د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د لقمان وصیتونه زوی ته

Hamim
06.03.2006

د [color=yellow:b21eec078d]لقمان [/color:b21eec078d]وصیتونه زوی ته

خدای پاک وایې:[color=white:b21eec078d] (ولقد آتيــنــا لقمان الحكمـــة).[/color:b21eec078d]
او بل ځای داسې وایې: ([color=yellow:b21eec078d]ومن يؤت الحكمة فقد أوتي خيراً كثيراً[/color:b21eec078d]).
===============
[color=darkred:b21eec078d]اې زویه :[/color:b21eec078d] په سکوت هېڅکله نه یم پښېمانه شوی

[color=orange:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]له شر څخه ځان وساته ستا عزت به وکړای شي، ځکه شر له شره پیدا کېږي

[color=cyan:b21eec078d]اې زویه :[/color:b21eec078d] خپله ژبه په[color=yellow:b21eec078d]:(اللهم اغفرلي) [/color:b21eec078d]عادت کړه، ځکه خدای لره داسې وختونه دي، چې د غوښتونکی پکې نه ردوي.
[color=white:b21eec078d]
اې زویه : [/color:b21eec078d]د خدای اطاعت سوداګري او تجارت وګرځوه، ګټې به پرته له تجارته درته راځي.

[color=darkblue:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]خوب او خوراک ډېر مه کوه، ځکه هرڅوک یې چې ډېر کوي، د قیامت په ورځ به یې عملونه کم وي.

[color=darkred:b21eec078d]اې زویه[/color:b21eec078d] : په هغه کوهې کې، چې اوبه ترې څښې، تیږه مه غورځوه.

[color=violet:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]ستا په قسمت کې مرغۍ د بل په قسمت کې له غوایه ښه ده.

[color=olive:b21eec078d]اې زویه :[/color:b21eec078d] له زړه او ژبې خواږه څیز نشته، کله چې صالح شي، او که پاسد شي ترې خبیث څیز نشته.

[color=indigo:b21eec078d]اې زویه :[/color:b21eec078d] پر دنیا همېش تکیه مه کوه، او زړه مه پرې نښلوه، ځکه ته دې ته نه یې پیدا شوی.

[color=olive:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]له عجیب څیز پرته مه خانده، او له هغه څه چې ګټه نه لري، مه پوښته.

[color=green:b21eec078d]اې زویه :[/color:b21eec078d] څوک چې رحم کوي رحم پرې کېږي، څوک چې سکوت وي، په امن کې وي، څوک چې د خیر خبره کوي، غنیمت لاس ته ورځي، څوک چې د خپلې ژبې واک نلري، پېښمانه کېږي.

[color=orange:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]پوهانو او علماوو ته په دواړو زنګونو کېنه، او په دواړو غوږونو ترې اوره، ځکه زړه د علماوو په رڼا ژوند مومي.

[color=indigo:b21eec078d]اې زویه : [/color:b21eec078d]له ډېرو [color=yellow:b21eec078d]انبیاوو[/color:b21eec078d] سره مې لیدلي، چې ډېر ګټور څيزونه مې ترې زده کړي:

[color=white:b21eec078d]کله چې په لمانځه کې یاست، خپل زړه وساته.
او کله چې د خلکو په مجلس کې یاست، خپله ژبه وساته.[/color:b21eec078d]او کله چې د خلکو په کورونو کې یاست، خپلې سترګې وساته.
او لکه چې د ډوډۍ په خورا ک کې یاست، د معدې حفاظت وکړه.
او دوه شیان هېڅکله مه په زړه کوه:
[color=darkblue:b21eec078d]هغه خلک چې بدي یې درسره کړې ـــــــ او له خلکو سره ستا احسان.[/color:b21eec078d]
[img:b21eec078d]http://www.hamimwardak.8m.com/images/a1.gif[/img:b21eec078d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more