د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د شرعي حجاب باره کی تفصیل

و.افغان
30.04.2006

بسم الله ، الحمد لله و الصلاة و السلام علی رسول الله و علی آله و صحبه ومن والاه،
نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: مونږ پیغمبران د لکه د یوه پلار هغه ځامن یو،
چی پلار یې یو وي ، او مورګانې یې ډیري وي، یعنی ددین اصول او عقیده او توحید
کی ټول سره یو یو، خو په فقهي احکامو له یوه بل سره فرق لرو) وګورۍ: شرح العقیدة الطحاوية ۱/۵۱۸، او معارج القبول ۲/۴۰۳، او دا حدیث صحي دی، او په صحي کتابونو کی راغلې.
خبره داده : چی دغه اسمانې کتابونه او اسمانې صحیفي او د پيغمبرانو لار ښوونې په ډیرو ځایونو کي سره متفق دی، خو مشکل دغه امتونه جوړ کړۍ، یا یې خپلی شاګانې دغه اسماني کتابونو او صحیفو اړولې او یا یې په کې تغییرات او تحریف کړۍ، نو له مودی تیریدو سره به یې خپل دین هیر کړ، نویا په بتانو راولګیدل یا نو د نورو څیزونو په عبادت، او د نوح علیه السلام قصه دی کی واضحه ده،لیکن زمونږ مسلمان که قران ته یې شا کړی ده،خو قران یې له تغییر او تبدیل محفوظ دی، ځکه چی الله په خپله د قران د ساتنې
ضمانت کړی، الله فرمایې: (انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون) او د نړۍ هیڅ یو سرکش طاغوتی قوت نه شي کولاي چی قران کی تغییر راولي، خبره داده چی الله جل جلاله اسلام د انسانیت په فطرت کی ایښې دی، نبی کریم په صحي حدیث کی فرمایې:کل مولود یولد علی الفطرة....) ترجمه : هر مولود په اسلامی فطرت پيدا کیږی،بیا نو وروسته مور او پلار یې یا نصرانې کړي، او یهودي کړی. )
خبره داده چی حجاب یواځی یوه دودیزه مسئله نه ده، په حجاب باندی الله مخکینو امتونو ته هم امر کړۍ وو، او الله جل جلاله د انسانیت په فطرت کی اښکلی ده، ګورۍ کله چی ادم علیه السلام او بي بي حواء له هغی ونې څخه چی الله منع کړي وو، د شیطان په پلمه خوراک وکړ، نو د هغوي عورتونه ښکاره شول، او هغوي ژر ژر کوشش شروع کړ، چی د جنت د ونو په پاڼو خپل عورتونه پټ کړي، الله جل جلاله فرمایې: (وطفقا یخصفان علیهما من ورق الجنة)، او ددی خبری په تایید چی حجاب یو دودیزه او بیا په اسلام کی منل مسئله نه ده، بلکه یو شرعي امر پری راغلۍ، یو دلیل دادی ، چی الله جل جلاله نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکی په مشرکانو کی مبعوث کړ، او هغوي کی حجاب نه وو، اوتر ډیره وخته د مسلمانانو ښځی بی حجابه ګرځیدی تر څو چی مدینه منوره کی له هجرته وروسته د حجاب ایتونه نازل شو، نو واجب او فرضي شو، اما کوم چی مصر دۍ نو دوي غالبیت په اصل کی عرب نه دي، بلکه دوي له اسلام سره مستعرب شو، له دی خاطره ځینی متعصب قومی مصریان اسلامی فتحی ته ښکیلاګ وایې، لکه څرنګ چی ځینی ورونو په دی ویبپاڼه کی د افغانستان اسلامی فتحی د عربو ثقافتي ښکیلاګ ویلی وو.
د حجاب باره کی په قران کی صریح آیتونه او سنت نبوي کی صریح حدیثونه راغلی دي، مخکی له دی چی د حجاب باره کی قراني واضحه صراحت والا دلاېل ذکر کړم، د حجاب تعریف ددغو آیتونو او حدیثونو له رویه کوم:
دحجاب تعریف: د ښځی د مخ او نورو اندامونو او زیب زینتونوپټول له پردیو او نامحرمو سړیو څخه، مطلب دا که سړۍ د ښځی خپل هم وي خو چی نکاح یې ورسره کیږي ، نو باید تری ستره شي.
د حجاب باره کی دلائل له قرآن څخه :
اول دلیل: الله جل جلاله فرمایې: (و قل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن و یحفظن فروجهن، و لا یبدین زینتهن، .....) وګورۍ سورة النور: ۳۱ ایت.
دا له شپږو اړخونو د حجاب په وجوب او فرضیت دلالت کوي:
لومړۍ اړخ: الله جل جلاله د شرمګاوو ساتلو باندی امر کړی دی، او په هغه وسیلو یې امر کړۍ دی، کومې چی شرمګاوې د فحاشۍ له خطره ژغوري، او له دغه وسیلو څخه یوه وسیله د مخ پټول دي، ځکه مخ ښکاره کول د کاتو سبب ګرځی، او له کاتو څخه الله منع کړی ده.
دوهم اړخ: هر کله چی ښځې ته په دی ایت کی امر شوۍ دی، چی پر سینه او غاړې څادر واچوي، او دا کار یې پر هغوي واجب کړی، نو د مخ پټول تر یاد شوو ډیر مهم دی، ځکه مخ د ښائستوالي او دفتنې اچونې ځاي دی، او هر څوک چی د چا د ښائست پوښتنه کوي نو لومړۍ یې د مخ پوښتنه کوي، نو که مخ ښایسته وي نو نورو ځایونو ته نه ګوري.
دریم اړخ: الله جل جلاله وایې: (الاما ظهر منها) یعنی هغه زینت چی له ښځی څخه ښکاري او هغه پټیداي نه شي، نو هغه خیر دی، لکه ظاهري لباس، لیکن دغه لباس باید د ښځی دبدن د پلنوالې او غټوالي او برعکس ښودنه ونه کړي، نو مخ بیا هم د شرعي حجاب د امر لاندی راغۍ.
څلورم اړخ: الله جل جلاله له مخکینۍ جملی څخه ورسته بله دغسې جمله ذکر کړی ایت کی، معنی یې داده : او نه دی ښکاره کوي خپل زینت مګر خپل مړونو ته او د مړونو پلرونو ته.......، له دی دوهمی جملې څخه په ښکاره توګه بریښي، چې دا زینت او مخکې یاد شوۍ زینت دواړه فرق لري، نو هغه ظاهري زینت چی ښځه یې نه شي پټولۍ نو جایز دی چی هر څوک یې ووینې، لکه ظاهرې بهرنۍ لباس، او بل هغه پټ زینت دۍ لکه مخ نو د هغه ښکاره کول یواځې محرمانو ته جائز دی، لکه پلار او ورور او نور، اما میړه ته ښځه له سره نیولی تر پښو پوری د ټول اندامونو کاته جائز دي.
پنځم اړخ: په دی ایت کی ښځه منع شوی چی په لاره کی تری د
پښو ګونګړي تری وشرنګیګیږی، لدی لپاره چی سړي فتنه کی وانه چوې، نو مخ پټول تر هغه زیات مهم دي، ځکه د فتنې منځ ته راوړه کی مخ ښکاره کول تر هر څه ډیر رول لوبوي.
شپږم اړخ: الله جلاله هغه سړي چی شهوت او د سړیتوب ماده یې له لاسه ورکړي وي، همدارنګه واړه ماشومان چی د ښځو عورتونه نه پیژنی، له دغه حکمه په دی ایت کی بیل کړي دي، معنی ښځو ته جائز چی هغوي خپل زینت وښودي، معنی دا چی نورو ته یې ښودل حرام دي، او د زینت په مقدمه او لومړي پړاو کی مخ دی.

دوهم دلیل: الله جل جلاله فرمایې: (و القواعد من النساء اللاتي لا یرجون نکاحا فلیس علیهن جناح ان یضعن ثیابهن ..) ترجمه : او هغه زړی ښځې چی د نکاح امید نلری، نو هغوي باندی څه سختي او حرج نشته چی خپلې ظاهری جامی کیږدي، لیکن که دوي یې واغوندي او پوره حجاب وکړي، نو دا د هغوي لپاره بهتره ده)
له دی آیته ښکاره معلومیږو چی د زړو باره کی الله دا واېې نو د ځوانو ښځو باره کی حجاب واجبیږي.
دریم دلیل: الله جل جلاله فرمایې: (یاایها النبي قل لازواجک وبناتک و نساء المؤمنین یدنین علیهن من جلابیبهن) د احزاب سورة ۵۹ آیت.
معنی او ترجمه لکه څرنګ چی امام مفسر جلیل القدر صحابی عبد الله بن عباس کړې، هغه وایې: معنی دا چی الله امر کړی د مسلمانانو ښځو ته چی د مخونه پټ کړي له سرونو له پاسه په په لویو پړونو او څادرونو باندی، تاسی وګوری تفسیر ابن کثیر: ۳/۵۱۸. او هغه ویلی دی: چه ښځه به فقط یوه سترګه ښکاره کوي، کله چی کار او ضرورت ولري .
څلورم دلیل: الله صحابه وو ته د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د بیبیانو او ښځو باره کی وایې: ( واذا سالتموهن متاعا فاسالوهن من وراء حجاب) معنی کله چی تاسی د پیغمبر له بیبیانو څخه ددین او یا نور څه باره کی پوښتنه کوۍ،نو له پردی شاته یې کوۍ، نو کله چی دا حکم هغه پاکو ښځو ته الله کړۍ، کومی چی الله د ټولو مؤمنانو مورګانې ګرځولې ، الله وایې(و ازواجه امهاتهم) یعنی د پیغمبر ښځې د مؤمنانو مورګانې دي، سره له دی الله هغوي ته په حجاب امر کړۍ، پاتی دی نه وي چی الله د نبی کریم بیبیانې په مسلمانانو باندی له نبی کریم له مرګه وروسته هم حرامې کړی وې، الله فرمایې: (وما کان لکم ان تنکحوا ازواجه من بعده ابدا) معنی داچه نه وو تاسی لره چی په نکاح واخلۍ د هغه بیبیانې د هغه له مرګه ورسته هیڅکله)، نو نورې ښځی چی د تقوی او پرهیزګارۍ له نګاه نه کمزوری دي، دا خطاب هغوی ته ډیر په کلکه متوجه دی.

پینځم دلیل: الله فرمایې: (لا جناح علیهن فی آبائهن و لا ....) یعنی په دغه ښځو باندی ګناه نشته په پلرونو ددوي کی، په ځامنو ددوي کی...که هغوي ته خپل زینت ښکاره کړي،) معنی دا چه نورو پردو او غیر محرمو ته په کلې توګې سره دغه زینت ښکاره کول جائز نه دی.

شپږم دلیل: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې(اذا خطب احدکم امراة فلا جناح علیه ان ینظر منها اذا کان انما ینظر الیهالخطبة و ان کانت لا تعلم ) امام احمد په مسند کی روایت کړی، ترجمه: که چیرته یو له تاسی څخه یوه ښځه ځان لپاره غوښتله، نو ګناه نشته په هغه چی وګوري دغی ښځی بعضی اندام ته . پدی شرط چی پدی هدف ورته ګوري چی په شرعی نکاح یې را خپله کړې) معنی دا چه بل وخت ددغی ښځی یوه اندام هم کتل جايز نه دی، او دغه مخکني حدیث کی یوه لوي سنت دی چی ځمونږ پوښتانه تری ځان لری ساتي، او دغه سنت له ډیرو حکمتونو ډک دی، او برعکس ځینی خلک ډیر زیاتۍ کوي او له واده او نکاح مخکی ښځی سره چکرو ته ووځې، او د ا کار ناروا کار دی.

اوم دلیل: په بخاری او مسلم کی د عائشی رضي الله عنها څخه روایت دی، (کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلي الفجر فیشهد معه نساء من المؤمنات متلفعات بمروطهن ثم یرجعن الی بیوتهن ما یعرفهن احد من الغلس، وقالت : لو راي رسول الله صلی الله علیه وسلم من النساء ما راینا لمنعهن من المساجد)، ترجمه: نبی کریم به د سهار لمونځ کولو، نو مؤمنو ښځو به هم له هغه سره لمونځ کاوه، او له ځانونو څخه به یې لویې څادری تاو کړی وی، بیا به خپلو کورونو ته ستنیدلی، او چا به له تورتمه نه پیژندلی....)

اتم دلیل: په بخاری او مسلم کی روایت دی، چی نبي کریم به اختر کی ټولو ښځو ته امر کاوه چی اخترګاه یا عیدګاه ته راووځې، نو ځینو ښځو پوښتنه وکړه، اۍ رسول الله !! ځینې ښځی له مونږ څخه هغه لویې څادری نلري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: خپله بله مسلمانه خور دی هغه په خپل غټ څادر کی له ځانه سره پټه کړي.

نهم دلیل: په صحیح البخاري او صحیح مسلم کی روایت دی، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر هغه څوک چی خپله جامه له کبره او تکبره په ځمکه کی راکاږي، نو الله به ورته د رحمت په نظر د قیامت په ورځ و نه ګوري، نو د نبی کریم بي بي ام سلمې وپوښتل : نو ښځی څه وکړې په هغه برخه جامه چی له هغوي څخه په ځمکې کشیږي، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم و رته وویل: یوه لویشت دی جامه اوږده کړي، نو ام سلمې وویل: بیا به یې قدمونه ښکاره شي، نو نبي کریم وویل: یو شرعي ګز دی پریږدی او په هغه دی نه زیاتوي.
له دی حدیثه د حجاب فرضیت او وجوب معلومیږي، او دا هم معلومیږي، چی د ښځی قدمونه هم عورت دی،او د قدمونه فتنه تر مخه ډیر کمه ده، نو د مخ پټول تر قدمونو زیات واجب او فرض دي.

لسم دلیل: په مسند احمد او سنن ابی داود او ابن ماجه کی له صحي لیاری څخه روایت دی چی عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چی په حج کی به په مونږ باندې یوه ډله تیریدله او مونږ به پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره په حج احرام تړلې وو، نو کله چی به دغه سړي راورسیدل، نو مونږ هر یوې به خپل لوي څادر له سر څخه په مخ راکوز کړ، او کله چی به سړي تیر شول، نو بیرته به مو مخ لوڅ کړ) دا ځکه چی ښځه به حج کی مخ نه پټوي، لیکن که سړي مخی ته راشی نو مخ به پټوي، او کله چی تیر شي، بیا به مخ ښکاره کوي.
او د حدیث هم د حجاب په وجوب او فرضیت دلالت کوي.

له دغو مخکینو دلیلونو لاندنې ټکې په لاس راځي:
1. حجاب په ټولو مسلمانو ښځو واجب او فرض دی.
2. د نبی کریم ښځې او لوریانې د نورو ښځو لپاره د حجاب په مسئله کی پیشوایانې دي.
3. شرعي حجاب هغه دی: چی د جامې او زینت او د ټول بدن پټوونکۍ وي.
4. حجاب په مسلمانې ښځې د هغی د تنګولولپاره نه دی فرض شوی، بلکه د هغی د ساتنې او شرف او عزت د خوندي ساتلو لپاره فرض شوي.
5. د ښځې شرعی حجاب د هغی او د مجتمع ساتنه ده، او دفساد او فتنو او د فاحشاتو د خوریدو مخه نیسې ، او اوسنې نړیوال بحران ددی خبری تر ټولو قوي دلیل دی.
6. مسلمانې ښځې ته جائز نه دی چی خپل زینت د خپل میړه او محرمانو څخه بغیر بل چا ته ښکاره کړي.
7. په مسلمانې ښځې واجب دي ، چی خپل سر او غاړه او سینه په خپل لوي څادر پټ کړي، ترڅو پردي خلک یې ونه وینې.
8. هغه ماشومان چی جنسي کارونه نه پیژنې، نو د هغوي راننوتل دښځو منځ ته منع نه دي.
9. په مسلمانې ښځې حرام چی هغه څه وکړي، کوم چی د سړو نظرونه هغی ته جلبوي، او هغوي په فتنه کی اچوي.
10. په مسلمانو ښځو او مسلمانو سړو واجب دي، چی الله ته په توبو او غاړه کیښودو سره رجوع وکړي.
11. هغه اجتماعي ادبونه چی اسلام یې مونږ ته ښودنه کوي، په دغه ادبونو کی د کورنیو د عزت ساتنې او د مجتمع دساتلو فایده ده.



ع کريم حليمي
30.04.2006

محترم  وهاج  صاحب او درنو لوستونکو سلام 
محترما !
ډيره ډيره مهربانی ! ستاسو له  تفصیلي ليکني څخه 
وروره ليکنه ډيره اوږده او ډير اطراف مو د حجاب ځېړلي دي 
الله دي اجر درکړي !
زه چه وخت ولرم نو کتاب الله ګورم او بعضي وخت لږ او ډير احاديث هم ګورم 
ستاسو ليکنه چه مي ولوستل ډېر ښه خوند ئې راکړۍ بېله دغه 
[quote:50689c3c8c]اول دلیل: الله جل جلاله فرمایې: (و قل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن و یحفظن فروجهن، و لا یبدین زینتهن، .....) وګورۍ سورة النور: ۳۱ ایت.
دا له شپږو اړخونو د حجاب په وجوب او فرضیت دلالت کوي:
لومړۍ اړخ: الله جل جلاله د شرمګاوو ساتلو باندی امر کړی دی، او په هغه وسیلو یې امر کړۍ دی، کومې چی شرمګاوې د فحاشۍ له خطره ژغوري، او له دغه وسیلو څخه یوه وسیله د مخ پټول دي، ځکه مخ ښکاره کول د کاتو سبب ګرځی، او له کاتو څخه الله منع کړی ده. [/quote:50689c3c8c]
هو داسمه خبره ده چه د شرمګا (فروج ) ساتل فرض دي 
او په کالو پټېږي ، ساتل يي معنی چه بيله زوج ، زوجې بل چاته ورښکاره 
نسي 
دغه ايات شريف  و قل للمؤمنات یغضضن من ابصارهن و یحفظن فروجهن، و لا یبدین زینتهن چه تاسو د حوالې په ډول راوړی 
دا په کښي نسته چه مخ پټ کړۍ يا په څه ډول پټ کړۍ 
هو داسي فرمايي چه :
بسمه تعالی :  وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ [color=cyan:50689c3c8c]بِخُمُرِهِنَّ عَلَي‏ جُيُوبِهِنَّ [/color:50689c3c8c]وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَکَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَي‏ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَي اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُونَ

الله جل جلاله فرمایې چه ټکری دي پر ځګر واچوی (غاړه او ځګر باندي ټکری )
نو مخ پټول خو په دې ايات شريف کښي نه دي راغلي 
نو تاسو د مخ پټول څرنګه فرض بللي دي ؟؟؟؟؟ 

هو تر پردې تر شا به خبري فرض وې د بيبيانو سره ، اوپر بيبيانو فرض وه چه په 
خواږه اواز خبري ونه کړي ٠ 

او بل دا خبره ده چه انسان د ضغائر ګناهونو ځان نسي ساتلی 
او د ضغائرو ګناهونو ځان ساتل فرض هم نه دي 
ولي چه ديوه لمانځه تر بل لمانځه خدای بخښنه کوي ٠ 
کتل وبيګانه ښځي ته يعني کتل و نامحرمي ښځي ته ، مچيدل د دې 
ګناه کوچنۍ ده او په کبائر کښي نه راځي په حواله د قطب الارشاد صفحه ١١٩ 

نن سبا خلګ په کبائر ګناهونو اخته دي لکه 
کفر، ناحقه قتل ، زنا، لواطت ، چشل د شرابو ، سرقه ،نسبت د زناو پاک سړي 
ته ، شاهدي په درواغو ، ناحقه قسمونه يو سړی چه په خپل ناحقي خبر وي ، 
سود کول ، سود خوړل ، خوړل د مال د يتيم په ناحقه ، رشوت اخستل او 
درواغ ويل پر سيدنامحمد صلی الله عليه و علی اله وصحبه و سلم 

وروره ! پر کبائرو ګناهونو ليکني وکه چه موږ ټوله ستاسو له نصحت څخه 
برخمن سوو 
 


و.افغان
01.05.2006

محترم حليمي صاحب!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
له هر څه وړاندی وروره تاسی څخه یو جهان مننه کوم،ماته طالب العلم ښکاره شوۍ نولاندی علمي تفصیل تاسی لپاره کوم،ستاسی د انتقاد په هکله وایم:
محترما! د قرآني آیتونو او نبوي حدیثونو دنصوصو له ظواهرو باندې استدلال، او تری شرعي حکم راویستل او استنباط له څلورو لارو څخه کیږي،زه په لاندنې ترتیب سره له مثالونو لیکم:
1. عبارة النص، ددی تعریف دادی، چی قراني نص یا نبوي نص عبارت په دغه حکم ښکاره تصریح کړي وي،او دغه قرآني او نبوي نص سیاق له همدی حکم لپاره شوي وي، او مخکی له فکر کولو څخه ویونکۍ او لیدونکۍ پدی پوه شي، چی د نص ظاهر دغه حکم لره شامل دی، مثال یې الله فرمایې: (حتی یتبين لکم الخیط الابیض من الخیط الاسود من الفجر) یعنی تر هغه تاسی ته خوراک او څښاک او جماع(له دی جملی مخکی ذکر شوی ) تر هغه وخت جائزه ده تر څو چی دسهار سپین تار د شپې له تور تار څخه تاسی ته معلوم شي،یعني سهار راوخيږي.
بل مثال: (للفقراء المهاجرین.......) سورة الحشر، ددی ایت عبارة النص ددی حکم ښکارندوي دی چی دغه دفیئ مال د هغه فقیرانو مهاجرو لپاره دی، چی له مکی څخه یې هجرت کړي، او فیئ هغه مال ته ویلاي شي ، کوم چی له کفارو بغیر له جنګه واخیستلاي شي، لکه د بني النضیر غزا کې چی له یهودو تر لاسه شو.
2. اشارة النص، ددی تعریف دادی، چی د نص سیاق ددغه حکم لپاره نه وي شوي، لیکن له فکره وروسته بغیر له زیاتوالي او کموالي له نص څخه دغه حکم بریښي، دا تعریف په مخکیني مثالونوتطبیقوو، لومړۍ مثال: کوم چی د روژی نیولو باره کی دی، د آیت عبارت دا جواز وکوي چی روژه نیوونکۍ کولاي د سهار تر ښکاریدو خوراک او څښاک او جماع وکړي، او د ایت اشارة النص په یوه بل حکم دلالت کوي، که چیرته روژه دار د شپې په دغه حصه جماع وکړي، او له جماع څخه خلاصیدا نه وروسته پیوست سهار راوخیږي، نو دهغه روژه صحي ده،راځو دوهم مثال ته، د سورة الحشر د آیت عبارة النص په دی دلالت کړي، چی دغه فیئ له فقیرو مهاجرو لپاره دی چی له مکې یې هجرت کړی دی، او اشارة النص یې دا ثابتيږي، چی دغه مسلمانو خلکو چی له مکی هجرت کړۍ، د هغوي منقوله او غیر منقوله مالونه چی مکه کی تری پاتي، ددغه څیزونو ملکیت له دوي څخه زائل او لری شوی دی، ځکه چی الله پری دفقیرانو نوم کیښود،او فقیر په حقیقت کی هغه څوک دی،چی چی هیڅ نلري، همدارنګه کله الله جل جلاله په بنده دهغه دمور احسان ذکر کوي، نو فرمایې: (وحمله و فصاله ثلاثون شهرا)، نو د احسان خبره عبارة النص شوه، او آیت اشارة دی ته کوي، چی دحمل لږه موده شپږ میاشتی وي، ځکه شیدي ورکول دوه کاله وي، او دوه کاله ۲۴ میاشتی کیږي، نو کله چی حمل او د تې جدا کول ۳۰ میاشتي شي، نو ۲۴ تری لری کړه، ۶ میاشتی پاتی شولي.
3. دلالة النص، یا قیاس الاولی، هغه دا چه د یوه نص له عبارت څخه په ښکاره شرعي حکم ثابت شي، نوبل حکم تری په طریق الاولی ثابت شي، یعنی دغه دوهم حکم له هغه څخه په ثابتیدو ډیر مهمتر او قويتر وي، مثال یې دادی، الله فرمایې: (و لا تقل لهما اف) یعنی تاسی موری اوپلارته اف قدری هم مه وایۍ،نو په دلالة النص دا ثابتیږي، چی د مور او په لار وهل په طریق اولی سره حرام او ممنوع دي.
4. مقتضی النص: ددی معنی داده چی نص دیوې کلمی او اضافت مقتضي اوغوښتنکې وي، او که دغه کلمه اضافه نشي، نو د نص معنی غلطه راځي، مثال یې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: (رفع عن امتی الخطا والنسیان...) دا حدیثي نص یوی کلمی ته ضرورت لري، چی هغه (اثم ) ده، که دا کلمه وراضافه نشي،نو معنی داسی راځی : ځما له امته خطاګانې او هیریدل اوهغه څه چی هغوي پری مجبوريږي، پورته شوي(یعنی الله پورته کړي) او دا معنی صحي نه ده،بلکه دی امت کی اوس هم خطاګانی شته،او هیریدل هم شته، او اکراه هم شته، که دغه کلمه اضافه شي، نو معنی جوړیږي، یعنی زما له امته د خطاکیدو او هیریدو او اکراه اثم او ګناه الله پورته کړی ده.
(وګورۍ: اصول السرخسي: ۱۶۸ مخ، او اصول الشاشی د ظاهر متعلق بحث.)
وروره ! ستاسی خبره صحي ده،په آیت کی د مخ ذکر نه دۍ شوې ، لیکن ما چی کوم استدلالات کړي، هغه مي اکثره د اشارة النص او دلالة النص له رويه کړي، تت
اشارة النص داسی چی الله د فروجو دساتنی امر کړۍ دی، او فروج ساتنه په دی رازي، چی مخ وساتل شي، ځکه دفروجو د ضایع کیدو ابتدا او پیل کیدل له مخونو څخه کیږي، او په مخ کی بیامهم رول لوبوونکۍ سترګي دي، وایې : چی اول نظر وي، بیا موسکا شي، بیا وعده شي، بیا لقا شي، او زنا شي، او یوه بله فقهي قاعده ده:(ما لا یتم الواجب الا به فهو واجب) ترجمه: هغه څیز چی له هغه بغیر واجب نه پوره کيږي، نوهغه څیز هم واجب دي.
بل اشارة النص : هرکله چی الله ښځی ته دا جايز کړه چی پلار،سخر، ورور، خپل زینت ښکاره کړي، لکه مخ ،لاسونه، قدمونه، نو اشارة النص دا ښودنه کوي، چی دغه زینت پردیو او نا محرمو ته ښکاره کول حرام دي.
دلالة النص آیت کی دادی: څنګه چی عبارة النص د ښځې دقدم باره تاکید کړی، او قدم دومره جالب نه وي، نو مخ پټول په قیاس الاولی او طریق الاولی باندی واجب دي.

راځو د صغائرو او کبائرو خبرو ته، وروره : څنګه چی کبائر حرام دي همدغه رنګ صغائر حرام دي، دومره یې فرق دی چی کبائر توبې ته ضروت لري، اوصغائر له نورو صالحو عملونو سره چی کله ډیر شي، نو صغائر پری محوه کیږي، اوبله دا چی د کبائرو جزا تر صغائرو ستره وي، او نور فرقونه هم شته دی، مهمه داده چی په عمومي حرمت کی دواړه داخل دي.
د پردۍ ښځی مخی ته کتل که صغیره ګناه هم ده،خو حرامه ده، او کله دغه کتل مسلمان لویو ګناهونو کش کړي، ځکه: النظرة سهم من سهام ابلیس، نبی کریم صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه ته وویل: اۍ علي، په ناڅاپې نظر پسی بل نظر مه کوه، ځکه دغه اول نظر ستا لپاره دی،او دوهم په تا باندی دی،مطلب ګناهګاریږی پری،اوپرهغه څه چی مسلمان ګناهګایږي هغه حرام دي،
پاتی د نورو کبائرو باره کی لیکل نو وایم، ستاسی له اخلاص څخه ډیره مننه، الله څخه توفیق غواړو، او انشاء الله د وسعی مطابق به خپل کوښښ کوو،

په درنښت
خوشحاله، سوکاله، آرام، او آباد اوسۍ.



ع کريم حليمي
01.05.2006

ډېر محترم ، درند وهاج صاحب 
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ستاسو څخه هم بنده تشکر کوي ، کور دي ودان 
محترما ! 
هو ! د نص قراني او نص شرعي خبره ستاسو سمه ده !
اما دا (ما لا يتم الواجب الا به فهو واجب ) دي ډير خطرناکه جمله ده 
زه ډارېږم چه دغه به تاسوته داسي بد بد نظرونه درپېداکړي چه نه به ستاسو 
ګټه وي او نه د بل چا ٠ يوازي به قتل او قتال ته لار په و مومې 
نص ډير ښه نص دۍ اما په تطبق کښي ئې سخت اوسۍ 
که هر ځای له دغه فقهي (پوهي ) څخه کار واخلې لکه د مخ پټېدل چه 
فرض ګڼې ٠ بيا هم زه اسرار  کوم چه مخ پټول فرض ندي !
هو ! داسي پېښه وه چه د مبارک په عصر کښي ښځي داسي ګرځېدلې 
چه پوړنۍ يا ټکری به ئې پر سر اچولۍ وو ٠ او په لاس به يي پوړنی 
له مخه لري کړي وو او ځمکي ته به يي کتل يعني يوازي به يي خپلي پښې 
ليدلې ٠ دامعنا نه لري چه د نوبيا فرض ده ٠ هو ډير بېځايه تقوا ده 
هو ! دانبياوو او د بيبيانو کارونه او اعمال زمونږ له هغې څخه فرق لري 
که سيالي کوو د انبياوو سره نو بيا همهغسي ازميښتونه ،امتحانونه 
هم لري ٠ چه موږ او تاسو يي قدرت او طاقت نه لرو 
او بله خبره داده چه موږ بايد په نص کښي له ځانه حرف ور بلا نه کړو 
تاسو داسي ليکلي چه :
[color=white:509687d4df]النظرة سهم من سهام ابلیس[/color:509687d4df] د ابليس لغت د شيعه په 
کتابونو کښي سته 
صحيح نص داسي دۍ چه :
سنن أبي داود ، كتاب النكاح او باب يي (باب ما يؤمر به من غض البصر )
‏"‏ يا علي لا تتبع النظرة النظرة فان لك الاولى وليست لك الاخرة ‏"‏
د ابليس خبر په کښي نسته !

هو ! که څوک مېلمه وي او د پردې تر شا ګوري چه ښځه ئې ښايسته ده 
که بد رنګه يا د دروازې تر چاکونو ګور نو د سترګو خائن دۍ 
 بسمه تعالی  :يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ
مطلب دلته دادۍ چه په غلا سره چه ګوري نو خيانت دۍ ٠ دغه وخت نو بيا 
واضح چه عمل حرام سوو 
او په بازار کښي کتل ښځوته غوره اخلاق نه دي 
پېغلي او ځوانان چه د واده خيال لري طبعا دي په نجونو پسي وګوري 
کومه لويه بد اخلاقي نه ده ٠ خو زما له پاره بد اخلاقي ده ٠  

او چه خبره سترګو سي نو بيا حکم پر نر اوښځي يو دي ٠ داړو ته بد اخلاقي 
ده چه يو او بل ته په خوندورو سترګو کوري او يا په خوږه لهجه خبري کوي 
نر او ښځه چه نامحره وي په مخ ليدلو يي هوا نه پورته کيږي 
خوږي خبري لکه بلييييييييي ، ګل جااااااان ، په خييييير راغلې 
داسي خبري د نر او ښځي حرامي دي  دې ته بد اخلاقي نه ويل کيږي واضح حرام 
مي دي ٠ او د لېور سره بيا مرګ دي 
 
هو ! د ښځو په منځ کښي او د مېړه سره شيرين زباني تر عبادت هم ګټه لري 
يعني ځای به ئې جنت وي ٠ او که بد لغامه وي او ډير عبادت کوي هم لوی 
خطر ورته کوري يعني نار 


و.افغان
02.05.2006

محترم حلیمي صاحب:
ستاسی له استدراک څخه ډیره مننه، البته ما چی قاعده ذکر کړی، له ځانه می نه ده ذکر کړی، بله دا چه دغه دقتل اوقتال پیدا کیدو پوری هیڅ اړه نلري، د هری مسئلی خپل دلائل وي، لیکن قاعده صحي فقهي قاعده ده،او زمونږ د مذهب علماوو او نور پری په ډیرو ځایونو کی استدلال کړی، تاسی لاندینۍ حوالې کتلاي شۍ:
تسهیل الوصول للحملاوي ۲۹۲، او قواعد ابن اللحام۹۲،

ولاحتمال أن التحريق من باب ما لا يتم الواجب إلا به إذ الظاهر أن الباعث على ذلك أنهم كانوا يختفون في بيوتهم فلا يتوصل إلى عقوبتهم إلا بتحريقها عليهم فتح الباری ابن حجر ۲/۱۳۰
اوهمدارنګه وګورۍ فتح الباري ۲/۲۴۳.

والتحقيق في هذا المقام أن هنا مدارك الأول أن إلى بمعنى مع قاله ثعلب وغيره من أهل اللغة واحتجوا بقوله تعالى ( ولا تأكلوا أموالهم إلى أموالكم ) وبقولهم إلى الذودابل وفيه ضعف فإنه يوجب غسل العضد لاشتمال اليد عليه وعلى المرفق مع أنا نمنع أن يكون إلى فيما استشهد به بمعنى مع لأن معنى الآية ولا تأكلوها مضمومة إلى أموالكم أي ولا تضموها إلى أموالكم آكلين لها وكذا الذوداي مضمومة إلى الزودابل المدرك الثاني أن الحد يدخل إذا كان التحديد شاملا للحد والمحدود قال سيبويه والمبرد وغيرهما ما بعد إلى إذا كان من نوع ما قبلها دخل فيه واليد عند العرب من رؤس الأصابع إلى المنكب والرجل إلى أعلى الفخذ حتى تيمم عمار رضي الله عنه إلى المنكب ولهذا لو قال بعتك هذه الأشجار من هذه إلى هذه دخل الحد ويكون المراد بالغاية إخراج ما وراء الحد فكان المراد بذكر المرافق والكعبين إخراج ما وراءها الثالث أن إلى تفيد الغاية ودخولها في الحكم وخروجها منه يدور مع الدليل فقوله تعالى ( فنظرة إلى ميسرة ) مما لا يدخل فيه لأن الإعسار علة الانتظار فيزول بزوال علته وكذا الليل في الصوم لو دخل لوجب الوصال ومما فيه دليل الدخول قولك حفظت القرآن من أوله إلى آخره وقطعت يد فلان من الخنصر إلى السبابة فالحد يدخل في المحدود فإذا كان الدخول وعدم الدخول يقف على دليل فقد وجد دليل الدخول ههنا لوجوه ثلاثة الأول حديث أبي هريرة رضي الله عنه أنه توضأ فغسل يديه حتى أشرع في العضدين وغسل رجليه حتى أشرع في الساقين ثم قال هكذا رأيته يتوضأ رواه مسلم ولم ينقل تركها فكان فعله بيانا أنه مما يدخل قوله حتى أشرع المعروف شرع في كذا أي دخل وحكى فيه شرع وأشرع وروى حتى أسبغ في العضد وحتى أسبغ في الساق الوجه الثاني أن المرفق مركب من عظمي الساعد والعضد وجانب الساعد واجب الغسل دون العضد وقد تعذر التمييز بينهما فوجب غسل المرفق لأن ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب
عمدة القاري۲/۲۳۴.
او په عمدة القاري کی هم وګورۍ ۶/۱۴۶.
وروره : ددی لپاره چی مسئله اوږده نشي نو فقط حواله لیکم بغیر له نصه: فیض القدیر ۲/۲۹۳، ۴/۶۲.، ۶/۳۸، مغنی المحتاج: ۱/۲۶، ۵۰،۱۵۰، کفایة الاخبار ۱/۱۵۲، فقه العبادات ۱/۵۲۰، المغني ۲/۱۴۵، ۳/۱۵۵، الشرح الکبیر ۱/۲۴۷،۲/۱۸۷، ۳/۱۳۶، ۳/۱۹۳، ۱۰/۳۷۳، الکافی فې فقه ابن حنبل: ۱/۳۲۸، منار السبیل : ۱/۸۴، ۱۹۷، ۳۲۴، الروضة الندیة ۱/۱۸۲، نیل الاوطار: ۲/۱۶۱، ۲۲۹، ۳/۲۷۲،
البته نور په لسهاوو شرعي معتمد کتابونه دي، چی دا قاعده یې داعتماد او استدلال په شکل ذکر کړیده، او ددغه ټولو کتابونوذکر د اوږدوالي سبب ګرځي.
البته دغه قاعده زما تر ټولو وروستۍ دلیل وو، او نور دلیلونه می له قرآن او حدیث څخه وړاندی کړ، چی ښه ښکاره د مخ دپټولو په فرضیت دلالت کوي، په ځانګړی توګی د عائشی رضي الله حدیث، او دغه خبره زما عقیده ده، ځکه په قرآنی نصوصو او صحي حدیثونو ثابته ده، البته که تاسی نه قانع کیږۍ هغه ستاسی کار دی، تاسی داجتهاد حق لرلاي شۍ،اوزه نشم کولاي چی تاسی د جمهور علماوو په قول ملزم کړم، خو کوم نقل چی تاسی کړی هغه یو تاریخی نقل دی که دهغه نقل تو ثیق تاسی وکړۍ، او له اسناد له لیاري پری حکم وکړی، نو ډیره به ښه وي.
بله خبره: وروره! النظرة سهم من سهام ابلیس ما د اقتباس په شکل ذکر کړی وو، نه ما رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته یې نسبت کړی وو، نه بل چا ته ، او دا جمله د علي رضي الله عنه په حدیث کی نشته،بله دا چی زه قرآنی ایتونو او حدیثونو دلیکلو په وخت کی د وخت د تنګۍ له امله اختصار او فکر کوم چی دغه اختصار جائز دی.
البته دغه جمله ( النظرة سهم من سهام ابلیس ) اګر شیعه ګانو په خپلو کتابونو کی ذکره کړی،خو ددی حديث اوضعف کی اختلاف دی، او له همدی وجهی ما د اقتباس په شکل ذکر کړ، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته می منسوب نه کړ، ځکه چی معنی یې صحي ده، تاسی ته زه ددی حدیث په لاندی ډول لیکم:

7875 - حدثنا أبو بكر بن إسحاق أنبأ محمد بن غالب ثنا إسحاق بن عبد الواحد القرشي ثنا هشيم عن عبد الرحمن بن إسحاق عن محارب بن دثار عن صلة بن زفر عن حذيفة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : النظرة سهم من سهام إبليس مسمومة فمن تركها من خوف الله أثابه جل و عز إيمانا يجد حلاوته في قلبه
هذا حديث صحيح الإسناد و لم يخرجاه ۴/۳۴۹ المستدرک علی الصحيحين للحاکم.

10362 - حدثنا أحمد بن زهير التستري قال قرأنا على محمد بن حفص بن عمر الضرير المقرئ ثنا يحيى بن أبي بكير ثنا هريم بن سفيان عن عبد الرحمن بن إسحاق عن القاسم بن عبد الرحمن عن أبيه عن عبد الله بن مسعود قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إن النظرة سهم من سهام إبليس مسموم من تركها مخافتي أبدلته إيمانا يجد حلاوته في قلبه المعجم الکبير للطبراني

حدثنا أبي ثنا إبراهيم بن محمد ثنا محمد بن يعقوب ثنا أبو اليمان ثنا أبو مهدي عن أبي الزاهرية عن كثير بن مرة عن ابن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم النظرة الأولى خطأ والثانية عمد والثالثة تدمر نظر المؤمن إلى محاسن المرأة سهم من سهام إبليس مسموم من تركها من خشية الله ورجاء ما عنده أثابه الله بذلك عبادة تبلغه لذتها
۶/۱۰۱ حلية الاولياء للأصفهاني

292 - أخبرنا أبو الحسن محمد بن الحسين الغزي ثنا الحسين بن عبد الله بن محمد ثنا أبو الحسن خيثمة بن سليمان بن حيدرة القرشي ثنا إسحاق يعني بن سيار النصيبي ثنا إسحاق بن عبد الواحد الموصلي عن هشيم عن عبد الرحمن بن إسحاق عن محارب بن دثار عن صلة بن زفر عن حذيفة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : النظرة سهم من سهام إبليس من تركها خوفا من الله آتاه الله إيمانا يجد حلاوته في قلبه
مسند الشهاب ۱/۱۹۵.

أخبرنا أبو العباس أحمد بن إبراهيم بن علي الكندي بمكة ثنا محمد بن سهل الخرائطي ثنا أبو زيد عمر بن شبة ثنا أحمد بن عبد الله بن يونس ثنا عنبسة بن عبد الرحمن القرشي ثنا أبو الحسن المزني عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال قال رسول الله
نظر الرجل في محاسن المرأة سهم من سهام إبليس مسموم فمن أعرض عن ذلك السهم أعقبه الله عبادة تسره ۱/۳۴ مجلس فی رؤية الله

1425 - حدثنا إسماعيل بن شعيب عن عبدالملك بن عتاب قال إن النظر إلى محاسن المرأة سهم من سهام إبليس مسموم فمن غمض بصره مخافة الله عز وجل أعقبه الله بذلك عبادة يجد حلاوتها في قلبه
کتاب الزهد لامام هناد ۲/۶۵۱.

13067 - إن المرأة سهم من سهام إبليس فمن رأى امرأة ذات جمال فغض بصره عنها ابتغاء مرضاة الله أعقبه الله عبادة يجد لذتها
۵/۴۸۰ ،۴۸۱،۴۸۲،۴۸۳.کنز العمال( ابن النجار عن أبي هريرة

2864 - النظرة سهم من سهام إبليس من تركها من مخافة الله أعطاه الله إيمانا يجد حلاوته في قلبه
رواه الحاكم وصححه وأقره العراقي وضعفه المنذري عن حذيفة
وأخرجه الطبراني عن ابن مسعود قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم عن ربه عز وجل : النظرة سهم مسموم من سهام إبليس من تركها من مخافتي أبدلته إيمانا يجد حلاوته في قلبه
ومن شواهده ما عند البيهقي وغيره قال المنذري ورواتهم لا أعلم فيهم مجروحا
عن ابن مسعود : الإثم حراز القلوب وما من نظرة إلا وللشيطان فيها مطمع . والله أعلم
کشف الخفاء للعجلوني ۲/۱۸۶۲.

العرباض بن سارية
95 - النظرة سهم من سهام إبليس من تركها من مخافتي أبدلته إيمانا يجد حلاوته في قلبه رواه الطبراني والحاكم عن ابن مسعود
۱/۴۶ الأحاديث القدسية
1065 - ( ضعيف جدا )
النظرة سهم من سهام إبليس من تركها خوفا من الله آتاه الله إيمانا يجدحلاوته في قلبه . ( ضعيف جدا )
السلسلة الضعيفة ۳/177

8 - " النظرة الأولى خطأ والثانية عمد والثالثة تدمر . نظر المؤمن إلى محاسن المرأة سهم من سهام إبليس مسموم . . . الحديث . ( ص 137 ) "
موضوع أيضا وتمام الحديث ضعيف . " الضعيفة " ( 5970 )
۱/۷۶ الرد المفحم.
او دا حديث نور مزيد تحرير ته ضروت لري.
په آخر کی ستاسی له دی اهتمام اواعتراض څخه ډیره مننه کوم، او دادهر مسلمان وجیبه ده چی په بل مسلمان کی خطاووینې چی ضرورا یې باید ور په ګوته کړي،

الله مو خوشحاله، سوکاله، آرام ، او دالهي توفیق په لاره ژوندي ساته
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more