اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ۱۱ ستمبر د شرعي نګاه نه، په طالب جان ورور یو څو نیوکې
و.افغان
30.04.2006
محترمه! ستاسی له احساساتو مننه، خو ستاسی په لیکنې کومه چی د ۱۱ ستمبر حوادثو پوری اړه لري، او له شرعي نګاه نه مو څیړلې، یو څو غټې علمي او سیاسي نیوکې دی، چی باید تاسی ورته ځیر شۍ، او دغه مسئله زه په څو ټکو کې بیانوم :
لومړۍ ټکۍ: تاسی د ۱۱ ستمبر حادثه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په حملی قیاس کړی، کومه چی نبی کریم د قریشو د قافلی لپاره تیاره کړی وه، زه وایم ګرانه وروره !
په نړیوال تجارتی بلډنګ او پنټاګون باندی تیرۍ د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دغی حملی ډیر توپيرونه لري، او ددی قیاس د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په هغه حملی باندی چی یې د قریشو دقافلی لپاره تیاره کړی وه، په ډیرو وجهو غلطه ده:
اوله وجهه: نبی کریم صلی الله علیه و السلام د قریشو سره د دښمنۍ اعلان کړی وو، خو طالب حکومت ددښمنۍ اعلان د امریکا سره نه وو کړی، بلکه تر اخری لحظی یې کوښښ کاوه، چی امریکا دوي په رسمیت وپیژنې، او دا خبره هر چا ته معلومه ده، کله چی د۱۱ ستمبر نه مخکی په تنزانیا او دار السلام کی په امریکایې سفارتونو بریدونو وشول، اودشک ګوتې القاعدی واوښتلی، او کلینټون افغانستان بمبار کړ، تر هغه وروسته طالب حکومت د وضعی ښه کولو لپاره کسان ولیږل، ددی لپاره چی طالب حکومت له هغوي سره رسمي شي، او د طالب حکومت تر سقوطه پوری القاعدی په دغه سفارتونه د حملی ظاهري اقرار نه کاوه، همدارنګه د ۱۱ ستمبر حوادثو وروسته هم د کابل تر سقوطه مخکی القاعدی اقرار نه ووکړی، وروره ! اسلام کی نفاق نشته، اسلام کی له کفارو سره یا صفا دښمني وي، او صفا پيمان او عهد وي، او که چیرته مسلمان وغواړي، چی پیمان مات کړي، نو ښکاره دی اعلان وکړي.
الله جل جلاله فرمایې: (و اما تخافن من قوم خیانة فانبذ الیهم علی سواء ، ان الله لا یحب الخائنین) ترجمه: که چیرته اۍ پیغمبره ته له د یوه قوم له خیانته ویریږې نو وروه غوځوه دوي پيمان ، چی شې دواړه برابر، بیشکه الله خائنان نه خوښوي.
دوهم ټکۍ: د یوه دولت ویزه اخیستل له هغه دولت سره یو پيمان دی، او دهغه دولت د عامو قوانینو د قبلولو تړون دی، نو څنګه روا کیدای شي، چی مسلمان ددغه دولت ویزه واخلي، او بیا دغه دولت ته تلونکې جهاز چی قسم قسم خلک په کې وي، دغه شانته استعمال کړي.
دریم ټګۍ: دغه دولت سره ډیرو نورو اسلامي ملکونوتړونونه لرل، او په وجهه دغه ځاي کی هر قسم خلک وو، نو دغسی عمل ترسره کول د مسلمانانو لپاره هم ډیر ضرري تمام شو.
څلورم ټکۍ: طالبانو امریکا سره دجنګ اعلان د مخکی نه وو کړۍ، او وروره دا نشی ویلاي چی اسامه او دهغه کسانو خو دجنګ اعلان کړی وو، ځکه چی هغوي حکومت نه لره، بلکه هغوي د طالبانو د حکومت لاندی رعایا او ولس وو، هغوي ته پکار وو، چی هر یو حرکت یې ددغه حکومت له سیاست سره کړی وی، خو دغه خلکو دغسی ونکړ، اوزیات کارونه به یې د خپلی خوښی مطابق کول.
پنځم ټکۍ: محترمه د حصار شوی کلا باره کی دی حکم صحي دی، خو د تجارتی مرکز قیاس پر هغه غلط دی، ځکه چی دا حصار شوي نه وو، او جنګ اعلان نه وو شوۍ، لکه څرنګه چی مسلمانانو به پخوا د قلعه ګانو د حصارولو څخه مخکی کاوه، او بیا به یې قلعه حصار کړه، نو که هغوي کی مسلمانان به هم وو، نو دغه مسلمانان به ددغی مانع نشو ګرځیدلاي.
شپږم ټکۍ: څوک چی وایې چی دا کار یهودو کړۍ، دا بالکل صحي خبره ده، دا د امریکی د استخباراتې شبکې او یهودي موساد مشترک پروګرام وو، او ځمونږ دغه ښکلي پاک ځوانان په کی هسی قربانیان شول، چی ددوي پواسطه خپله دغه لويه سیاسي خطرناکه لوبه ترسره کړي، او یهود ددغه واقعی د واقع کیدو نه وړاندی خبر وو، او ځانونه یې د موقع څخه لیري کړي وو، تاسی به لیدلی وی: که نه؟؟؟ د دغی حادثی په اوله ورځ خبریالانو د اطفاېې له کسانو سره مرکی کولی، او هغوي له ځاي څخه د تیښتی په حالت کی وو،هغوي وویل: داسی ښکاریده چی هر چت کی بم کیښودل شوی وي، او الوزی، دا عقل نه مني چی دغه تیارو دا بلډنګونه په دغسی توګه وغورځوي، بلډنګ څنګه په ځان راکښینی او ټول دوړه ایره کیږي، کیداي شې چی دغه جهازونه د حملې په مهال له تیلو څخه تر نورو وختونو زیات ډک وو؟؟؟؟!!!!!!!
او وروره ، پیښه په نهه بجی او پاوباندی نهه بجی وشوه، پکار وه چی تر شپيتو زرو زیات مړه واي، خو داسی ولی ونشو؟؟؟؟
دغو چاودنو یهودو او امریکایانو ته هغه اوږده لیاره ډیره مختصره کړه، چی د اسلامی هیوادونو لپاره یې پروګرام کی نیولی وه.
محترمو ورونو!! له تعقل او سوچ او فکر څخه کار اخیستل پکار دي، چی له دی حوادثو لویه ګټه چا پورته کړه، هماغه ددی کار تر شا دی، له دی کار څخه غټه ګټه یهودو پورته کړه، له مسلمانانو سره امریکه او اوروپا واچوله، او د خپل ځان امن تحقیق کړ، او فلسطینې پاڅونونه ته یې غټه ضربه ورسوله ، کومکی او بشري مؤسسې په فلسطین څخه بهر ، امریکا او نورو دلتونو کی وتړل شوی، غټه ضربه مسلمانانو ته ورسیدله، که دغه کار رښتیا هم القاعدی کړی وي، نو پکار دا وه چی له هغوي سره یې دشمني کړي واي، خو هغوي هر مسلمان ته د شک په سترګه وکتل، او د اسلام د ختمولو لپاره یې په ځان شپه او ورځ یوه کړه، جنرال ډیفیډ ډیوک پخوانۍ کاندید د امریکا ریاست جمهوري ته وویل: د واشنګټن ټایمز ورځپاڼي په ۱۰/۹/۲۰۰۱م یعنی ۲۴ ګهنټې مخکی حادثی له واقع کیدو یوه څیړنه خوره کړی وه، چی دغه څیړنه یو امریکایې جنرال لیکلی وه، او دغی څیړنی دی ته اشاره کوله په منځني ختیځ کی د امریکایې فوځونو ته د ځینو متوقع خطرونو احتمال شته دی، او د اسرائیلي استخباراتو باره کی یې ویلې وو: چی ډیر وحشي او بی رحمه او چل باز دی، او دا قدرت لري چی ځیني امریکایې هدفونه په نښه کړي، او د حملی تر لاندي یې کړي، خو عجیبه کار دی کله چی حادثه پیښه شوه ګوتی ټولی عربانو ته ونیول شوی، او القاعده اواسامة په کی د یوه هیرو په څیر استعمال شو،
یو امریکایې امنې مسؤول چی مایک روبرت نوميږی، اود لاس انجلس په پنځه قسمه پولیسو کی یې کار کړۍ، د بورټلنډ په پوهنتون کی یې تقریر وکړ، او وثاېق یې وړاندی او دهر کس لپاره یې زر ډالر وټاکل که دا ثابته کړي چی دغه وثایق موثوق نه دي،او ۴۰ قطعی فلمي ټوټې یې وړاندی کړي، چی ددی تاکید کوي چی د ۱۱ ستمبر په حوادثو کی د امریکا اشتراک ثابتوي، او دا ثابتوي چی امریکا په دغو حوادثو پوهه وه،
خبری نوری ډیری اوږدیږي، خو اخر کی ځما ټولو وروڼو ته نصیحت دی چی د یهودي موساد ښکار نه شي، هغه موساد چی د حریت او ازادۍ او د ښځی د ازادولو او د ورورګلوۍ په نوم په دولتونو کی ګډوډۍ رامنځته کوي، او بیاپه خړو اوبو کی ماهیان ښکارکوي، لكه څنګه چی دوي خپله په دغه خبری په خپلو سري او پټو محفلونو کړۍ، تاسی د نړیوالو یهودو د نړیوال مؤتمر چی دبازل کانفرنس ورته ویل کیږي، او په سویسرا کی شوی وو، ددغه کانفرس پروتوکولات تاسی وګورۍ، چی دا یهود تر کومه حده د بشریت دښمنان دی، او ترکومه حده مشکلات او جنګونه رامنځه ته کوي، بلکه الله ددی شاهدی ورکوي الله فرمایې: (کلما اوقدوا نارا للحرب اطفاها الله) ترجمه : هرکله چی بل کړی اور د جنګ نو الله جل جلاله دغه اور مړ کړي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.