اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
لمونځ د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه
و.افغان
25.04.2006
تحفه په پښتو ژبه کې
الله جل جلاله فرمایی:
﴿إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا﴾ النساء- 103
"بيشكه چه مونځ دی پر مؤمنانو باندی فرض کړی شوی په معلومو وختونو کی. "
پیغمبر صلی الله علیه و سلم فرمایي:
"من حافظ عليها كانت له نورًا وبرهانًا ونجاة يوم القيامة" رواه أحمد-6540, والدارمي-2721
ترجمه: "هرچا چه د لمانځه ساتنه وکړه، نو دا لمونځ به د هغه لپاره د قیامت په ورځ رڼایي او خلاصی وي"
"بين الرجل وبين الكفر والشرك ترك الصلاة" رواه مسلم-82
ترجمه: "د سړی او د کفر او شرک تر منځ د لمونځ پریښودا ده"
"صلوا كما رأيتموني أصلي" رواه البخاري-631
ترجمه: "هغه شانته لمونځ وکړۍ، لکه څرنګه چی مو زه په لمانځه لیدلاي یم
د نبی کریم صلی الله علیه وسلم لمونځ
په اختصار سره
( 1) هرکله چی ته غواړی د الله جل جلاله لپاره لمونځ وکړی، نو په تا واجب دي، چی په پاکۍ او اوداسه واوسی،او قبلی ته ټول بدن مخامخ کړی هر چیرته چی یي د لمانځه د پیل نه تر آخره پوری، او په زړه کی ددغه لمانځه نیت وکړی، فرضي وي اوکه نفلي وي.
(2)تکبیرة الاحرام ووایه داسی حال کي چی سترګی دی د سجدی ځاي ته نیولي وي، او لاسونه دی د اوږو په برابرۍ پورته کړي وي،او یا د غوږونو په اندازه لکه څرنګه چی دویم انځور کی ښکاري او وبه وایي:
"اَللهُ أَكْبَرُ" یعنی الله ډیر لوي دی.
(3)ښی لاس په چپه لاس کیږده دنامه لاندې، د ودریدا (قیام) په مهال، لکه څرنګه چی یی دویم انځور ښیي، او دا نور هم جایز دي، او د لمانځه د شروع کیدو په دعا پیل وکړه:
"سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلاَ إِلَهَ غَيْرُكَ".
".ترجمه: پاکی ده تا لره اۍ ربه، او ثنا او صفت کوم تالره، او ډیر لوي او مبارک دی نوم ستا،او اوچت دی لوی والی، عظمت او مکانت ستا، او نشته بل هیڅ رب چی مستحق د عبادت وي غیر له تا څخه.
بیا به ووایي:
"أَعُوذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ"
"پناه غواړم په تا باندی اۍ ربه له هغه شیطان څخه چی ستا له رحمته رټل شوی دی."
بیا د فاتحی سورت په لوستلو شروع وکړه:
﴿بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(1)
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(2) اَلرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(3) مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ(4) إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ(5) اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ(6) صِرَاطَ الذِّينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّآلِّينَ(7)﴾ "آمِينْ"…(1) خاص په نامه د الله تعالی سره چی عام مهربانۍ والا خاص رحم والا دی(امداد غواړو په ټولو حاجتونو او حالتونو کی)، ټول صفتونه د خدائیتوب خاص الله تعالی لره دي، چه پالنه کوونکی د ټول عالم دی (2) ، چی د عامی مهربانۍ والا دی خاص رحم کوونکی دی (3) ،اختیار مند(واکدار) د ورځ د بدلی(سزا) دی، (4) خاص تالره بندګي (محتاجي) کوو، او خاص ستا نه امداد غواړو،(دهر څه او هر حال کی) (5) ، کلک کړی مونږ په لاره نیغه(سیده) باندې (6) ، لار د هغه کسانو چی نعمت کړیدی تا په هغوي باندې، نه د هغه کسانو چی غضب کړی شوی دی په هغوي باندې او نه د بی لاری(7) یاالله دغه دعا می قبوله کړی.
بیا د قران هغه آیتونه تلاوت کړه چی زده دی وي، یا لنډ سورتونه تلاوت کړه.
(4)بیا رکوع وکړه او ووایه
"اَللهُ أَكْبَرُ"
"معنی : الله ډیر لوي دی له هر څه نه."
تاله پکار دي، چی د رکوع په حالت کی سر د ملا سره برابر کړی، او دواړه لاسونه په داوړو زنګونونو باندې کیږدی داسی حال کی چی دی د لاسونو ګوتې دی خورې وي لکه څرنګه چی انځور کی ښکاري او بیا درې کرته ووایه:
"سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ"
.معنی: ډیر پاکی او قداست دی زما هغه رب لره چی ډیر لوي دی."
ارفع رأسك من الركوع قائلاً:
(5)سر له رکوع څخه پورته کړه او ووایه:
"سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ"
معنی: وواریده الله د هغه چا لپاره چی هغه یی وستایه او ثنا او صفت یی ورله بیان کړ.
بیا ووایه وروسته له پوره ودریدا څخه:
"رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ، حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ"
معنی: اۍ ربه ! ته دداسی ثنا ، صفت اوستاینی خاوند او مستحق یی، کومه چی ډیره وي، پاکه وي، او له برکت څخه ډکه وي یعنی: ډیره زیاته.
(6)سجده وکړه داسی حال کی چی واي به:
"اَللهُ أَكْبَرُ"
او مخکی کړه خپل زنګونونه د لاسونو څخه که چیرته درته اسانه وه،لکه څرنګه چی (4-3)انځور کی ښکاري، داسی حال کی چی د پښو او لاسونو ګوتی به دی د قبلی په طرف وي،او د لاسونو ګوتی دی راټولې وي، او لاسونه دی د غوږونو په برابرۍ وي، مټې دی د اړخونو څخه لیرې وي، او خیټه دی له ورنونو څخه لیرې وي، او دواړه زنګونونه سره جدا کړه،( او ښځه به همدغسې کوي ، لیکن ځان به راټولوي،) او باید سجده دی په لاندنیو اندامونو وي: تندۍ سره د پوزې، لاسونه، زنګونونه، او د پښو د ګوتو لاند ني اړخونه، او بیا درې کرته ووایه:
"سُبْحَانَ رَبِّيَ اْلأَعْلَى"
ترجمه:(پاکی او قداست دی زما هغه رب لره، چی ډیر اوچت او پورته دی.)
او کولاي شې چی د هر څه دعا وکړی، په ټولو سجدو کی.
(7) سر له سجدی پورته کړه داسی حال کی چی وایي به:
"اَللهُ أَكْبَرُ"
بیا کښینه (چپه پښه څملوه او پری کښینه او ښۍ پښه ودروه او لاسونه په ورانو کیږده لکه څرنګه چی(6) انځور کې ښکاري) او بیادري کرته ووایه:
"رَبِّ اِغْفِرْ لِي"
یعنی: اۍ ربه ما وبخښه.
(8)بیا دوهم کرت سجده وکړه لکه څرنګه چی (-5.1-5.4)انځور کې ښکاري، داسی حال کی چی وایي به:
"اَللهُ أَكْبَرُ"
بیا دری کرته ووایه:
"سُبْحَانَ رَبِّيَ اْلأَعْلَى"
ارفع رأسك من السجود وانهض قائمًا إلى الركعة الثانية معتمداً على ركبتيك إن تيسر ذلك، (عكس الصورة-4) قائلاً:
(9)سر له سجدی څخه پورته کړه او دوهم رکعت ته پورته شه داسی حال کی چی دی په ورنونو تکیه کړي وي، که درته اسان وي، (لکه څرنګه چی 4انځور کې ښکاري) داسی حال کی چی وایي به:
"اَللهُ أَكْبَرُ"
(10)د فاتحی سورت ولوله او هغه چی تاته له قران څخه اسان وي ، داسی حال کی چی لاسونه به دی يو په بل ايښی وي لکه دوهم انځور غوندې او بیا به دا رکعت هغه شانته پاي ته ورسوې لکه څرنګه چی دی اول رکعت پاي ته ورساوه.
(11)که لمونځ دوه رکعتیز وو، لکه د سهر، او جمعی غوندی نو ددوهم رکعت ددوهمی سجدی څخه وروسته به کښینې لکه څرنګه چې انځور کي ښکاري او د تشهد په ویلو شروع وکړه:
"اَلتَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ. أَشْهَدُ أَن لاَّ إِلَهَ إِلاَ اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ"
معنی: بقا او لویوالی او سلامتیا د عیبونو څخه یواځی الله لره ده، همدارنګه پنځه وخته لمونځ او ټول عبادتونه یواځی الله جل جلاله لره دي، همدارنګه ټول ښه صفات او ستاینې او ثناګانې کومې چی له هغه شانه سره لایقې دي یواځی الله جل جلاله لره دي، سلام دې وي په تا باندی اۍ پیغمبره د الله، او رحمت او برکتونه د هغه دی وي په تا باندی، سلام او سلامتیا دی وي په مونږ باندی له شقاوتونو څخه، همدارنګه سلام او سلامتیا دی وي د الله په صالحو بندګانو باندی، شاهدی ورکوم زه چی نشته هیڅ مستحق معبود د عبادت مګر الله جل جلاله ، او شاهدي ورکوم زه محمد ددغه الله جل جلاله بنده او پیغمبر دی)
بیا ووایه:
"اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اَللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إَبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ"
اۍ الله ! درود ووایه په نبی کریم محمد باندی اود هغه په تابعدارانو باندې، لکه څرنګه چی دی درود ویلی دی په ابراهیم او د هغه په تابعدارانو باندې، بیشکه ته ستائیلی شوی ، لویي والا یي، اۍ الله برکت وکړی په محمد باندی او د هغه په تابعدارانو باندی لکه څرنګه چی دی برکت کړی دی په ابراهیم او د د هغه په تابعدارانو باندی ، بیشکه ته ستائيلی شو، لویي والا یي"
یادونه: درود له طرفه د الله جل جلاله په نبی کریم باندې په هغه باندی رحمت خاص دی، او د هغه اوچتوالی په دنیا او اخرت کی او د هغه ددعوت کامیابي او د شریعت بقا ده، او برکت له الله جل جلاله څخه په هغه باندې دوام او همیشوالی دهغه تشریف او عزت او کرامت دی چی الله جل جلاله هغه ته ور په برخه کړی دی دنیا او آخرت کی.
بیا پناه وغواړه په الله جل جلاله له څلورو څیزونو څخه او ووایه:
"اَللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَى وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَالِ"
معنی : اۍ الله! بیشکه زه پناه غواړم په تا باندی د قبر له عذاب څخه، او د جهنم له عذابه څخه، او د ژوندانه د فتنی څخه، او د مرګ د فتنی څخه، او د مسح شوي دجال د فتنی له شر څخه. "
او کولاي شی ته چی تر سلامه مخکی نوری دعاګانې هم وکړی، د مثال په ډول:
"اَللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ"
معنی: اۍ الله! له ما سره کومک وکړی ستا په ذکر، شکر، او ښکلې عبادت باندی. "
"اَللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ"
معنی: اۍ الله ! زه له تا څخه جنت غواړم، او په تا باندې د دوزخ څخه پناه غواړم. "
(12)ښۍ اړخ ته مخ وګرځوه(یعنی سلام وکړه) او بیا چپ خوا ته داسی حال کی چی هر اړخ ته به وایي:
"اَلسَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ"
یعنی: سلام دی وي په تاسی او رحمت د الله دی وي په تاسی. "
(13) که چیرې لمونځ درې رکعتیز وي لکه د ماښام لمونځ، او یا څلور رکعتیز وي لکه د ماسپخین، مازدیګر، او ماخوستن، نو بیا فقط تشهد ووایه، او پورته شه دریم رکعت ته، داسی حال کی چی په زنګنونو باندې دی تکیه کړی وي لکه څلورم انځور کې، او وايي به:
"اَللهُ أَكْبَرُ"
(14) د فاتحی سورت ووایه، او بیا لمونځ هغه شانته ادامه ورکړه لکه څنګه چی مخکی تیر شول، البته تلاوت یا سورت په کې نه ویل کیږي، بیا به آخرنۍ تشهد کوی په دریم رکعت کې که د ماښام لمونځ وي، او یا په څلورم رکعت کي که ماخوستن یا ماسپخین لمونځ وي،او هغه شانته کښینه لکه څرنګه چی مخکی تیر شول، څرنګه چی اووم انځور کی واضح کړاي شوی دی، (لیکن ښځه به تورک کوي، یعنې: چپه پښه به د ښۍ پښې لاندې کوي، او خپل د ناستۍ اندام به په ځمکه کیږدي، داسی حال کی چی ښۍ پښه یي خوره کړی وي، څرنګه چی اتم انځور کی واضح کړاي شوۍ، او بیا به سلام ګرځوي).
(15) په هر مسلم باندی واجب دي چې د پنځه وخته لمونځونو ساتنه او حفاظت په جمع او جماعت سره په مسجد کې وکړي ، او دی کار کې له سستا او ناراستیا څخه ډډه وکړي، تر څو د خدایي کامیابۍ څخه برخمن شي.
(16) هر مسلمان سړي او مسلمانی ښځی لپاره مستحب دي، چی د ورځینه دولس رکعتیز لمانځه ساتنه وکړي، په حالت د اقامت کی، او دغه دولس رکعتیز لمونځ په لاندې ډول دی:
دوه رکعته د سهار لمانځه څخه مخکی، څلور رکعته د ماسپخین لمانځه څخه مخکی او دوه رکعته تری وروسته، او دوه رکعته وروسته د ماښام د لمانځه څخه، او دوه رکعته وروسته د ماخوستن له لمانځه څخه،نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:( هر چا چې دولس رکعته لمونځ په یوه شپه او ورځ کې وکړ، نو جوړ به شي د هغه لپاره په دغه لمونځونوکور په جنت کې. دا حدیث صحیح مسلم کی روایت دی728)
لیکن په سفر کی به د ماسپخین، ماښام، او ماخوستن سنت پریږدي، او د سهار سنت او وتر به نه پریږدي.
(17)دځینې لمونځ ګذارانو ځینې خطاګانې:
(1)د امام څخه مخکی کیدل د لمانځه د کارونو په ادا کي د جماعت په وخت کې
(2)د لمانځه د اول تکبیر په وخت کې چی تکبیرة الاحرام نومیږي.
(3)د لاسونو او قدمونو په کيښودلو کې:
في الركوع:
(4)د رکوع په حالت کې:
(5)د رکوع څخه د پورته کیدو نه وروسته حالت کې:
(6)دسجدې په حالت کې:
(7)ددوو سجدو ترمنځ د کښیناستلو حالت کې:
د جنازې د لمانځه طریقه
(1) په اولنې تکبیر شروع وکړه چی هغه تکبیر تحریم دی، او په مړي د لمانځه نیت په زړه کې وکړه، (داسی حال کی چی لاسونه دی پورته کړي وي لکه څرنګه چی اولنې انځور کې واضح کړاي شوی) او وبه وایي "اَللهُ أَكْبَرُ"
ښۍ لاس په چپ لاس کیږده (څرنګ چی ددوهم لمبر په انځورونو کې واضح کړاي شوی) او بیا د شروع کیدوا یا استفتاح دعا ووایه: یعنی: سبحانک اللهم.......
(2) دوهم تکبیر وکړه او ووایه: "اَللهُ أَكْبَرُ"
ښۍ لاس په چب لاس کیږده، (څرنګ چی ددوهم لمبر په انځورونو کې واضح کړاي شوی) او بیا په نبي کریم صلی الله علیه و سلم باندې درود ووایه:
(3)دریم تکبیر وکړه او ووایه: "اَللهُ أَكْبَرُ"
ښۍ لاس په چب لاس کیږده، (څرنګ چی ددوهم لمبر په انځورونو کې واضح کړاي شوی)او مړي ته په لاندنۍ دعا شروع وکړه:
"اَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيرِنَا وَكَبِيرِنَا وَذَكَرِنَا وَأُنْثَانَا، اللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيْتَهُ مِنَّا فَأَحْيِهِ عَلَى اْلإِسْلاَمِ وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَى اْلإِيمَانِ"
معنی: اۍ الله ، وبخښې زمونږ ژوندي لره او مړي لره، او حاضر لره او غائب لره، او واړه لره او غټ لره او نر لره او ښځې لره، اۍ الله ! هر هغه څوک چې ته ځمونږ نه ژوندۍ پاتی کوې نو په اسلام یي ژوندۍ پاتې کړه، او هر هغه څوک چی ته له مونږ څخه فوت کوې نو په ایمان يي فوت کړه.
(4) څلورم تکبیر وکړه او ووایه: "اَللهُ أَكْبَرُ"
ښۍ لاس په چب لاس کیږده، (څرنګ چی ددوهم لمبر په انځورونو کې واضح کړاي شوی): او بیا سلام وګرځوه او ووایه د سلام ګرځولو حالت کي:
"اَلسَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ"
لمونځ د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په طریقه
و.افغان
25.04.2006
محترمو ورونو!!
زما ددی مخکنۍ لیکنه سره تطبیقی انځورونه هم شته دی خو هغه راکاپی نه شو، نه پوهیږم څه خاصه طریقه لري او که څنګه؟؟، ډیر شکلی د لمانځه د طریقی انځورونه دي ، که تاسی څوک د آنځورونو په را کاپی کولو پوهيږۍ نو مهرباني وکړۍ او له ما سره کومک وکړۍ.