اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د سعادت ، موفقيت اوخوشحالۍ اسمانی فورمول
ع کريم حليمي
17.03.2006
مکرمو او محترمو وړونو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
اکثره وړونه فکر کوي چه سعادت په دعاوو حاصليږي ٠ خو داسي نده !
که يوازي په دوعاوو سعادت پيدا کيدلی نو د نړۍ پر مخ به غمجن انسان
وجود نه درلود ٠ ډير ساده او اسانه کار دي چه اې خدايه سعادت مي په نصيب
کړه ٠ يو وار نه چه سل واره يي ووايو پايده نه کوي ولي چه الله فرمايي چه :
بسمه تعالی : لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّي يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءاً فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِن دُونِهِ مِن وَالٍ
لنډه ژباړنه : حق تعالی هيڅ قوم او ملت ته تغير نه راولي مګر راولي يي
هغه وخت که مونږ انسانان په خپلو نفسونو کي تغير راولو ٠
افغانانو ته اول تغير داسي په کار دی چه :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاَ سَدِيداً
نو چه ايمان لرو رشتيا به وايو ٠ او د فتنه انګېزه رشتياڅخه لاس پر سر
نو ګټه به يي داسي وي چه :
يُصْلِحْ لَکُمْ أَعْمَالَکُمْ وَيَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزاً عَظِيماً
ترجمه :تا خدا کارهاى شما را اصلاح کند و گناهانتان را بیامرزد،و هر کس اطاعت خدا و رسولش کند، به رستگارى ( و پیروزى ) عظیمى دست یافته است.