وطن پال او نور ګټور شعرونه
دکربلا الهام دالفت په ژبه
      منلی
      01.02.2006
    
کله کله توره شپه کښی فضا ډیره ظلمانی شی
بحرانی مهیب حالت وی هواډیره طوفانی شی 
توری وریځی راخپرې شی پکښی ورک شی آسمانونه 
آپتونه راوریږی خطرناک شی بارانونه 
سیلابونه راروان شی سراومال وی په خطرکښی 
اضطراب وحشت اوډاروی زړه کښی سترګوکښی په سرکښی 
سیاسی فضا شی خړه تندریزه او مهیبه 
ډارحاکم فکرمحکوم وی ژوندبی خونده بدنصیبه 
 
ابوالهول یزید پیداشی چی دخلکوباسی زړونه 
ورسره په کربلاکښی یوبلا مصیبتونه 
هیبتونه دهشتونه مسلط وی په هرچا
هرسړی وی وارخطا چی مهیبه وی بلا
هره خواوی تورتمونه عقل فکر وی حیران 
چا ره ورکه وی هرچاته بیچاره ښکاره شی ځان 
نشاط نه وی په حیات کښی دخندا قحطی ګرانی وی 
عذابونه عتابونه فشاورنه مجانی وی 
مایوسی پریشانی وی خوښی نه وی په عالم کښی 
بلبلان باغ کښی کړیږی  وی اورونه په شبنم کښی 
دغضب حکمرانی وی خوله خنداته نه جوړیږی 
هرساعت یی قیامت وی هریوزړه کښی پت ژړیږی
هیڅوک هیڅ نشی ویلی جرائت سلب شی له هرچانه
جهان هرچاباندې تنګ شی له هرلوری هری خوانه 
داسی ډېربدبدحالونه په انسان باندې راغلی 
زلزلې او طوفانونه په جهان باندې راغلی 
 
په همداسې سخت ساعت کښی پیداشوی لوی کسان 
چی ځان نه سپاری طوفان ته اوسپریږی په طوفان
دطوفان په سرنوح کېښوددبشردبقاپنډ
دتدبیر عزم په مخ کښی طوفان کله ګرځی خنډ
که هرڅومره لوی طوفان وی عمریی لڼډلکه ظالم وی 
دنوح عمریې نصیب شی چی طوفان باندی حاکم وی 
خاوندان دارادوتل په جرئت مومی نجات 
له خطرسره جنګونه حقیقت دی دحیات 
نمرودان سوزوی اورکښی که دعصرابراهیم 
حق پالونکوته نه ښایی چې باطل ته شی تسلیم 
که یزیدپه کربلاکښی ظلم کړی له حده تیر 
شهامت به دحسین څوک ترقیامته نکړی هیر 
یزیدنوم داستبداددی دسمبول په حیث جهان ته 
حسین ډیر اعلی مثال دی دایمان اهل ایمان ته 
ظالمان دیوه کوردی که عرب وی که عجم 
وي ابولؤلؤکه شمرکه رحمن ابن ملجم 
یو ظالم دی چی په یونوم او په بل نو مسمی َ شی 
سکندروی بیاچنګیزشی بیاتیمویااتیلاشی 
په یزید باندې وریږی ترقیامته نفرتونه 
دحسین په غم کښی ژاړی جهانونه عالمونه 
که جابرچنګیز هرڅومره په قدرت دی مشهورشوی
خوبیاهم جلاالدین ته په ستاینه مجبورشوی 
هلاکوبدګڼی هر څوک چی قاصدودهلاک 
هټلران هرچاګڼلی دښمان دژوندوژواک 
ددجلې رودظالمانو دانسان  په وینو سورکړ
په وحشت بربریت يې جهان خلکوته تنور کړ
هغه څوک وچی یې جوړې دسرونو منارې کړې
چاودان ښارونه وران کړه ترینه جوړی یې میرې کړی 
چا دی سوی په اورونو بشري تمدنونه 
چا وژلی دی فکرونه چاتباه کړه هنرونه 
څوک دقهر قهرمان وپه بامیانو څه تیر شوی 
غلغله کښی چی څه شوی دجهان کله هېرشوی 
څنګه راغی څنګه لاړه له جهانه سکندر
څه یې وکړه دلته هلته ورشه وپوښته خیبر
غجیبه غوندې جهان دی عجیبه یې دي کار ونه 
کله وران کله ودان کړي قدرتونه هیواودنه 
سقراط فخر دیونان ؤدیونان قدرت محکوم کړ 
په زندان کښی یې دزهروپه پیاله باندې مسموم کړ
اصلی کوردفلسفوشوفیلسوف لره زندان 
یونان ولې سقراط وژنی سقراط ژونددی دیونان 
په فرمان دروم مسیح دی په سولی خیژول شوی 
اوس مرکزدمسیحادین دلوی پاپ دی ګڼل شوی 
دغه راز کارونه اوس هم په بل رنګ اوبل عنوان شته 
په بل نوم بله څیره کښی جهانسوزجهانګیران شته 
په دی ځمکه نه مړیږی ددې عصرناپلیون 
لاس یې واچاوه اسمان ته اوس سپوږمۍ ته لري یون 
سل چنګیزه دی پټ شوی داتوم هره زره کښی 
دجم ډېر جامونه ګوره درادارپه آئینه کښی 
 
ورانولو ته جوړیږ ددنیا عمارتونه 
تباهی ته خدمت کاندی ددي عصر تخنیکونه 
استعمارکله ورکیږی جامه شکل یې بدلیږي
استبدادپه نوم نوی بڼه سیاست لره ځوم کیږي
په دې څه که دظالم نوم ایښی پلاروي رحیم خان 
په ښه نوم کله ښه کیږی چې یې خوی وی دحیوان 
حقیقت خونه بدلیږی که ظلمت وبولونور 
دهلک په جامه کله هلک کیږی دچا لور 
 
له تیارو سره رڼاوي همیشه لاس وګریوان 
په هر وخت کښی په جګړه وي اهریمن سره یزدان
ظالمان په ایماندارو نشی کړی حکمرانی
دظالم ظلم ته غاړه کله ږدی مسلماني
غرقیدونکی دي غرقیږي که فرعون دی که قارون 
چی پیداشی په ولس کښی یوموسی اوبل هارون 
دنمرودامرته غاړه نه ده ایښی ابراهیم 
دفرعون قدرت ته کله تابع شوی دی کلیم 
اسلام نه منی هیڅکله دیزیدمتابعت 
حسین سرشی ورکولی نه لاسونه دبیعت 
محمد(ص) اومومنانو کول ځکه جهادونه  
چی دخدای (ج) په لاره سم کړي دابي لاری قدرتونه 
داسلام روح دی جهاد نارواسره عناد
حمایت دمظلومانو ورکول دهر فساد
هغه کله مسلمان دی چی خرکیږی ددجال 
وظیفه دمسلمان ده له دجال سره جدال
چاچی یوقدرت منلی په جهان کښی دالله 
اصلی کاریې دی جهان کښی جهادفی سبیل الله 
مومن کله شی منلی یو مطلق آمریت
اولوالامرداسلام دی مقیدپه شریعت 
 
په هغو تل مسلط وي ظلم جبرقهرزجر 
چی په ظلم کوي صبر او له خدایه غواړی اجر 
مکلف په مشوره دی اولوالامرداسلام 
بی نیازه مشوری نه کله وخیرالانام (ص)
حقیقی مسلمان نه دی داایمان څه ایمان نه دی 
چی حسین غوندې یزیدته ټنینګ ولاړپه میدان نه دی 
اسلام نردی او نرتوب دی شهامت زړورتوب دی 
نه ژړانه انګولاده نه دظلم مرئیتوب دی 
نوربیا