د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

راوى

زرملوال
17.04.2006

[color=brown:14d3f3a411]راوى زما دكلى

له افسانى نه وريښمين ټال جوړكړى

په كى ټالۍ وهى ماشومه نړۍ

زما دكلى دكيسى دقهرمان له زخم

دبي خوبۍ زخم ته خوب شوكوى شومه نړۍ

راوى كيسه كوى كيسه داسى ده

_هغلته لرى ددنيا دلويو،لويوكليو

له نظرونو نه پريوتى يوبل كلى پروت دى

دخپل ارمان دګوردپاسه لكه څلى پروت دى

دكلى نوم دى رانه هير خو ورته وبه وايم [/color:14d3f3a411]
[color=darkred:14d3f3a411]_دبوروكلى اودوراروكلى [/color:14d3f3a411]

[color=indigo:14d3f3a411]سره په جنګ دتوروكاڼواوهنداروكلى

دكلى پيغلى هره شپه داسى خوبونه وينى

چمبى په لاس كى اوشرنګا دبنګړو

دخپلو وروڼوپه ودونوكى سندرى وايي

خاندى نڅاوى كوى

خوچى سهار شى نه چمبى وى نه شرنګادبنګړو

دزلمووروڼوسرته ناستى وى كوڅۍ شوكوى

اودويرساندى وايي [/color:14d3f3a411]
[color=black:14d3f3a411]راوى تردى ځايه كيسه رسوى

دلويوكليوداماشومه نړۍ خوب زنګوى

كيسه لا خلاصه نه ده
راوى دډيروشپولپاره داكيسه اوږدوى [/color:14d3f3a411](كاروان)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more