د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دخلیج د سرو ګرمیو مسافر ته

و.افغان
29.04.2006

له یوې مور له اړخه خپل یو مسافر خلیجې پښتون ځوي ته: :

زما له سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کي په خندا ګلابه

د لرې لرې سلامونه واخله
ددعاګانو امبارونه واخله

په امان اوسې له تودو بادونو
هر یو قدم دی شه په سرو ګلونو

نیستۍ ظالمی په کوم لور وړۍ یې
زما له خوا نه یې په زور وړۍ یې
که لوږه نه وای مجبوري مو نه وی
ګرانه که ډیره غریبي مو نه وی

زه به په زړه پرهر پرهر ولی وی
ته به د کوره مسافر ولی وی
که لوږه ورکه شوه، خو زړه می وران دی
ستا یو نظر لیده زما ارمان دی

زما د سترګو سترګو کیږی خانه

یوه لحظه می نه هیریږی خانه
ستا ددیدن په بند ځان مړوم
څومره به ګرانه ماشومان مړوم

چی لږ ناوخته به د شپی راتلی
ماله به څومره وسوسی راتلی

چی کور به نه وی زړه به وران وو زما
وره ته کتل دغه ګذران وو زما

اوس مو ونه لیدی وختونه وشو
وختونه څه چی ډیر کلونه وشو
هغسی اوس هم بندداره یمه
لاری ته ګورم ناقراره یمه

د وره د ګړپ پسی زه ژر وګورم
غولی ته منډه کړمه تا وګورم
دغه وهمونو لیونۍ کړمه زه
زری زری دی جدایۍ کړمه زه

زما ګلاپه په سپرلو میینه
په اخترونو او په میلو میينه

چی د سپرلو نه به خبریږی که نه
په اخترونو به پوهیږی که نه
اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي
تا په کې ښکل نه کړمه غم غوندې وي

د سپلنو لوګي به وي او که نه
په تا نظر څوک ماتوي او که نه

لکه ځما دی زار زار پاڅوي
که نه سهر دی څوک په قار پاڅوي

په خاورو سخا به دی لمنی ساتی
جامی به پاکی که خیرنی ساتی

لکه چی څنګ دلته یخني ډیره وي
اورم چی دغلته ګرمي ډیره وي
چی په سوري که په لمر به يې ته
په ګیډه موړ او که نهر به یې ته

زړګی می وار نه کوي دا ولیکه
ماته په خط کی خامخا ولیکه

دا وسوسی چی می په زړه شی ګله
چی دا وهمونه لږ را یاد شی ګله
بیا می له ستوني مړۍ نه تیریږی
زما خو دغه ډوډۍ نه تیریږي

چی ستا چاچۍ پری خولې کیږي ګرانه
زما به څرنګه تیریږی ګرانه

ځمونږ وطن د بلا ګانو وطن
ځمونږ وطن د خامارانو وطن
ګڼی په دی وطن کی څه نشته دی
ګټه دسمی که د غر نشته دی

په کور دغم چاودون زما برخه ده.
اوس خو به هسی چاودی ستا برخه ده

خاړپوس کومه اجازت اخلمه
په دی دعا تانه رخصت اخلمه

خداي دی نیستې چیرته په بند ګیره کړي
خداي دی په دی وطن ډوډۍ ډیره کړي

زما بچیه چی خپل کور له راشی
او خپل وطن ته خپلی مور له راشی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more