وطن پال او نور ګټور شعرونه
زماکندهاره
خيرن
13.02.2006
عبدالباري جهاني
زماکندهاره دزمرو وطنه
زمادسرکښوپښتنووطنه
داتلانودکيسووطنه
دميدانونوخرخښووطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره کفن دي وينم
نه دي هلمندهغه موجونه راوړي
نه له مستۍ په خوله ځګونه راوړي
نه دارغند غاړه ګلونه راوړي
نه دترنګ زاړه سېلونه راوړي
نه دي دښتو کي قافلې وينمه
نه دي کيږديوکي ډيوې وينمه
نه د رابياله ميني مست فتح خان
له کلابُسته قهريدلی روان
نه ورسره دي دبړيڅو ياران
نه دمغلو په پوڅ ګډدی تالان
نه يې سرونه په نيزو اغوستي
نه چاته کور نه چاته بام پاته دی
نه دکيسو دشپو آرام پاته دی
نه دبيبودخولې پيغام پاته دی
نه ښادی خان نه دلارام پاته دی
نه په زلمۍ مينه کي شورخوځيږي
نه په رګو کي دچا اور بليږي
نه داحمد دتُوري شرنګ وينمه
نه يې لښکري نه يې جنګ وينمه
نه پاني پت په وينو رنګ وينمه
نه سينې څيري په خدنګ وينمه
نه مرهټياني ميندي بوري ژاري
نه پښتنې په تيرو تورو ويا ړ ي
اوس دي پر کليو جنازې را اوري
له پيغلو سترګواوښکي سرې را اوري
له خپل قسمته در ته شپې را اوري
پر سپينووریځودي تيارې را اوري
اوس هديره دافسانو يې زموږ
ګور دزلميوارمانو يې زموږ
اوس له آمو تر اباسينه خاوره
له وينو مسته سره رنګينه خاوره
هغه درنه هغه سنګينه خاوره
هغه له خپل ښارګ شيرينه خاوره
ورباندي ګرځي داورنګ آسونه
دپردۍ سولي پردي جنګ اسونه
اوس دي په لارو کي رقيبان پراته دي
اوس دي په عرش کي شيطانان پراته دي
پر خزانو دي ښاماران پراته دي
په کوه قاف کي دي ديوان پراته دي
لاري کوڅې دي داغزوډکي دي
ياغي درې دی له لمبو دکي دي
ما خو به ستا په نوم فالونه کتل
ما له قسمت سره سوکونه وهل
ما دي په غيږه کي ګلونه ليدل
مادي تندي کي جنتونه ويل
اوس مي په زړه کي ستا يادونه ژاړي
هره غزل کي مي بيتونه ژاړي
لا مي دوران قسمت خوبونه وينم
لا دي په برخه توپانونه وينم
لا په غضب دآسمان خونه وينم
لا دډبروبارانونه وينم
لابه ددوست په نوم در ځي غليمان
لابه د ي وژني دلستوڼي ماران
راسه چي ويني ته دي اور درکمه
زاړه جنون ته به دي شور رکمه
څو ليونۍ چغي په پور درکمه
زخمي لمبو ته به دي زور درکمه
راځه يو مسته پياله بنګ پورته کو
يو ځل به بيا دتُوري شرنګ پورته کو
راځه چي بيا دافسانو په ژبه
دملالۍ او دعينو په ژبه
دميوندونودکيسوپه ژبه
څه دټوپک څه دجرګو په ژبه
د وطن شپو ته مشالونه راوړو
دتيارو ښارته څراغونه راوړو
زماکندهاره دزمرو وطنه
زمادسرکښوپښتنووطنه
داتلانودکيسووطنه
دميدانونوخرخښووطنه
داسي مي نه غوښتې چي نن دي وينم
په تن زخمي په سره کفن دي وينم
په درنښت
خيرن