د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د یوه ټولواک دسر دتاج غي

عصمت الله
25.04.2006

ګرانو لوستونکو دادي د زیب منتظر یو نوی شعر
تاسو ته وړاندی کوم

دیوه ټولواک دسردتاج غمي

زه پښتون یم ،زه افغان ، سترمې ټبردی
هـــره پیـــغــله مـــلالــۍ ،ژڼـی مـــونــردی
پاس مـې هسکه هندوکـــش غاړه نیولې
لاندې نیغ لــکـــــه ځلـــمی ولاړخــیبردی
دیوه ټولـــــواک دسردتاج غــمـــــــــي دي
کـــندهــاردی که کـــابــل که پیښــــوردی
که په اوړي دکـــابــل په سیندکــې لامبم
اباسین مـــې دساړه مـــوســـم ګـــودردی
زمــــاویاړ،زماتاریـــخ دی ،پرې نازیږم
غـفـارخان که ایوب خان دی که اکــبردی
چې یی سردخپل ولس په لارکې ځارشي
خورم سوګندچې جنتـي دی ،بختوردی
خوشحال مـلاوه دافغـان په ننګ تړلــــې
خــوافسوس ددواړومنځ کې نن باډردی
چاچې سپک دپښتون لـوري ته کتلــــي
رالویدلــــی لـــکـــه تندریــــــی په سردی
هسکــــــه غاړه پدې سیمه ګـــرځیدلــــی
احــمدشاه ابدال دخپل وخت زوروردی
داچــــې پروت ټوټـې،ټوټـــې یم یوله بله
چې یی ولیې کړې راغوڅې،خپل تبردی
ترهرچاراته ښائیسته اوښکلې ښکاري
پښتون هرچیرته چې وي ،دزړه مې سردی
دورانی دی که غــــلجـــی اوکه سوري دی
دیوپــــــــــلارنیـــکـــه اولاددی ،یوټبردی
کـــــه هـــرڅومره زورورمخـــــې ته ورشي
په هرواریی څملـــولــــــی ،دی پرې بردی
توپانــــــــودزمـانـــــــی یی سرټیټ نکـــــړ
ټینګ ولاړپه خپلــــــوپښولــکــه دغردی
غـــــلیم هســــــې هڅــــــې کړي دپټیدویی
نه پټیږي په دووګـــــــــوتو،داروڼ لمردی
پریږده زړه چې دغلیم په حسرت وچـــوي
پښتون خدای پیداسرلوړی ،مـــعتبردی
زه (مسید)له خدای پرتم دپښتون غواړم
ځـــــــکــــه ایښی تخلص مې (منتظر) دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more