اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د امام لپاره د تجويد زده کول اړينه نۀ دي؟
پښتون ځلمی
12.03.2006
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
موږ وينو چې پۀ افغانستان او پښتونخوا کې زموږ ډېري امامان صاحبان پۀ قرات کې تجويد ته پام نۀ کوي او نۀ هم پرې پوهېږي . تجويد خو ما لوستلي دي چې د عامو خلکو لپاره د وجوب تر حده مهم دی . زۀ نۀ پوهېږم چې ولې زموږ مولوي صاحبان او امامان کلونه کلونه د دين نورې زده کړې کوي خو د تجويد زده کړه چې د يو څو ورځو خبره ده، نۀ کوي . د دوی خو به غاړه بندېږي چې د ورځې ٥ وخته امامت کوي، چې پکې ٣ وخته پۀ جهر قرات کوي او دا قرات يې نا سم وي .
دلته پۀ کاناډا کې هم چې موږ پاکستاني او افغان امامان وينو، نو کۀ حافظ د قرآن نۀ وي، ډېر امکان دا وي چې قرات يې لۀ تجويد نه بې برخې وي .
پوښتنه دا ده چې عالمان او امامان صاحبان ولې دې موضوع ته پام نۀ کوي؟ ولې يې دومره وړه ګڼي، بلکې لۀ سره د پام وړ خبره نۀ ښکاري ورته، لکه چې بېخي پام يې ورته نۀ وي . .
م ن غروال
12.03.2006
ښاغلی پښتون ځلمی ورور السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته !
ډيره ښه موضوع مو وړاندې کړې ده٠ په ريښتيا چې په ښکلې غږ د قرأن الکريم تلاوت چې تجويد ونلري داسي وي لاکه بې مالګې ډوډۍ!
زه فکر کوم چې امامت کول او يا لمانځه ته مخته کيدل هم ځانته يو شرايط لري چې د هغې له جملې څخه يو شرط هم ښه او ښکلی تلاوت دي٠ يعني بايد چې تجويد سره تلاوت وشي٠ او دغه ټکي ته ستاسو پام ځکه شويدي چې تاسو خپله تجويد پوهيږئ اوسمدلاسه درک کولاي شئ چې أها،د مولوي صاحب تجويد درست ندي٠
واقعيت هم دا دي چې څومره قرأت ښايسته وي هماغومره محبت لمانځه کب ډيريږي٠ او ځکه به هم دا ډيره اړينه وي چې ښايسته توب دقرأت په لمانځه کي بايد د تجويد په اساس وي٠
اوس پوښتنه دا ده چې چاره څه ده او شريعت او يا فقه دلته څه امر کوي بايد څه وشي٠
نو محترم طالب جان او محترم حليمي صاحب به مونږه له خپلو معلوماتو انشأالله برخمن کړي٠
په درناوې
ورور مو غروال
ع کريم حليمي
15.03.2006
ډېر محترم او قدران ورور غروال صاحب ، پښتون ځلمی صاحب
عليکم السلام و رحمه الله و برکاته !
محترم غروال صاحب دا راته معلوميږي چه د مرګه مي بېزاره ياست
ستاسو پر خط چه مي سترګي ولګېدې ، په ليدو مي سترګي روښانه ،
او په لوستلو مي زړه بيداره سو !
" [quote:e6526606aa][color=white:e6526606aa]من سن في الإسلام سنة حسنة فله اجرها واجر من عمل بها بعده من غير ان ينقص من اجورهم شىء[/color:e6526606aa] ومن سن في الإسلام سنة سيئة كان عليه وزرها ووزر من عمل بها من بعده من غير ان ينقص من اوزارهم شىء " . [/quote:e6526606aa]
مبارک فرمايلي وه چه قران زده کړي له څلورو نفرو څخه چه :
حدثنا حفص بن عمر، حدثنا شعبة، عن عمرو، عن ابراهيم، عن مسروق، ذكر عبد الله بن عمرو عبد الله بن مسعود فقال لا ازال احبه سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول [color=cyan:e6526606aa]" خذوا القرآن من اربعة من عبد الله بن مسعود وسالم ومعاذ وابى بن كعب "[/color:e6526606aa].
يعني د اصحابو کرامو په وخت کښي هم ممکن داسي وه چه د هر صحابي به هم
تجويد ښه نه وو ٠ والله اعلم
يو وخت مي يو حديث لوستلې وو ٠ چه يوه صحابي و مبارک ته شکايت وکړي
چه فلان صحابي موږ ته لمونځ راکړي او په عجب ډول ئې قران قرائت کړي
نو بيا مبارک هغه صحابي ته و فرمايل چه ته هغه سورت راته قرائت کړه
کله چه قرائت ئې کړي ٠ نو مبارک و فرمايل چه صحيح دي ٠
وقوله تعالى - ورتل القرآن ترتيلا
ښکاره واضح لوله قرآن په ښکاره واضح لوستلو سره
او مبارک عليه السلام هم جلا جلا او واضح هر حرف قرائت کاوه
چه حديث شريف داسي راوړي چي :
حدثنا مسلم بن ابراهيم، حدثنا جرير بن حازم الازدي، حدثنا قتادة، قال سالت انس بن مالك عن قراءة النبي، صلى الله عليه وسلم فقال كان [color=white:e6526606aa]يمد مدا[/color:e6526606aa].
يعني داسي ارام ارام لکه د بحر څپې
چه مثال د لوستلو د مبارک داسي وو :
حدثنا عمرو بن عاصم، حدثنا همام، عن قتادة، قال سئل انس كيف كانت قراءة النبي صلى الله عليه وسلم. فقال كانت مدا. ثم قرا بسم الله الرحمن الرحيم، يمد ببسم الله، ويمد بالرحمن، ويمد بالرحيم.
داسي يې قرائت کاوه بسم الله ٠٠٠ الرحمن ٠٠٠الرحيم
او مبارک عليه السلام فرمايلي چه قران داسي تلاوت کړي چه ائتلاف ستاسو د زړه سره وکړي
حدثنا أبو النعمان، حدثنا حماد، عن أبي عمران الجوني، عن جندب بن عبد الله، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال " [color=blue:e6526606aa]اقرءوا القرآن ما ائتلفت قلوبكم، [/color:e6526606aa]فإذا اختلفتم فقوموا عنه ".
بسمه تعالی - قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَانَ أَيّاً مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنَي وَلاَ تَجْهَرْ بِصَلاَتِکَ وَلاَ تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذلِکَ سَبيلاً ﴿ 110 ﴾ جزء 15
په لمانځه کښي داسي قرائت وکه چه نه ډير په لوړ اواز او نه ډير کښته اواز
يعني په متوسط اواز سره ٠ يعني ملا صاحب بايد چه اواز پورته نه کړي
او د مِيكْرُوفُون واليوم بايد کښته وي ٠
پښتون ځلمی
21.03.2006
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
جزاکم الله خيرٌ ا محترم غروال صيب او محترم حليمي صيب لۀ ځوابونو او معلوماتو څخه مو
زۀ هم فکر کوم چې تجويد پۀ خپله د يو امام \ قاري غږ ته ښکلا ور بخښي - غروال صيب تاسو بېخي سمه خبره کړې ده - د امام چې تجويد او غږ ښکلي وي، نو مقتديانو ته لمونځ نور هم خوند ورکوي، پۀ تېره ځوانان - زۀ خو چې يو امام و وينم چې نۀ يې غږ سم وي او نۀ تجويد، نو لومړی فکر چې ما ته را لوېږي هغه دا وي چې ځوانان به څنګه تشويق شي چې د امام غږ او تلاوت داسې وي، پۀ تېره بيا کۀ افغانانو د مسجد \ مصلې امام وي، ځکه چې افغانان ځوانان خو بې لۀ هغې لۀ لمونځ سره چندان مينه نۀ لري (دا هم پۀ خپله يوه ستره موضوع ده) -
زۀ وايم چې دا امامان او مشران، کۀ هر ځای وي، سره کښېني او د تجويد زده کول د امامت لپاره شرط و ګرځوي - ماته ډېره د تعجب وړ خبره ښکاري چې ولې دا موضوع تر اوسه جدي نۀ ده نيول شوې او ولې دا امامان د تجويد پۀ زده کولو سر نۀ خوږوي، پۀ داسې حال کې چې ټول به د يوې اونۍ کار هم نۀ وي -
غروال صيب زما هم تجويد سم نۀ دی زده، خو لکه تاسو چې ياده کړه، د قرات څخه يو څۀ اندازه را ته کېږي چې تجويد لري او کۀ نه -
کۀ زموږ يو څو پښتانۀ ورونه د تجويد کومه وړوکې کتابچه پۀ پښتو و ژباړي يا د تجويد کومه غږييزه درسي CDسي ډي جوړه کړي، او بيا دا پۀ ارزانه بيعه يا پۀ وړيا توګه امامانو او هم عوامو ته ورسول شي، دا به ډېر ګټور کار وي -
داود فايز
25.03.2006
محتر مو وروڼو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،،،،،
په قرآن كي تجويد اداء كول فرض عين دي خو دتجويد زركړه فرض كفايي ده
يعني دتجويد أحكام كه څوك ونه لولي خو په تلاوت كي تجويد مراعات وي دا صحيح ده ځكه چي د تجويد د علم دزدكړي نه مقصد شه قرآن ويل دي كه يو څوك تجويد يه تلاوت كي مراعات كړي ، نوهغي باندي تجويد زدكرړه فرض نه ديه بل كي مستحب ده .
او بل دا خبره چي دتجويد مراعات كول يه تلاوت كي به دي نه زده كيږي چي صرف احكام زده كړي بايد له يوه مجود قاري ته قران ولولي چي ستا قراءت صحيح كړي
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،،،،،،،،،
یو بل وړاندیز
Hamim
27.03.2006
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:( [color=cyan:d232130db0]زیّنوا القرآن بأصواتکم[/color:d232130db0]).
ټولو وروڼو ته سلامونه او نېکې هیلې ږدم
محترمو وروڼو ډېر خوښ شوم، چې د ملا صاحبانو او امامانو لپاره مو په دې مهمه موضوع خبرې پیل کړې، زه ډېر څه ویل نه غواړم، خو دومره ویلای شم، چې پرته له تجویده خو د امام لمونځ نه سمېږي، ځکه چې هغه امامان چې په تجوید نه پوهېږي ــ دا ډول امامان یا ملاصاحبان ډېری لیدل کېږي ــ په دېره غلطه او ناسمه طریقه قرآءت وایې چې د سړي لمونځ ولاکه پسې زړه غواړي، او بل دا چې په دې کې خو لحن راځي چې بیخي لمونځ هم فاسدوي.
نو زما سره د تجوید په اړه یو څه د( فلاش) پروګرامونه شته، او همدارنګه د تجوید او قرآن سي ډيانې هم لرم، چې په ډېره اسانۍ یې سړی ترې زده کولای شي، او داکوم مشکل کارهم نه دی.
همیم
تجوید
Hamim
27.03.2006
د تجوید د زده کړې لپاره هیله ده لاندې سایټونو ته مراجعه وکړﺉ:
http://www.what-is-islam.org/arabic/tagweed01.html
http://www.what-is-islam.org/arabic/tagweed01.html
http://www.reciter.org
www.sultan.org