طبیعي علوم او ریاضیات
معده ولی زخم کیږی او په څه سره یې علاج کیږی
خیریوسی
05.01.2006
محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دمعدې دزخمی کیدو څو سببه دی
1- وراثت
2- دمعدې ډیرتیزاب
3- ډیره خوابدی او عصبی کیدل
4- د غذا خوړولو دوخت عادت بدلول
5- ډوډې پر خپل وخت نه خوړل
6- دشرابو چښل او یا نور الکحول چښل
7- همیشه خوابدی او پښیمانی په دوست یا مال پسی
8- دسګریټو ډیر څکول
9- د بعضو کپسولو نو یا اسپيرین ګولی خوراک په تشه ګیډه
10- دکافې او چایو خوراک په تشه ګیډه
11- دغازی اوبو چښل لکه ببسی او هغه ګولې چی را ایشیږی
دمعدې دزخم څو علامې دی
1- دګیډی په لوړه حیصه کی ددرد احساس هغه وخت چې سړی وږې وی
2- تر څیګر لاندی ددرد احساس هغه وخت چې سړی وږې وی
3- دمعدې سوی او کله کله قې (استفراق ) او دوزن کموالي
4- دمعدې سوی ورکیدل تر ډوډې خوړلو وروسته
5- دمستو او کیمیاوی دوا تر خوراک وروسته ددرد ورکیدل
6- دایشتیا بندیدل
7- دمعدی په لوړه حیصه کی د درد احساس او دګیډی پاړسوب
دمعدې دزخم د علاج دپاره دری نخسې دی :
1- وچ میده سوې انارپوست داصلې شهتو (عسل) سره ګډ کړی یوه کاچوغه په نهاره سهار و ماښام
2- یوه دانه کیله پیو ( شیدو) سره خوړل نیم ساعت تر ډوډی دمخه
3 - شونډ ( ادرک ) Ginger
شونډ دمعدې دزخم دپاره ډیر مفید دی هغه د 11 موادو څخه جوړ دی
shogaol, 6 - gingerol, 8 - shogaol,8 -gingesol, 10 - pingerol, anr - curcumene, beta = bisalone, 6 - gingediol, betasesquiphell and rene, 6 - gingerdicone and 6 - paradol.
ډاکټر Paul Schulick وایې دمعدې دزخم دپاره یو ښه علاج دی :
ا- شونډ داصلې عسلو سره ګډ یږی او خوړل کیږی او یا
ب – لږ څه ادوه ، لونګ شونډ میده کړی او په عسلو یې ګډ کړی
مینه ومننه
ابو محمود