د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

يو ښکلی شعر...

وقار
15.03.2006

سلامونه د شعر او شاعرۍ مينه والوته.

زلفې چې خورې کړي ماښامونه شي
مخ چې را ښکاره کړي سحر راولي
شېخه که دې دغه جمال وکتو
پښو ته به دې عقل دسر راولي
روغه به ددواړو منځ کې نه کوو
پرېږده چې ماتم په قمر راولي

(قاري صاحب برکت الله سليم)

په مينه
_____________________
وقار


عصمت الله
16.03.2006

وقاره وروره سلامونه او ښه هیلې مې او منه
ما هم دشعر مینه والوته ديو ځوان شاعر شعر خوښ کړي ده هیله ده چې دټولو خوښ شي

هر خوا ګوري هر خو څار كوي كړاو
د ښكاري په څېر رفتار كوي كړاو
د ګودر تر څنګ ولاړ دى په لمانځه
خامخا د چا ديدار كوي كړاو
د چا سترګو رسولى تر جنون
په هر چا باندې ګوزار كوي كړاو
بيا يې، بيا يې د غزل تابيا نيولې
بيا د هسك د ستورو شمار كوي كړاو
خوله يې وغوښته خوله وركه لېونۍ
كنه ټوله شپه ازار كوي كړاو
مېن نه دى خو په ښكلو پسې ګرځي
ښكاري نه دى مګر ښكار كوي كړاو
تنها ناست وي د زړه حال پر پاڼه ليكي
دغه ژوند او دغه كار كوي كړاو

محمدیوسف کړاو منګل


سميع الله سمس
24.09.2008

سلامونه او نيکې هېلی 
وقار صاحب ښکلي غزل د ویلې زه به هم څه ولېکم 

زه دنيشی له پيچ وتابه اوښتم اوښتم
دا دمچکو له ګرميوتاويده تاويده
ما له سرکښوګناهونو سره 
دې دځواني له هوسونو سره
له ډکو ډکوګېلاسونو سره 
زما له مينی ځاریده ځارېده 
بس به وي
 انجينير سمسور 
په درناوی 


ابومحمدحنفي
19.11.2008

[img:c7a3d3706c]http://www.filesgate.com/up81/w11/2008/10/24/_52011444.gif[/img:c7a3d3706c]
[img:c7a3d3706c]http://i286.photobucket.com/albums/ll102/serhan999/islam/000H052f1bj.gif[/img:c7a3d3706c]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more