د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

چڼى (ناول)

هادي حيران
23.01.2006

چڼى (ناول)
ليکوال: عبدالهادي حيران
(لومړۍ برخه)

"يوه، دوه، درې........ څلور پنځوس" قاري صېب د څلور پنځوسو ډوډيو د شمارلو څخه وروسته يؤ ځل د عبدالله په مخ يؤ شکي نظر واچولو، بيا ئې ټولې نيمې نيمې ډوډۍ يؤ طرفته کړې اؤ روغې روغې ډوډۍ بل طرفته. بيا ئې نيمې نيمې ډوډۍ د يؤ بل سره د نيم شوي طرف نه وکتلې چې چيرته عبدالله پخپله خو نۀ دي نيمې کړې. اؤ چې ښۀ مطمئن شو چې هره ډوډۍ د بېل بېل کور ده نو ټولې ډوډۍ ئې د وظيفې د څادر په پلَو پټې کړې اؤ عبدالله ته ئې وويل: "د لمانځه وخت نژدې دى راځه اودس وکړه". د دې خبرې سره سم هغه پخپله د اودسونو ځاى ته ورغى. عبدالله هغۀ ته "ښه" وکړ خو د اودسونو ځاى ته د تللو په ځاى ئې هماغلته د طالبانو په کوټه (خُونه) کې پَکى ولګولو اؤ يوې بسترې ته ډډه شو.
هغه د سُور اوړي په تود لمر کې دوه ځله په ټول کلي کې ګرځېدلى ؤ اؤ د څلورو پنځوسو کورونو نه ئې وظيفه راټوله کړې وه. د کوټې نه بهر په ټول جومات کې، په ځانګړې توګه د اودسونو په ځاى کې بيروبار ډېر ؤ ځکه چې د جُمعې په ورځ خلک لمانځه ته زيات راتلل. د جومات د طالبانو امير ، چې د جومات ملا امام هم ؤ اؤ د کلي خلکو استاذ بالۀ، ښۀ په جوش کې لګيا ؤ مسئلې ئې کولې. د عبدالله نيت دا ؤ چې تر څو امير صېب مسئلې کوي تر هغې به دى په کوټه کې لږ ځان دمه کړي اؤ چې څۀ وخت خطبه شروع شي نو اودس ته به ورشي. ايله ئې د تود لمر اثار د مخ نه په کمېدو شوي وو چې د امير صېب تقرير ته ئې پام وګرځېد. هغه د ډېر جوش په انداز کې لګيا ؤ اؤ ويل ئې: "وَلا تَشْتَرُوووو بِآياتِي ثمناً قليلاً..... اؤ مۀ اخلئ.... په اياتونو زما.... پېسې لږې.... يعنې..... زما اياتونه مۀ خرڅوئ... په مطلب پوه شوئ کنه؟ .... خداى پاک وائي چې زما کلام مۀ خرڅوئ..... "په لږو پېسو ئې مۀ خرڅوئ" نه مطلب دا دى چې دا دنيا د الله پاک په نظر کې د ماشي د وَزر اومره قدر هم نۀ لري........" امير صېب په دې مسئله ښۀ په تفصيل سره بحث وکړو اؤ د قران مجيد د مختلفو اياتونو، د مبارکو حديثونو اؤ د علماؤ د لويو لويو کتابونو په حوالو ئې دا ثابته کړه چې د قران پاک په ختم پېسې اخيستل اؤ ورکول حرام دي.
عبدالله دا ټول تقرير په غور سره اورېدلو. دوه درې ځل ئې د جېب نه د سلو روپو هغه نوټ راواخيستلو چې د وظيفې راټولولو په وخت ورته د کلي يوې ښځې په ختم کې ورکړى ؤ. د تقرير په اخر کې هغه پاڅېد، د جومات نه ووت اؤ د کلي په مينځ کې د يؤ ښۀ ساعت د مزل کولو نه وروسته هماغه کور ته ورغى چې دوه ساعته د مخه پکې ختم شوى ؤ اؤ عبدالله ته پکې هم سل روپۍ ورکړل شوې وې. د خپل عادت تر مخه د کور په دروازه بې له کومې اجازې ورننوت. د کور يواځينۍ ښځه همدغه وخت د اودس لپاره کښېناستلې وه اؤ په داسې حالت کې نۀ وه چې څوک دې خوا ته ورشي خو عبدالله نېغ ورغى. هغې د عبدالله په ليدلو زر ځان راټول کړو اؤ د ډېرې غوسې نه تکه سره شوه. زړۀ ئې وغوښتل چې عبدالله ته يوه کلکه څپېړه ورکړي خو د صبر نه ئې کار واخيستلو اؤ ښۀ په قهر ئې وويل: "څۀ مرګ غواړې چڼيه! چې بيا راغلې؟ بيا دې امير صېب په ډوډۍ نۀ دى موړ شوى؟". عبدالله بې د څۀ ويلو په موټي کې نيولى د سلو روپو نوټ وروړاندې کړو اؤ په خورا معصومانه انداز ئې وويل: "دا واله".
ښځه پوه شوه چې دا هماغه نوټ دى کوم چې ئې په ختم کې ورکړى ؤ نو نوره هم غوسه ورغله. خو چې د عبدالله په معصوم اؤ لمر سُور کړي مخ ئې سترګې ښخې شوې نو داسې ورته محسوس شوه لکه د عبدالله په جامو کې چې د هغې مړ شوى ځوي ورننوتلى وي اؤ مخې ته ئې ولاړ وي. د هغې يواځينى ځوي د عبدالله په عمر کې د يوې خطرناکې ناروغۍ له امله مړ شوى ؤ. هغې ته د خپل مړ شوي ځوي دا عادت هم راياد شو چې کله به ئې روپۍ ورکړې اؤ هغه به بيا په څۀ خبره خفه شو نو روپۍ به ئې بېرته راوړې اؤ ور وبه ئې ويشتلې. خو عبدالله د هغې روپۍ په لاس کې نيولې وې اؤ لاس ئې د هغې په لور اوږد کړى نيولى ؤ. د ځوي رايادېدو سره د هغې سترګې د اوښکو نه ډکې شوې خو زر ئې بېرته وچې کړې، په ډېره مينه ئې د عبدالله په سر لاس راښکو اؤ په حيرانتيا سره ئې ورته وويل: "ولې!!!!! ولې ئې ناخلې هو؟".
"امير صېب وَئي چې دا حرامې دي". عبدالله ځواب ورکړ.
ښځه نوره هم حېرانه شوه اؤ د چيغې په انداز ئې وويل: "حرامې دي......!!!!!". همدغه وخت يوه ګاونډۍ ښځه راغله اؤ په دروازه د راننوتلو سره ئې نارې جوړې کړې: "بي بي جانې..... يه بي بي جانې!! مونځ دې وکو کۀ نا؟".
"مونځ مې خاورې وکو، تۀ راشه د دې چڼي خبرې خو لږې واوره" بي بي جانې ځواب ورکړ.
ګاونډۍ ښځه اوس کور ته پوره راننوتلې وه. هغه يؤ ځل عبدالله ته مُسکۍ شوه اؤ بيا ئې د بي بي جانې نه پوښتنه وکړه چې چڼى څۀ وائي. بي بي جانې په ځواب کې ورته وويل: "سار مې ختم کؤ نو دا هم راغى. يؤ څو اياتونه ئې راسره وويل، چې تو (تلو) نو سل روپۍ مې ورکړې. اوس ئې راپسې واپس راوړې دي وَئي چې دا حرامې دي".
"وئ مورې مړه مې کې....!" هغې دواړه لاسونه سينې له يوړل اؤ د عبدالله په لاس کې د سلو روپو نوټ ته ئې هم په غور غور وکتل.
"زۀ نۀ وَيم..... امير صېب وئي چې حرامې دي". عبدالله ګاونډۍ ښځې ته وضاحت وکړو.
"څۀ وَئي چې ولې حرامې دي؟ مونږ د چا نه غلا کړې ده يام سوال کړى دى؟؟" بي بي جانې په عبدالله سترګې راوويستلې خو هغه زر په خندا شو لکه چې وائي {تۀ دومره غټه ښځه ئې اؤ په دې خبره هم نۀ پوهېږې} اؤ په هماغه خندا کې ئې ورته وويل: "نا... دسې وئي چې په ختم پېسې اخيستل حرام دي" دواړو ښځو د دې خبرې په اورېدو يؤ "وئ" وکړو اؤ په خپلو خپلو خُلو ئې لاسونه کېښودل.
"دې شي ته اوګوره اؤ دې خبرو ته ئې اوګوره!" ګاونډۍ ښځې بي بي جانې ته وويل "تۀ به وَى چې چرته لوئي مولئي صېب دى اؤ منارضې ئې کړې دي".
"خلک د ثواب دپاره ختم کئ اؤ د ثواب دپاره خېرات هم ورکئ نو پدې کې حرام څۀ دي؟" بي بي جانې دا ځل د عبدالله په ځاى د ګاونډۍ ښځې نه پوښتنه وکړه.
"اى خورې!" ګاونډۍ ښځې د يؤ سوړ اسويلي سره وويل " نوي نوي مُلايان راووتل اؤ نوي نوي دينونه اؤ مسئلې ئې راپيدا کړې. اغه ورځ د رشيدې پلار هم ويل چې مولئي صېب وئي چې ختم کول اؤ خېرات اؤ سخات کول ګناه ده. ويل ئې چې استاذ د بر کلي د مُلا سره په دې منارضه هم وکړه".
د بي بي جانې لمونځ کولو ته تادي وه اؤ دا خبرې پرې څۀ بدې غوندې هم لګېدلې نو د ځان خلاصولو لپاره ئې عبدالله ته په خوَږه پسته ژبه وويل: "تۀ خو ماشوم ئې ځويه!... کۀ استاذ وئي چې حرامې دي نو هغۀ له ئې مۀ ورکوه، ځانله پرې څۀ شى واخله.... ښه... اوګوره دا جامې دې څومره خيرنې شوې دي؟.... دا هم بيا راوړه چې درله وې وينځم ښه..... هله زما بچى دى!!!".
"دا واله هو، زې نالم" عبدالله د هغې د خبرې په ځواب کې د سلو روپو نوټ لږ نور وروړاندې کړو.
"واله کنه، مولئي صېب له ئې مۀ ورکوه..... ځانله به پې څپلۍ يا بل څۀ والې" ګاونډۍ ښځې ورته وويل.
"نا...، زۀ بيا ګنانګارېږم" دې سره هغۀ د سلو نوټ بېخي د بي بي جانې په لاس کې ورکېښود اؤ بيا په منډه د کور نه ووت. دواړو ښځو ورپسې نارې ووهلې خو هغۀ شاته ونۀ کتل اؤ تر جوماته ئې ځان په منډه ورسولو.
عبدالله چې جُومات ته ورسېدلو نو د جُمعې لمونځ شوى ؤ اؤ ډلې ډلې خلک د جومات نه بهر وتل. عبدالله په دې فکرمند شو چې د جَمعې لمونځ ترېنه لاړ خو په دې نيم نيم غټېدو چې حرامې پېسې ئې بېرته هغې ښځې ته ورسولې. زړۀ زړۀ کې ئې کرل رېبل چې کۀ امير صېب د دې خبرې نه خبر شو نو څومره به خوشحال شي.
عبدالله نېغ د طالبانو کوټې ته ننوتلو. کوټه کې دوؤ طالبانو په درې لوښو کې بېل بېل اينګلى (کتغ) په سټوپ تودولو. يؤ لوښي کې يواځې غوښه وه اؤ نورو دوؤ لوښو کې ډول ډول سبزيانې، دال اؤ غوښې ګډوډ وو. عبدالله چې په کوم څادر کې وظيفه د کورونو نه راغونډه کړې وه هماغه ئې لکه د دسترخوان خور کړو، ډوډۍ ئې پرې يؤ اؤ بل طرفته خورې کړې اؤ د راټولو کړو ډوډيو نه ئې پينځه سپينې اؤ پستې ډوډۍ په يؤ بېل پاک څادر کې تاؤ کړې. نورو دوؤ طالبانو چې ټول لوښي تاؤدۀ کړل نو يؤ لوښى ئې د دسترخوان يؤ اؤ بل ئې بل سر ته کېښود اؤ د غوښې کاسه ئې د بېلو شويو ډوډيو سره بېله کېښوده. بيا يؤ طالب په جومات کې ټولو طالبانو ته غږ وکړ چې ډوډۍ تياره ده. په يوه ثانيه کې ټول طالبان د دسترخوان نه ګېرچاپېره کښېناستل. ټولو بسم الله ويله اؤ ډوډۍ ته ئې کتل خو د خوړلو جرائت هيچا هم نۀ کولو. تر څو چې امير صېب اؤ قاري صېب هم کوټې ته راننوتل اؤ د نورو طالبانو نه يؤ قدم په ډډه پروت کټ کې کښېناستل. يؤ طالب د غوښې کاسه اؤ په څادر کې بېلې کړې ډوډۍ د کټ مخې ته وړوکي غوندې خيرن مېز باندې کېښودې اؤ چې څنګه امير صېب اؤ قاري صېب په ډوډۍ خوړلو باندې پېل وکړ نو نورو طالبانو هم خوراک شروع کړو.
"بِدَعْتيان خو نن ښۀ غُوسه وو...!" قاري صېب ډوډۍ نه د بس کولو سره سم امير صېب ته په مفغنه عربۍ کې وويل. ورسره ئې داسې کږه غوندې سترګه هم ووهله.
"پرېږده چې پته ئې ولګي" امير صېب ورته په پښتو کې د فاتحانه موسکا سره وويل.
"اَ يؤ جُوماتى خو ډېر ګرم ؤ. ويل چې د جُومې تقرير کې دا خبرې کول څۀ دليل لري" قاري صېب هم پښتو کې خبرې پېل کړې.
"وائي به.....! چې د جُومې تقرير کې ونۀ کُو نو چرته بَى کوو؟" امير صېب دا خبره په داسې انداز کې وکړه لکه وائي چې {زۀ د هيچا نه نۀ ډارېږم}.
طالبانو هم ډوډۍ بس کړه. عبدالله کاسې يؤ طرفته کړې اؤ د ډوډيو څادر ئې د دواړو طرفونو نه داسې راټول کړو چې پاتې شونې ډوډۍ پکې راپنډ شانې شوې. يؤ طالب هغه د کوټې نه بهر يؤ ګوټ ته د نورو ډوډيو سره د اوچېدلو لپاره واړولې.
قاري صېب، چې د ډوډيو دې پنډ ته ئې خواږۀ خواږۀ کتل، امير صېب ته وويل: "چڼي خو نن بالکل پوره ډوډۍ راوړې وې".
"پرون دې وران وران والى (وهلى) ؤ. خېر دى ماشوم دى لږه اوسله کوه". امير صېب ځواب ورکړ. په خبرو خبرو کې ئې د سر نه سپين رومال هم لرې کړو اؤ د کړکۍ په سر يؤ مېخ ته ئې واچولو.
"تۀ په دې نۀ پَيږې امير صېب! دا خو نبي عليه السلام فرمائيلي دي چې چرته ډب ئي الته ادب ئي. اؤ د چڼي مثال خو د کم اصلې ښځې دى، چې څومره د ډب د لاندې وي اومره به په ادب وي. دې کې زما ډېرې تجربې شوې دي اؤ د چڼو د سمولو خو استاذ يم استاذ". "استاذ يم استاذ" ويلو سره ئې د عبدالله طرفته هم وکتل چې ورسره ناستو ټولو طالبانو هم د هغۀ په لور وکتل. عبدالله سر ښکته کړو.
قاري صېب بيا امير صېب ته مخ ورواړولو اؤ ورته وې ويل: "زۀ وَيم چې د ماښام وظيفې له دې ورسره دا ايساق هم ځي چې د ټولو کورونو نه وظيفه راټولوي. دا بانه به ئې هم ختمه شي چې ايريږم".
امير صېب د نيمې دقيقې د غور وروسته په اثبات سره ځواب ورکړ: "سمه ده، ماښام کې دې ورسره ايساق ځي". د دې خبرې سره ئې اسحاق ته هم وکتل چې هغۀ څۀ وائي. هغه غلى ناست ؤ، نۀ ئې انکار کولو اؤ نۀ اقرار. بس فيصله په همدې شوه چې هر ماښام به اسحاق هم د عبدالله سره وظيفې له ځي تر څو د ټولو کورونو نه وظيفه راټولېږي چې ډوډۍ ډېره راځي. همدغه وخت ؤ چې د امير صېب اؤ قاري صېب "راپورتر" حضرت نبي وويل: "عبدالله نن د جُومې په لمانځه کې نۀ ؤ". دې سره ټولو طالبانو د امير صېب اؤ قاري صېب د سترګو په تعاقب د عبدالله په لور وکتل. د يوې ثانيې لپاره عبدالله وډارېدۀ ځکه چې د لمونځ نۀ کولو سزا ورته ښه معلومه وه خو بيا ئې چې خپلې "کارنامې" بيانولو ته خُلۀ جوړه کړه نو زړۀ ئې ډاډه شو. خو مخکې لدې چې هغه څۀ ووائي، امير صېب د ګوتې په اشاره خپلې خوا ته وغوښتو. عبدالله چټک پاڅېد اؤ د امير صېب اؤ قاري صېب مخې ته ودرېد.
"ريشتَى دې نن د جُومې لمونځ ندى کړى؟" امير صېب ترېنه پوښتنه وکړه.
"زۀ هغه کور ته ورغلى وم، چې راغلم نو جَمعه شوې وه".
"کوم کور ته؟".
"د کلي هاغه بر سر کې دى.... ما له ئې سل روپۍ راکړې وې!.... اَ ښځې ختم کړى ؤ.... ما له ئې په ختم کې سل روپۍ راکړې وې. تا مسئلو کې وويل چې دا حرامې دي نو ما بېرته وروړې.... ور مې کړې اؤ....."
"کړس...." امير صېب د زړۀ د تَل نه عبدالله له يوه څپېړه ورکړه. د غوسې يؤ ناشنا کيفيت ورباندې راغلو چې په هغۀ به کله کله راتلو. عبدالله دواړه لاسونه کلک په مخ کېښودل خو د امير صېب د لاس نقشه ورباندې بيا هم ښکارېدله. هغه په خپل ځاى ولاړ ؤ، پښې ئې اوارې رپېدلې اؤ د لاسونو لاندې ئې ماته ماته ژړا پېل کړه. د امير صېب سترګې سرې سرې راووتې اؤ په چيغه سره ئې وويل:
"د خر بچيه!.... زما د دې ..... اومره خو لا هُم نۀ ئې..... ستا د مسئلو سره څۀ کار دى؟". ټولو طالبانو اؤ قاري صېب په يوه سترګه عبدالله ته اؤ په بله امير صېب ته کتل خو هيچا هم څۀ نۀ ويل.
"اَلته کېنه!" يوه دقيقه وروسته قاري صېب عبدالله له ديکه غوندې ورکړه. عبدالله د کوټې ګوټ ته کېناستو، سر ئې په زنګنونو کې ښکته کړى ؤ اؤ پټ پټ ئې ژړل. د لسو دقيقو لپاره په کوټه کې يوه ډاروونکې چوپتيا خوره شوه. اخير د امير صېب قهر سوړ شو، يؤ زوړ اسويلى ئې وکړو اؤ په قاري صېب اؤ نورو طالبانو د يؤ يؤ نظر اچولو نه وروسته ئې عبدالله ته وکتل. هغه تر اوسه سر په زنګون ناست ؤ خُوْړ خُوْړ ئې کول.
"مۀ ژاړه....! راپاڅه....، دلته راشه" امير صېب عبدالله ته وويل. هغۀ پوزه په لمن پاکه کړه، يؤ لاس ئې په مخ ايښى ؤ اؤ په بل ئې سترګه سُولوله، د امير صېب مخې ته ورغى اؤ ودرېدو.
"دېخوا که.....!" امير صېب ورله لاس د مخ نه لرې کړو. بيا ئې ورته وخندل: "تۀ دومره نۀ پَيږې حِماره! زمونږ خرچه خرابوې؟..... مسئلې خو زۀ خلکو ته کوم تاته خو ئې نۀ کوم. تۀ خو چڼى ئې ستا ئې د دې خبرو سره څۀ کار؟...... مونږ خو د دين طالبان يُو مونږ له خو نۀ دي حرامې".
عبدالله ته ياد شو چې هغې ښځې ورته همدا ډول خبره کړې وه. سلګۍ ئې بندې کړې، پوزه ئې يؤ ځل بيا په لمن پاکه کړه اؤ امير صېب ته ئې وکتل. امير صېب محسوس کړه چې سترګې ئې اوس هم د ژړا نه ډکې دي نو په خندا ئې ورته وويل: "ځه اوس کېنه!..... ماښام به درسره ايساق وظيفې له لاړ شي. اوس پوئي شوې چې د ځانه حِمار مۀ جوړوه.. ښه".
عبدالله د سر په خوځولو ځواب ورکړ، د نورو طالبانو نه لږ ډډې ته کښېناستو اؤ سر ئې بيا په زنګنونو کې ښکته کړو.
د ماښام د لمانځه څخه وروسته عبدالله اؤ اسحاق په يؤ ځاى کوټې ته ننوتل. عبدالله د ډوډيو هماغه خيرن څادر راواخيستلو، لږ ئې وڅنډلو، د يؤ طرف دواړه پلوونه ئې د يؤ بل سره وتړل اؤ اسحاق ته ئې ورکړو. ورسره ئې يوه کاسه هم ورکړه. په خپله ئې دوه کاسې په لاس کې ونيولې اؤ دواړه د جومات نه ووتل. د جومات په شا چې د يؤ خالي مېدان نه واوړېدل نو د کلي لومړۍ کوڅه شروع شوه. د لومړي کور دروازې ته د ورتلو نه مخکې عبدالله اسحاق ته وويل: "تۀ دلته ودرېږه، تۀ غټ ئې، کۀ تۀ ئې وليدلې بيا ښځې نۀ راووځي". اسحاق ورته "ښه" وکړ اؤ هماغلته ودرېد. عبدالله د کور دروازې ته ورغى اؤ ښۀ په زور ئې چيغه کړه: "وظيفه راااااوړئ...... خُودَيْم اُوبه ..... ښاآآآآآ" دې نه وروسته ئې اسحاق ته وکتل اؤ د دروازې سره څنګ ته دېوال ته ډډه شو.
يوه دقيقه به نۀ وه تېره شوې چې يوه پېغله جينۍ دوه ډوډۍ اؤ يوه کاسه په لاس اؤ خندا په خُلۀ راووتله، ډوډۍ ئې عبدالله له ورکړې اؤ د غوښې اينګلى ئې د جومات په کاسه کې ورته واچولو. بيا ئې د عبدالله غوږ ته د څۀ ويلو لپاره خُلۀ ورنژدې کړه خو چې په اسحاق ئې نظر ولګېد نو خبره ئې پرېښودله اؤ زر کور ته دننه شوه.
عبدالله د اسحاق خوا ته ورغى، ډوډۍ ئې په څادر کې ورته واچولې، د کاسې نه ئې د غوښې يؤ پوټى خپلې خُلې ته واچولو اؤ د ګوتو څټلو نه وروسته ئې اسحاق ته وويل: "دا کاسه د امير صېب ده. نن د امير صېب د ډوډۍ دپاره د دې کور لمبر ؤ. ما درته وويل چې پټ ودرېږه خو تا ځان راښکاره کړو. امينې راته څۀ ويل خو تۀ ئې وليدې...."
"امينه؟... څوک؟..." اسحاق په حېرانۍ سره ترې وپوښتل.
"اَ ښځه نۀ وه څۀ!، چې دا ډوډۍ اؤ غوښه ئې راکړه. امير صېب پې تاويذ کړى دى..."
" تاويذ؟"
"ها...، امير صېب ته د دې نوم هم ما ښودلى ؤ. چا ته ونۀ وَى ګورى" دې سره عبدالله د کاسې نه يؤ بل پوټى خُلې ته واچوؤ. اسحاق غوښتل چې د دې خوراک نه ئې منعې کړي خو عبدالله د هغۀ د خبرې نه مخکې د بل کور دروازې ته رسېدلى ؤ اؤ د وظيفې د غږ نه وروسته دروازې ته ولاړ ؤ. نور نو څلور څلور، پينځه پينځه کورونه په يؤ يؤ ځاى وو نو په يؤ غږ به ئې وظيفه راويستله. د اخري کور نه چې ئې وظيفه راواخيستله نو بيا دواړه نېغ د جومات په لور ستانۀ شول.
" تا خو ټوله غوښه دلته اوخوړله کنه؟" اسحاق په لاره عبدالله ته لږ په قهر وويل.
" ټوله مې نۀ ده خوړلې د امير صېب د کاسې نه مې اوخوړله".
"د امير صېب د کاسې نه ئې ولې خورې؟".
" زې ګورم چې زخر خو پکې نشته. هسې نۀ چې زخر پکې وي اؤ امير صېب مړ شي" اسحاق په دې "حراميتوب" ښۀ پوه شو خو غلى شو.
" اؤ چې کله د دې کور لمبر وي نو امينه ماته وائي چې شپږ پوټي تې تۀ خوره" عبدالله خبره بيا روانه کړه.
"ښا..... په تا ډېره مئينه ده؟".
" نا....، چې يال (حال) ونۀ وَيْم".
" د څۀ شي حال؟"
" د امير صېب توفې (تحفې) چې دې له راوړم اؤ د دې امير صېب له..... خو دا خبرې امير صېب يا بل چاته ونۀ کې ګورَى! بيا ستا هم خېر نشته".
"امير صېب دا ليدلې ده څۀ؟" اسحاق ترېنه بله پوښتنه وکړه.
"بس بيا به درته ووَيْم. اوس راورسېدو". اسحاق چې وکتل نو د جومات دروازه ئې وليدله. د هغۀ تلوسه اوس ډېره زياته شوې وه خو دا ئې بهتره وګڼله چې نور چوپ شي.
(دوام لري)

د ناول د دې برخې په هکله خپل نظر څرګند کړئ. اي ميل ادرس ahhairan@yahoo.com


Re: چڼى (ناول)

زړور پښتون
24.01.2006

دا خو نبي عليه السلام فرمائيلي دي چې چرته ډب ئي الته ادب ئي

هادي حيرانه وروره سلامونه!

زړګيه! دا تا چي د پيغمبر د وينا درجه ورکړي هغه د پښتو متل دي که شک لري په کلي کښي دي د کوم سپين ږيري سړي نه پوښتنه وکړه.

او زما شخصي نظر دادي چي :- بهترين چټي ناول دي شروغ کړي خو ځه مَړَه مزي پري راټينګ کړه يو شي خو به تري جوړ شي او کيداي شي کال ته ښه شي.
حيرانه وروره خپل خيال ساته:- دوړه دَباوُ


پښتون ځلمی
24.01.2006

سلامونه

وه هادي خانه، د چڼو او ملايانو سره دې لکه چې ډېره ورانه ده. ښه به دا وای چې د دومره خوارۍ پر ځای دې د غني خان يو څو اوتې بوتې را نقل کړې وای. خو البته د بزنس خبره به وي. ښۀ دی ښۀ دی يو څۀ بزنس به وکړي. کۀ بل څوک نۀ، غني خانيان خو يې درنه اخلي : )


hotak
28.01.2006

Boring, So much characters and no story. I dont know what does this lazy guy wana gain by writing this sort of bull shits.I think the guy may probably been fucked up by some one Mullah or Channi. So he's suffering a deep gelousy with whole the Mullahs. But soon the Mullahs may get him and his friends fuck up. Coz they have yet power in Afghanistan.
Thanks and cheers


پتنګ

pattang
28.01.2006

هوتکه سلام عليکم !
ولې دخپل ليک په پښتو ندی ورته ليکلی ?
وروره زمونږ په ځای کې يو متل دی او وايې :
که څوک غواړې چې مشهور شې نو په جمه کې د تيز واچو ي ٠
نواوس وروره داسي وخت راغلی دی چې ځنې خلک دخپلې مشهورتيا لپاره لکه
سلمان رشدي هر څه يې چې په خوله ورغله هغه ليکي او دخپل دين ، مذهب ، عنعناتو
او  کلتور عزت او ابرو په خپله ګېډه کې منډي٠ 
دپښتونوالي په مينه پتنګ.

[quote:60b08842ef="hotak"]Boring, So much characters and no story. I dont know what does this lazy guy wana gain by writing this sort of bull shits.I think the guy may probably been fucked up by some one Mullah or Channi. So he's suffering a deep gelousy with whole the Mullahs. But soon the Mullahs may get him and his friends fuck up. Coz they have yet power in Afghanistan.
Thanks and cheers[/quote:60b08842ef]


هادي خيران
28.01.2006

چڼى (ناول)
ليکوال: عبدالهادي حيران
(دوهمه برخه)
قاري صيب اودجومات اميرصيب دواړه دپښتني ټولني دزور اوجبرپيداوار وو دسالې خانې خان چي پخپله يی په لندن کي زده کړي وې دټېټ دوديز خاني مزاج څښتن وو.هغه ته له پلاره داوصيب په ميراث پاتي وو چي که په خټکوباندي راج چلول غواړې نوپخپله تعليم وکړه اوخټک بی تعليمه وساته. دخان دفلسفې سره سم څومره چي دخټکو سر ددماغ پرځای له غولو ډک وي هماغومره به تاته اړ وي اوچي تاته اړشي نوته پوه شه چي باچايی .........
دپلارله مرگه وروسته چي کله همداله لندنه راغلی کشرخان دخپل پلارپرگدۍ کيناست نو دنورومزدورانو اوبزگرانوپه څيردقاري صيب پلارهم ورته په ميراث کي رسيدلی وو.هغه که څه هم دخان دتربورله کوره وو خو دوخت اوحالاتوجبردادی دمشراوکشرخان ځولۍ ته ديوې ورکي بوړبوکۍ په څير راوړی وو.پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو ځکه يی نو خپل رقيبان دغلامانوپه بڼه دځان ترگورت لاندي ساتلي وو.
دقاري صيب پلار برانس خان (بنارس خان) کاکادخپل بدحالت په ليدلوسره داپتيلي وه چي هرڅنگه وي خپل دغه زوی به دزده کړي په گېڼه داسي ښايسته کوي چي په کلي کي دخان دزامنومقابله وکړای شي اوياهم کم ترکمه ديوې ډنگري نوکري په لاسته راوړلوسره هغوي دخان له خوټي سولوني (خايه مالي) خلاص کړي.
ددی مقصدلپاره برانس خان زوی له خانه په پټه په شاوخوا ښوونځيووگرزاوه خو څنگه چي دښوونځيوسرښوونکوته دخان سرزوري مالومه وه ځکه يی دهغه له داخلې نه ډډه وکړه.
قاري صيب به هغه مهال له خپل پلارسره دخان په پټوکي په کارلگياوو اوکله ناکله به يی له بنارس خان سره دکلي اوشاوخوا حالات څيړل اودخان له جبرنه دخلاصون لپاره به يی پلانونه سره جوړول.
خويوه ورځ بنارس خان خپل زوی ته امروکړچي گهيځ دوخته به له کلي نه سيده داکوړي په موټرکي کينې اوځان به دلوی مولانا(مولاناعبدالحق) صيب مدرسې ته ورسوې. زه به له خانه ستادتيښتي په پلمه اجازه واخلم اوهالته به دي دمولاناصيب په مدرسه کي داخل کړم. .............
دوام لري


هادي حيران
29.01.2006

[quote:7daf40de54="هادي خيران"]چڼى (ناول)
ليکوال: عبدالهادي حيران
(دوهمه برخه)
قاري صيب اودجومات اميرصيب دواړه دپښتني ټولني دزور اوجبرپيداوار وو.په تيره بياقاري صيب خواوس دډيرجبردزغملو له امله سم په نيمه ډگه بوزشوی وو.
دغريب تورکرغيړن مخ او وتلي چينگي داړي داسي ښکاريدې تابه ويل په چراټ کي دپرتو دخښتودبټيوهاغه پنجابی خرکاردی چي په اسمان کي ستوری نه لري اوپه زمکه سيوری.دبټۍ مالک ته په مفته په لاس ورغلی وي. دچراټ په سوزنده غرموکي دډبري په سکرو دچليدونکو بټيوله دوزخ ډوله نس نه پخې شوي خښتي اوپاتي شوني خاوري راباسي اوپه شاوخواشاړو کي يی ږدي.هغوي عموما دبټيوله څښتنانوسره په خيټه مزدوران وي. څنگه چي هغوی اصل نسب نلري ځکه يی نوڅوک جټان بولي؛څوک يی مارواړيان بولي اوڅوک يی چنګړيان.
دسيمه ايزو دودونو اوپښتني تکلفاتونه بی نيازه دغه خلک دجنس په معامله کي هم خورا ازاد واقع شوي وي اوهغه داسي چي هرخرکار له ځانه سره يوتور هلک ساتلی وي چي دوي ورته پخپله ژبه کي "چوکره" واي اوعمومادجنسي غريزې دسړوني اوياهم په ساده ټکودلاټۍ درنگولو په موخه کارول کيږي.
چراټ ته که څوک تللي وي نوليدلي به يی وي چي هره شيله چي داستادسياف په بانډپوري دتړلو بچه ډوبانو اوياهم له "بَدَلک" وهونکو خټکونه خالي وي هلته به حتما دوه مارواړي خرکاران يوپربل سپاره وي.
ماناداچي يوبه ورلاندي وي اودابل پرې باندي. هغه پرې باندي دابه هڅه کوي چي خپل تور؛ناسنته اوډنگرجيک دناړو(چي پيښوريان يی توکاڼي بولي) دگريسوپه مرسته دمقابل يانې پراته لوري په تور اوتياره کانال کي وردننه کوي :wink:
قاري صيب که څه هم دقرآن له برکته له دغه جبرنه خلاص وو خوپلارغريب يی ټول ژونددسالې خانې دکلي دخان ترجبرلاندي همداسي دمارواړي اوياهم جټ په بڼه تيرکړ.
دسالې خانې خان چي پخپله يی په لندن کي زده کړي وې دټېټ دوديز خاني مزاج څښتن وو.هغه ته له پلاره داوصيب په ميراث پاتي وو چي که په خټکوباندي راج چلول غواړې نوپخپله تعليم وکړه اوخټک بی تعليمه وساته. دخان دفلسفې سره سم څومره چي دخټکو سر ددماغ پرځای له غولو ډک وي هماغومره به تاته اړ وي اوچي تاته اړشي نوته پوه شه چي باچايی .........
دپلارله مرگه وروسته چي کله همداله لندنه راغلی کشرخان دخپل پلارپرگدۍ کيناست نو دنورومزدورانو اوبزگرانوپه څيردقاري صيب پلارهم ورته په ميراث کي رسيدلی وو.هغه که څه هم دخان دتربورله کوره وو خو دوخت اوحالاتوجبردادی دمشراوکشرخان ځولۍ ته ديوې ورکي بوړبوکۍ په څير راوړی وو.پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو ځکه يی نو خپل رقيبان دغلامانوپه بڼه دځان ترگورت لاندي ساتلي وو.
دقاري صيب پلار برانس خان (بنارس خان) کاکادخپل بدحالت په ليدلوسره داپتيلي وه چي هرڅنگه وي خپل دغه زوی به دزده کړي په گېڼه داسي ښايسته کوي چي په کلي کي دخان دزامنومقابله وکړای شي اوياهم کم ترکمه ديوې ډنگري نوکري په لاسته راوړلوسره هغوي دخان له خوټي سولوني (خايه مالي) خلاص کړي.
ددی مقصدلپاره برانس خان زوی له خانه په پټه په شاوخوا ښوونځيووگرزاوه خو څنگه چي دښوونځيوسرښوونکوته دخان سرزوري مالومه وه ځکه يی دهغه له داخلې نه ډډه وکړه.
قاري صيب به هغه مهال له خپل پلارسره دخان په پټوکي په کارلگياوو اوکله ناکله به يی له بنارس خان سره دکلي اوشاوخوا حالات څيړل اودخان له جبرنه دخلاصون لپاره به يی پلانونه سره جوړول.
خويوه ورځ بنارس خان خپل زوی ته امروکړچي گهيځ دوخته به له کلي نه سيده داکوړي په موټرکي کينې اوځان به دلوی مولانا(مولاناعبدالحق) صيب مدرسې ته ورسوې. زه به له خانه ستادتيښتي په پلمه اجازه واخلم اوهالته به دي دمولاناصيب په مدرسه کي داخل کړم. .............
دوام لري[/quote:7daf40de54]

پته نشته چې دا شيان چا ليکلي دي. زه نور هيڅ نشم ويلاى بې لدې چې په پښتنو کې داسې غير مهذبه خلک هم شته چې دا ډول ناوړه حرکت کوي. تُو لعنت شه په دې سوچ او په دې فکر. د ټول افغان مسئولين هم پته نشته اودۀ دي او که څنګه؟؟


پښتون ځلمی
29.01.2006

استغفرالله دا څۀ دي !
لۀ ګرانو چلوونکو څخه هيله کېږي چې دا پورتنۍ ليکنې ورانې کړي (د هادي خيران ليکنه) او هغه چې هادي حيران ترې اقتباس کړې ده . دا لا کومه لوبه شوه، هر چا چې کړې وي . لږ شرم او حيا هم ښۀ شی دی . هر څوک چې دی ، ارادې يې ناپاکې دي . اوس کۀ و وايو چې پښتانۀ به نۀ وي نو دا هم منطق نۀ مني . د زړو ښځو خبره دا لا څۀ رقم وخت راغی، رقم رقم خلک پيدا شول .


pattang
29.01.2006

هيواد مل صيب سلا مونه اوچارې مو ښې !
ډېر معذرت غواړم خو ځنې وخت سړی مجبور شي چې څه وغواړي :
عقيده په زړه کې دهر چا خپله ده او دهغې کنترولول يو ډير سخت کار دی٠
خو په ظاهر کې بايد له چتې څخه نوي وتلې او زمونږ په خاوره کې دپا للو ځای ولرې٠
د هادي خيران ناول زمونږ او تا سودملت له بنيادي ټکو څخه ډيره چپ دی٠
نو زه او نور وروڼه يې لازم نه بولو چې داسې يو بې کلتوره ناول په ټول افغان کې درباري شي٠
زمونږ غوښتنه داده چې بايد ړنګ او له ټول افغان څخه ورک شي ٠

دبښتنولي په مينه پتنګ


hotak
29.01.2006

Hi Mr. Koshan
I have never defended any body Mullah or Talib. Although I am a muslim but I have never beeb claimed having a full Islamic character. I am not symbol of Islam or a Muslim. But have the right to disclose what I have in my heart.As you infedal see and read in Hairan's Noval, its completely out of those Islamic and Pashtunic values of Afghanistan. We have to defend our cultrual values. Islam is our culture and Mullah and Talib is our valueable cultural phenomenians.If Hadi can write such kind of bull shits, why Hotak cant write Fuck up and Pick up? When you became publicaly nude then dont expect me to respect you or Hadi. I think its OK.
Unfortunately I have formated my system and cant write Pashto properly.
Thanks and regards for all Muslim Pakhtoons


pattang
29.01.2006

کوشانه په اسلام باندې غيرمستقيم ډير لګيږي او ډير وخت چټيات هم ليکې او که
له حقيقته سترګې پټې نکړم داسې پرو پا ګنده هم کوې لکه لېوو د پسه په جامه کې ٠
دعيسوي استعمارګرې او جنګجويه ټولنې له بنسټ نه تير شه او يووار دخپله اسلامي
ټولنه او دهغې اخلاقي معيارونه هم وپيږ نه ٠
د خلقيانو په وخت کې څلورکسه عسکري منصبداران مجاهيدينو ګير کړل او غوښتل يې چې
سرونه يې غوڅ کړې ، په دې وخت کې د کلي ملا ( ملامحمد پذير ) پرې خبر ښه او له بنديانو څخه يې
پښتنه وکړه چې تا سو څوک ياست او څکوۍ ?
هغوی ورته وويلې چې مونږ د مسلمان مور او پلار نه پيدا او مسلمانان يوخوبند پاته شوي يوو ،
نو ملا پذير مجاهيدينو ته وويل چې د دغو څلورو کسانو مرګ د شريعت په اساس ندی روا او څلور
واړه يې له مرګه خلاص کړل ٠ ملا تر ملا فرق لري او دملا د وروسته پاته کيدو علت دافغانستان
فا سد رژيمونه وو چې ملا يې وظيفې او ګدايې ته تل کښينولی وو اونه د ملا يې عقيده او کارونه ٠

ستا داخلاقي تداوي په هيله پتنګ

[quote:89c2a4b943="کوشان"]ډير د افسوس ځای دی چې ځنې خلګ چې د اسلام چيغې وهي ، دفاع يی کوي او اسلامي اخلاق تر ټولو ښه او لوړ بولۍ ، د پک اپ ـ فک اپ په ژبه ليکنې کوي . او غواړي ښکاره کړي چې زه د اسلام دفاع کووم .
خو زه دومره وايم چې د ملا د ګټو نه دفاع کوول د اسلام دفاع نده .

زه خو په دې اند يم چې هغه خلګو باندې چې د الحاد او کفر ټاپه وهل کېږي ، که کافر هم وي خو بيا هم اسلامي اخلاق لري .
او هغه چې د اسلامي اخلاقو چيغې وهي او په خپله بيا د فک او پک په ژبه غږېږي ، يواځې غواړي مسلمانان وشرموي .[/quote:89c2a4b943]


زړور پښتون
30.01.2006

I am not symbol of Islam or a Muslim

هوتک صاحب
ډيره لنډه منډه دي وهلي ده. خپله ليکنه يو ځل په غور وګوره . زه خو دي په ګيره تيروتي وم.

Islam is our culture

شيخه اسلام هميشه د پاره د کلتور خلاف وي او اسلام د چا کلتور کيداي نشي.
تا صرف اوريدلي دي چي علي اباد يک شار است نور مخکي نه پوهيږي. او هادي ته خو ما مخکي لا ويلي وه چي بهترين چټي ناول دي ليکلي.

The majority of Muslims does not seeks direct guidance from Holly Quaran and sunnah, but instead of invoking their direct relation to cause and effect the Ummah rely on religious leaders Mullahs for understanding of the spirit of Islam. Unfortunately these Mullahs communicate the part of religion that can protect their own interests so they have politicized the religion. We have observed the same and it is crystal clear that the key player of Afghanistan was must religious educated in last decades. These Mullahs are not only politicizing Islam even motivating ignorant part of community to achieve their fit ambitious. During the ruling period of mullah / Taliban National sources looted the unforgotten damage caused to the Nation which has been never seen in history


pattang
30.01.2006

زړور پښتونه سلام عليکم !
که اجازه راکوې زه به هم درګډ شم :
وروره هو تک رشتيا ليکلي دي ، اسلا مي کړنې تر يوه حده هم زمونږ کلتور دي ،
خو ستا په خپل درک کې لږ څه تلېوار کړی دی :
دمسال په توګه زما سلام تاته هم اسلامي دی او هم کلتوري ،زه چې کوچنی ووم
پلار به مې راته ويلې سلام اچوه او په پردي ځای کې به چې دجمې ( چووترې )
له مخه تېرېدونو په زوره به مو سلام اچاوو٠
داخترله لمانځه دمخه يوځای چای چښل اوبيا وروسته په کوروګرزيدل
هم اسلامي او هم کلتوري اړخ لري ٠ دملا ساتل هم کلتوري او هم ديني اړخونه لري،
دکوچني په غوږ کې ازان کول هم کلتوري او هم اسلامي کار دی ، هم داسې نور په
سلګونو مسالونه .
يو بل مسال د پښتنو دکلتور پناده يانې که دخطر په وخت کې که څوک دچا کورته
او يا يو کوم ته پنا وروړې هغه يې چاته نه ورکوې او که ډير په تنګ شي نو بلې خواته يې باسي ٠
ملا عمر ته نه ګورې چې 13000 طالبان يې پرې مړه کړه خو بن لا ډن يې تسليم نکړ ٠
زه په دي برخه کې دلته د عمر دکارو تصديق اوستاينه نکوم خو زما دشخصي پوښتنو په ځواب کې چې
په افغانستان کې مې کړي دي هغه داسې وې : ځينو به وېلې چې مونږ مسلمان کافرانو ته نه ورکوو ،
اوځينوبه بيا داسي ويلې چې بن لا دن مونږ ته پنا را وړې ( دپښتنولي بنسټي ټکی) او مونږ يې نشو ور کولی٠
دلته ګوره بيا دواړه جهتونه يوې نقطې ته نږدې کيږي ٠ ( يو بل په خپلو منځو کې سره بشپوړه وي )
نورنو قضاوت ستاسو په لاس ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:863fc511f2="زړور پښتون"]I am not symbol of Islam or a Muslim

هوتک صاحب
ډيره لنډه منډه دي وهلي ده. خپله ليکنه يو ځل په غور وګوره . زه خو دي په ګيره تيروتي وم.

Islam is our culture

شيخه اسلام هميشه د پاره د کلتور خلاف وي او اسلام د چا کلتور کيداي نشي.
تا صرف اوريدلي دي چي علي اباد يک شار است نور مخکي نه پوهيږي. او هادي ته خو ما مخکي لا ويلي وه چي بهترين چټي ناول دي ليکلي.

The majority of Muslims does not seeks direct guidance from Holly Quaran and sunnah, but instead of invoking their direct relation to cause and effect the Ummah rely on religious leaders Mullahs for understanding of the spirit of Islam. Unfortunately these Mullahs communicate the part of religion that can protect their own interests so they have politicized the religion. We have observed the same and it is crystal clear that the key player of Afghanistan was must religious educated in last decades. These Mullahs are not only politicizing Islam even motivating ignorant part of community to achieve their fit ambitious. During the ruling period of mullah / Taliban National sources looted the unforgotten damage caused to the Nation which has been never seen in history[/quote:863fc511f2]


زړور پښتون
31.01.2006

[quote="pattang"]زړور پښتونه سلام عليکم !
که اجازه راکوې زه به هم درګډ شم :
وروره هو تک رشتيا ليکلي دي ، اسلا مي کړنې تر يوه حده هم زمونږ کلتور دي ،
خو ستا په خپل درک کې لږ څه تلېوار کړی دی :
دمسال په توګه زما سلام تاته هم اسلامي دی او هم کلتوري ،زه چې کوچنی ووم
پلار به مې راته ويلې سلام اچوه او په پردي ځای کې به چې دجمې ( چووترې )
له مخه تېرېدونو په زوره به مو سلام اچاوو٠
داخترله لمانځه دمخه يوځای چای چښل اوبيا وروسته په کوروګرزيدل
هم اسلامي او هم کلتوري اړخ لري ٠ دملا ساتل هم کلتوري او هم ديني اړخونه لري،
دکوچني په غوږ کې ازان کول هم کلتوري او هم اسلامي کار دی ، هم داسې نور په
سلګونو مسالونه .
يو بل مسال د پښتنو دکلتور پناده يانې که دخطر په وخت کې که څوک دچا کورته
او يا يو کوم ته پنا وروړې هغه يې چاته نه ورکوې او که ډير په تنګ شي نو بلې خواته يې باسي ٠
ملا عمر ته نه ګورې چې 13000 طالبان يې پرې مړه کړه خو بن لا ډن يې تسليم نکړ ٠
زه په دي برخه کې دلته د عمر دکارو تصديق اوستاينه نکوم خو زما دشخصي پوښتنو په ځواب کې چې
په افغانستان کې مې کړي دي هغه داسې وې : ځينو به وېلې چې مونږ مسلمان کافرانو ته نه ورکوو ،
اوځينوبه بيا داسي ويلې چې بن لا دن مونږ ته پنا را وړې ( دپښتنولي بنسټي ټکی) او مونږ يې نشو ور کولی٠
دلته ګوره بيا دواړه جهتونه يوې نقطې ته نږدې کيږي ٠ ( يو بل په خپلو منځو کې سره بشپوړه وي )
نورنو قضاوت ستاسو په لاس ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ

پتنګ خانه ښي چاري!

ښه شوه چي تا هم راټوپ کړ او دا خو دي ډير ښه کول چي په وړکتون کښي دي سلام اچوه زه وايم سلام اوس هم اچوه کوم تاوان نلري. رښتيا خبره د رواجونو وه کنه! ته نه پوهيږي چي د پيغبر طريقه يواځي او يواځي لوي څښتن ته د قبول وړ ده. مونږ پښتانه يو څو ښه رواجونه هم لرو او ددي تر څنګ نو بيا زيات ي د اسلام پر خلاف دي د مثال په توګه مهر نبوي سنت دي خو که په نبوي طريقه سرته ورسيږي اوس خو پښتانه لورګاني خرڅوي دا په ټولو پښتنو کي يو عام رواج دي کنه لوي پکتيا ته ولاړ شه دوهم نکاخ شوي ښځي هم خرڅوي شينوارو او تيرا ته ورشه په خپلو ګنهګارو سترګو به ي وګوري نو ايا دا هم اسلام دي . افسوس پر ځاي ددي چي ټولني ته د اصلاح راوړلو هڅه وکړو برعکس مونږ پر خپل جهالت فخر کوو.

زړګيه چا پښتو د خپلو فاسدو لاس ته راوړونو د پاره په کار واچوله او چا اسلام اول بايد پوه شي چي ملا عمر څوک وه او چا راليږلي وه. دومره خو به پوهيږي چي د پاکستان بنياد پر دي ايخودل شوي دي چي افغانان وځپي او پاکستان د انګريزانو ورستني تخفه وه مونږ د پاره. د کندهار چاودني د لوبو او سيالو په ځاي کښي دا هم اسلام وه چي زمونږ ګرانو طالبانو او ملا صاحبانو سرته ورسوه.


hotak
31.01.2006

هلکانو سلامونه اومينه!
په تيره بيازړورخانه تاته دي زما لکه... سلام وي.
هلکه هغه دسليمان خيل خبره په سر مي درته دردشي خوشکرباسه چي رانژدې نه يی کنه په قرآن له تابه مي دډاکټررحيم پښتونيار دلور اوزما ددفتر دملگري يهودي انجلۍ چيغي له ياده ايستلي وای.
پاتي شوه داخبره چي طالبان ياملاعمرپاکستان جوړکړي اوياهم بل چا نوله دې خبري سره دي زه سروکارنلرم البته دومره هم خرنه يم چي نړيوال اوسيمه ايزسياستونه اودهغوضمني استراتيژيک جهتونه نه وي رامعلوم.
هغه دپنجابيانوخبره بيوقوف انسانه پدې نه پوهيږی چي موږداستعماري سياستونوقرباني يو.شورويانودکميون سوټی راننه ويست اوامريکايان مودموکراسي په غره راننباسي.څه بده ده چي پاکستان داسلام په نامه ... ته نيولي يو.هغه پيښوريان وايي خداي چي يی درپيښه کړي نوځان به ورته ميښه کړې.
صميم جان کټوازی نه گورې چي ځان يی په ټول افغان کي زمااوستاغوندي للوپنجو ته ميښه کړی........
وايي دوو ميرمنو يوله بل سره له نارينه وو نه شکايت کاوه. يوې هغه بلي ته ويلي چي خورې خلک وايي له شنې زرغونې (قوس قزح) نه چي ښځه واوړي نونارينه شي.
خوښه دي نه ده چي مااوتاهم ترې ټوپ کړو.نارينه به شو اوددغو وحشيانو له هره ورځ وراني نه به خلاصي شو.هغې بلي ورته ويلي خورې! خدای چي زرواري ترې ټوپ کړې نارينه اوس راباندي اموخته دي....
په افغانستان هم هغه کانه شوي..... نوري هم ډيري غوري شته خوددې لپاره چي ستاعزت مي ساتلی وي نه يی ليکم......
بله داچي تاميوه شيندلي چي اسلام دکلتورخلاف دی؟
کلتورپيژنې؟؟؟ اسلام ولي کلتورندې؟؟؟ که دپتنگ جان له خبري سره دهوکې سرونه خوزوې والله که دي زړورپښتون وبولم.
که دکلتورتعريف؛موضوع اوغرض وگورې پوه به شې کنه نوبيابه دي زه پوه کړم.
خووروستۍ خبره مي داده چي له خولې سره ډيرپام کوه. واي خپله خوله هم کلاده هم بلا.چي خوله خوله وي کلاوي خوچي ... شي بلاشي.له هري نگاه سړی ترې په ځوروي.
تاليکلي چي شيخه زه دي په ږيره غلط وم؟؟؟زماږيره چيري ده؟؟؟
که ته زماعکس يادوې نوهغه زمانه بلکي دمفتي عبداللطيف حکيمي دې. زه چټ خريلی کلين شيو انسان يم. که ودي ليدم منډه به واخلی. پاوباندي شپږ فټه ونه او 95 کلوگرامه وزن لرم.
اوبياکه ږيره هم ولرم نوته ولي پرې غلط شوې؟
..والسلام



مجيب انګار
01.02.2006

ښاغلی هوتک صاحب!
سلامونه درته وړاندې کوم او بيا هيله کوم چې له دا ډول ليکنو ځخه ډډه وکړئ.


hotak
02.02.2006

زمايی نودخدای په آمان.........



مجيب انګار
02.02.2006

سلامونه هوتک لالا!
ياره دانوڅه خبره شوه چې ستايې دخدای په امان؟
مسلمانه ماخو درنه يوه هيله کړې او ښايي زماهيله او غوښتنه به پرځی وي.
باباته خويوځوان يې داسې دناځوانۍ خبرې مه کوه.


حيران صيب !

الهام
08.05.2006

سلامونه مې ومنئ ولاهسې غولوکې مو ډکي وهلي دي .
غولونه مې موخه نه چڼى ناول دى نه اسلام دى نه ملاعمر او نه بل څه .
موخه مې ترې دغه بېځايه اختلافات اوخبرې دي .
او وحيران صيب دابه څه ناول وي نه به تاريخي وي نه به ادبي وي يواځې اويواځې يوه سيمه يزه بڼه به ولري که ته يې ليکل اوچاپول غواړې خوداکار وکه داسې ځاىته يې مه راوړه چې..............................................
داښه دى ويي ليکه چاپ يې کړه خومينځلارى وسه .مه افراط کوه اومه تفريط ځکه چې منځ لار وي او اخوا دېواخوا افراط اوتفريط دلارې نه يوخوابله خواکږېدل وي ته هغه ستونځې امشکلات ناپوهي اونور دټولنې اوخاصکر ددغه چاپيريال يوتصوير وړاندې کړه يوه تحليلي کيسه وليکه .هراړخ باندې يې پوره رڼاواچوه اوهدف دې پکې روڼ وساته اوپکې يې ولره يو سپېڅلى هدف .
هغه چې ته ټولنې ته هرڅه اوهررنګ ورکول غواړې خوچې يوسپېڅلى پيغام وي ښه ده داسې خو نده چې ډېر خلک يې مخالفت کوي نو ته يې مه ليکه اومه يې چاپوه که يوسپېڅلى پيغام لرې چې وريې کړې دې ټولنې ته وريې کړه . که هرڅومره ډېر خلک يې مخالفت ولې ونه کړې دې پسې مه ګرځه .
هسې هم په نړۍ کې اکثريت دجاهلانو دى دجهلانو مه منه . دموکراسي خو چې ناکامه ده ځکه چې په اکثريت فيصله کوي په اړتيا يې نه کوي اوکثريت په نړۍ کې جاهلان دي .
ورور دې الهام


larghonay1
20.06.2006

ټولو ته سلامونه !
[color=darkblue:bce31ed9bd]راځئ راځئ چې پرې ورخېژو
څه يې ملا څه يې د شګوديوالونه [/color:bce31ed9bd]

وروڼو ناول ، لنډه كيسه ، طنز او نورې ادبي پنځونې چې ليكل كېږي له خپلې ټولنې او چاپيرياله سوژه اخلي .
نو ملا او طالب هم زمونږ په ټولنه كې شته ، كه مونږ دټولنې په چرسي،نايي، جولا، سياستوال، خان،ملك او نورو ليكنې كوو ، له ژوند او كړنو يې سوژه اخلو نو له ملا او طالبه يې ولې وانخلو.
زه خو د هادي حيران صيب دغه ناول ته نوښت وايم او په كار ده چې په سمه او بې طرفه توګه يې وليكي . په خداى شهكار به وي.
دا چې ځينې خلكو د الوګانو ټاپې جوړې كړې وي ، چې چا خوله وښوځوله نو د كفر يا پلاني او بستاني ګوند ټاپې پرې ور ولګوي نو زه دغه ډول خلك د هغو ملايانو په ډله كې شمېرم چې ټولنه ورته وايي: (دملا له تور مې وساتې او د پاچا له زوره).
زه خو په دغه ناول كې د كفر كومه خبره نه ګورم او نه د اسلام او كلتور توهين.
دا چې ځينې ملايانو او اخوندانو د خپلې ګټې له پاره ځينې خبرې په اسلام كې راجوړې كړي نو مونږ ورته اسلام نه شو ويلى.
خېر او ګدايي په اسلام كې ناروا ده . دا كه ملاكوي او كه امي غلط كار دى.
***
اوس د چڼي د دغه ناول په ښو او بدو خواوو لږ غږېږم:
د ناول لومړۍ برخه ډېره په زړه پورې ده .
ښه تلوسه پكې ده، ځاى پر ځاى ټكرې پكې شته ، پېښې زېږوي خو د ملا او قاري كركټر هغه د ملايانو خبره ضد او نقيض دي.
مونږ دوه ډوله ملايان لرو چې يو ډول يې د قران خرڅولو يا پر ختم او قران لوستلو د پيسو اخيستلو مخالف دي . او دغه خلك هيڅكله هم په ختمونو يا قران لوستلو پيسې نه اخلي او نه ورته خپل چڼيان پرېږدي. (دغه ډله په پنچپيريانو هم شهرت لري).
بله ډله يې بيا شپ شپ كوي. زړه نازړه وي . د قران په لوستلو، تغويذ او نورې شكرانې او سرسايې اخيستلو ته خامخا لاره لټوي . دغه ډله هيڅكله په خپلو تقريرونو كې غوڅ نه وايي چې په ختم يا قران لوستلو پيسې اخيستل روا يا جايز دي. (دغه ډله په بدعتيانو شهرت لري).
د هادي صيب په ناول كې يو ملا او قاري ته د دواړو ډلو اوصاف وركړل شوي چې سمه نه ده.
لاندې وګورئ:

[color=red:bce31ed9bd]اقتباس:
تۀ دومره نۀ پَيږې حِماره! زمونږ خرچه خرابوې؟..... مسئلې خو زۀ خلکو ته کوم تاته خو ئې نۀ کوم. تۀ خو چڼى ئې ستا ئې د دې خبرو سره څۀ کار؟...... مونږ خو د دين طالبان يُو مونږ له خو نۀ دي حرامې".
دا لاندې مكالمه ډېره ښكلې ده .
زه وايم ملا انسان دى او انسان مينې ته اړتيا لري .مونږ د ملايانو په هكله ډېرې داسې كيسې او نكلونه لرو. نو كله كله له انسان نه خطا كېږي او ناروا مينې ته زړه ښه كوي خودلته لا معلومه نه د ه چې دملا او امينې مينه روا ده او كه ناروا.
ځكه كه ملا زلمى او امينه پېغله وي او يو بل ته سره تحفې لېږي نو كيدى شي خداى يې سره نصيب وكړي او سره واده وكړي چې دا ښه خبره ده او هادي صيب چڼى د يوه ښه ريبار په توګه كارولى دى.
خودلته هم بيا همغه پنچپيرډوله ملا د تعويذ ليكونكي په بڼه ښودل شوى چې سمه نه ده.
اقتباس:
دا کاسه د امير صېب ده. نن د امير صېب د ډوډۍ دپاره د دې کور لمبر ؤ. ما درته وويل چې پټ ودرېږه خو تا ځان راښکاره کړو. امينې راته څۀ ويل خو تۀ ئې وليدې...."
"امينه؟... څوک؟..." اسحاق په حېرانۍ سره ترې وپوښتل.
"اَ ښځه نۀ وه څۀ!، چې دا ډوډۍ اؤ غوښه ئې راکړه. امير صېب پې تاويذ کړى دى..."
" تاويذ؟"[/color:bce31ed9bd]
د هادي صيب ناول كې د كركټر ژبې ته ډېرپام نه دى شوى. ملا يان اكثره حلقي غږېږي خو دلته ملا او قاري اسحق ته ايساق وايي ، صاحب ته صيب وايي او بله دا چې د جومات امام او په ځانګړې توګه د جمعې لمونځ چې وركوي هغه مولوي وي نه امير ، امير د تبليغيانو مشر ته وايي. چې اوس اكثره تبليغيانو ته هم امير صيب خطاب كوي.
هادي صيب يو ځاى كې ليكلي (وډاريد) بايد ووېريدو يې ليكلي واى.
د ناول د دوهمې برخې پيل يې يو څه كمزوى دى . تبصره غوندې ښكاري كه د ملا او قاري كيسه يې په كومې سيمې پورې نه واى تړلې لابه له تلوسې ډكه وه. دغه برخه هم يو څه ضد او نقيض خبرې لري لكه :
[color=brown:bce31ed9bd]اقتباس:
قاري صيب اودجومات اميرصيب دواړه دپښتني ټولني دزور اوجبرپيداوار وو دسالې خانې خان چي پخپله يی په لندن کي زده کړي وې دټېټ دوديز خاني مزاج څښتن وو.هغه ته له پلاره داوصيب په ميراث پاتي وو چي که په خټکوباندي راج چلول غواړې نوپخپله تعليم وکړه اوخټک بی تعليمه وساته. دخان دفلسفې سره سم څومره چي دخټکو سر ددماغ پرځای له غولو ډک وي هماغومره به تاته اړ وي اوچي تاته اړشي نوته پوه شه چي باچايی .........
دپلارله مرگه وروسته چي کله همداله لندنه راغلی کشرخان دخپل پلارپرگدۍ کيناست نو دنورومزدورانو اوبزگرانوپه څيردقاري صيب پلارهم ورته په ميراث کي رسيدلی وو.هغه که څه هم دخان دتربورله کوره وو خو دوخت اوحالاتوجبردادی دمشراوکشرخان ځولۍ ته ديوې ورکي بوړبوکۍ په څير راوړی وو.پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو ځکه يی نو خپل رقيبان دغلامانوپه بڼه دځان ترگورت لاندي ساتلي وو.[/color:bce31ed9bd]
تاسو پورتنى پروګراف ولولئ يو ځل قاري د خان تربور ګڼي او بل ځل ليكي:
[color=orange:bce31ed9bd]اقتباس:
پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو. [/color:bce31ed9bd]
كه تربور يې وي نو پخوا وختونو كې خو به د يوې كورنۍ وي. دا جمله سمه نه ده.

پتنګ صيب ليكلي :
اقتباس :
د هادي خيران ناول زمونږ او تا سودملت له بنيادي ټکو څخه ډيره چپ دی٠
نو زه او نور وروڼه يې لازم نه بولو چې داسې يو بې کلتوره ناول په ټول افغان کې درباري شي٠
زه نه پوهېږم چې پتنګ صيب كومه ټولنه ښيي؟
افغاني او په ځانګړې توګه پښتني ټولنه خو د همداسې اخوندملايانو ښكار ده ! ؟
په دغه ټولنه كې كه د چا زوى ښوونځي ته ځي نو لګښت وركوي او كه مدرسې ته ځي نو د خلكو وظيفو ته يې سپاري.
د پتنګ صيب له پورتنۍ ليكنې سره ماته د ملاعمر د امارت دوره رايادېږي. د طالبانو د واكمنۍ پر مهال مې له يوه په نوم طالب سره بحث راغلو نو ما پر طالبانو نيوكه وكړه . دغه طالب راته داسې تور اوشين شو چې كه هغه مهال زه په پېښور كې نه واى او افغانستان كې واى نو اعدام كړى به يې واى.
د ده دليل دا و چې په طالب پسې بد ويل په ملاپسې بدويل دي او په ملاپسې بد ويل په مولوي پسې او په مولوي پسې بد ويل پېغمبر پسې بد ويل دي چې دا لړۍ يې همدسې خداى ته ورسوله او زه يې كافر كړم.
دا د دوى منطق و نو قضاوت تاسو پخپله وكړئ.

پتنګ صيب هم په ناول كې يوازې د ملا او قاري نوم اوريدلى نو د اسلام او افغاني كلتور سپكاوى ورته ښكاره شوى خو داسې نه ده.
هر ملا ته مونږ سم نه شو ويلى ، په دې ناول كې ملا د يوه بد ملا د كركټر په توګه راغلى چې ډېر پر ځاى دى .
او پخپله پتنګ صيب هم خپله لومړۍ خبره پخپله ردوي . ورپسې په يوه بله ليكنه كې پتنګ خورا ښه نظر لري او ليكي:
[color=indigo:bce31ed9bd]اقتباس:
ملا تر ملا فرق لري او دملا د وروسته پاته کيدو علت دافغانستان
فا سد رژيمونه وو چې ملا يې وظيفې او ګدايې ته تل کښينولی وو اونه د ملا يې عقيده او کارونه ٠[/color:bce31ed9bd]
زما په اند هادي هم همغه ملا ښودلى چې بې لارې شوى او ګدايۍ ته يې مخه كړې، هسې د ملا له نوم څخه بده ګټه اخلي.
پتګ صيب يوه بله عجيبه بېلګه راوړي چې له دې ناول سره هيڅ اړخ نه لګوي!
[color=violet:bce31ed9bd]اقتباس:
يو بل مسال د پښتنو دکلتور پناده يانې که دخطر په وخت کې که څوک دچا کورته او يا يو کوم ته پنا وروړې هغه يې چاته نه ورکوې او که ډير په تنګ شي نو بلې خواته يې باسي ٠
ملا عمر ته نه ګورې چې 13000 طالبان يې پرې مړه کړه خو بن لا ډن يې تسليم نکړ ٠[/color:bce31ed9bd]
نو پتنګ اخونده ولې اخوا دېخوا روان يې . ريښتيا ووايه چې ملا عمر ډېر واك درلود كه اسامه بن لادن ؟
***
زړور پښتون ورور دغه خبره ډېره پر ځاى كړې ده :
(زړګيه چا پښتو د خپلو فاسدو لاس ته راوړونو د پاره په کار واچوله او چا اسلام).
د هادي صيب د ناول د نورو برخو په هيله
لاروى


larghonay1
20.06.2006

حيران صيب د چڼي ناول دويمه برخه څنګه شوه ؟


هادي حيران
16.08.2006

[quote:914cd2aa40="larghonay1"]حيران صيب د چڼي ناول دويمه برخه څنګه شوه ؟[/quote:914cd2aa40]

ګرانه دوسته سلامونه
لومړى خو بخښنه غواړم چې زه ډېره موده وروسته د ټول افغان د بحث فورمونو ته راغلم او چې يو يو بحث مې کتلو نو دې ځاى ته پکې راورسېدلم.
د ناول د نورو برخو په هکله دومره ويلاى شم چې د ځينو ملګرو مشوره دا وه چې په وېبپاڼو کې د خپرولو په ځاى دې په کتابي شکل چاپ شي نو هماغه ؤ چې د دغو ملګرو خبره مې ومنله او اوس يې د چاپ بندوبست روان دى.

خو زه په دې خبره حيران شوم چې دغه لاندينى اقتباس چې تاسو کړى دا خو د ناول په دغه لومړۍ برخه (کومه چې ما دلته په ټول افغان کې ورکړې وه ) نشته نو دا اقتباس تاسو د کوم ځاى نه راوړى دى؟
[quote:914cd2aa40]اقتباس:
قاري صيب اودجومات اميرصيب دواړه دپښتني ټولني دزور اوجبرپيداوار وو دسالې خانې خان چي پخپله يی په لندن کي زده کړي وې دټېټ دوديز خاني مزاج څښتن وو.هغه ته له پلاره داوصيب په ميراث پاتي وو چي که په خټکوباندي راج چلول غواړې نوپخپله تعليم وکړه اوخټک بی تعليمه وساته. دخان دفلسفې سره سم څومره چي دخټکو سر ددماغ پرځای له غولو ډک وي هماغومره به تاته اړ وي اوچي تاته اړشي نوته پوه شه چي باچايی .........
دپلارله مرگه وروسته چي کله همداله لندنه راغلی کشرخان دخپل پلارپرگدۍ کيناست نو دنورومزدورانو اوبزگرانوپه څيردقاري صيب پلارهم ورته په ميراث کي رسيدلی وو.هغه که څه هم دخان دتربورله کوره وو خو دوخت اوحالاتوجبردادی دمشراوکشرخان ځولۍ ته ديوې ورکي بوړبوکۍ په څير راوړی وو.پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو ځکه يی نو خپل رقيبان دغلامانوپه بڼه دځان ترگورت لاندي ساتلي وو.
تاسو پورتنى پروګراف ولولئ يو ځل قاري د خان تربور ګڼي او بل ځل ليكي:
اقتباس:
پخواوختونه دخان اودقاري دنيکونوبدي سره راغلي وه. دخانانوزور ورباندي تيرشوی وو.
كه تربور يې وي نو پخوا وختونو كې خو به د يوې كورنۍ وي. دا جمله سمه نه ده. [/quote:914cd2aa40]
ما چې کوم ناول ليکلى د هغې په يوه برخه کې هم دا خبره نشته نو نه پوهېږم چې تاسو دا اقتباس د کوم ځاى نه راوړى دى؟
په مينه او مننه


salam
16.03.2007

حیران چې کومه اینه خودلې ده زما پۀ خیال ډیرو ملګرو پکې خپله څېره لېدلی او هم دغه ددې ناول کامیابی ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more