د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د اشتها (اشتيا؟) نشتوالی او د وزن کموالی

پښتون ځلمی
18.01.2006

سلامونه او نېکې هيلې
ډېر ښۀ کار مو کړی چې پۀ فورم کې مو دا برخه پرانېستلې او الله دې محترم وطنمل او ابو محمود صيب ته ډېر ډېر اجرونه ورکړي .
زۀ د اشتيا او وزن پۀ هکله يو څو پوښتنې لرم .
١. لومړی دا چې ځنې خلک ښۀ ډېر خوراک کوي، خو بيا يې هم وزن نۀ ډېرېږي او نۀ چاغېږي، ويل کېږي چې د هغوی metabolism ډېر چټک (تېز) دی، نو ځکه ډېره خوري او وزن يې پرې نۀ ډېرېږي . نو دا خلک څۀ کولای شي چې وزن يې ډېر شي ؟

٢. د اشتيا (موږ يې اشتيا بولو، نۀ پوهېږم څنګه ليکل کېږي) appetite د کموالي يا نشتوالي لامل څۀ کېدای شي او څوک څنګه کولای شي، څۀ بايد و خوري چې اشتيا يې ډېره شي ؟ دا ريښتيا ده چې د اوږدې مودې لپاره چې سړی لږ لږ خوراک وکړي، يانې لږ وخته يې و خوري او لږه او لږه و خوري نو معده يې د وخت پۀ تېرېدو سره وړوکې shrink کېږي؟ سړی کېدای شي چې اشتيا ولري، يانې لوږه پرې راځي خو چې خوراک ته کښېني، نو يو څو مړۍ چې و خوري، نو موړ شي . د دې، اشتيا د لږوالي يا معدې د وړوکې کېدو څۀ درملنې شته؟

٣. کوم خوراکونه د وزن پۀ زياتولو کې ښۀ رول لوبوي . زۀ خامخا لحميات fats نۀ يادوم . پۀ protein هم وزن ډېرېږي کۀ نه ؟ پۀ هر صورت، کوم ډول خوراکونه دي چې وزن پرې کېدای شي ډېر شي؟
کۀ وخت ډېر نيسي، تاسو کولای شئ وخت پۀ وخت د يوې يوې پوښتنې ځواب و ليکئ، چې زحمت نۀ شي .
پۀ درنښت او مننه


خیریوسی
18.01.2006

محترم وروره پښتون ځلمی صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ما داسي فكر و چی زه سوال مطرح کړم او نور وروڼه جواب ولیکې ما دوطنمل صاحب څخه درغتیا دفارم غوښتنه کړی وه هغه هم زماد غوښتنی سره سم دټول افغان مینه والو ته فارم خلاص کړی الله دی ودوی ته اجر ورکړی دربار صاحب په خپله ښکلې لیکنه سره افتتاح وکړه بیا هیچا هم یوه لیکنه ونه کړه نو زه مجبوره سوم چی څه هوتی بوتی ولیکم

وډوډی ته اشتها نه کیدل دا یودافغانانو دپاره عادی شئ دی
کله داسی کیدای شی دیوه نوع خوراک یې خوښ نه وی یا دبوی په اساس يا دپخلې په اساس او یا داسی نور لکه ټول افغانان په اخته دی چی لوی سبب هم زموږ او تاسو روزانه دکارو مشکلات ، هجرت ، دوطن اودوستانو لیری والی ، فقر دربدرې ، قرضونه ، دورځی د40 ، 50 مسلمانانو پښتنو افغانو دمرګ خبر او داسی نور چی تر حساب تیریږی
وروره ډیر خوراک هم یو مرض دی الله (ج) دی مو تر نه وساتی

هغه شیان چی اشتها خلاصوی په لا ندی ډول دی :

1-شیدې و كجورې(خرما) Dates And Milk
كجورې په شیدو کی 6 ساعته خېشتې کړی دغه دوه شیان ډیر دطاقت غذا ده او هغه خلګ چې دشګر مریضې لری هغه دی یې نه خوري
2 -ملخوځې Fenugreek
يوه كاچوغه ملخوځې په اوبو کي 15 دقیقې وایشوې بیا یې صافې کړي او یې چښې

3- سرکه Vinegar
دانګورو کورنې سرکه او سلاطه اشتها خلاصوي او دډوډې خوړلو په وخت کی په یوه ګیلاس اوبو کی یوه کوچنې کاچوغه سرکه واچوي او د ډوډې د خوړولو په وخت کی یې په څو واره وچښئ
4- پیاز Onion
یوه دانه پیاز دهګۍ په اندازه سهار وماښام دډوډې سره خوړل اشتها خلاصوي
پخه او یا اومه وږه هم اشتها خلاصوی تر خوراک وروسته که څو دانی نخود پسی وخوړل سی دخولی بوی به یې ورک شی

يانسون( شْطه ) Anise

په شکل ورنګ کی وسپیر کۍ ته سوی ده یانسون هم اشتها خلاصوی هم دګیډې بادونه ورکوي

زعتر Thymus
د غرو او دښتو زعتر هم اشتها خلاصوی او سړی چاغوې او نوری ډیری فایدې لری مخکی موپر زعتر و جلا بحث لیکلې دی

سري ملۍ Radish
سری ملۍ هم اشتها خلاصوی او ډیری نوری فایدی لری
او هغه چی داعصابو دتکلیف په سبب اشتها نه لری او یا ولی څوک نه چاغیږی بیل بحثونه دی هغه به بیا که ژونه باقی و ولیکو
مینه اومننه

ابو محمود


خیریوسی
20.01.2006

محترم وروره پښتون ځلمی صاحب او محترمو لوستنكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
یوه لویه زریعه داشتها دبندیدو او خلاصید دپاره دماشومانو خپلمور او پلار دی
کله چې ډوډي خوړولوته کښینی که مشران دپخلې یو عیب هم بیان کړی فورا دماشومانو اشتها بنده شی او تکرار یې د ماشومانو پر اشتها ډیره اغیزه کوی او که مشران دپخلې صفت وکړی او ژبه پر وټکوي چې څونه مزه داره خوندور پخلې دی که څه هم یوعیب پکښې نو به یې ماشومان په ښه اشتها سره وخورې ( که ناتار وی هم )

دعصبې اشتها بندیده:

یو هغه عصبې داشتها بندیده دی چې وږې وی او خوراک نه کوې زما دوستان دی دهغو هم دغه مریضې ده علاج یې ډیر سخت دبل په کور کې ډوډې نه خوری او په خپل کور کی صرف دوه یا دری ډوله پخلې خوری
دداسی مریضانو علاج په خوراکی توکو او یا دبخلې په صفت کولو نه کیږی دا ډول مریض باید وروغتون ته داخل شی چی هغه دبدن ضایع سوی ویټامین پروتین ، کلسیم اونور دورید له لاری دسیروم په زریعه ورته پوره کړل شی
دغه دوه خوراکی توکی هم وهغه ته فایده کوی :
نعناع Peppermint :
نعناع د هضم دجهاز د تشنج دپاره ډیره فایده کوی دهضم تیزاب زیاتوی دمعدی او کولمو بریښ ختموی دسر درد ختموی هغه درد چی عبصبی اشتها بندیو له امله پیدا کیږی نعناع دعصبې اشتها دپاره استعمالیږی
شونډ ( ادرک ) Ginger :
شونډ دیری فایدی لری یو دهغو څخه دمعدې تیزاب منظم کوی دګیډی دردونه بادونه ختموی دوینې جریان تقویه کوی ټوخې ذکام نزله ختموی د تبې په وخت کی وخوړل شی دتبې تودوخه کموی دعصبې اشتها دپاره استعمالیږی
شونډ که دیخ په موسم کی وخوړل سی په ډیر یخ کی پر سړی خولې راولی او یخ نخ محسوسوی

ډنګروالۍ :
هغه کسان چې جسم یې ضعیف او وینه یې کمه وی
یو هغه ماشومان دی چې په وزن کی کم وی او طبیعی ډنګر وی لاکن ښه چالاکه ښی لو بی کوی ښه په اشتها ډوډی خوری ددې ماشوم څه پروانه سته طبیعی ډنګر دی
بل هغه ماشوم دی چی په بدن ډنګر دضعېفې څخه سست او اشتها هم نه لری هغه باید وډاکتر ته ښکاره شی

مینه او مننه
ابو محمود


پښتون ځلمی
27.01.2006

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته محترم او عزتمند ابو محمود صاحب
جزاکم الله خيرا، الله مو دې پۀ علم او روغتيا برکت کښېږدي . ډېره ډېره مننه .
داسې ښکاري چې زۀ هم لکه چې پۀ دې عصبي بې اشتهاېۍ اخته يم : - (
ابو محمود صيب تاسو د انګورو کورنۍ سرکه ياده کړې ، يانې دا هغه د بازار سرکه vinegar خو نۀ ده؟
تاسو يو څو نور خوراکي توکي هم ياد کړي چې زۀ يې نۀ پېژنم . ستاسو پۀ نورو ليکنو کې هم داسې يو څو څيزونه ياد شوي چې زۀ يې نۀ پېژنم يا به موږ ورته بل څۀ وايو، زۀ به د دې نومونو لپاره يوه نوې موضوغ پرانېزم انشاالله .
پۀ درنښت


خیریوسی
27.01.2006

ګرانه محترم وروره پښتو ځلمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره که څه شئ عمل ( نصوار ، سګریټ ) لری هغه کم کړه ځکه چې دسکریټو عمل هم اشتها بندوی

روى مسلم في صحيحه عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم سأل أهله الإدام , فقالوا : ما عندنا إلا الخل , فدعا به , وجعل يأكل ويقول : (( نعم الإدام الخل((. وكذالك في سنن ابن ماجه ؛ عن أم سعيد رضي الله عنها عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (( نعم الإدام الخل , اللهم بارك فى الخل , ولم يفتقر بيت فيه الخل)).

ژباړه : روايت دی دجابر بن عبدالله رضي الله عنهما چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه دبد بد ګانو دپخلې هغو ورته وویل چې بل شئ نسته بیله سرکي نو سرکه یې طلب کړه او په خوړلو یې شروع وکړه (( نعم الإدام الخل((. * مسلم شريف *
او ابن ماجه د سعيد دمور څخه روایت کوی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ویل(( نعم الإدام الخل))
وسرکي ته یې دبرکت دعا وکړه اوویل یې هغه کور به فقیر نه شی چی په هغه کی سرکه وی

اوس هم زموږ بعضی خلک سرکه په کور کی جوړوی ددی دپاره چې ددنیا کار وبار یې سم شی

دسرکې ىجوړولو طريقه :
سرکه دڅو شیانو څخه جوړیږی انګور ، مڼې ، خرما ، مالټې ، هندوانه ، توت ، شهت ، پټاټې ، غنم ، جوار ، اوربشې
هغه سرکه چې موږ یې په بازار کی رانیسو هغه ته " الدياستيزخميره " وراچوی چې فایده یې ډیره کمه وی بلکې دفایدې پر څای ضرر لری
دمڼې سرکه اکثره پّ طبیبې دواو کې استعمالیږی او فایدی یې هم ډیری دی لکه دمڼې فایدې چې ډیری دی
اود مڼې دسرکې جوړول :

1- مڼې په اوبو سره ښه پریولۍ بیا یې میانه ټوټې ټوټې کړې او وروسته یې په منګې او یا پلاسټکۍ ډبه کی واچوی
2ـ اوبه واېشوۍ یخې یې کۍ دمڼو په اندازه اوبه ورواچوې
3- لږ څه مالګه ورواچوۍ
4- دډبې سر په په ټوکره وتړې
5- 45 ورځې یې په ګرم ځای کشیږدې
پسله 45 ورځو به سرکه تیاره سوی وی صافه یې کړې او په بله صافه وچه ډبه کی یې داستعمال دپاره وساتې

مینه او مننه


خیریوسی
27.03.2006

محترم پښتون ځلمی صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
که څوک وغواړی چې د جسم وزن زیات کړی دغه خوراکی توکی ډیره ښه فایده ورته کوی
• یوه کاچوغه توری دانې ( حبة السوداء )+ یوه کاچوغه ملخوځې +یوه کاچوغه شهت یو وار دورځی سهار په نهاره خوړل کیږی
ملخوځې وتوری دانې به میده کړی او په شهت به یې کډی کړی
• د 4- 5 کاچوغو کونجتې دورځی خوړل کیږی
علی حسین ابن البیطار
بخښه غواړم جواب ډیر وځنډیدی
ابو محمود


دبدن دغټوالی دپاره

خیریوسی
13.10.2007

دبدن دغټوالی دپاره :
ملخوځی ، اوړه ، شیدې ، شات ، دغوا غوړی
نیم کیلو ملخوځی په دیګ کی واچوی دومره اوبه ورواچوی چی ملخوځی پکښی پټی سی پر اور یې کښیږدی چی راوایشیږی وروسته اوبه ځنی توی کړی نوری نوی اوبه ورواچوی بیایې وایشوی هم داسی یې څلور ځله اوبه وربدلی کړی څلرم ځل چی مو اوبه ځنی توی کړی ملخوځی ښه وټکوی اوس نو شیدې ورواچوی پر اوریې کښیږدی کله چی را وایشیږی نیم کیلو اوړه په وار وار ورواچوی چی ټول اوړه تمام سی دیک داور څخه راکښته کړی یوه غټه کاچوغه ( ملاقه ) دغوا غوړی ورواچوی په نوموړی مخلوط یې ښه ګډ کړی وروسته یو کوچنی ګیلاس شات په ګډ کړی کله چی ساړه سی په مرطبانه کی یې واچوی په یخچال کی وساتی دورځی یوه غټه کاچوغه خوړل کیږی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more