د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه

Hamim
19.02.2006

خدای شته له شعر او شاعرۍ سره مې جوړه ده، خو شاعر نه یم هرڅو، چې کوښښ وکړم د شعر پنځول نه راځي، خو شاعري ذوق لرم، چې په نامنظومه لیکنه کې ترې ګټه اخلم، د مرحوم حمزه شعرونه ډېر ښه راباندې لږي، او داشعر خو یې چې لولم، تواچې په هوا کې یم، چې وایې:

[color=white:280da2e0c8] غزل[/color:280da2e0c8]
زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې درنه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟
جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې
درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې زړه شم
څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم
هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو
لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم
څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي
طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم
زلفې پرانيزه پرېشان يم د شوګير نه
په دې ګڼ سوري چې جمع زړه اوده شم
شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې د محفل نه په واته شم
شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي
ګڼه يم د همت زانړی چې په تله شم
جشن خال يې د محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم

زه به جنت ته د پښتو سره ځم
تل به په لاړ د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم
د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر
ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم
خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم
كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملي
د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم
وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات
زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم
څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم
حمزا سفر که د حجاز وي نوهم
زه د پښتون د قافلو سره ځم
غزل
په ساده سترګو کې دې غلا پېژنم
هر څه دې پېژنم چې تا پېژنم
زه خو څه نه وايم موسېږې ولې
بې لوظه ياره زه خو تا پېژنم
جار دې له زلفو نقاب مه اچوه
زه خو هم شپه او هم سبا پېژنم
ته به مې پېژنې دروغ به نه وي
زه خو دې ښکليه په رښتيا پېژنم
کله ساقي کله پيالې ته ګوري
زه به محفل کې وارخطا پېژنم
د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې له ژړا پېژنم
غزل
چې دې له سترګو پرېوتلی يمه
ايله دې زړۀ ته رسېدلی يمه
عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
داسې مقام ته رسېدلی يمه
زۀ دې محفل ته په وېنا رقيبه
درتللی نه شوم خو درغلی يمه
دا څه مقام دی چې زۀ خيال کومه
نه چرته تلی نه درغلی يمه
ستا اننګو ته رسېدل ګران وو
لکه د اوښکو څڅېدلی يمه
په تمام عمر کې بس دا يو ځل
ستا په ککو کې موسېدلی يمه

غزل
چې د نظر سره دې مل نه شومه
څه خوش قسمته وم چې غل نه شومه
قرار مې نشته په ګردش يمه زه
فلکه ستا په ژرنده دل نه شومه
حسنه بې شک چې دې بدل نشته
ته که بدلېږې زه بدل نه شومه
ورپسې تل شومه د اوښکې په رنګ
دُر د اشنا د زړه د تل نه شومه
تېر شوم له عشق حل سوال شومه اوس
څو ځله حل شومه خو حل نه شومه
که په ژوندون دې زما اور بل کړ
څه چې لوګی دې د وربل نه شومه
حمزه ځواني زما غزل اوخوړه
خامي مې دا ده چې غزل نه شومه
غزل
ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې
يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې
ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟
اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې
مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې
ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې
ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې
شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې
زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې

غزل
لا څو تڼۍ د ګرېوانه پاتې دي
وحشته ستا په زړه کې څه پاتې دي
دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې په زړه پاتې دي
سوال خو مې اورې خو ځواب نه کوې
لا په خوږو کې دې ترخه پاتې دي
ستا د هندکي باڼه که نېغ وي څه شی
لا څه شملې د پښتانه پاتې دي
په خلاصېدو شوه د زړه وينه حمزه
لا ډېر غمونه مېلمانه پاتې دي

غزل
نورې کيسې وايه چې اسانې دي
پرېږده د الفت خبرې ګرانې دي
رامې شي لېمو ته د ديدن په وخت
اوښکې څه ناپوهه رقيبانې دي
خدايږو چې کافر خو مې صهبا نه کا
لا خو زما اوښکې مسلمانې دي

سترګې مې لوستی شي د فطرت کتاب
مخ ته د آشنا چې شي اميانې دي
ستا د جلب شوق يې وې راپېښې شي
دا مې که سلګۍ دي خو مهمانې دي
ګران شو هسې ستا د عشق مۍ ولې
تل چې د عاشق وينې ارزانې دي
غم د هجر يو رټلی بل جواب
داسې مرض داسې دوايانې دي
ښکاري چې حمزه په زړېدو يې اوس
لا دې چې جذبې له پخوا ځوانې دي
غزل
تندی مې څه پرېوت چې سر پرېوت
نن زما سر د چا په در پرېوت
لکه د سپند په ګډېدو شومه زه
خدای زده په ما د چا نظر پرېوت
داسې ناڅاپه بې خبر غوندې شوم
غوږ کې زما د چا خبر پرېوت
لامې همت دی د ځوانۍ په هوا
خير که په پر زما وزر پرېوت
لکه غبار د انتظار په ګوته
زما په سترګو کې سحر پرېوت
مينې څه نوی اړخ بدل کړو آشنا
ستا نه مې زړه کې نن خطر پرېوت
تير يې بهار شو د ځوانۍ، راعۍ
پوخ شو، د څانګې نه ثمر پرېوت
ډېر تعلق د دنيا پرې ويستمه
چې سيلۍ راغله دروند شجر پرېوت
څوک په ستنه له ميخانې شو په خود؟
خو څوک دننه څوک بهر پرېوت
ځان ته په مينه کې کوم سر چې وي سر
سر چې په مينه شو په سر پرېوت
حمزه هر داغ شو مسکی لاړو آشنا
ستورو برېښنا وکړه چې نمر پرېوت

غزل
پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم
توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مينه به پخلا کړم
برند که حوادث دي د وختونو په کږو کې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا کړم
ستا د طوفاني نظر به سا شي لنډه ګنډه
داسې نوي نوي اسویلي به را پیدا کړم

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
غزل
ټينګه په وعده نه شوې دا څه چل دی
کلکه پښتنه نه شوې دا څه چل دی
ډېره کستاخي مې نظر اوکړله
ماته ولې سره نه شوې دا څه چل دی
ته مې مخ روڼی د ماښامونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی
تا خو د وختونو پروا نه کړله
لاړې راستنه نه شوې دا څه چل دی
ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه
مړ شو ته خوره نه شوې دا څه چل دی
هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې
غزل
زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې
دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې
درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې
د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې
دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې
د حمزه زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې

پورته شعرونه د هيواد ويبپاڼې څخه اخيستل شوي
www.hewad.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more