بَنَوْارِيبةً فِىْ قُلُوْبِهِمْ اِلاَ اَنْ تَقَطَعُ قُلُوبُهُمْ ط وَاللهُ عَلِيْمٌ حَكِيْم ع ۱۱۰ايت

ژباړه:

ايا هغه،چې خپله ودانۍ يې د خداى په پرهېزګارۍ او رضا ودانه كړېده غوره دى او كه هغه،چې ودانۍ يې د څاه پر غاړه جوړه ده،چې را نړيږي. چې ناڅاپه د دوزخ په اور كې لوېږي او خداى ظالمانو ته لارښوونه نه كوي. ۱۰۹

او كومه ودانۍ يې.چې جوړه كړېده،تل يې د زړونو د ډار او وېرې لامل ګرځېدلې ترهغې چې زړونه يې ټوټې ټوټې شي او خداى ج پوه او حكيم دى.

د دغو ودانيو د ړنګېدو په اړه د امريكايانو وېره او ډار د هاليووډ له وروستيو فلمونو په ډاګه برېښي. علما او مفسرين كولاى شي د ايت شريف په ژباړه او تفسير كې ښه سپړنه وكړي. ددغه ايت شريف پرتلنه او څيړنه په امريكا كې يوه مسلمان زلمي كړېده.
[img:14f0837ac3]http://www.ericwithac.de/site/images/myDiary/World%20Trade%20Center%20Terrorist%20Attack%20September%2011,%202001%20(IX).jpg[/img:14f0837ac3]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more