اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د لمانځۀ د بېلو بېلو رکنونو دعاګانې
پښتون ځلمی
06.01.2006
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
زۀ لۀ ډېر وخته غواړم دا پوښتنه وکړم خو پښتو ليکلو ته هېڅ حوصله نۀ لرم او بس نن او سبا کې را څخه پاتې کېږي .
پوښتنه مې دا دې چې موږ خو چې لمونځ زده کوو او کوو يې نو د هر رکن لپاره خپله ځانګړې (يوه) دعا را ښوول کېږي او همغه وايو، لکه پۀ قومه کې يواځې ؛سمع الله لمن حمده؛ پۀ سجده کې يواځې ؛سبحان ربی الاعلی؛ پۀ قعده کې تشهد پسې درور شريف او بيا ؛اللهم ربنا؛ ................
خو کۀ موږ د مسنونو دعاګانو کتابونه لکه (د شيخ سعيد بن علی القحطانی کتاب (حصن المسلم)) وګورو، نو پۀ دې کې نورې ډېرې دعاګانې هم شته (د صحيح احاديثو څخه راوړل شوې) چې د سبحانک اللهم (ثنا) پۀ ځای، د رکوع پۀ وخت، پۀ قومه، پۀ سجده کې، پۀ قعده کې لوستل کېدای شي .
او ما خو يو چېرته دا هم لوستلي دي چې د سجدې پر مهال (بې شکه پس له سبحان ربی الاعلی يا بله مسنونه دعا) موږ لۀ خپله ځانه هم دعا او استغفار کولای شو .
نو پوښتنه دا ده چې کۀ ډول ډول دعاګانې وي او پۀ صحيح احاديثو کې هم راغلې وي، بيا نو موږ افغانانو او احنافو ولې لمونځ دومره ساده (يا هم سخت؟) کړی دی؟ دا به زموږ پۀ مذهب نا سمه وي کۀ زۀ دا نورې دعاوې و وايم او يا هم کله يوه او کله بله او يا هم پۀ يو وخت تر يوې ډېرې يا ټولې و وايم؟
پۀ دې موضوع او پۀ دې چې سجده کې موږ خپلې دعاګانې کولای شو کۀ نه (پۀ تېره پۀ نفلو کې) کۀ څۀ رڼا واچوئ، ډېر منندوی به يم ستاسو : )
http://www.islamic-knowledge.com/Hisn_al_Muslim/Hisn_Al_Muslim.htm
http://www.islamway.com/index.php?iw_s=library&iw_a=bk&lang=1&id=38
ع کريم حليمي
07.01.2006
مکرم او محترم پښتون ځلمی صاحب سلام !
[quote:f3c1af0a0a]نو پوښتنه دا ده چې کۀ ډول ډول دعاګانې وي او پۀ صحيح احاديثو کې هم راغلې وي، بيا نو موږ افغانانو او احنافو ولې لمونځ دومره ساده (يا هم سخت؟) کړی دی؟ دا به زموږ پۀ مذهب نا سمه وي کۀ زۀ دا نورې دعاوې و وايم او يا هم کله يوه او کله بله او يا هم پۀ يو وخت تر يوې ډېرې يا ټولې و وايم؟ [/quote:f3c1af0a0a]
نه ئې سخت کړي او نه ساده کړي
دغه نن چه موږ لمنځ کوو ٠ دغسي لمنځ مبارک کړي ٠
که چيري تاسوته نوري دوعګاني د سته کتابونو څخه زده وي طبعا ئې لوستلي
سۍ ٠ خو که داسي دوعا په لمانځه کښي تاسو وکړۍ چه مبارک نه وي کړې
نو بيا سجده صحوه در باندي لازميږي د ابو حبيفه په فقهه
کوښښ ډير په کار دۍ چه داسي ونه شي چه له ځانه يوه دعا ونه کړو
يو څو د د ثنا او دعاوو احاديث داسي راغلي چه :
أخبرنا أبو داود، سليمان بن سيف الحراني قال حدثنا سعيد بن عامر، قال حدثنا هشام بن حسان، عن قيس بن سعد، عن عطاء، عن ابن عباس، أن النبي صلى الله عليه وسلم كان إذا قال " سمع الله لمن حمده " . قال " اللهم ربنا لك الحمد ملء السموات وملء الأرض وملء ما شئت من شىء بعد " .
أخبرني محمد بن إسماعيل بن إبراهيم، قال حدثنا يحيى بن أبي بكير، قال حدثنا إبراهيم بن نافع، عن وهب بن ميناس العدني، عن سعيد بن جبير، عن ابن عباس، أن النبي صلى الله عليه وسلم كان إذا أراد السجود بعد الركعة يقول " اللهم ربنا ولك الحمد ملء السموات وملء الأرض وملء ما شئت من شىء بعد " .
أخبرني عمرو بن هشام أبو أمية الحراني، قال حدثنا مخلد، عن سعيد بن عبد العزيز، عن عطية بن قيس، عن قزعة بن يحيى، عن أبي سعيد، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول حين يقول " [color=cyan:f3c1af0a0a]سمع الله لمن حمده ربنا لك الحمد ملء السموات وملء الأرض وملء ما شئت من شىء بعد أهل الثناء والمجد خير ما قال العبد وكلنا لك عبد لا مانع لما أعطيت ولا ينفع ذا الجد منك الجد " . [/color:f3c1af0a0a]
أخبرنا حميد بن مسعدة، قال حدثنا يزيد بن زريع، قال حدثنا شعبة، عن عمرو بن مرة، عن أبي حمزة، عن رجل، من بني عبس عن حذيفة، أنه صلى مع رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات ليلة فسمعه حين كبر قال " الله أكبر ذا الجبروت والملكوت والكبرياء والعظمة " . وكان يقول في ركوعه "[color=red:f3c1af0a0a] سبحان ربي العظيم [/color:f3c1af0a0a]" . وإذا رفع رأسه من الركوع قال [color=white:f3c1af0a0a]" لربي الحمد لربي الحمد "[/color:f3c1af0a0a] . وفي سجوده " سبحان ربي الأعلى " . وبين السجدتين " [color=blue:f3c1af0a0a]رب اغفر لي رب اغفر لي [/color:f3c1af0a0a]" . وكان قيامه وركوعه . وإذا رفع رأسه من الركوع وسجوده وما بين السجدتين قريبا من السواء .
طالب جان
08.01.2006
محترمه مکرمه او قدر منه وروره پښتون ځلمی صېب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
امابعد : پتمنه تر کومه ځایه چي په رکوع ,سجده او نورو ځایونو کي ددعاوو تړاو دی نو وروره په فرضو لمونځونو کي هماغه دعاوي په صحیحو دعاوو ثابتي دي خو دانوري دعاوي کومو ته چي قدرمن حلیمي صېب او تاسي اشاره کړیده نو هغه دعاوي که په نفلو یا سنتو کي وویل شي نو ډیر ثواب لري .
البته د احنافو په کتابونو کي چي کومي دعاوي دي نو وروره دا کتابونه (قضایي) کتابونه دي او په نوموړو کي د لمانځه د روا او ناروا بحث کیږي نه د فضایلو , او په کومو کتابونو کي چي دا دعاوي راغلي نو هغه د فضایلو کتابونه دي نه دروا او ناروا . والله اعلم باالصواب .
ع کريم حليمي
09.01.2006
درنو لوستونکوته سلامونه !
که څوک غواړي چه په نفلو لمنځونو کښي دعاوي وکړي ٠ ډير اسانه دعاوي
داسي دي چه :
عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ [color=red:46c5ed8d81]فِي رُكُوعِهِ وَسُجُودِهِ [/color:46c5ed8d81]
" [color=white:46c5ed8d81]سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي [/color:46c5ed8d81]"
الدُّعَاءِ فِي السُّجُودِ :
وَكَانَ يَقُولُ فِي سُجُودِهِ " [color=white:46c5ed8d81]اللَّهُمَّ اجْعَلْ فِي قَلْبِي نُورًا وَاجْعَلْ فِي سَمْعِي نُورًا وَاجْعَلْ فِي بَصَرِي نُورًا وَاجْعَلْ مِنْ تَحْتِي نُورًا وَاجْعَلْ مِنْ فَوْقِي نُورًا وَعَنْ يَمِينِي نُورًا وَعَنْ يَسَارِي نُورًا وَاجْعَلْ أَمَامِي نُورًا وَاجْعَلْ خَلْفِي نُورًا وَأَعْظِمْ لِي نُورًا[/color:46c5ed8d81] "
که څوک تر ويدېدلو يا بيده کېدو لمخه دوه رکاته نفل کوي ٠ دغه پورته دعا
به مبارک کوله ٠
او داسي طرز دعا ئې هم کړې په سجده کښي ٠ د لمانځه وخت ئې ندۍ ښودلۍ
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَقُولُ فِي سُجُودِهِ " [color=blue:46c5ed8d81]اللَّهُمَّ لَكَ سَجَدْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَلَكَ أَسْلَمْتُ وَأَنْتَ رَبِّي سَجَدَ وَجْهِي لِلَّذِي خَلَقَهُ وَصَوَّرَهُ وَشَقَّ سَمْعَهُ وَبَصَرَهُ تَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ [/color:46c5ed8d81]" .