اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ډنمارک درسول الله صلى الله عليه وسلم بى أدبى كوي
احمد افغان
25.01.2006
محترمو ورونو او خويندو!
سلامونه او نيكى هيلى مى ومني...!
سه موده بخوا دكران بيغمبر جناب حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شان كه دډنمارک دولتى مجلى (ماكازينت )جه كومه بى حرمتي او بى أدبي خبره كري وه تاسوبه ورنه خبر ياست ؟
دادي يو خل بيا مجله د دوهم خل لباره دجناب حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شان كه بى ادبى كوي ... د سى شنبى به ورخ 10/1/2006م جه دلوي اختر دورخى سره سمون خورى به دير واضح شكل باندى مختلف كاريكاتورونه يو خل بيا نشر كوي،.ددى نه مخكى د 30/9/2005م د بلاندز ورخبانى جه دډنمارک نه خبريزي دا بى حرمتى كري وه.
به ديرافسوس سره بايد ووايم جه دتول افغان به إسلامى او دغيرت نه دكه بشتنه بانه كه د ډنمارک نه افغانستان ته دنورو سرتېرو استولو خبر خبريزي او مسلمانان ليكوالان ددى درناكى بييشى نه سه نه ليكى؟؟؟؟!!!!!!
بيشه ديره مهمه ده هيله كوم ورونه او خويندى جوب باتى نشي.
به دير ادب
محمد (ص) د اله تعالی تر ټولونازولی پيغمبر دی
نقاد
30.01.2006
محمد صلی الله عليه وسلم الله تعالی په ٩٩ نومونو ستايلی دی ، خاتم الانبيأ دی او د الله تعالی داسې بشپړ کتاب پرې نازل شوی چې ساری ن لري ، په لوح محفوظ کې حفظ دی او پر بل هيڅ پيغمبر نه دی نازل شوی ، مخکيني ټول اسماني کتابونه په کی مدغم شوي او د اسلام سپيڅلی دين يې د اکمال او بشپړتيا درجې ته رسولی دي. دا دخدای نور او رڼا ده چې د انسان زړه روښانه کوي او پر مستقيمه ﻻر يې رهبري کوي . محمد (ص) دهر مؤمن مسلمان له پاره د زړه ستن ، د سترګو تور او دزړه ټکوراو ترځان ، موراو پلار او اوﻻدونو ګران دی .پر هغو لويديځوالو ، ډنمارکيانو ، ناروېګيانو مسيحيانو او ژورنالستانو دې لعنت وي چې دالله تعالی د نازولي رسول محمد (ص) نوم په په کږه خوله ، بد نيت او ناپاکه توګه يادوي . دوی دې خدای تعالی سپک او سپاند، ذليل او په شرمونو وشرموي . د ډنمارک او ناروې اړونده ورځپاڼو د ناروا کاريکاتور په نشرولو سره داسلام د ستر پيغمبر ، د اسلام د سپېڅلي دين او د نړۍ د ټولو مسلمانانو سپکاوی کړی دی . مونږ دغو هوادونوله رتابه نه غاړو چې په سملاسي توګه ددې ناوړې پيښې عاملين ونيسي ، په سزا يې ورسوي او د نړۍ له مسلمانانو څخه بښنه وغواړي .! مونږ له حامد کرزي څخه هم غوښتنه کوو چې ددې سپين سترګۍ له امله دې د دنمارک د حکومت په وړاندې خپل احتجاج څرګند کړي ، که چيرې دئ ځان د يوه مؤمن مسلمان او مجاهد ملت ولسمشر بولي ! والسلام . نقاد
احمد
31.01.2006
محترم استاذنقاد صيب !
ستاسو دإسلامي اودغيرتي نقد نه يوه نرى مننه ...خداي باك مو قلم ته نور هم بري وركره ،واقعاً جه دا مساله خطرناكه ده ،كه مسلمانان جوب باتى شي نو دنورو تجاوزنو انتظار دهم وباسي.
islam dost
09.07.2006
درنو لوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
احمده وروره خدای جل جلاله منتقم اوصابر ذات دی ،
دټول افغان لومړی مخ دنذيراحمد سهار ليکنه
۲۸ ورځې وړاندې د بي بي سي انګلیسي څانګې او یو شمېر نورو رسنیو د ډنمارکي کارټونسټ د سوځېدو خبر ورکړ. د رسنیو د خبرونو پربنسټ ، د کاریکاتورست پرکور اور بل شو او څو دقیقې وروسته د دده په ګډون د کور هرڅه لوخړه شوي وو. د پولیسو د څیړنو له مخې، د اورلګېدو لامل تر نن ورځې څرګند نه شو، د برېښنا د شارټۍ وړاندوینه رد شوه، او د ګازو او نورو سون توکیو د اوراخستنې وړاندوینې،خو ځکه باطلې وبلل شوې،چې دغه ډول توکي دده په کور کې نه وو. د ډنمارک چارواکو د کارټونسټ د کورسوځېدو پېښه له رسنیو پټه وساتله، خو یو ډنمارکی ژورنالست دې ته تیارشو،چې ځینې رسنۍ پرې خبرې کړي. ددغه ډنمارکي ژورنالست په وینا،چې نوم یادونه یې نه ده شوې،د کاریکاتورست کور او دی په ډېر لږ وخت کې ایره شوي دي. دا یو خدایي قهر وو.
د کاریکاتورپېښه:
ایلاندس پوسټن Iyllands-Posten لومړنۍ ډنمارکۍ ورځپاڼه وه،چې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر ۱۲ کاریکاتورونه یې خپاره کړل. څلور میاشتې وروسته د مسلمانانو غوږونه خلاص شول او د لاریونونو په موخه یې ښارونو ته مخه وکړه. دا ټول جنجالونه د ماشومانو د یوه کتاب د تالیف پر سر راپیداشول. لیکوال فلیمنګ روز له مسلمانانود وېرې او ډار له امله پر دې بریالی نه شو،چې د خپل کتاب د انځورتیا لپاره یوڅوک غوره کړي. د ده کتاب د قرآن او دحضرت محمد ص د ژوند بیان کاوه. د کتاب د مولف وېرې ایلاندس پوسټن ورځپاڼه دې ته اړ اېسته،چې د سپتمبر پر ۱۹مه نېټه د ډنمارک د کاریکاتورستانود ټولنې ۴۰ تنه غړي راوبولي او د خپلو انددودونو له مخې د حضرت محمد ص انځورونه وکاږي. فلیمنګ روز غوښتل په خپل دغه کار سره ددوی په وینا (فکري سانسور) لرې کړي او دا وښیی،چې د بیان ازادي ترمذهبي سیوري لاندې ده. د کاریکاتورانو ۴۰ کسیزې ډلې ورځپاڼې ته ۱۲ کاریکاتورونه وسپارل او د سپټمبر پر ۳۰مه نېټه (د محمدڅېرې) تر سرلیک لاندې خپاره شول.
ډنمارکي کاریکاتورست سوځېدنه یوه معما ګرځېدلې ده! د ډنمارک حکومت د رسنیو پرخولو مهرونه لګولي او نورې رسنۍ په بېلابېلو لاملونو د واقعیتونو تل ته نه ورځي. په هرحال تراوسه،چې څومره جوته شوېده، کاریکاتورست د الهي عذاب څکه کړېده .
( دا یو خبر و،چې په ښیښه یي ګړۍ سبک کې لیکل شوی او د زړښت اغیز یې له منځه تللی دی . دغه سبک په www.worbal.com/khabaryal کې کتلای شئ).
احمده وروره ډنمارکي کاريکاتورست خوخدای جل جلاله په خپله وواژه خوکه داد يومسلمان په لاس وژل شوی نوبيابه خدای پاک جل جلاله ته ډيره خوښه وه ،او په دي کښي خو شک نشته چي کافران اومسلمانان دواړه مرګ لري خوکه په جهادکښي مسلمانان کافران
ووژني اوکافران مسلمانان په شهادت وره سوي نوخدای جل جلاله له مسلمانانوڅخه رضااو
مقابل کښي مغفرت اوجنت ورکوي که څه هم دواړه غاړې په طبيعي مرګ هم مري
: ديوحديث شريف له مخي چي فرمايی
لايجتمع کافر وقاتله فی النار
يعني دکافراودکافرقاتل به دوزخ کښي نه يوځای کيږي ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته