د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داود علیه السلام او بوډۍ

Hamim
06.03.2006

[color=darkred:08e12694ce]هیله ده داکیسه په غور سره ولولئ[/color:08e12694ce][color=white:08e12694ce]

داود [/color:08e12694ce]علیه السلام ته یوه ښځه راغله او ورته یې وویل چې: ای د الله نبي....‎! ایا ستا رب... ظالم دی که عادل؟؟؟.
داود علیه السلام وویل: هلاکت د وي تاته اې ښځې، هغه داسې عادل ذات دی، چې هېڅ ظلم نه کوي، بیا یې ورته وویل چې ستا کیسه څه ده؟
ښځې وویل: زه یو کونډه یم، څلور لوڼې لرم، چې د خپل لاس د اوبدل شویو څیزونو له لارې ورته نفقه پیداکوم، پرون مې په یوه سره ټوټه کې خپل اوبدل شوې وړۍ سره تاو کړې او غوښتل مې چې بازار ته لاړه او ویې پلورم، او خپل عیال ته یو څه ورباندې ترلاسه کړم، چې په دې مهال یو مرغه راغی او پرما باندې یې غوټه ووهله، د رخت ټوټه او ټول څیزونه یې رانه پورته کړل او په هوا شو، او په همدې خپګان کې پاتې شوم چې هرڅه مې له لاسه ورکړل، چې خپل اولاد ته یې ډوډۍ کړم.
لا ښځه د داود علیه السلام سره په خبرو لګیا وه، چې سوداګرو(تجارانو) د [color=black:08e12694ce]داود [/color:08e12694ce]علیه السلام دروازه ور وټکوله، داود (ع) ورته د ننوتلو پرېښله (اجازه) ورکړه، که ګوري، چې لس سوداګر ولاړدي او د هر یوه په لاس کې سل دیناره دي، داود علیه السلام ته یې وویل چې اې د خدای نبي! دا مستحقو خلکو ته ورکړه.
[color=white:08e12694ce]داود[/color:08e12694ce] علیه السلام ورته وویل: د دې مال د راوړلو سبب څه و؟
دوی وویل: اې د خدای نبي، موږ په یو کښتۍ کې و، چې ناڅاپه یو سخت باد ولګېد، او نېږدې و، چې غرق شو، چې په دې مهال یو مرغه راغی او پرموږ یې سره ټوټه را وغورځوله، چې اوبدل شوې سنۍ پکې وې، او سمدلاسه مو د بېړۍ سوري پرې پټ کړل، او نجات مو وموند، نو بیا موږ خدای پاک ته نذرونه ومنل، چې هر یو له موږ نه باید سل دیناره د خداي په رضا نذر کړي، همدا وو، چې مال مو تاته راوړ،چې پر بې وزلو یې وویشې،[color=violet:08e12694ce] داود[/color:08e12694ce] علیه السلام ښځې ته مخ ور واړاوه، او ورته ویې ویل: خدای پاک ستا لپاره په بحراو وچه دواړو کې تجارت کوي، او ته ورته ظالم وایې، او همدا وو چې ښځې ته یې زر ۱۰۰۰ دیناره ورکړل، او ورته ویې ویل: دا ستا د بچو لپاره نفقه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: ( [color=yellow:08e12694ce]بلغوا عنَي ولو آیة[/color:08e12694ce]).
[img:08e12694ce]http://www.hamimwardak.8m.com/images/_.gif[/img:08e12694ce]
[img:08e12694ce]http://www.hamimwardak.8m.com/images/butterd_flowers_sm_nwm.gif[/img:08e12694ce]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more