د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دمنتظرمسیدصیب داشعرهم ولولی (مورې!)

سمسورازاد
18.04.2006

ګرانودادب مینه والوهیوادوالو!
سلامونه مې ومنئ .
دخدایږو..په نوم دمنتظرمسیدصیب شعرمې پدې پاڼه کې ولیده ،نودغه دی دنوموړي یوبل شعرچې د (اوکا)په نوم دده دشعرونوپه ټولګه کې مې لوستی دی ،اوډیرمې خوښ شو،ستاسوحضورته وړاندې کوم .
موري
مورې مورې زما مورې
ته مې عقل ته مې شعور يې
ته مې وينه ته مې زړه يې
ته مې خيا ل ته تصور يې
ته خوښي ته نېکمرغي مې
ته رحمت دپا ک الله يې
ته دځمکې اسمانونو
د همه هستئ مبدا يې
مورې مورې زما مورې
ماخو خداىځکه منلې
ورته لمونځ اوعبادت کړم
شپه او ورځ يې و درګاه ته
پنځه واره په سجده يم
چې ته وايې ګرانې مورې !
ته همده يې پيدا کړې
داچې ته تل راته وايې
دى رحمن اوهم رحيم دى
هم خا لق دى هم رازق دى
هم دځمکې اسمانونو
هم زمااوستا ما لک دى
مورې زما مورې
ته مې وجد ته مې سروريې
ته زما د زړه ټکور يې
ته چې هر خواته نظرکړې
چرت او فکر کې دې زه يم
ته چې هرخواته ګام اخلې
خيال اوذکر کې دې زه يم
زمادرد د تا درد غم دى
چې خوشحا ل يم ته خوښي کړې
نومورې مورې زمامورې
ترهغه چې زه پوهيږم
ته زما لپاره ژوند کړې
ددنياتوروتياروکې
ته زمادسترګو نور يې
نو!
مورې مورې زمامورې
(منتظر مسيد) دې ځار شي
ستا دپښو تر توروخاورو
درد او غم دې ټول په ما شه
دجنت پريښتې حورې
مورې مورې زما مورې
ته زما دسترګو توريې
ته زما دزړه تکور يې
6/17/1999
تاشکند ازبکستان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more