اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
.... ايا پېريان هم د انسانانو پۀ څېر اسلام ته دعوت شوي دي ؟؟
کټوازی
08.02.2006
د اسلام د خونې محترمو ،مکرمو عالمانو، هر يو مولوي صيب طالب جان او مولوي صيب عبدالکريم حليمي ، او نورو درنو لوستونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
لکه څرنګه چې خدای جل جلالۀ پۀ قران کريم کې د انسانانو او پېريانو د پيدايښت هدف عبادت بللی ،پر همدې اساس داخو موږ ته مالومه ده چې انسانان پۀ مستقيم ډول د اسلام مقدس دين ته دعوت او هدايت شول ، اما د پېريانو _ جناتو پۀ هکله ،پخپله ماته دا مالومه نه ده ،چې څرنګه ، څۀ وخت او دچا له خوا دعوت او هدايت شول ! ښايي زما غوندې نور هم ډېر بې سواده خلک پۀ دې تړاؤ خپله ناعلمي وښيي ، که پۀ دې تړاؤ مو رهنمايي وکړئ مهرباني به مو وي !
ځينې خلک وايي ، پېريان پخپله زموږ ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم اسلام ته دعوت او هدايت کړل ، اما نه د انسانانوپۀ څېر پۀ مستقيم ډول ! بلکې وخت پر وخت به يي ځانګړي مکتوبونه ورلېږل او پۀ دې توګه يي اسلام ته را وبلل !
خو که رښتيا هم له نوموړې لارې پېريان پۀ اسلام مشرف شوي وي ،او پېريانو هم پرته له دې چې له هغوئ مبارک صلی الله عليه وسلم څخه د انسانانو پۀ څېر د خپل رسالت او نبوت د رښتينوالي ثبوت و غواړي ،پۀ اسلام مشرف شي ، نو ايا د پېريانو دا عمل د هغوئ مقام پر نورو مخلوقاتو او پۀ تېره بيا پر انسانانو نه لوړوي !!؟ که څرنګه ؟
ستاسې د ښې رهنمايي او لارښوونې پۀ تمه ........!
ع کريم حليمي
11.02.2006
محترم او ښاغلې صميم کټوازی صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
بِسمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
قُلْ أُوحِىَ إِلىَّ أَنَّهُ استَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الجِْنِّ فَقَالُوا إِنَّا سمِعْنَا قُرْءَاناً عجَباً
ژباره ٠ و وايه چه ماته وحي و سوې چه يو جمعت د پېريانو زما خبرو ته غوږ نيولی
ؤ بېګاه ، نو ويل ئې چه عجيب قرآن مو واورېدۍ
يهْدِى إِلى الرُّشدِ فَئَامَنَّا بِهِ وَ لَن نُّشرِك بِرَبِّنَا أَحَداً
ژباړه ٠چه هدايت کوي د راه راست نو موږ په دې ايمان راوړي ، نو هرګز به شريک
نه کړو احد له رب خپل سره
په قرآن ثابته ده چه پېريانو پر مبارک ايمان راوړيدۍ
او دا سحنه تهامة کښي پېښه سوه فکر کوم چه د يمن په ملک کښي يو ښار وو
او علاقه د طائف شريف وه چه نن دسعودي خاوره ده
حديث شريف داسي دی چه :
حدثنا مسدد، قال حدثنا أبو عوانة، عن أبي بشر، عن سعيد بن جبير، عن ابن عباس ـ رضى الله عنهما ـ قال انطلق النبي صلى الله عليه وسلم في طائفة من أصحابه عامدين إلى سوق عكاظ، وقد حيل بين الشياطين وبين خبر السماء، وأرسلت عليهم الشهب، فرجعت الشياطين إلى قومهم. فقالوا ما لكم فقالوا حيل بيننا وبين خبر السماء، وأرسلت علينا الشهب. قالوا ما حال بينكم وبين خبر السماء إلا شىء حدث، فاضربوا مشارق الأرض ومغاربها، فانظروا ما هذا الذي حال بينكم وبين خبر السماء فانصرف أولئك الذين توجهوا نحو تهامة إلى النبي صلى الله عليه وسلم وهو بنخلة، عامدين إلى سوق عكاظ وهو يصلي بأصحابه صلاة الفجر، فلما سمعوا القرآن استمعوا له فقالوا هذا والله الذي حال بينكم وبين خبر السماء. فهنالك حين رجعوا إلى قومهم وقالوا يا قومنا {إنا سمعنا قرآنا عجبا * يهدي إلى الرشد فآمنا به ولن نشرك بربنا أحدا} فأنزل الله على نبيه صلى الله عليه وسلم {قل أوحي إلى} وإنما أوحي إليه قول الجن.
زما تر ترجمې درج سوې ترجمه ښه ګڼم ٠ انګلېسي به تاسو ته کاپي
کړم
The Prophet set out with the intention of going to Suq 'Ukaz (market of 'Ukaz) along with some of his companions. At the same time, a barrier was put between the devils and the news of heaven. Fire commenced to be thrown at them. The devils went to their people, who asked them, "What is wrong with you?" They said, "A barrier has been placed between us and the news of heaven. And fire has been thrown at us." They said, "The thing which has put a barrier between you and the news of heaven must be something which has happened recently. Go eastward and westward and see what has put a barrier between you and the news of heaven." Those who went towards Tuhama came across the Prophet at a place called Nakhla and it was on the way to Suq 'Ukaz and the Prophet was offering the Fajr prayer with his companions. When they heard the Qur'an they listened to it and said, "By Allah, this is the thing which has put a barrier between us and the news of heaven." They went to their people and said, "O our people; verily we have heard a wonderful recital (Qur'an) which shows the true path; we believed in it and would not ascribe partners to our Lord." Allah revealed the following verses to his Prophet (Sura 'Jinn') (72): "Say: It has been revealed to me." And what was revealed to him was the conversation of the Jinns.
[quote:e9f233cad2]خو که رښتيا هم له نوموړې لارې پېريان پۀ اسلام مشرف شوي وي ،او پېريانو هم پرته له دې چې له هغوئ مبارک صلی الله عليه وسلم څخه د انسانانو پۀ څېر د خپل رسالت او نبوت د رښتينوالي ثبوت و غواړي ،پۀ اسلام مشرف شي ، نو ايا د پېريانو دا عمل د هغوئ مقام پر نورو مخلوقاتو او پۀ تېره بيا پر انسانانو نه لوړوي !!؟ که څرنګه ؟ [/quote:e9f233cad2]
[color=white:e9f233cad2]هغو پېريانو چه ايمان راوړي زموږ وړونه دي ٠ [/color:e9f233cad2]
د مبارک په قول ٠ چه وړونه سوه طبعا ئې مقام پر ټولو مخلوقاتو لوړ دی
او زموږ او د پېريانانو بيا درجه يوه ده ٠ د حديث شريف له قوله
د صحيح مسلم داسي راوړي چه :
حدثنا محمد بن المثنى، حدثنا عبد الأعلى، عن داود، عن عامر، قال سألت علقمة هل كان ابن مسعود شهد مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ليلة الجن قال فقال علقمة أنا سألت ابن مسعود فقلت هل شهد أحد منكم مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ليلة الجن قال لا ولكنا كنا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات ليلة ففقدناه فالتمسناه في الأودية والشعاب فقلنا استطير أو اغتيل - قال - فبتنا بشر ليلة بات بها قوم فلما أصبحنا إذا هو جاء من قبل حراء - قال - فقلنا يا رسول الله فقدناك فطلبناك فلم نجدك فبتنا بشر ليلة بات بها قوم . فقال [u:e9f233cad2]" أتاني داعي الجن فذهبت معه فقرأت عليهم القرآن " . قال فانطلق بنا فأرانا آثارهم وآثار نيرانهم وسألوه الزاد فقال "[/u:e9f233cad2] لكم كل عظم ذكر اسم الله عليه يقع في أيديكم أوفر ما يكون لحما وكل بعرة علف لدوابكم " . فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم [u:e9f233cad2]" فلا تستنجوا بهما فإنهما طعام إخوانكم " . [/u:e9f233cad2]
هلته راغلۍ يو پېريان ورسره ولاړم ،ورته قرائت مي کړۍ قران و دوۍ ته
اصحابو کرامو ته مبارک و فرمايل په هډکو استنجا مه کوۍ ٠
او د اوښانو فضله ئې د حيوانانو خوراک
م ن غروال
11.02.2006
محترم حليمي صاحب سلامونه عرض کوم!
[quote:b5780295ff]هغو پېريانو چه ايمان راوړي زموږ وړونه دي ٠
د مبارک په قول ٠ چه وړونه سوه طبعا ئې مقام پر ټولو مخلوقاتو لوړ دی
او زموږ او د پېريانانو بيا درجه يوه ده ٠[/quote:b5780295ff] دلته ماته يوه پوښتنه پيدا کيږي چې اشرف د مخلوق يوازې انسان دي او بس! د ايمان پر درجه او مقام هم انسان حتې تر ملايکو هم لوړه مرتبه لري او پيريان په ايمان کي ممکن له بشر سره يوه درجه ولري اما مقام؟ دا د انسان لومړی امتياز به نه وي؟
ستاسو د معلوماتو په هيله!
په درناوې
م٠ن غروال
ع کريم حليمي
12.02.2006
ډېرو ښاغلېو ،مکرمو غروال صاحب ،صميم کټوازی صاحب او درنو لوستونکو
زه هم خپل سلامونه تاسوته په عرض رسوم !
[quote:f1b37b79c6]دلته ماته يوه پوښتنه پيدا کيږي چې اشرف د مخلوق يوازې انسان دي او بس! د ايمان پر درجه او مقام هم انسان حتې تر ملايکو هم لوړه مرتبه لري او پيريان په ايمان کي ممکن له بشر سره يوه درجه ولري اما مقام؟ دا د انسان لومړی امتياز به نه وي؟
ستاسو د معلوماتو په هيله! [/quote:f1b37b79c6]
خبره داسي ده !
تر کومه ځايه چه ما مطَالعه کړې ده په احاديثو او قران کښي داسي لفظ
نسته چه انسانان اشرف المخلوقات دي الا خو داسي ويلی سوو او ويلی سم
في حق الرسول الأكرم فان النبي اشرف المخلوقات
اوسيد ولد ادم وخاتم الرسل والنبيين، وافضل الاولين والاخرين !!!!!!
هو ! داسي بيا د انسان به باب ويلی شم چه :
ولقد [u:f1b37b79c6]کرمنا بنی آدم [/u:f1b37b79c6]وحملناهم فی البر والبحر ورزقناهم من الطیبات وفضلناهم [u:f1b37b79c6]علی کثیر [/u:f1b37b79c6]ممن خلقنا تفضیلا
درج شوې ژباړه : ما آدمیزادگان را گرامى داشتیم ، و آنها را در خشکى و دریا، ( بر مرکبهاى راهوار ) حمل کردیم ، و از انواع روزیهاى پاکیزه به آنان روزى دادیم ، و آنها را بر بسیارى از موجوداتى که خلق کرده ایم ، برترى بخشیدیم.
انګلش ترجمه : Verily We have honored the children of Adam. We carry them on the land and the sea, and have made provision of good things for them, and have preferred them above many of those whom We created with a marked preferment.
دلته که وګورو د [color=cyan:f1b37b79c6]کرمنا [/color:f1b37b79c6] لفظ راغلی د شرف ، اشرف ،
شريف ٠٠٠ الفاظ نسته ٠
کرامت الله ورکړي ٠ اما شرافت به انسان د اخلاقو، ٠٠٠٠ له لاري حاصلوي
هو ! ابو لمعاني بيدل د دا ايات شريف څه دا الهام ، تاويل اخلي (کرمنا بنی آدم )
په داسي حال کښي چه : {وَمَا يَعْلَمُ تَاْوِيلَهُ اِلاَّ اللّهُ}
اوبيا دا خبره هم ده چه بيدل خو صحابي ، د سلفو څخه هم نه دۍ
نوفکر کوم چه داخبره په شريعت کښي ځاي نه لري ٠ چه انسانان ټول اشرف المخلوقات دي ٠ ولله اعلم
ايا ملائکه کرام نو نه دي اشرف ؟؟؟
داسي هم راغلی چه !
بسمه تعالی :يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ
بېشکه چه ډېر مکرم او معزز له تاسو څخه په نزد د الله ج ډېر متقي ستاسي دۍ
نو پېريان چه ايمان راوړۍ نو خامخا به تقوا داره هم لري ٠
ولما سمعوا قول الله تعالى: {وَمَا يَعْلَمُ تَاْوِيلَهُ اِلاَّ اللّهُ} ظنوا ان لفظ التاويل في القران معناه هو معنى لفظ التاويل في كلام هؤلاء، فلزم من ذلك [color=white:f1b37b79c6]انه لا يعلم احد معنى هذه النصوص الا الله، لا جبريل ولا محمد ولا غيرهما٠٠٠٠٠٠[/color:f1b37b79c6]
بېشکه چه الله پوهيږي !!!!!
په احترام
خیریوسی
12.02.2006
ډیر محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله سبحانه وتعالی دری صنفه مخلوق پېداکړی دی اول هغه مخلوقات دی چې عقل یې ورکړیدی اونفس یې نه دی ورکړی ( ملائکه )اوبل هغه مخلوقات دی چې نفس او عقل یې دواړه ورکړی دی ( انسان ) او بل هغه مخلوق دی چې نفس یې ورکړی دی او عقل یې نه دی ورکړی ( حېوان ) که دانسان عقل پر نفس غالب شی هغه افضل دمخلوقاتو شی
محترم حلیمی صاحب زه یو سوال لرم هغه دا چې
دسلا م ویل او یا لیکل لویه دعا ده
دسلام ویلو او لېکولو څه طریقه ده په کم ډول باید سلام ولیکل شی او جواب یې په کم ډول سره ورکړه ډیره مهرانی به دی وی
مېنه مننه
Ghairat
13.02.2006
[quote:380b1e527a="ابو محمود"]ډیر محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله سبحانه وتعالی دری صنفه مخلوق پېداکړی دی اول هغه مخلوقات دی چې عقل یې ورکړیدی اونفس یې نه دی ورکړی ( ملائکه )اوبل هغه مخلوقات دی چې نفس او عقل یې دواړه ورکړی دی ( انسان ) او بل هغه مخلوق دی چې نفس یې ورکړی دی او عقل یې نه دی ورکړی ( حېوان ) که دانسان عقل پر نفس غالب شی هغه افضل دمخلوقاتو شی
مېنه مننه[/quote:380b1e527a]
محترم اومکرم استاد حليمي صاحب ، محترم ورور اوبو محمود او درنو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
د عقل او نفس له مخې ډله بندي مو ډيره جالبه ده. انسان او حيوان پرې سره بيلېدی شي ، ځکه دا دواړه ډلې مونږ وينو ګورو او عقل او نفسيات يې پيژنو. خو هغه شتوني (موجودات) چې نه يې وينو نه يې ګورو او نه يې پيژندلی شو، د هغوی پر عقل او نفسياتوبه څرنګه حکم کوو؟ ملايک او پيريان دواړه د عقيدې موضوعات دي نه د معرفت او پوهنې ! که د پيريانو ذکر په سپېڅلي قران کې نه وای شوی، نو پرشتون به يې چا عقيده هم نه وای لرلې .
دغه راز عقل ته د ملايکو اړتيا هم روښانه نه ده ، که انسان عقل ونه لري ژوند نشي کولی، ځکه انسان نفسي غوښتنې لري چې پوره کول يې ژوند دی او هغه بي له عقله نشي پوره کولی ، نو له عقل پرته ژوند هم نشي کولی . که له انسان او انساني عقل څخه يې قياس کړو نو دا پوښتنه اړانده راپورته کيږي چې ملايکې د ژوند له پاره عقل ته څه اړتيا لري (؟ ) ، هغوی خو نفسي غوښتنې هم نه لري نو بيا ؟
دلته ښايي تاسې ډله بندي د ( روحانيت) په دريم جز پيوند کړای شئ چې تر عقل هم لوړ بلل کيږي اوعقل ته چندان اړتيا هم نه لري ، څود ملايکو مقام او بيلوالی پرې تعريف شي : ملايکې روحاني دي، انسان عقلي او نفسي دواړه اړخونه لري او ښايي يو څه روحاني هم وي ، خو حيوانات يواځې نفسي موجودات دي . داچې پيريان دين مني بايد عقل هم ولري، که نه ديني تکليف پرې ايښودل کيدای نشو . خو روښانه نه ده چې د پيريانو ژوند پخپله څنګه پر عقل وﻻړ دی، ايا هغوی هم مادي توليد کوي او کلتور ايجادوي ، ژوند يې اجتماعي دي او داسې نورې پوښتنې له عقل سره تړلې دي؟ د پيريانو عقلي اړخ له بنسټه تياره پاتی دی!
سم ـ اند ـ پوهه (= منطق) دا پوښتنه راپورته کوي چې :که پيريان د اسلام پوسيله د انسانانو سره برابريږي، نو کافر پريان به له کافرو انسانانو څخه هم ټيټ وي که څنګه ؟ د پيريانو خبرې چا نه دي اورېدلي،هغه خبرې چې يو پريانی سړی يې په هغه حالت کې کوي چې په اصطلاح پيريان پرې ناست وي ، د سړي خپلې خبرې دي، خو د عصبي تکليف د څپې په بهير کې يې کوي ، يعنې دده د مغزو محصول دي په يو غير عادي حالت کې . په درنښت .
ع کريم حليمي
14.02.2006
ډیر محترم ابو محمود صاحب ، غيرت صاحب السلام علیکم !
[quote:62dfd0bd11]محترم حلیمی صاحب زه یو سوال لرم هغه دا چې
دسلا م ویل او یا لیکل لویه دعا ده
دسلام ویلو او لېکولو څه طریقه ده په کم ډول باید سلام ولیکل شی او جواب یې په کم ډول سره ورکړه ډیره مهرانی به دی وی [/quote:62dfd0bd11]
هو ! تر سلام بله ښه ، لويه ، غښتلې ، احسنه ، بهتره ، ښايسته دعا نسته
پر ځمکه او اسمانونو کي
الله دي مو سلام په نصيب کړي ( سلامتي د ايمان )
بخښه غواړم ! دا چه زه هم بعضي وخت ليکم چه سلام په عرض رسوم ليکم
غلط ده !
السلام عليكم ويل او ليکل سنت دي ٠ په بل هر ډول ويل ياليکل خلاف د سنت دي
اوجواب ئې بايد داسي وويل سي چه :
السلام عليك ورحمة الله
چه دغه ورحمة الله ويل تقريبا واجب دي او هم د سلام جواب په سلام
يعني فرض دۍ او چه وخت يي راسي نو واجب سي
الله فرمايي چه :
بسمه تعالی : وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ کَانَ عَلَي کُلِّ شَيْءٍ حَسِيباً ٠ 86 نساء
او د عليه السلام ارشاد داسي دۍ چه :
السلام عليكم. فقالوا السلام عليك ورحمة الله.[color=white:62dfd0bd11] فزادوه ورحمة الله.[/color:62dfd0bd11]
او بل يو مسلمان پر بل مسلمان دا پنځه حقوق لري چه :
" حق المسلم على المسلم خمس رد السلام، وعيادة المريض، واتباع الجنائز، واجابة الدعوة، وتشميت العاطس "
سلام به ور ته وايي ، چه مريض سي پښتنه ، جنازې ته به يي ځي ، دعوت به يي
مني ، او چه وترچي که ئې الحمدالله وويل نو يرحمکم الله جواب ورکه که
الحمد الله ئې ونه ويل جواب مه ورکوه
سند داسي دۍچه :وبإسناده عن أبي هريرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم خمس من حق المسلم على المسلم رد التحية وإجابة الدعوة وشهود الجنازة وعيادة المريض وتشميت العاطس[color=blue:62dfd0bd11] إذا حمد الله عز وجل. [/color:62dfd0bd11]
د غيرت ورور جوابونه لرم ٠ اما تاسو ته ئې سوالونه راجع کړي
او پر ما فقير باندي ئې سلام هم نه وو پېرزو ٠ الله ښه پوهيږي
خیریوسی
15.02.2006
ډیر ګران محترم حلیمی صاحب
اومحترم غیرت او محترمو لوستنکو صاحبانو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
اول زه بښنه غواړم دیوی موضوع پر ځای می بله موضوع راګډه کړه اود ګران حلیمی صاحب څخه ډېره مننه چی ما او لوستکو ته یې مفصل جواب راکړی
وروڼو زه خپله نه عالم یم اونه مې منطق ویلی دی داسې ډېری موضوعګانې دی شاید دمنطق او دډاروېن دنظریې سره په ټکر کی وی
دمثال په ډول:
معراج درسول کریم صلی علیه وسلم
دسپوږمې دوه ځایه کیدل
پرشاه محمود غزنوی 12 کاله تېریده په څو دقېقو کی
دحضرت عمر بن الخطاب په مدینه منوره پر منبرد خطبه ویلو په حال کومنده ورکول ومجاهدېنو ته په مسافه 3000 کیلومتو او قومندان هم دده ږغ اوریدل
دسیدنا یونس علیه الصلاة والسلام معراج دکب په نس کی
اولیاء الله څنګه دګناهونو بوی حسوی دډیری لېری فاصلې موږ ولې دګناه بوی نه سو احساسولای ..............................................................
زما جاهل دپاره هم دونه بس دی محترم حلیمی جوابونه برابر کړیدی و غیرت صاحب ته یې منطقی جواب ولیکی
مېنه او مننه
ابو محمود
کټوازی
20.02.2006
درنو مشرانو ، ګرانو وروڼو او پتمنو خوږو خو ېندو ،
اسلام عليکم و رحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
محترم او مکرم استاز غبدالکريم حليمي صيب ،
ستاسې له ښې رهنمايي څخه ډېره مننه ، له واکمن او ځواکمن څښتن جل جلالۀ څخه يي درته د دنيوي او اخروي اجرغوښتونکي يو ،
امين ثم امين ،
اما بعد ، د محترم غيرت صيب د ليکنې پر بنسټ ، که دا روښانه کړئ ،
که انسان يوازې ، عقلي او نفسي موجود وبولو ،نو بيا پر انسان د ديني تکليف مانا څۀ شی شوه ؟ ايادا روحانيت نه بلل کېږي ؟ او که روحانيت بل شی دی ؟
او انسان يې ځکه نه لري چې نفسي غوښتنې لري ، او ژوند يې پر نفس ولاړ دی !!؟؟
که څرنګه ؟؟؟
واسلام