اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د استغفار ویلو ګټې
Hamim
02.03.2006
[color=cyan:201f8eab63] بسم الله الرّحمن الرّحیم[/color:201f8eab63]
[color=blue:201f8eab63]د استغفار ثمره[/color:201f8eab63]
دا کیسه د امام احمد بن حنبل رحمه الله په زمانه کې پېښه شوې ده، امام احمد بن حنبل رحمه الله غوښتل چې په مسجد کې شپه تېره کړي، خو د مسجد ساتونکي ورته اجازه ور نه کړه، امام صیب ډېر کوښښ وکړ خو څه ګټه یې ونه کړه، او په پای کې یې ورته وویل، چې زه د خپلو پښو په اندازه ځای کې خوب کوم، او همدارنګه یې وکړل، چې د مسجد ساتونکي یې پښې کشولې چې له مسجده یې وباسي، خو امام صیب ډېر وقور او حلیم سړی و، په دې حالت کې یوه ډوډۍ پخوونکي ولید، چې په دې حالت تر پښو کشیږي، ورته وویل، چې راځه زما سره شپه تېره کړه، امام صیب ورسره لاړ، او ډېر قدر او احترام یې وکړ، ډوډۍ پخوونکی د خمیرې راوړلو لپاره لاړ، کله چې امام صیب ورته ځیر شو خباز په استغفار لګیا دی، او تر ډېره د استغفار کلمه وایې، امام صیب په تعجب کې شو کله چې سهار شو امام صېب د شپې له استغفاره ترې وپوښتل:
خباز ځواب ورکړ، چې زه خو له ډېر وخت راهیسې د خمیر جوړولو پرمهال استغفار وایم
امام صیب په داسې حال کې ترې وپوښتل، چې خپله هم د استغفار په فضیلت او ګټو خبر ،، ایا د استغفار ویلو څه ثمره د لیدلې ده؟
خباز ورته وویل: هو، په خدای قسم چې هره غوښتنه مې ترسره شوې، مګر یوه!
امام صېب ورته وویل: کومه یوه؟
خباز وویل: د امام احمد بن حنبل لیدل!
امام احمد وویل: زه احمد بن حنبل یم په خدای قسم چې زه په کشولو درته راغلی یم!
===================================
وروڼو! استغفار مه هېروﺉ، ډېرې ګټې لري.
[img:201f8eab63]http://www.hamimwardak.8m.com/images/_.gif[/img:201f8eab63]
[img:201f8eab63]http://www.hamimwardak.8m.com/images/youth.gif[/img:201f8eab63]
[img:201f8eab63]http://www.hamimwardak.8m.com/images/a1.gif[/img:201f8eab63]
[img:201f8eab63]http://www.hamimwardak.8m.com/images/butterd_flowers_sm_nwm.gif[/img:201f8eab63]