وطن پال او نور ګټور شعرونه
خدایږوپه یادمې دي هغه وختونه .. یوازادنظم
منتظرمسید
09.04.2006
[b:d3ee67b110][u:d3ee67b110][size=24:d3ee67b110][size=18]خدايږو[/size:d3ee67b110][/size][/u:d3ee67b110][/b:d3ee67b110]
خدايږو په ياد مې دي هغه وختونه
د ژوندانه هغه شيبې اوګړۍ
د پسرلي موسم وو
هرخوا دګلوخوشبويي وه خواره
بلبل د ګل په تنکۍ څانګه ناست وو
شور يې جوړکړې ؤ نغمې يې ويلې
نسيم ويده طبعيت ته
د نوي ژوند نوې الهام ورکاوه
دنوي ژونداوپسرلي راتګ ته
ونو غوغه جوړه نڅا کوله
خدايږوپه ياد مې دي هيريږي مې نه
چې زه او ته له دونياګى نه ليرې
يوازې ځانته دواړه
د ارت اسمان ترشنې لمنې لاندې
ناست ؤدسيند په غاړه
ما سر د تا په زنګانه ايښې وو
ستا د خوږو، خمارو، تورو سترګو
د ستا دمخ د ښکلا
اوستا د شونډو ننداره کوله
ته غلې ناسته وې په چرت کې ډوبه
د تصور او خيال په ټال زنګيدې
پر ښايسته څيره اوورين تندي دې
يوه عجيبه شان مايوسي خواره وه
دژوندانه دناکردو په وړاندې
نامېدي اوبې وسي خواره وه
ماچې کتل درته دزړه په سترګو
راته معصومه اوخپه ښکاره شوې
يوه مرمو زه ،ناڅرګنده غوندې
وېره اوډاردې ؤ په زړه کې خوندي
خدايږو په ياد مې دي هيريږي مې نه
ته پوهیدې چې داشیبه دوصال
دغه دمینې اووفاسمندر
لکه دژمي دتوده ماذدیګر
دلمرتودې شېبې
هسې به تېرې شي ،تل پاتې ندي
دا دپسرلي وږمه ده
پسې خزان راځي
داده دوریځوپړکه
پسې باران راځي
دادخوښۍ شېبې دي
پسې خپګان راځي
دادوصال کاروان دی
خوبیلتون لارنیولې
غواړی تالایی کاندي
بیابه داسیندوي اوداونې،بوټي
هم به موسم وي دپسرلي اوګلو
هم به چغهاردبلبل
خوزماسربه په زنګون ستانه وي
سیلۍ به لګي دبیلتون چاپیره
توره تیاره به وي خواره دغمو
هرڅه به هغه وي ،خوخوندبه پکې هغه نه وي
ته ویریدلې ځکه
ای زما ګلې ،ای دزړه ټکوره !
خدایږو په یادمې دي ،هیریږي مه نه
ماچې وتاته کتل
ذره مې ټکه چاوده
ځکه زه پوه وم پدې
چې ستا داویره اوډار
ستامایوسي اوخپګان
دابه یوه ورځ په حقیقت بدلیږي
دسیندپه دغه غاړه
چې زه اوته یودواړه
یوه ورځ سیلۍدبیلتانه چلیږي
دغه ګړۍ اوشېبه
دتابه هم یادیږي
زمابه هم یادیږي
ماته ژړاراتلله
زړه مې ؤډک له غریوه
اوښکې مې سترګوته راتلې
خوتويوی مې نه شوې
سلګۍ مې زړه کې وې راغونډې
خووهی مې نه شوې
ځکه !
ماویل که ته زما مایوسي وګورې
زمامجبوري ،زما بې وسي وګورې
نودغه ویره چې په زړه کې دې ده
دابه په ډاډاوپه یقین بدل شي
غه بدمرغي چې راروانه لیرې
دتالپاره به یی لنډمزل شي
ماددروغودرله ډاډدرکاوه
چې دې زړګی کړم تسل
چې په معصوموشونډو
دې بیاموسکاراشي
چې ښکلی مخ دې ویال شي
پرې دخوښۍ ،مستۍ رڼاراشي
خدایږوپه یادمې دي هیریږي مې نه
نن هغه ټکه رالویدلې په موږ
نه دې غږاورمه ،نه کتلی دې شم
نه ښکلوی ،غیږکې نیولی دې شم
نه درته حال شم دزړګي ویلای
نه خوپه غم شریکولی دې شم
ای زما دهیلوګله
ای دژوندون ارمانه
دزړګي کورمې ستا په یاددی ودان
ته مې دې مینې لیلا
ته مې محبوب ،ته جانان
ستاخوشالي،ستانیکمرغي غواړمه
هره ګړۍ دې سوکالي غواړمه
لیرې له تامې ژوندپه اورتیریږي
توپیریی نشته چې په کوراوکه ګورتیریږي
بس دومره پوه شه ،داپه یادولره
خدایږوپه یادمې دي هغه وختونه
دژوندانه هغه شېبې اوګړۍ
یوازې ځانته دواړه
ناست ؤدسیندپه غاړه
28/02/2002
اسلاماباد
زیب منتظرمسید