د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمتعى يا لنډمهاله واده په اړه ستاسو نظر؟

زرملوال
25.04.2006

محترمو وروڼو ددى موضوع په اړه تاسو څه واياست ؟
يو خو دبرات على او نظرمحمد داختلاف خبره ده اوبل
داكار (متعه يا لنډمهاله واده )ټولنيزى خرابى او بد
اخلاقى رامنځته كوى ؟

[color=white:9398dbe876][color=brown][size=24:9398dbe876]په افغانستان کي لنډمهاله ودونه دود شويدي[/size:9398dbe876]

له ايران نه دافغان کډوالو دبيرته راستنيدا له امله اوس دهيواد په بيلابيلوبرخوکي "لنډمهاله" ودونو دود موندلی دی.

دغه دود دافغانستان په منځنيواوشمالي سيموکي په پراخه ډول وزري خپرې کړيدي. پخوابه دغه کاريوازي دشيعه اوسيدونکوله لوري ترسره کيده خواوس گڼوسني زلموهم دشيعه مذهب داصل "متعې" ترچترلاندي دلنډمهاله ودونو خواته مخه کړيده.

دمزارپه ښارکي دپاينده محمدپه نامه يوه 29کلن زلمي خبريالانوته تيره ورځ وويل چي دهغه مورپلار اوکورنۍ پنځلس کاله وړاندي په يوه راکټي بريدکي ووژل شول. په خپلوانوکي مي داسي څوک نه وو چي لاس مي ونيسي ځکه نوزه سره خوله هلک وم چي دکارغريبۍ لپاره مي ايران ته مخه وکړه.هلته مي وکتل چي په زرگونوخلک دتل پاتي واده په ځای لنډمهاله ودونه کوي. خدای شته ماته دغه دودخوند راکړ اوهماغلته مي پدغه کاربريدوکړ.

نوموړي چي وړمه ورځ يی له يوې شيعه مزارۍ انجلۍ سره يوازي دڅلوروساعتونو لپاره واده کړی وو؛ زياته کړه چي له هغه مهاله ترننه پوري مي له شلو بيلابيلوميرمنوسره دساعت,ورځو، مياشتو اوآن کلونولپاره ودونه ترسره کړيدي.

پاينده محمد ته دغه انجلۍ وروسته له هغه وسپارل شوه چي يوه شيعه عالم يی دايجاب اوقبول شرعي اصل ترسره کړ.

يوې بلي ميرمني نظيرې چي لومړنی ميړه يی دطالبانو سره په جگړه کي وژل شوی خبريالانوته وويل چي دلومړي ميړه له مرگه وروسته يی چاپوښتنه قدري هم نکوله. نه يی ډوډۍ لرله اونه دشپې تيري ځای. هماغه وو چي پلارته مي چازماپه اړه لنډمهاله واده سلاورکړه.

له هغه وروسته نو نظيره په پرله پسې ډول په بيلابيلوميړونو واوښتله. چابه ورسره يوه گړۍ تيره کړه اوچابه شپه نيمه اوچاهم کال موده. دنظيرې په ويناهغه اړده چي هروخت دبيلابيلوجنسي ذوق لرونکوخلکوهيلواوغوښتنوته ځواب ووايي. دازياتوي چي گڼوميړونوورته يوازي دومره گټه کړي چي پلاريی اوس دغريبۍ له پولي يوڅه دښه والي پخوامخه کړيده.

خونظيره انديښنه لري چي که ددې ځواني اوجنسي ليوالتياله منځه لاړه شي نوبيابه ورته څوک گوري هم نه.

په مزاره کي دعلي حسن په نامه يوبل تن خبريالانوته وويل چي هغه اوس له يوې داسي ميرمني سره دلنډمهاله واده خوند اخلي چي تردې له مخه يی پلار اوله هغه مخته يی تره ورسره ودونه کړي وو.

له يوه پلوه که شيعه ملايان ددغه ډول ودونو ملاتړکوي خوله بله لوري يی سني علماله شريعت اوټولنيزاخلاقي چوکاټ نه وتلی کاربولي.

دغزني ولايت يوه وتلي عالم مولوي نظرمحمدخبريالانوته وويل چي "متعه" يا"لنډمهالی" واده چي ايرانيان يی صيغه بولي دنارواجنسي تسکين يوه ناروا وسيله ده. نوموړي زياته کړه چي داڅه په شريعت اوټولنيزه تيږه کي هيڅ لارنلري.

خودشيعه عالم سيدبرات علي رضوي په وينا موقت واده داخلاقي بې لاريو دله منځه وړلوترټولو غوره لاره ده. نوموړی ادعاکوي چي دخدای جل جلاله نازولي پيغمبر په بيلابيلو وختونوکي جنگياليوصحابه کراموته دلنډمهاله ودونو امر ورکړی وو خودسنی عالم مولوي نظرمحمدپه ويناداڅه وروسته دپاک رسول له لوري منسوخ گرزول شوي وو.[/color:9398dbe876]


داود فايز
25.04.2006

محترمو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،
پكه دا دي لا بله سپكه
لنډ مهاله نكاح او زنا كوم فرق نلري
صرف نومونه يي بدل دي
دا دي د ديموكراسي يو بل ارمغان چي مونږ ته يي راوړلو
غربي نړي په دي نه خفه كيږي په دي نورهم خوشحاله كيړي چي دا ده يوه بله طريقه يي دځوانانو دخرابي لپاره پيدا کړه.
خو زه هغي ملا ته چي دا قسم نكاح ته جواز وركوي
ايا خپلي لور او خور ته هم دا قسم نكاح خوښوي كه نه
وروڼو دا دپټي سر دي پټي نور پسي سور ور دي
ډير داسي شيان به واورو چي مخكي مو نه ؤ اوريدلي
خو زه له طالب جان مولوي صاحب نه غوښتنه لرم كه په دي كي يو مفصل بحث وليكي ډير به شه وي
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،


زرملوال
25.04.2006

[color=indigo:39b846a67c]

محترمو وروڼو السلام عليكم ورحمةالله وبركاته

متعه يا لنډمهاله واده دامت دجمهورو علماؤ او پوهانو په نزد حرامه
او قطعى ناروا ده يواځى يو څه شيعه ګان يي روا بولى دجمهورو علماؤ
دلائل په لاندى ډول دى

(1)لومړۍ استدلال دوى دقرانكريم په دى ايت شريف سره كوى والذين هم
لفروجهم حافظون الا على ازواجهم او ماملكت ايمانهم فانهم غير ملومين
فمن ابتغى وراء ذلك فاولئك هم العادون
ژباړه مومنان هغه دى چى دخپل شرمځاى ساتنه كوى اوله خپلو ميرمنو
او مينځو پرته نوره بد كارى نه كوى او خپلو ميرمنو او مينځو ته نزديوالى
دملامتيا خبره نه ده او څوك چى له دى (له خپلو ميرمنو او مينځو)پرته نور
څه غواړى هغوى تيرى كوونكى دى
(اصولى ژباړه نه ده موخه مى راخيستى )

له ايت شريف نه داسى مالومه شوه چى له ښځو نه يواځى په دى دوو
طريقو ګټه اخيستل كيدى شى او له دى پرته نورى لارى بلكل تړل
شوى دى او هغه دووه لارى شرعا زواج او ملك اليمين بلل كيږى
او متعه خو زواج نه ده ځكه كه زواج واى له طلاقه پرته به پاى ته نه
رسيده او متعه خو چى وخت يي پوره شى په خپله پاى ته ورسيږى
او ملك اليمين خو نه دى
نو له قران كريم نه مالومه شوه چى متعه قطعى حرامه ده

(2)اودويم په دى اړه خورا ډير احاديث راغلى دى چى زه يي دا يو د
مسلم شريف حديث را اخلم سبرة الجهنى وايي رسول الله صلى الله
عليه وسلم متعه منعه كړى ده او ويلى يي دى خبر اوسئ چى دا (متعه )
له دى نن ورځى نيولى تر قيامته پورى حرامه ده او كه چا دا كار كړى وى
نور دى نه كوى

اصلا د اسلا م په لو مړي پير كى متعه داړتيا په صورت كى داسى روا وه
لكه وينى او دخنځير غو ښى چى داړتيا په مهال روا وى ځكه صحابه كرام
دجاهليت وخت ته نزدى وواو وروسته بيا حرامه شوه او هغه حكم نسخه شو
او همدا دحرمت حكم تلپاته شو لكه امام مالك ،امام بخارى او مسلم له حضر
ت على رضى الله عنه نه روايت كوى چى دخيبر په غزا كى رسول الله خلك له
متعى نه منعه كړل
او له عبدالله ابن عباس رضى الله عنه نه يو دجواز روايت راغلى چى هغه يو د
شيعه ګانو له دلائلو نه هم دى خو هغه روات ناسم بلل شوى او ويل كيږى چى
عبد الله ابن عباس له خپلى خبرى نه ګرځيدلى دى او په دى خبره باندى امام
ترمذى تصريح كړى ده

(3) او له امامية ډلى پرته نور ټول امت په دى خبره يوه خوله اومتفق ده چى
متعه حرامه ده لكه امام ابن المنذر او قاضى عياض او نورو علماؤ چى ويلى
دى دوى وايي يواځى له ځينى روافضو پرته نور ټول دامت علماء متعه ناروا
بولى او دا ځينى روافض چى دقران اوسنت خلاف روان دى ددوى اختلاف ته
هيڅ اعتبار نه وركول كيږى

(4) او عقلا هم متعه بيخى ناروا ده ځكه دواده شرعى موخه خوداده څو يو
انسان روحى سكون ومومى او لادونه وزيږوى كورنۍ جوړه كړى او ځان له
زنا نه وژغورى او په متعه كى خو دا هيڅ هم نه شته بلكى هغه نګه او سوچه
زناده او دټولنيزو بيلاريو يوه بدمرغه لاره ده

په كار خو داسى وه چى دمخالف لورى دلائل هم بيان شوى واى او بيا
په هغو تفصيلى نقد شوى واى او دارازخپلى دلائل هم ښه په سپړلى تو
ګه بيان شوى واى خو ددى كمى پټۍ يوا ځى له وخت نه په شكايت سره
كوو او نه پوهيږم چى وخت زموږ دښمن دى او كه موږد وخت دښمنان يو

په مينه [/color:39b846a67c]



ع کريم حليمي
26.04.2006

محترم لقمان زرملوال صاحب سلام !

بسمه تعالی ٠ فَمَا [color=cyan:e15ad12f12]اسْتَمْتَعْتُمْ [/color:e15ad12f12]بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً
ژباړنه : پس هر هغه ښځه چه نفع واخسته تاسي په هغي سره له دی (منکوحو ښځو)
څخه نو ورکړي تاسي دوی ته مهرونه د دوي په دې حال کښي چه فرض کړی 
سوي دی 
تفسير : يعني له هغي ښځي سره چه نکاح و تړل سوه او مېړه له هغې څخه تر 
لږي يا ډيري ټاکلي مودې پوري نفع هم واخسته يا لږ تر لږه يو ځلي (وطي )
يا صحيحه خلوت ته وار ورسيد ، نو د دې ښځي پوره مهر ورکول لازميږي 

د بحث په خاطر مي دغه ليکنه وکړه چه تاسو بحث پر وکړۍ 
 استدلال اهل شيعه 


زرملوال
26.04.2006

محترمو وروڼو او محترم حليمى صيب سلامونه

محترمه مامخكى له دى كار نه په يوه پلمه ځانخلاص كړ
داهل تشيع دلائل مى ځكه پريښودل چى هغه ډير تفصيل
غواړى او موږبدمرغه كله دومره وخت لرو اوځينى نور
ملاحظات هم شته چى شايد زه به يي بيادرته وليكم

په مينه



ع کريم حليمي
27.04.2006

محترم زرملوال صاحب سلام !
ستاسو د تتبع له پاره داڅو احاديث درته لکم 
حدثنا مسدد، حدثنا يحيى، عن عمران أبي بكر، حدثنا أبو رجاء، عن عمران بن حصين ـ رضى الله عنهما ـ قال أنزلت آية المتعة في كتاب الله ففعلناها مع رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولم ينزل قرآن يحرمه، ولم ينه عنها حتى مات قال رجل برأيه ما شاء‏.‏
ژباړه :
مسدد، يحيى، عمران أبي بكر، أبو رجاء، عن عمران بن حصين څخه روايت کوي 
د هغه بيان دی ، کوم وخت چه تمتع ايات نازل سو ، نو موږ رسول الله ص سره 
تمتع وکړله بيا دې نه پس څه داسي ايات رانغلۍ چه د هغه د رو نه د تمتع نه 
منع سوی وای ، تر دی چه رسول ص ددې دنيا نه تشريف يوړلی صرف عمر رض 
دی چه خپله رائی جدا کړه 
حديث بخاري ٣ جلد ٨٩٣ صفحه 

..........................................................
حدثنا مسدد، حدثنا يحيى بن سعيد، عن عبيد الله، قال حدثني نافع، عن عبد الله ـ رضى الله عنه ـ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن [color=cyan:cbe94d4909]الشغار[/color:cbe94d4909]‏.‏ قلت لنافع ما الشغار قال ينكح ابنة الرجل وينكحه ابنته بغير صداق، وينكح أخت الرجل وينكحه أخته بغير صداق‏.‏ وقال بعض الناس إن احتال حتى تزوج على الشغار، فهو جائز، والشرط باطل‏.‏ وقال في المتعة النكاح فاسد، والشرط باطل‏.‏ وقال بعضهم المتعة والشغار جائز، والشرط باطل‏.‏

ژباړه :
مسدد، يحيى بن سعيد، عن عبيد الله،نافع، عن عبد الله ، څخه روايت کوي 
د هغه بيان دی ، رسول الله ص د شغار نه منع فرمائيلی ده ، ما د نافع څخه 
پوښتنه وکړه  شعار وکړي ، شعار څه ته وويل ؟ که يو سړی د چا لور سره په 
دې شرط نکاح وکړ ي چه هغه به د خپلي لور نکاح هغه سره بغيري مهر نه وکړي 
او بعضي خلقو ويلي دي که يو سړی حيله کولو سره نکاح شغار وکړي نو دا جائز دي ليکن شرط باطل دۍ او د متعه متعلق وئيلي دي چه نکاح فاسد ، او شرط 
باطل دی او دوی کښي بعضو وويل چه متعه او شغار جائز دي او شرط باطل دی البخاري جلد ٥ صفحه ٥٥٥ 
...........................................................................
 حدثنا مسدد، حدثنا يحيى، عن عبيد الله بن عمر، حدثنا الزهري، عن الحسن، وعبد الله، ابنى محمد بن علي عن أبيهما، أن عليا ـ رضى الله عنه ـ قيل له إن ابن عباس لا يرى بمتعة النساء بأسا‏.‏ فقال إن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عنها يوم خيبر، وعن لحوم الحمر الإنسية‏.‏ وقال بعض الناس إن احتال حتى تمتع، فالنكاح فاسد‏.‏ وقال بعضهم النكاح جائز والشرط باطل‏.‏
ژباړه :
مسدد، يحيى، عن عبيد الله بن عمر، الزهري، عن الحسن، او عبد الله
بن علی ، حضرت علی رص څخه روايت کوي ٠ هغه چاته بيان وکړي ، چه 
حضرت ابن عباس رض ښځو سره متعه کولو کښي څه حرج نه ګنړي ، نو هغه 
وويل ، رسول الله ص ددې او د کورنو خرونو د غوښي  خوړلو نه د خيبر په ورځ 
منع فرمايلې وه ، او بعضي خلقو وئيلی دي ، که حيله جوئي ، تر دی چه متعه 
وکړي ، نو نکاح فاسده ده ، او دوۍ کښي بعضو وئيلي دي ، چه نکاح جائزه ده 
او شرط باطل 
البخاري 
...........................................................
حدثنا عبد الله بن يوسف، اخبرنا مالك، عن ابن شهاب، عن عبد الله، والحسن، ابنى محمد بن علي عن ابيهما، عن علي ـ رضى الله عنهم ـ قال نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم [color=white:cbe94d4909]عن المتعة عام خيبر ولحوم حمر الانسية‏[/color:cbe94d4909].‏

.............................................................................
وحدثني عن مالك، عن ابن شهاب، عن عروة بن الزبير، ان خولة بنت حكيم، دخلت على عمر بن الخطاب فقالت ان ربيعة بن امية استمتع بامراة فحملت منه ‏.‏ فخرج عمر بن الخطاب فزعا يجر رداءه [color=cyan:cbe94d4909]فقال هذه المتعة ولو كنت تقدمت فيها لرجمت [/color:cbe94d4909]‏.‏

او حضرت عمر رص خو داسي وويل چه تجارت يعني متعه وکړي رجم ئې کړي 
حديث مسلم 
..............................................................
اخبرنا قتيبة، قال حدثنا الليث، عن الربيع بن سبرة الجهني، عن ابيه، قال اذن رسول الله صلى الله عليه وسلم بالمتعة فانطلقت انا ورجل الى امراة من بني عامر فعرضنا عليها انفسنا فقالت ما تعطيني فقلت ردائي ‏.‏ وقال صاحبي ردائي ‏.‏ وكان رداء صاحبي اجود من ردائي وكنت اشب منه فاذا نظرت الى رداء صاحبي اعجبها واذا نظرت الى اعجبتها ثم قالت انت ورداؤك يكفيني ‏.‏ فمكثت معها ثلاثا ثم ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ من كان عنده من هذه النساء اللاتي يتمتع فليخل سبيلها ‏"‏ ‏.‏
 ترجمه :
رسول الله ص و موږ ته د متعه اجازه راکړه ، نو زه او بل سړی ولاړو د باندي 
وه موليدل يوه ښځه د بني عامر و نو پېشنهاد ورته وکړي (د متعه له پاره )
ښځي وويل چه څه به راکړي ؟ ما ورته وويل چه زما چوخه او زماملګري هم 
ورته وويل چه خپله چوخه ، زما د ملګري چپنه ښايسته وه زماتر هغې 
اما زه بياځوان وم تر ده ٠ نو شځي راته وکتل وويل چه ته او ستا چپنه 
کافي ده ماته ٠ نو زه ورسره وم درې شپې ٠ هغه وو چه رسول الله ص وويل 
هرچا چه د ښځي سره متعه کړې نور ئې پرېږدۍ (ايله يي کړي 

صحيح مسلم 


ghafar
28.04.2006

د دې بحث ګرانو ګډون کوونکو السلام عليکم!
زرملوال صاحب ليکي:
[quote:2632a0fba4]ه ايت شريف نه داسى مالومه شوه چى له ښځو نه يواځى په دى دوو
طريقو ګټه اخيستل كيدى شى[/quote:2632a0fba4]
ګرانو لوستونکو تاسې فکر نکوۍ، چې دغه ډول ليکنې پتمنو ښځو ته يو ډول اهانت دئ. که هغو سره د يوه شي په توګه چلند کېږي او ورڅخه ګټه واخيستله شي، نو د هغو انسانی کرامت څه شو؟ دلته د انسانی شهوانی غوښتنې مطرح دي، چې دواړ خواؤ( نارينه او ښځې ) پورې يو شان اړه لري. زرملوال صاحب ډېره بښنه غواړم !
زه د ګرانو ديني عالمانو څخه پوښتنه لرم، چې د شيعه مذهبو مسلمانانو يوه برخه په ځانګړيتوګه د ايران اسلامي دولت چارواکي د اسلام د دين پر کومې برخې باندې استناد کوي، چې دغه چلند ته يې رسمي بڼه ورکړې ده ؟
په مينه او درناوي
غفار


زرملوال
28.04.2006

محترم ورور غفار صيب سلام اونيكى هيلى مى ومنه
په قرانكريم كى داستمتاع تورى راغلى دى او لكه تاسو ته مالومه ده
داتورى موږپه خوند اخيستنه او يا هم ګټه اخيستنه سره ژباړو
باور به وكړى كه نه ما چى كله داتورى ليكل كوم چى تارانقل
كړى دى نوكټ مټ داستا دانديښنى يا ګيلى په څير خيال مى
په دماغ كى راوڅرخيدى خو كه قرانكريم ته ځيرشو هغه داد
استمتاع تورى ډير كارولى دى نوما دهغه په تقليد وكاراوه


زرملوال
28.04.2006

[color=green:3e86d28da7]محترم ورور غفار صيب سلام اونيكى هيلى مى ومنه
په قرانكريم كى داستمتاع تورى راغلى دى او لكه تاسو ته مالومه ده
داتورى موږپه خوند اخيستنه او يا هم ګټه اخيستنه سره ژباړو
باور به وكړى كه نه ما چى كله داتورى ليكل كوم چى تارانقل
كړى دى نوكټ مټ داستا دانديښنى يا ګيلى په څير خيال مى
په دماغ كى راوڅرخيدى خو كه قرانكريم ته ځيرشو هغه داد
استمتاع تورى ډير كارولى دى نوما دهغه په تقليد وكاراوه
اوهغه دخوند اخيستنى تورى مى هم نا مناسب وباله

ستاد دويمى پوښتنى ځواب به په همدى پاڼه كى
دسراج الحق صيب په سپړلى ليكنه كى شايد بيامومئ[/color:3e86d28da7]


داود فايز
29.04.2006

دا علمي بحث ما يوځل بيا درته رانقل كړو چي سراج الحق صافي صاحب ليكلي دي نو ويي لولي
د ضرورت په لحاظ او ددی ویبپاڼې د ځینې ورونو د غوښتنی په بنا زه دا وړوکې څیړنه د متعی د حلالوالې او حراموالې باره کې لیکم، او له املائې غلطۍ څخه ډیره بخښنه غواړم ، ځکه چی ما د دوباره کتنی او مراجعی وخت پیدا نه کړ.
محترمو!د متعی باره کې خو تفصیلات ډیر دي، خو زه اسلامي حکم سره د دلائلو او د علماوو اقوالو په رڼا کې په لنډه توګه بیانوم، او د وسعی تر بریده د ددواړو آطرافو قولونه ذکر کوم، پاتی دی نه وي، چی ددی قضیي نور ابعاد شته دی، چی هغه د شیعه مذهب پوری اړه، که وخت یاري وکړي نو هغی باره کي به لوستونکو ته بیل بحث وړاندی کړم. زه بحث په یوی سریزی اوڅلورو برخو تقسیموم:
سریزه:بسم الله الرحمن الرحیم .
الحمد لله رب العلمین، والصلاة و السلام علی خیر خلق الله اجمعین ، محمد وعلی آله و صحبه اجمعین: متعه په لغت کې خوند اخیستلو ته وایې، او اصطلاحی معنی کې ډیرو څیزونو پورې اړه لرې، خو د ښځی د متعی تعریف دادی: چی یو سړۍ له یوی ښځی سره د مزدورۍ په مقابل کې د یوي ټاکلې مودی پوری له هغی څخه د خوند اخیستلو تړون وکړي.
وګورۍ: (لسان العرب 14/13)

اوله برخه: د متعی یا صیغی باره کی علمي څیړنه.
دوهمه برخه: د شیعه مذهبو نور تفصیلات او نظرونه د متعی باره کی.
دریمه برخه: د متعی بد تربیتی اثر په ټولنی باندی.
څلورمه برخه: د متعی او صیغی باره کی ناشنا کیسی او خبری.

اوله برخه: د متعی یا صیغی باره کی څیړنه.
دا برخه په یو څوټکو کی بیانوم:
لومړۍ ټکۍ: د متعی یا صیغی شروع او تاریخ:
دمتعی نکاح په جاهلیت کی( مخکی له اسلامه) په مشرکانو کی موجوده وه، او هغوی مباحه ګڼله، لکه څرنګه یې چی شراب، قمار، نیزه اندازی....او نور څه حلال ګڼل، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر مبعوث کیدو وروسته یاد شوي کارونه (چی اوس محرم دي) په تدریج سره حرام شول، او دی کي یو تربوي جانب دی، دا یي د تفصیل ځاي نه دی، شراب په دری مرحلو حرام شول،
اوله مرحله: الله جل جلاله هغوی د شراب ډیر آضرار او لږ منافع بیان کړل، الله فرمایي: و اثمهما اکبر من نفعهما.
دوهمه مرحله: کی یې د لمانځه په وخت پری حرام کړل، الله فرمایې: یاآیها ال‍ذین آمنوا لا تقربوا الصلاة و انتم سکاری.
دریمه مرحله: کې يې په هغوي دایمې حرام کړل، الله جل فرمایي د شرابو او دغو نورو مذکورو څیزونو باره کې: رجس من عمل الشیطان،فاجتنبوه لعلکم تفلحون، ترجمه: دغه څیزونه پلیتې او د شیطان له کارونو څخه دي، نو تاسی تری ځان وساتۍ ښاییږی چی تاسی کامیاب شۍ.
ددی مراحلو او تدریج غټ حکمت عائشي رضي الله بیان کړی دی: هغه فرمايې: چی شراب په څو مراحلو تیر شول ، او بیا په مدینه کې په کلی توګه حرام شول، اوکه له اول نه دوی ته ویل شوي واي، چی تاسی شراب مه څښۍ، نوهغوي به ویلي واي: چی مونږ هیڅکله د شراب پريښودو تیار نه یو، اوکه له اول نه دوي ته ویل شوي واي، چی تاسی زنا مه کوۍ نو هغوي به ویلې واي: چی هیڅکله مونږ زنا نه پریږدو..الخ
وایم : دا ددی په خاطر چی د جاهلیت عقیدی او کارونو او خیرو د هغوي په زړنو ځاي نیولۍ وو، نو په یو کرت له دغوڅیزونو د هغوي پاکیدل سخت او ناممکن وو، نو له دی لپاره شریعت هم په تدریج سره حرام کړل،
راځو خپلی مسئلی ته: متعه
نبی کریم صلی الله علیه وسلم به عمومی توګه سره خلک د متعی نکاح نه منع کول، خو په حرامولو به يي تنصیص یا تصریح نه کوله،تر څو چی د خیبر د غزا وخت راورسیدل، او تر دغه وخته پوری دغه نکاح ښه زیاته شوی وه، بغیر له دی چی پیغمبر پری رد وکړي،ځکه چی هغه د وحي انتظار کاوه، ... د خیبر د غزا چی د هجری اووم کال اود محرم د میاشتی سره سمون خوري، په دغه ورځ نبی کریم د متعی د نکاح څخه منع راوړه،له علي رضي الله عنه نه روایت دی: ان رسول الله صلی الله علیه وسلم نهی عن نکاح المتعة و عن لحوم الحمر الاهلیة زمن خیبر) ترجمه: نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خیبر په ورځ د کورنې خرو له غوښو او له متعی څخه منع وکړه، دا حدیث بخاري او مسلم دواړو روایت کړی او صحیح دی، (وګورۍ: بخاري سره د فتح الباري: 7/287 کتاب المغازي، او وګورۍ: مسلم شریف 4/134 نبی کریم صلی الله علیه وسلم دوي له دغی خبری سره آشنا کول، او متآکده اوکلکه منع یې رانوړه، او یا امکان لري چی دغه وخت کی چورلټه حرامه شوه، خو د حاجت په بنا د مکی دفتحی په کال حلاله شوه، او بیا ابدي حرامه شوه، لکه څنګه چی صحیح احادیث ددی ښودنه کوي، کله چی د مکی فتحه راورسیدله، چی له اتم هجري کال سره سمون خورې، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم په تاکید او کلکه او سخت الفاظو سره متعه حرامه کړه، او اصحابو ته یې امر وکړ، چی هر چا کومه یې د متعی په نکاح څوک نکاح کړې وي، نو هغه دی پريږدي، او هیڅ دی تری نه اخلي، د سبرة الجهني څخه روایت دی: ( انه غزا مع النبي صلی الله علیه وسلم فتح مکة، قال: فاقمنا بها خمسة عشر، فاذن لنا رسول الله صلی الله علیه وسلم فی متعة النساء و ذکر الحدیث الی ان قال: فلم اخرج حتی حرمها رسول الله صلی الله علیه وسلم،وفي روایة انه کان مع النبی صلی الله علیه وسلم فقال: یا ایها الناس انی کنت اذنت لکم فی الاستمتاع من النساء و ان الله قد حرم ذلک الی یوم القیامة، فمن کان عنده منهن شيء فلیخل سبیله، ولا تاخذوا مما آتیتموهن شیئا) دا حدیث امام مسلم په خپل صحیح کی(4/133) او امام احمد په مسند کې(6/143 نیل الاوطار) او امام ابوداود په خپل سنن کې: (1/283) روایت کړی دی.
ترجمه: سبرة رضي الله عنه وایې: چی ما له نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره، د مکی مکرمی د فتحی غزا وکړه، نو مونږ هلته پنځلس شپې تیرې کړی، نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته د ښځو د متعی باره کی اجازه راکړه، او بیا زه له مکی نه ووم وتلی چی هغه حرامه کړه، په بل روایت کې وايي: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اۍ خلکو! بیشکه ما تاسې ته د
ښځو د متعی اجازه کړی وه، او بیشکه په یقین سره الله جل جلاله دغه متعه تر قیامت ورځی پوری حرامه کړی ده، که له تاسی څخه کوم یوه سره د متعی ښځه وي، نو مخې ته يې لار خلاصه کړۍ او پری یې ږدۍ، او هغه څه چی تاسی ورکړی، له هغو څیزونو څخه تری هیڅ مه اخلۍ.)
څرنګه چی ټولوته معلومه ده، چی د مکی مکرمی په فتحه کی لس زره صحابه وو شرکت کړی وو، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم چی کله مړ کیده، د صحابه وو شمیر یولک او څوارلس زرو څخه زیات وو، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د مکی له فتحی څخه دری کاله وروسته وفات شو، چی د هجري کال د یوولسم سره سمون خورې، او صحابه خواره واره وو، نو په دی اساس ځینو صحابه وو ته د متعی د حرامیدلو یا نسخه کیدلو حکم نه وو رسیدلی، پدی دوه کاله د ابو بکر الصدیق رضي الله عنه خلافت تیر شول، او ځینی خلکو دا متعی وکړی،لوستنکۍ دی دیته متوجه وي چی د متعی د نکاح خاصیت دادی: چی دغه نکاح علني یا ښکاره نه وي، نو ځکه دا خبره دومره نه خوريږي، خو کله چی دعمر رضي الله عنه د خلافت دور وو، نو د ځینی قیصو نه خبر شو، نو خلک یې راټول کړ او ډیر په قهر او غصه يې وویل: دوه متعی وې چی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کی روا وی او د هغه په ژوندانه کی بیرته حرامی شوی، یوه د حج متعه (دی کی لوی تفصیل دی دا یې ځاي نه دی) وه او بله ښځو متعه وه، زما دی په الله قسم وي، که ما ته د چا باره کې خبر راغۍ چي متعه یې کړی نو دغه سړۍ او ښځه به په کاڼو او تیږو کی ډوب کړم، نو هغه خلکو چی دغه هم نکاح کوله، نو هغوي پریښودله،
دا روایت صحیح، وګورۍ، ( تحریم نکاح المتعة ابی الفتح نصر بن ابراهیم المقدسي 490کې وفات دی،).
نو دلته د ټولو صحابه او مسلمانانو د متعی دنکاح په حرمت اجماع راغله، او دا نه شي ویل کیداي: چی ځینې خلک له عمر رضي الله عنه څخه ویریدل: ځکه چی کله به هغه په تقریر وکړه، نو که د ښځی اعتراض به هم وو نو هغه به یې د ټول په مخکی کاوه، مثال یې دادی: کله چی مهرونو د ښځو جګ شول، عمر رضي الله عنه خلکو له مهر جیګولو څخه منع کړل، او ویې غوښتل چې مهر لپاره محدد رقم وټاکې، نو یوه ښځه پاڅیده او هغه ته یې وویل: اۍ عمره! الله قران کی فرمایې: وآتیتم احداهن قنطارا..،ترجمه: او ورکړی وي تاسی د غی ښځې ته له دوي څخه خزانه ....، مطلب که د ښځی مهر د سروزرو خزانه هم شي ، نو روا دی،عمر رضي الله عنه چی کله ایت واوریده او د ښځی استدلال یې واورید نو د خپل نظر څخه صرف نظر شو.
خپلی خبری له راځو، د عمر رضي الله په لس کلن خلافت کی او عثمان رضي الله په دولس کلن خلافت کی او د علي رضي الله عنه په پنځه کلن خلافت کې ټول خلک د متعی د حرامتیا معتقد وو ، خو کله چی د علي رضي الله عنه ددور په اخر کی او د هغه ترمرګه وروسته شیعه ګان د یوې یهودي توطئی او تخطیط په نتیجه کی منځ ته راغلل نو هغوي له ځانه سره ډیري نوری عقیدي راوړې، یوه له دغه عقیدو څخه د متعی حلالتیا په داسی حال کی چی په دغه وخت کی ټولو صحابه وو په شمول د علي رضي الله عنه او نورو سنې مسلمانانو د متعی د حرامتیا معتقد وو، او له دغه نوی ډلې (شیعه ګانو) څخه ځینو د اسلام دین د خرابولو لپاره د علي رضي الله عنه د خدائتوب دعوی وکړه، په نتیجه علي هغوي راونیول او په اور يې وسوځول، او له هغوي څخه ځینی وتښتیدل او په تښتیدونکو کی یهودي عبد الله بن سبا هم وو، چی د شیعتوب د عقیدي مؤسس بلل کیږي، او دی کی نور تفصیلات دی که وخت یاري وکړه نو د لوستونکو لپاره به يې تهیه کړم.
دا په لنډه د متعی تاریخ او شروع،او د غسې د متعی قضیه د سنیانو اوشیعه ګانو تر منځ د عقیدوي او اصولي مسئلو څخه یوه مسئله شوه، او په اسلامې تاریخ کی يې استمرار وموندپاتی دی نه وي چی د متعی حرمت باندی دټولو سنیانو اتفاق دی، او همدارنګه حرمت له امام ابوحنیفة، امام مالک ، امام اوزاعي، امام اللیث،امام شافعی څخه روایت دی، او متعه په شیعه ګانو کی فقط د دوازده امامانو(دولس امامانو) جعفري ډلی حلاله بللی، اوپه شیعه ګانو نوری ډیری فرقی دی چی متعی ته حلال نه وایې.

دوهم ټکۍ: د متعی د حرامتیا باره کی دلیلونه:
اول دلیل: د علي رضي الله حدیث: نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خیبر په ورځ د ښځو له متعی څخه منع راوړه.
( موطا امام مالک د زرقانی د شرحی سره 3/153، صحیح البخاري، سره د فتح الباري 7/287، صحیح مسلم 4/134)
دوهم دلیل: علي رضي الله عنه ابن عباس رضي الله عنه ته یې وویل: نبی کریم صلی الله علیه وسلم د ښځی د متعی او دکورني خرو له غوښو څخه د خیبر د غزا په وخت کی منع کړی ده.( مخکینۍ حوالی وګورۍـ) یاد کړاي شوۍ حدیث د ډیرو صحي ليارو څخه په صحیح کتابونو کی روایت دی، د ټولو لارو ذکر کول د بحث د اوږدوالې سبب ګرځي.
دریم دلیل: علي رضي الله عنه یو سړي ته وویل: بیشکه ته سرګردانه یې، په تحقیق سره نبی کریم د ښځو د متعی څخه د خیبر په غزا کی منع راوړی. او دا حدیث هم له ډیرو زیاتو لیارو روایت دی، که څوک غواړي چه دغه ټولی لیارې وګوري نو د تحریم المتعة کتاب ته رجوع وکړی، چی ابو الفتح نصر المقدسي په پنځم قرن کې لیکلی دی، او دغه ټولی لیاری صحي او پیوسته دي علي رضي الله عنه پوري، او ثابتی دي له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه، او دغه ټول حدیثونه په دی دلالت کوي چی متعه حرامه ده، او په دی دلالت کوي، چی عبد الله بن عباس هم د خپل قول څخه بیرته د زواج متعی حرمت یا حراموالې ته رجوع کړی ده، ځکه چی هغه جلیل القدر صحابی دی، د نبی کریم د تره ځوي دی،همدارنګه د علي رضي الله عنه د تره ځوي، او علي رضي الله عنه چی کله ورته حدیث بیان کړ، نوهغه هیڅ اعتراض ونکړ.
او له ټولو عجیبه خبره داده،چی متعی ته هغه څوک حلال وایي چی ځانونه د علي رضي الله عنه او د آل البیت دوستان بولي، او له علي رضي الله عنه څخه په لسونو صحي روایتونه د هغی په حرمت کی راغلي دي.
(صحیح مسلم 4/134 ، او السنن الکبری للبیهقي 7/202)،

څلورم دلیل: د سبرة الجهنی څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د ښځو متعه د مکی دفتحی په کال حرامه کړه.
(صحیح مسلم 4/133ـ)
پنځم دلیل: له مخکینی صحابی څخه روایت دی ، چی هغه وایې: نبی کریم صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کی وویل: بیشکه الله جل جلاله متعه حرامه کړی ده، او که له چا سره ددغه څیز څخه څه وي، نو پری دی ږدی.
(سنن ابی داود1 /283)
له دی حدیث څخه معلومیږی چی نبی کریم یو ځل بیا په حجة الوداع په دی خبره ټینګار وکړ، چی متعه حرامه ده، او حجة الوداع هغه یواځینۍ حج دی چی نبی کریم په کې اشتراک کړۍ وو، او الوداع ورته ځکه وایې چی له خلکو څخه یې په کې رخصت اخیسته، او له دغه حج څخه نبی کریم یو اتیا ورځی وروسته وفات شو، مطلب دا چی دا حدیث یې د ژوندانه په اخرنې پړاو کې ویلی وو.
پاتی دا که څوک دا اعتراض وکړي چی یوه حدیث کی ویل شوي چی د خیبر غزا کی متعه حرامه شوی او بل کی ویل شوی چی د مکی د فتحی په کال کی حرامه شوی، آیا ددی حدیثونو په اختلاف دلالت نه کوي؟؟؟؟
ددی سوال څخه څو ځوابه دي.
اول ځواب: دحرامیدو د وخت باره کی اختلاف د متعی په حرامیدو هیڅ تاثیر نه کوي ، ځکه ټول حدیثونه په مجموع کی په اخر پړاو کی د متعی د حراموالې ښودنه کوي.
دوهم ځّواب: عام اختلاف د متعی د حراموالې په وخت کی د متعی د حراموالي منع نه راوړي، مثلا که دواړو حدیثونو له سره د حراموالې وخت نه واي ذکر کړۍ، نو حراموالې ثابتیده.
دریم ځواب: امکان دی ولري چی د خیبر د غزا په وخت کې تری مؤقتا منعه راغلي وي، او بیا د حاجت له وجهی جائزه شوي وي، او بیا په همیشه او ابدی تحریم سره د قیامت د ورځی پوری حرامه شوي وي، نو مخکیني دواړه حدیثونه حق او رښتیا دي (یعنی د علي او سبرة رضي الله عنهما حدیثونه).
څلورم ځواب : د تحریم ابتداء له خیبره شروع شوی وه، او د مکی په فتحه کي پری ښه تاکید وشو.

شپږم دلیل: له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د متعی نکاح د خیبر د غزا په مهال منع کړه.
(وګورۍ د امام ابوحنیفة رحمه الله مسند: الجواهر المنیفة في احادیث ابی حنیفة ص 154)
او دغه حدیث هم له ډیرو لیارو څخه روایت دی.

دریم ټکۍ: د متعی د منسوخیت باره کی دلیلونه:
د دلیلونو د ذکر کولو څخه وړاندی وایم: نسخه د اسلامی شریعت له اصولو څخه ده، په قران کی پری صریح آیت راغلی دی، اوهمدارنګه نبوی سنت کی هم احکام منسوخ شوي دي، ځکه چی الله جل جلاله خپل بندګانو ته هغه څه شرعوي کوم کی چی دهغوي مصلحت او فایده وي، بیا وروسته هغه حکم نسخه کړي که اراده یې وشي، نو دغه دوهم کار د بندګانو لپاره فایده مند او ګټور وي، او له قران او سنت څخه چی کوم ځای کی نسخه راغلی وي، نوهغه نسخه د همیش او د ابد لپاره وي، او دغه وروستۍ حکم په ټولو مسلمانانو تر قیامته لازم وي، د مثال په ډول د قبلی بدلیدل مسجد اقصی څخه کعبی شریفی ته ......
د نسخی اول دلیل: له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم له متعی څخه منع اونهي راوړه، بیا یې علي رضی الله عنه وویل: بیشکه دغه متعه اول د هغه چا لپاره چی څه به یې ونه موندل، خو هرکله چی الله جل جلاله د نکاح او د طلاق او د عدت او د میراث احکام رانازل کړل نو متعه منسوخه شوله.
(وګورۍ: دا حدیث امام دارقطنی له علي او ابوهریرة رضي الله عنهما څخه روایت کړی، السنن للدارقطني: 3/259، او علامه الحافظ ابن حجر رحمه الله ددی حدیث سند ته په درایه کی حسن ویلي دي. پاتی دی نه وي چی دا حدیث هم له ډیرو زیاتو نورو لارو هم روایت شوۍ دی ، وګورۍ: تحریم نکاح المتعة 125 صفحة)
د نسخی دوهم دلیل:
دسبرة الجهني رضي الله عنه څخه روایت دی: چی نبی کریم د متعی باره کی جواز ورکړ، نو یوه سړی متعه وکړه، وروسته له دری ورځو څخه نبی کریم په ډیر سخت حراموالۍ حرامه کړه، او سختی خبری یې په کی وکړې،
(وګورۍ: صحیح مسلم 4/132، الطحاوی ، شرح معانی الآثار 2/15)
او دا حدیث هم له نورو لارو څخه راغلی دی.
د نسخی دریم دلیل: د عمر رضي الله عنه قول په حرمت کی، مخکی تیر شو.

د نسخی څلورم دلیل: د عائشی رضي الله عنها حدیث: امام بخاري ﭘـه خـﭘـل كـتاب صحيح البخاري كآ د عروة بن الزبير نه روايت كؤى دى، ﭼـه عائشآ(رضي الله عنها) فرمايلي دي: "بيشكه نكاح ﭘـه جاهليت كآ ﭘـه 'ـلور قسمه وه: يو قسم نكاح هغه ده، ﭼـه نن ورځ خلك ﭘـرآ روان دي، هغه داسآ ﭼـه سؤى به بل سؤي ته ﭘـه جر-ـه ورغآ، نو د هغه سؤي نه به يي د هغه لور او يا هغه جنة ﭼـه دهغه د لاس لاندآ به وه، و غو*تله، مهر به يي وركؤ، او بيا به يي ﭘـه نكاح واخيسته، او بل قسم نكاح دا وه ﭼـه سؤي به خـﭘـلآ *$ـآ ته وويل: هر كله ﭼـه ته د حيض( مياشتينة مريضتيا د *$ـآ) 'خه ﭘـاكه شي، نو فلاني ته به ورشآ، نو د هغه 'خه $ان حامله كؤه، او خـﭘـل خاوند به تر هغآ نه ورنژدي كيده، تر 'و به يي ﭼـه د حمل ﭘـته و لـ-ـيده، كله ﭼـه به يي د حمل ﭘـته ولـ-ـيده نو بيا به خـﭘل خاوند ورسره جماع كوله، كله ﭼـه به يي خو*ـه راغله، او دا كار به يي $ـكه كاوه ﭼـه *ـه بـﭼـة منـ# ته راشي، نو دآ نكاح ته د استبضاع نكاح ويل كيداي شي، او بله نكاح دا وه، ﭼـه يوه أله د سؤو به را !وله شوه، ﭼـه د لسو 'خه به يي شميره كمه نه وه، نو ﭘـه *$ـه به ورننوتل، او !ولو به ورسره كوروالآ وكؤ، نو كله ﭼـه به *$ـآ حمل واخيسته، او هغه حمل به يي كيـ*ود او يوه شـﭘـه به ﭘـرآ تيره شوه، نو هغه !ول سؤي به يي راوغو*تل، يو سؤي به هم دا نشو كولاي ﭼـه د نه راتـګ فيصله وكؤي، نو كله ﭼـه به !ول را !ول شول، دآ *$ـآ به هغوي ته وويل: ﭘـه تحقيق سره تاسآ ﭘـيژنة هغه كار ﭼـه له تاسآ شوآ وو، او دغه بـﭼـة يي راوؤآ دى، نو اى فلانيه دا ستا زوي دى، دهغه ﭼـا نوم به يي واخيست ﭼـه ددى *$ـآ به خو*ـه وه، نو ددى *$ـآ دا بـﭼـة به ددغه سؤآ نسب ﭘورآ وتؤل شو، او سؤي به نه شو كولاي ﭼـه انكار ترآ وكؤي، او 'لورم قسم نكاح داوه، ﭼـه أير خلك به را!ول شول، ﭘـه *$ـه به راننوتل او دغآ *$ـآ به هيـ'وك نه منع كول، دغه أول *$ـآ زناكارآ وآ، ﭘـه خـﭘلو دروازو به يي بيرغونه ودرولي وو، دا ددغه *$و نـ*ـه وه، نو هر ﭼـا ﭼـه به اراده دزنا وكؤه نو هلته به ورغآ، نو هركله ﭼـه به يوي *$ـآ له دغه *$ـو 'خه حمل واخيسته، نو دغه سؤي به ورته را !ول كؤاي شو، او بيا به ورته ﭘـالـ-ـران راوغو*تل شو، بيا به ﭘـالـ-رانو د هغآ بـﭼـآ د هغه سؤي نسب ﭘـورآ وتاؤه ﭼـه دوي ته به د ﭘـال له مخآ معلوميده، نو *$ـآ به هم دغه بـﭼـآ ﭘـه دغه سؤآ ﭘـورآ ﭘـيوسته كؤ، او سؤي به ترآ انكار نه شو كولاي، كله ﭼـه نبي كريم× ﭘـه حقه ﭘـيغمبرة راوليإل شو، نو د جاهليت !ولآ نكاح -ـاني يي ختمآ كؤآ، مـ-ـر دغه نكاح ﭼـه اوس ﭘـرآ خلك روان دي".

پنځم دلیل د نسخی: الله جل جلاله فرمایې: وال‍ذین هم لفروجهم حافظون ، الا علی ازواجهم او ماملکت ایمانهم فانهم غیر ملومین.
دی ایت کی الله جل جلاله دوه قسمه ښځی الله سړي ته حلالی کړي، اول قسم: هغه ښځی چی په شرعی نکاح اخیستل شوي وي، او بیرته په طلاق بائن باندی حرامیږي، لکه دنورو آیتونو څخه چی ښکاري، او متعه په دی قسم کی ځکه نه راځی چی طلاق په کی نشته، د سړی د ښځی ټینګولو واک نشته،ایلاء او ظهار او لعان او نور احکام په کښی نشته، دویم قسم چی آیت کی ذکر دی، هغه وینځې دي، او متعه دی قسم کی هم نه راځې.

څلورم ټکۍ: د هغی مودی ذکر چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په هغی کې متعه حلاله کړی وه، او بیا یې حرامه کړه، او د قیامت تر ورځې یې نسخه کړه، دی کی ډیر دلیلونه دي، له دغو دلیلونو څخه:
اول دلیل: د سلمة بن الاکوع نه روایت دی: چی نبی کریم متعه د اوطاس په غزا کی ددری ورځو لپاره حلاله بیا یې حرامه کړه:
(وګورۍ صحیح مسلم 4/131، السنن الکبری للبیهقي 3/358)
او دا حدیث صحیح دی

دوهم دلیل: د حسن رضي الله عنه څخه روایت دی چی هغه فرمایلې دي: قسم په خداي چی نه وه متعه د ښځو مګر دری ورځی، نه له هغی مخکی وه او نه له هغی وروسته ، هغه وخت حلاله شوی وه ، کله چی نبی کریم عمرې ته تللۍ وو.
(وګورۍ مصنف عبد الرزاق 7/505، او سنن سعید بن منصور 2/208)
حسن رضي الله عنه دلته د خیبر غزا حرمت اشاره کوي په قبلها، ځکه متعه تر هغی مخکی حلاله وه.

پنځم ټکۍ: هغه سبب چی نبی کریم له هغه لپاره متعه جائز کړی وه، او بیا نسخه شوه، کله چی سبب له منځه لاړه، او حرامه شوه،
په دی کی څو حدیثه دي:
اول حدیث: د عبد الله بن عباس څخه روایت دی: چی عمر رضي الله عنه خلک له متعی منع کړل او ویې ویل: بیشکه دغه متعه الله هغه وخت حلاله کړی وه د نبی کریم په زمانه چی ښځی کمی وی، او بیا حرامه شوه، او که زه څوک وویینم چی متعه وکړي، نو سخته سزا به پری نازله شي.
وګورۍ(سنن الدارقطني 3/258)

دوهم حدیث: د سهل بن سعد الساعدي څخه روایت دی چی هغه ویل: بیشکه نبی کریم متعه هغه وخت جائز کړی وه، چی خلکو کی حاجت ډیر زیات وو، او بیا یې له متعی څخه نهي یا منع راوړه.

دریم حدیث: له ابوجمرة څخه روایت دی: چی ما ابن عباس نه واوریدل کله چی د متعی پوښتنه تری وشوه، نو هغه جائز کړه، نو یو غلام ورته وویل: هغه وخت چی حالت سخت وي او ښځی کمی وي، ابن عباس وویل: هو..
وګورۍ: صحیح البخاری 9/137-140.
لیکن کله چی علي رضي الله عنه هغه ته حدیث بیان کړ نو ابن عباس له خپل دی قول څخه هم رجوع وکړه، لکه څنګه چی تیرشول.

شپږم ټکۍ: دا متعه خاص د اصحابو لپاره وه اود لږ وخت لپاره، او ددی خبری اسباب دادی:
اول: څرنګ چی هغوی عمر په جاهلیت او شرک او زنا کارۍ او شرابو کی تیر کړی وو، نو کله چی مسلمانان شول نو الله وغوښتل چی هغوي له دغی ګندګۍ څخه په تدریج سره رالیری کړې لکه چی څرنګه مخکی د عائشی رضي الله عنها اولني قول کی تیر شول، او دی کی غټ حکمت دی، چی داعی باید د مریضو خلکو سره څنګه روش وکړی.
دوهم سبب: دغه وخت کی د ښځو کمۍ وو، او د صحابوو فقر او نیستی ډیره زیاته وه.
دریم سبب: دا د الله له خوا دوی ته یو خصوصیت وو د لږ وخت لپاره، ځکه چی دوی د الله دین لپاره قرباني ورکړه، او د کفر او شرک په مخکی کلک ودریدل، نو الله له نورو خلکو څخه دوي خاص کړل .
د ابو ذر رضي الله عنه څخه په یوه صحي حدیث کی روایت دی چی هغه ویلي دي: بیشکه د ښځو متعه د اصحابو لپاره د الله له خوا یوه تکریم وو، او دا له دوي لپاره فقط جائزه وه.
وګورۍ(صحیح مسلم 4/46-47)

اووم ټکۍ: هغه صحابه وو چی متعی ته سفاح ویلي دي، او سفاح زنا ته ویل کیږي:
اول قول: ابن عمر رضي الله عنه وایې: بیشکه د متعی له نکاح نه د خیبر په ورځ منعه راغله، او مونږ مسافحین(زناکاران ) نه وو چی بیا مو کړي واي.
وګورۍ: سنن البیهقي: 7/202.

دوهم قول: ابن عمر وایې: زه متعه بغیر له زنا څخه په بله معنی نه پیژنم.
وګورۍ: (مصنف عبد الرزاق 7/502، همدارنګه 7/505)

دریم قول: امام قتادة رحمه الله ددی ایت تفسیر کی وایې: (محصنت غیر مسافحات) معنی: پاکیزه نه زناکارۍ)دۍ وایي: دا هغه زنا کاره ده چی د مزدورۍ په مقابل کی زنا کوي.

اتم ټکۍ: د عمر رضي الله عنه اصرار کول په سزا د متعه کوونکي.
دی باره حدیثونه زیات دی، خوزه دلته یو ذکر کوم چی په نسخه کی ډیر صریح دی:
د عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چی هغه وویل: اۍ خلکو!!
بیشکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم متعه درې ورځې حلاله کړه، بیا یې په مونږ باندی حرامه کړه، او زه په الله جل جلاله باندې رښتینې قسم کوم، که ما څوک پیدا کړل چی واده يې لره، او متعه یې کړی وي، نو سنګساروم به یې، تر څو چی څلور شاهدان راولې چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دغه متعه وروسته د حرامیدو نه بیا حلاله کړی ده، او که می څوک پیدا کړ چی واده یې نه وو کړۍ، او متعه یې کړی وه نو هغه به سل دوری وهم او یا به څلور شاهدان راولی چی وایې به : چی نبی کریم متعه وروسته له حرامیدو بیا حلاله کړی ده.
وګورۍ سنن ابن ماجه 1/631، کنز العمال: 8/293.)

نهم ټکۍ : د متعی په حراموالي د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د اصحابو اجماع:
د عمر رضي الله عنه دغه مخکینۍ خبری ټولی ددی اجماع ښودنه کوي، ځکه چی هغه اعلان وکړ، او خلکو نه یې غوښتنه وکړه، چی څوک دلیل لری چی نبی کریم متعه وروسته له حراموالي بیا حلاله کړی، نو هیچا مخالفت ونکړ نو اجماع شوه، او د عمر فاروق له سیرت څخه دا جوته ده چی د هغه مقابل ښځی هم اعتراض کاوه او کواي شو، لکه څنګه چی تیر شو.

لسم ټکۍ:د متعی حراموالې دقیاس له مخی:
دا ټکۍ په دوه مسئلو ذکر کوم:
اوله مسئله: هغه احکام چی شرعی نکاح پوری تړلی، هغه یو حکم هم متعی پوری نه دی تړلی، په متعه کی طلاق ، ایلاء ، ظهار، لعان ، نفقة، عدت، میراث یو هم نشته،نو له دی خاطره دا نکاح باطله ده، نو حرامه ده.

دوهمه مسئله: د متعی نکاح د اجاری سره شباهت لری: که یو سړۍ یوې ښځی ته ووایې: ستا فرج ماته ددومرو پیسو مقابل کی د یو ساعت لپاره راکړه، او یا ورته ووایې: چی زه تاسره نکاح کوم ددومره پیسو مقابل کی د یو ساعت لپاره، نو ددواړو څه فرق نشته، دواړه زنا ده اوزنا ته لار جوړل دي.

یوولسم ټکۍ: متعی ته حلال ویونکو خلکو دلائل او شبهات.
د هغوی دلیلونه سره د استدلالونو ذکر کوم، او بیا ورپسی خپل ځواب ذکر کوم:

اول دلیل: الله جل جلاله فرمایې: (حرمت علیکم امهاتکم .....واحل لکم ما وراء ذلکم ــــ النساء 23-24) ترجمه: حرامی شوي دي په تاسی باندې مورګانی ستاسی او لورګانی ستاسی.....اونور ، بیا یې وفرمایل :او حلالی دي تاسی ښځی غیر له دی ذکر شوو ښځونه:
استدلال: الله جل جلاله حرامی شوی ښځې یادی کړی ، او نور یې حلالی کړی، نو پکار ده چی د ښځې نکاح په متعی هم حلاله وي

له دی غلط استدلال څخه ځواب:
اول: د قران ایت دلته سړي ته نزدی خپلې حرامی کړی(لکه مور،خور، لور...) او نوری پردۍ ورته حلالی کړی، او د ایت مطلب دا نه دۍ چی د صحیح او غیر صحیح نکاح باره کی بیان وکړي.

دوهم جواب: که مونږ اجماع هم وکړو چی بغیر له دغو ښځوڅخه چی ایت کی په مسلمان حرامی شوي نوری ټولی حلالی دی، نو دا خبره په دی اطلاق نه ده، بلکه هلته نور قیود او بندونه او شرطونه دي چی د ښځو د حلالیدو معنی پری صحیح کیږی، او هغه د مثال په ډول سره دا : چی نکاح مطلقه وي، شاهدان په کی حاضر وي، ولي په کي وي، او ښځه مشرکه نه وي، اوسړۍ کافر نه وي، او داسی نور شرطونه.

که مخالف جانب حلاوونکۍ د متعی ووایې : چی ایت کی وایې(ان تبتغوا باموالکم محصنین غیر مسافحین ـــــــــــ ترجمه: چی تاسی وغواړۍ په خپلو مالونو باندی ښځی داسی حال کی چی نکاح کوونکی یۍ نه زنا کونکي) او متعه کوونکۍ هم په خپل مال سره ښځی سره متعه کوي،
نو ددی خبری جواب دادۍ: چی ایت کی ځانته د مال خبره نه ده ‌‌‌ذکر شوی، بلکه داهم په کی دی چی محصنین به یې: یعنی داسی حال کې چی نکاح کوونکی به وي، زنا کوونکې به نه وي او له دغه احصان څخه شرعي صحي دوامداره نکاح مقصود ده، ځکه چی احصان په دغه نکاح منځ راته راځي، او بیا پری نور احکام مرتبيږي، لکه نو که هغه سړي پدغسې دوامداره نکاح واده وکړي، اوله هغه وروسته زنا وکړي، نو سنګساریږي همدارنګه سړۍ نه شی کولای چی تر څلورو زیاتې ښځې یې په یوه وخت په نکاح کې وي.
د متعی برعکس چی په هغی کی احصان نه رازې ځکه لکه د زنا مثال لري، او د شیعه ګانو په قول سړۍ کولاي شي چی تر څلورو زیاتې ښځی په یوه وخت په نکاح متعی سره واخلي.

د مخالفینو( د شیعه ګانو) دوهم دلیل: الله جل جلاله فرمایې : فما استمتعتم به منهن فآتوهن اجورهن فریضة. ترجمه: پس هغه ښځی چی تاسی تری فایده اخیستی وي نو ورکړۍ د هغوي مهرونه مقرر کړاي شوي.)
شیعه ګان وایې: اجور: معنی مزدوري، یعنی ورکړۍ ښځو له د هغوی د فرجونو څخه د خوند اخستلو مقابل کی مزدوري.

په دی خبره دا رد دی: دا ایت کی اختصار دی، او نورو آیتونو ډیر بیان کړی دی، ځکه چی دلته د عقد یا تړون خبره بالکل ذکر شوی نه ده، او د نکاح متعی لپاره شیعه ګان هم تړون ضروری ګڼي، نو که مونږ د شیعه ګانو معنی ته ځير شو هغه داسی راځي: که هر یو له تاسی څخه له ښځی خوند واخیست او مزدوري یې ورله ورکړه نو دا جائزه ده، او دا خبره د ټولو مسلمانانو په اجماع حرامه ده، حتی شیعه ګان یې هم پدی عبارت نه واېې، نو مطلب دادۍ: چی ضرور دلته د یوی کلمی اضمار دی، او هغه داسی: پس هغه زنانه چی فائده تری واخلۍ تاسی له هغوي څخه د عقد،تړون، په مقابل کې، نو ورکړۍ دوي مهرونه د هغوي، مقرر کړاي شوي.)، او دغه اضمار چی مونږ په آیت کی وکړ، دا تر ټولو صحي او د آیت سره لایق دی، له دوو وجهو له نګاه نه:
اوله وجهه: دغه اضمار د تړون او یا عقد په ایت کی پر دی ټول مسلمانانو اجماع کړی ده، بر عکس د متعی قضیه: چی یواځی شیعه ګان یې حلاله بولي.
دوهمه وجهه: اضمار د عقد یا نکاح په دی آیت تری هیڅ بله لار نشته، نو مونږ هغه کلمه اضمار کړه، چی مونږ ټول پری متفق یو، او شیعه ګان پری هم متفق دي، چی د هغه د نکاح یا عقد یا تړون اضمار دی، او شیعه ګانو له ځانه یو بل څه اضافه کړل، چی هغه: ددی نکاح ټاکل کیدل تر ټاکلی نیټې پوری.

د شیعه ګانو دریم دلیل: شیعه ګان له ابن عباس څخه روایت کوي چی هغه ددی آیت سره دا ویل: (الی اجل مسمی) یعنی تر ټاکلی نیټې پورې.
ځواب: دا آیت له قرآنه څخه نه دی، او که له قرآنه واي،نو اوس هم قرآن کی وایې، ځکه دقران د ساتنی ذمه واري الله خپله کړی، نو هیڅ طاقت نشي کولاي چی قران کی څه کم او یا څه زیات کړي،او مونږ ته دا قرآن په متواتر ډول سره زرګونو او سلګونو روایت کړۍ، او ټولو په دی آیت کی دا مخکینۍ ټکۍ نه دی ذکر کړۍ.
نو که مخالف شیعه وواېې : کیداي شي چی ابن عباس د تفسیر له وجهی ذکر کړی وي، نو وایو: چی د ابن عباس څخه د متعی د حلالیدو حرمت ثابت شوی، او دا هم ثابته شوی چی ابن عباس د متعی له حلالیت څخه ګرځیدلاي دی.
بله دا چی سعید بن جبیر د ابن عباس لوي شاګرد چی د هغه ټول علم یې روایت کړی دی، هغه له ابن عباس نه روایت کړی دی، چی ابن عباس ویلي دي: متعه داسی حرامه ده لکه څنګه چی مرداره او وینه او د خنزیر غوښه حرامه ده،
وګورۍ: (تحریم المتعة 162 ص)
امام قاضی طبري د تحریم المتعة مصنف ته لیکي چی د ابن عباس څخه په سندروایت دی: چی هغه ته یو کس وویل: ته د متعی حلالیت وینې، او خلکو په کې شعرونه ویلې دي، نو هغه وویل: څه دی دوي لره، الله دی دوي ووژني، زما دی په الله قسم وي چی ما دوي ته نه دي ویلي مګر داچه نبی کریم صلی الله علیه وسلم دغه متعه دضروت لپاره څو ورځې حلاله کړی وه، لکه څنګه چی انسان ته د ضرورت په وخت کی مرداره او وینه او د خنزیر غوښه روا کیږي.
وګورۍ تحریم المتعة164ص)
بل ځواب: که د مخالف شیعه ګانو غوندی هم تفسیر وکړو، نو وبه وایو چه دغه حکم په صحي نکاح او د هغی متعلقو مسئلو په عوض کی نسخه شو، او د نبی کریم حدیثونه چی تیر شول دی قضیه کی واضح دي(ثم هي حرام الی یوم القیامة نهیت عنها وعن لحوم الحمر الاهلیة) ترجمه: او بیا دغه متعه حرامه د قیامت تر ورځی پورې ، زه له هغې او د کورني خرو له غوښې منع شوی یم)
بل ځواب: د اسلام مفسرینو له دغه آیت څخه یا نکاح اخیستی، او یامهر، د ددغه مهر معلومول، او دا اقوال له امام مفسر حسن البصري، او امام ابن شهاب الزهري، او امام ربیعة او له نورو څخه روایت شوي دي،
وګورۍ(تحریم کتاب المتعة 165 صفحة)

د مخالفینو شیعه ګانو څلورم دلیل: الله جل جلاله فرماېې: (فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی وثلاث وربع) ترجمه: پس نکاح کړۍ هغه ښځو سره چی تاسی ته خوښی وي، دوه ، اودری، او څلور)
شیعه ګان وایې: الله جل جلاله په اجمال سره نکاح ذکر کړی، او تخصیص یې نه دی کړۍ، نو د متعی نکاح هم نکاح ده نو دا هم پکی راځې:
ځواب: مونږ وایو: متعه نکاح نه ده، ځکه نکاح په لغت کی جماع کولو یا کوروالې ته واېې، او په شریعت کې یو لازم همیشنۍ تړون دۍ.
او بله دا خبره چی الله جل جلاله نکاح پوری ډیر نور احکام متعلق کړي دي، ښځی اوخاوند او بچو پورې اړه لري،نو د نکاح ذکر په دی آیت دغی شرعي نکاح ته اشاره ده، چی دغه متعلق احکام ورپوری اړه لري، او متعه کی له دغه احکامو څخه یو حکم نشته، نو متعه د آیت مراد او مقصدنه ده.

د مخالف شیعه ګانو بل دلیل: د جابر او سلمة بن الاکوع څخه روایت شوی دی چی هغوي ویلي دي: په مونږ کې د نبی کریم اوزکوونکۍ راووت او غږ یې وکړ، چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم تاسی د متعی باره کی اجازه درکړی نو متعی وکړۍ.
دارنګی بل حدیث هم له ابو سعید رضي الله څخه روایت دی، او له عبدالله بن مسعود نه هم روایت دی، او داحدیث له ګن شمیری نورو لیارو څخه هم روایت دی: او ټول د متعی د حلالیت ښودنه کوي.
ځواب:
اول: مونږ وایو: هوکی ! دا حدیثونه ثابت دي، او ټول حدیثونه دا واېې: چی د پیغمبر په زمانه کی متعه شوی وه، او مونږ له دی انکار نه کوو، لکه څنګه چی مخکی خبره تیره شوه، لیکن یو حدیث هم له دغه حدیثونو دا ښودنه نه کوي چی د متعی حلالیت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر وفاته پوری وو، بر عکس دغه حدیثونو کی دا راغلي چی د متعی حلالتیا د یوې خاصی مودې لپاره وه، له خاص عذر لپاره، ددری او پنځلس ورځو لپاره په دوه مختلفو غزاګانو کی، او متعه په کلي توګی سره مباحه نه وه، لکه څرنګه یې چی شیعه ګان بولي، بلکه هغوي ورته الله د نزدیکت ډیره مهمه لار واېې.

بل ځواب: دغی حدیثونو کی چی کوم ثبوت لري هغه په هغه حدیثونو منسوخ شوي دي، چی متعه يې تر ابده حرامه کړی ده، او دغه حدیثونه مخکی تیر شول.
بل ځواب: کومو حدیثونو چی ابدي همیشه تحریم یا حراموالې روایت کړی دی، دغه حدیثونه د زمانی په لحاظ ورسته دي، ځینی د مکی په فتحه کی راغلي چی نبی کریم له دغی فتحی څخه درې کاله وروسته وفات شو، او ځینی حجة الوداع کی راغلي چی نبی کریم له حجة الوداع څخه یواتیا ورځی ورسته وفات شو، او دی کې هیڅ شک نشته چی وروستني حدیثونه د زمانی په لحاظ د مخکینیو حدیثونو ناسخوونکی وي.
بل ځواب: زمونږ د تحریم حدیثونو کی زیادت دی، یعنی حلالیت او بیا حرمت یې دواړه ذکر کړي دي، او داصولو او فقهي قواعدو له نګاه نه زائد په ناقص مخکیکیږی.
بل ځواب: زمونږ د تحریم حدیثونه زمانی پوری مقید دي ، او د هغوي اخبار مطلق دي، او مقید په داسی حال کی د مطلق ناسخ وي.
بل ځواب: د متعی د حرمت باره کې د خلفاوو راشدینو اقوال راغلي دي، او همدارنګه ټول صحابه د عمر خلیفه راشد په خبر اتفاق وکړ، او د متعی د حرامتیا حدیثونو باندی یې استدلال وکړ، او مخالف لوری شیعه ګانو دلیلونه له دغسی اتفاق څخه برخمن نه دي.
بل ځواب: د شیعه ګانو دلیلونه حلالوونکي دي، او زمونږ حراموونکي دي، پرته له دی چی نورو جوانبو ته وګورو، او فقهی او اصولي قاعدو له نګاه نه حراموونکۍ په حلالوونکې مخکیکیږی.
بل ځواب: که مونږ د تحریم په حدیثونو عمل وکړو، نو دا کار سلامتیا ته نزدی او له خطره او د فاحشی د انجامولو څخه لری دی، او دهغه څه مرتکب به نه شو چی نبی کریم او صحابه وو ورته زنا او بغي او سفاح او بدکاري ویلې ده، او تقوی او له الله څخه ویره او دینداري هم ددی شاهدي ورکوي.
بل ځواب: زمونږ په دلاېلو او حدیثونو کې د نبی کریم خپل صریح لفظ په تحریم سره روایت شوی دی، او د حجة الوداع په ستر او لوي موسم کی یې د خطبی په مهال خلکو ته د متعی د حرمت خبره واوروله، او د شیعه ګانو دلیلونو کی دومره قوي قرینه نشته.
بل ځواب: هغه څه چی د اسلام په اول مباح وو، بیا وروسته حرام شول ، نو د هغه حرامول واجب او فرض دي، لکه شراب، او متعه همدارنګی ده.

دشیعه ګانو بل دلیل: له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چی مونږ د نبی کریم په وخت کی د خورماوو او وړو په یوه موټې سره متعه کولو د څو ورځو لپاره، او د ابوبکرالصدیق په وخت کی هم، تر څو چی عمر فاروق تری منع راوړه، د عمرو بن حریث په باره کې.
دا دحدیث له نورو لیارو هم روایت دی.
ځواب: جابر رضي الله عنه دصحابه وو یو فرد دی، او دا امکان لري چه هغه دمتعی د نسخی دحکم معلومات نه وو رسیدلي، نو د متعی په حلالتیا یې عمل کولو، لکه څنګه چی د اسلام اول کی وو، خو کله چی ورته دحرمت او د حلالتیا دنسخی پته د عمر فاروق له طرفه څخه ولګیده ، نو له د متعی له جواز څخه لاس په سر شو، او دغسی قضیې په اسلام کی ډیری، حتی ځینی مهمی مسئلو باره کی غټو جلیل القدر صحابه وو ته معلومات نه وو، چی نبی کریم په کی څه ویلي دي، لکه د استئذان مسئله، د استئذان حدیث عمر فاروق نه وو رسیدلۍ،تر څو یې د خپل خلافت په دوره کی د یوې قیصې په نتیجه کی له ابوموسی الاشعري څخه واوریده.
بل ځواب: هغه حدیثونو چی منعه او تحریم روایت کړی دی، هغه حدیثونه ډیر حق دار دی چی د جابر رضي الله عنه په کار مخکی کړاي شي، ځکه هغه قول د پیغمبر دی، او دا فعل د صحابي دی.

د مخالف شیعه ګانوبل دلیل: متعه حلاله وه، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په قول سره، او عمر رضي الله عنه ترینه منع راوړه، اود صحابی فعل د نبوي حدیث ناسخ کیداي نه شي.

ځواب: دا لویه غلطي ده،عمر رضي الله له خپلی تقوی، پرهیزګارۍ، او علم سره دا نشو کولاي چی هغه څه حرام کړي چی نبی کریم حلال کړي وو، هغه د نبی کریم په نقش قدم تللو،او دی تابعدارۍ کی له هغه زیات اقوال دي، حتی که ښځی به هم ورته وویل: چی نبی کریم داسی ویلي دي، نو د نبوي حدیث مقابل کي هغه څه نشو ویلاي او نه يې ویل، او که دغه عمر فاروق د متعی په منعه کولو کی دا قصد واي چی هغه څه حرام کړي چی نبی کریم حلال کړي دي، نو نورو صحابه وو به ور سره اتفاق نه واي کړۍ، او دعمر فاروق دا خبره به یې نه وه منلې، او اعتراض به یې کړاي وو، لکه څنګه چی وړو وړو مسئلو کی چی د حرمت او حلالتیا پوری به یې اړه هم نلرله، او ځینو صحابه وو به یې د نظر په لحاظ مخالفت کولو، خو خبره داسی ده لکه څنګه چی مخکی تیر شو چی متعه د اسلام اول کی جائزه وه، او بیا اباحت منسوخ شو، او نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپلو کلکو الفاظو حرامه کړه د قیامت تر ورځې پوري، او دا حکم همداسی پاتی شو تر څو چی نبی کریم له دنیا څخه سترګی پټې کړې، نو ځینو خلکوته دا حکم نه وو رسیدلې، نوعمر رضي الله عنه ته دغه قیصه ورسيدله نو بیا یې خپله پریکړه وکړه، نه دا چی عمر هغه څه حرام کړ کوم چی نبی کریم حلال کړي وو.

دشیعه ګانو بل دلیل: دابن عباس رضی الله عنه قول :چی هغه متعه حلاله ګڼله ،
ځواب: ابن عباس رضي الله تعالی عنه له خپل دی نظر څخه هغه وخت رجوع وکړه، کله چی علي رضي الله عنه ورته د حرمت حدیثونه بیان کړل، او د نسخې وروستې حدیثونه یې ورته بیان کړل، لکه څرنګه چی له نورو نظرونو ګرځیدلې دی، او دا ناشنا خبره نه ده چی یو مجتهد او اواوچت عالم د خپل اجتهاد په بنا یوه فیصله وکړي، او بیا ورته نور دلیلونه چی د هغه دفتوی مخالف وي ورسیږی، نو له خپل قول څخه رجوع وکړي.
وګورۍ( تحریم المتعة 182ص، و نیل الاوطار 5-6/545.)

بل ځواب : که ابن عباس له خپلې فتوی څخه ګرځیدلی هم نه وي، نو د متعی حراموالې ثابت شوی دی، او اباحت یې نسخه شوی دی، او تر ابده تر قیامته حرامه شوی ده، او دنبی کریم قول د یوه صحابي په قول مخکی دۍ.

بل ځواب : عبد الله بن عباس چی کله د حلالتیا نظر لره، نو علي رضی الله عنه او نورو صحابه وو پری انکار وکړ او د پیغمبر څخه یې د نسخی حدیث او د حرمت حدیث روایت کړ، نو څنګه شیعه ګان دغه دحرمت او دنسخی حدیثونه پریږدي، او د یو شخص په خبره ودریږي.
بل ځواب: له ابو الجوزاء څخه روایت دی: چی مونږ ابن عباس له خپل مرګ څخه څلویښت ورځې مخکی راوغوښتلو او بیا یې وویل: بیشکه ما تاسی ته د متعی د حلالتیا نظر راکاوه، او بیشکه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم ټولو اصحابو زما ددی نظر د صحیح کیدو کوشش وکړ، او دغه حلالتیا باره کی یوه اجتهادی نظر وو، او ما تری رجوع کړی ده.
وګورۍ: ( تحریم نکاح المتعة لابي الفتح نصر المقدسی ت: 490هـ)
د شیعه ګانو بل دلیل:
روایت دی چی عبد الله بن الزبیر رضي الله عنه خلک په تقریر کی له متعی منع کول، نو یو کس ورته پاڅید، اوورته ویې ویل: ستا مور بي بي اسماء دفلاني سره متعه کړي وه.
ځواب: دا ډیر ضعیفترین دلیل دی له څو وجهو څخه :
اوله وجهه: اعتراض کوونکۍ ټول صریح حدیثونه پریږدي، او د یوې ښځی کار باندی استدلال کوي.
دوهمه وجهه: دسیرت او تاریخ ټولو مؤلفینو دانقل کړی دی: چی الزبیر بن العوام اسماء بي بي هغه واده کړه، چی باکره یا بکر وه، اوله هغه نه وروسته یې بل واده ونکړ، نو متعه په کې له کوم ځای څخه راغله.
دریمه وجهه: دغه روایت د حدیثو صحیح کتابونو اویو امام هم نه دی په خپلو حدیثي کتابونو کی نه دی روایت کړی، او که دا صحیح نو حجاج چی کله عبد الله بن الزبیر په مکه کی محاصره کړ، نو د حجاج فوځیانو به له لری پیغرنی عبد الله بن الزبیر ته ورکولی،نو که دغه روایت حقیقت لره، نو د حجاج فوځیانو به عبدالله بن الزبیر ته د هغه دمور د متعی پیغرنه ورکړی واي.

د شیعه ګانو قیاسي دلیل:
متعه د یوې فایدی مقابل کی تړون دی، نو تر ټاکلی مودی پوری د اجاری په شان جائزه ده)
ځواب: اجاره داسی یو عقد دی چی مطلق طور باندی نه صحیح کیږي، او حتما د کار او مودی قید ته ضروت لري، که دا قیدونه نه وي ، نو اجاره باطله ده، لیکن نکاح مطلقا بغیر له مودی ټاکلو صحیح کیږي، نو دنکاح مثال د اخیستلواو خرڅولو په شان شو، نو موده کيښودل په کې باطل دي، نونکاح قیاس په خرڅلاو صحی دی، نه پر اجاری.
دوهم ځواب: د نکاح او اجاری غټ فرق دی، ځکه نکاح مطلقا بغیر له ټاکلو له مودی صحي کیږي، او اجاره بغیر له ټاکلو له مودی نه صحي کیږی، نو دلته د شیعه ګانو قیاس کلي طور سره غلط دی.
دشیعه ګانو اخرنۍ دلیل:
متعه په اجماع ثابته ده، او کوم څه چی په اجماع ثابت وي نوهغه په خبر واحد نه نسخیږی.
ځواب: متعه په اجماع ثابته نه ده، لیکن په هغه څه ثابته شوی، چی لاره یې نقلول دي، ځکه اجماع د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کی نه وه، او نه د اجماع ضررت وو، له شارع له طرفه به حکم راتلو او پلې کیدو به، بلکه اجماع د متعی باره کی هغه وخت وشوه، چی د عمر رضي الله عنه په وخت کی ټولو په متعی د حرمت اتفاق وکړ، همدارنګه ټولو هغو چی د متعی اباحت نقل کړۍ دی،بیرته یې د هغی د حراموالې نص هم نقل کړی دی.
او الله جل جلاله د هدایت ښه توفیق ورکوونکۍ دی.

د بحث دوهمه برخه: د شیعه مذهبو نور تفصیلات او نظرونه د متعی باره کی.
په دی برخه کی به د شیعه علماوو اقوال د متعی د تفصیلاتو باره له هغوي له کتابونوڅخه نقلوم، دا هغه نقلونه چی د شیعه په ګنده عقیدی او ګنده ثقافت دلالت کوي، او د هغوی د اباحیت اندازه لوستونکو ته ورښئې.
اول نقل: ایمان په متعی ددین د اصولو څخه یو مهم اصل دی، او منکر دمتعی ددین منکر دی.
(وګورۍ: من لا یحضره الفقیه 3/366، تفسیر منهج الصادقین 2/495)
دوهم نقل: متعه د دین له فضائلو څخه ده او د رب قهر سړوي.
وګورۍ:تفسیرمنهج الصادقین 2/493)
دریم نقل: متعه کوونکی ښځی ته ټول ګناهونه معاف کیږي، (وګورۍ: من لا یحضره الفقیه 3/366)
څلورم نقل: متعه جنت ته دداخلیدو له لویو سببونو څخه ده، بلکه انسان د پیغمبرانو درجی ته رسوي، (وګورۍ من لایحضره الفقیه: 3/366)
پنځم نقل: هر څوک چی دنیاکی متعه ونکړي نو د قیامت په ورځ به راشي او ذکر(غین) به تری پری وي، (وګورۍ: تفسیر منهاج الصادقین ۲/495)
شپږم نقل: د ښځو سره د متعی عدد لپاره کوم حد نشته، سړۍ کولاي چی متعه وکړی د هغه چا سره چی اراده یې وشي اګر که زر ښځې وي او یا له زرو هم زیاتی وي، وګورۍ(الاستبصار للطوسی: 3/143، تهذیب الاحکام 7/259)
اووم نقل: د باکرې سره متعه جاېزه ده اګر که ولي(سر پرست) یې نه وي خبر، او اګر که شاهدان نه وي. وګورۍ(شرائع الاحکام نجم الدین الحلبی۷/۱۸۶،تهذیب الاحکام۷/۲۵۴)
اتم نقل: د وړې هغه جنۍ چی تر لسو کالوکمه نه وي سره متعه جائزه ده. وګورۍ: (الاستبصار للطوسی ۳/۱۴۵، الکافی فی الفروع۵/۴۶۳.)
نهم نقل: د متعی ښځی سره لواطت کول جائز دی، یعنی د ښځی شاتنۍ شرمګاه کی جماع کول .وګورۍ(الاستبصار للطوسی ۳/۲۴۳، تهذیب الاحکام۷/۵۱۴)
لسم نقل: هغه ښځی سره متعه کیداي شي ، نو ددی پوښتنی ضروت نشته چی ترې وکړاي شي چی آیا زنا کاره ده او که د خاوندوالا ده. وګورۍ: الاستبصار ۳/۱۴۵، الکافی فی القروع۵/۴۶۳)
یوولسم نقل: اندکترین حد د متعی دادۍ چی فقط د غیږی لپاره ورسره متعه وکړي، اودیته دوی د شرمګاوو اعاره وایې. وګورۍ: الاستبصار للطوسي ۳/۱۵۱، الکافی فی القروع۵/۴۶۰)
دولسم نقل: دمتعی ښځه نه میراث وړي، او نه په میراث وړل کیږی، وګورۍ: المتعة و مشروعیتها فی الاسلام ۱۶۶-۱۲۱، او تحریر الوسیلة د خمیني ۲/۲۸۸.)

محترمو ورونو: وخت مي پيدا نه کړ چی ددوهمی برخی باره کی مطلوب تفصیل وکړم، او همدارنګه دریمه برخه او څلورمه برخه بیان کړم، او انشاء الله که وخت می پیدا کړ نو دغو دریو برخو کی به کافی معلومات ولیکم.
_________________
ازادي كه خيراتـــــــي وي يا دچــــــا مهرباني وي
افتخار به پـري ونــــــه كا كه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more