د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ږيره ور په پارلمان کې

ذمه وال
01.02.2006

عصـمت قانع - پېښور
[size=24:b59bab17b8][color=brown:b59bab17b8]ږيره ور په پارلمان کې[/color:b59bab17b8][/size:b59bab17b8]

برېتوپه پارلمان کې ږيره ور په پارلمان کې
اخوان هم ورسره دی پرولترپه پارلمان کې(۱)
پياده به اوس غربي ديموکراسي شي په وطن کې
پرتوګ به هم بدل شي په نيکرپه پارلمان کې
ملاجانه پرهمدې دنيادحورو مزې واخله
له ښځوسره ګډ کوه غومبر په پارلمان کې
صحنه دباغ وحش ده خلکوراشئ تماشې ته
ماوليدو زمونږ دکلي خر په پارلمان کې
ټوپک خويې سمبول دی اما توپ هم ورسره دی
راکټ په پارلمان کې دی سکر په پارلمان کې
کمال دچپن پوشه مداري دچالاکۍ دی
پخېږي له جنترسره منترپه پارلمان کې
ترږيره دسياف لاندې به ناڅي سرې او سپينې
فهيم به هم وهي جان واکرپه پارلمان کې
ستم دی که پرچم دی که شوله ده که پياوه ده
راټول دي داساسچ اوهمبرګر په پارلمان کې
درې ښځې به څلورکړي که تعداد يې پوره نه وي
پيسې به لاپيدا کړي قاچاقبرپه پارلمان کې
دننګ اودپښتوګټنه څه له ترې نه غواړې
معاشونه جاسوسان خوري په ډالرپه پارلمان کې
قانون به قانوني په بډه ووهي په ډاګه
محقق به هم مېخ کوب کاندي پرسر په پارلمان کې
زرداد او مسعودنشته نورخو ټول سره راټول دي
لوپردپاټکونولنډه غر په پارلمان کې
دافصل چې کرلی امريکادی ښادبه نه شي
راشنه دي دغنم پرځای جودر په پارلمان کې

(1) دپرولتا ريا دديکتاتورۍ افراطي داعيان


داود فايز
26.03.2006

قانع صاحب
سلامونه اونيكي هيلي
پس له سلامه ډيرښه شعر د ي ويلي دي
خو خبره داده زه خبر شوم چي تا هم ځان كانديد كړي ؤ پارلمان ته كه ته كامياب شوي وي نو ته به له كومي ډلي څخه وي ؟او دي خپل كلي له كومو
څيزونونه به شميرل كيدلي ؟خو داسي معلوميږي چي په يوه كي هم نه حسابيږي ، ځكه چي ملا راكټي دا په انتخاباتو كي ملا ماته كړه.
په درناوښت
أبو عمر الأفغاني / محمد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more