د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ګوېته خو به پېژنئ؟

هميم
04.01.2006

ادبیات تطبیقي محمد آصف صمیم
طه ندا
ژباړه: هادي نظري منظم

ګوېته اواسلامي ادبیات
================
ګوېته له اروپایي فرهنګ سره دختیزفرهنګ دخپلمنځي اړیکویوڅرګنداووړمثال دی.ختیځ ته دده پام هغه مهال واووښت،چې په کوچنیواله کې یې دسپېڅلي کتاب (انجیل) په لوست لاس پورې کړاودښې پوهېدالپاره یې عربي ژبه زده کړه اوبیایې پسې دقرآن لوستنه پیل کړه اوخپله هېښتیایې پرې څرګنده کړه.
له قرآن سره لېونۍ مېنې اړیېست،چې عربي ژبې ته مخه کړي، نو دانګریزویلیم جونزژباړلي معلقات یی ولوستل. هغه په هره معلقه کې جلا جلا ځانګړتیا لیده،چې یوه یې له بلې بېلوله.بیاورته یودوست وړاندیزوکړ،چې دختیزوادبیاتولکه دهند اوایران هغه ولولي.هغه له فارسي ادبیاتوسره له بلدتیاوروسته پر هغې ژوره څېړنه اولوستنه وکړه اوددغودواړوولسونوفرهنګ ګوېته پرختیځ مین کړاوبیانوپه اروپاکې له سیاسي لاملونو اوپه المان کې فکري لېوالتیاووپه پوره پیاوړتیا پردې لارسیخ کړ.
په نولسمه پېړۍ کې اروپایې جګړوناکراریوته لمن وهلې وه او دخلکواوهېوادوامنیت یې زوم (حرام) کړی و اویوه لړزنده او ناکراره نړۍ یې رامنځته کړې وه.‎، ګوېته ختیځ ته مخه کړه اودخپلې سوکالۍ اوټیکاوورکه یې پکې ومونده؟
د اروپاد ادبي او فکري ښوونځیوپه باب بایدووایوچې په اروپاکې هغه مهال درومانتسېزم ښوونځۍ چلند و.نړیوالوادبیاتوته لېوالتیاهم ورو ورو راځلېدونکې وه، ځینې ادیبان په دې تکل کې وو،چې المان د نړیوالو ادبیاتو منځۍ کړي. ګوېته له دغولاملونوله مخې ختیځ ته دخپل سفر هوډ پوخ کړ،هغه رواني او روحی سفرچې یې دده پرروح یې ډېرژوراغېز پرېېست ، ځکه یې نوداسفرهجرت ونوماوه، هغه په خپل دېوان کې په همدې نامه یوه بولـله ([color=olive:073542be78]قصیده[/color:073542be78]) لري،چې په ۱۸۱۴زکې یې بوللې ده،هغه په دې بولـله کې دحالاتو له ناخوالوګړیږي اوځان سپېڅلي ختیځ اودپیغمبرانوټاټوبي او دمینې او میو خاورې ته چې انسان پکې بیاځوانېږي،هجرت ته بولي. هغه پتېیلې وه چې ختیځ ته له رسېدوسره سم له شپنوسره واوسي.دکاروانیانوپه ملګرتیا هره ورځ دښاراوبېدیا ترمنځ له یوه ځایه بل ځای ته په یون کې وي اوبیادخپل منلي شاعرحافظ شیرازي ته چې ترانې یې په هغه بېدیاکې دده دلارې ملې دي ،سلام وکړي.
ګوېته د ادبیاتو نړیوالتوب ته لېوالتیا په خپل ځان کې وځلوله. هغه لکه چې وموویل تراروپايي ادبیاتو وروسته ختیزوادبیاتوته مخه کړه اودواړه یې هضم کړل .
ګوېته خپل "[color=violet:073542be78]لوېدیځ اوختیځ[/color:073542be78]" دیوان پرکتابو اوبرخو ویشي اوهرکتاب یاټوک ته پارسي نوم ږدي لکه: مغني نامه، حافظ نامه،عشق نامه رنج نامه، تیمورنامه، او پارسي نامه ...
هغه پردېوان زیاتې سپړنې ورزیاتې کړې ،چې په دېوان کې دراغلیونومونو،اندونو،وګړیواوله اولسونوسره په پېژنګلوۍ کې مرسته کوي،دغه سپړنې په ټولیزه توګه په ختیزفرهنګ په تېره اسلامي میراثونوکې دلیکوال دپراخې پوهې اولوست ښکارندوی دی.
هغه سرچینې چې ګوېته یې له ختیزاسلامي کولتوره برخمن کړی اودده په ادبي پوهه اوجوړښت کې اغېزمن شوې داسې رالنډولای شو:
اسلام: ګوېته په خپل دېوان کې ګڼ دینونه لکه یهودي زردشتي ، مسیحي او اسلامي څیړي خوپر اسلام ځانګړی لورېږي اوداسلام خوند اورنګ یې پر"ختیځ دېوان" تېزدی. ګوېته ترهغه ځایه چې اسلام یواځې خدای ته تسلیمېده او غاړه اېښوده ګڼي، ځان مسلمان بولي اوداسلام ستاینه یې له ډېرې څېړنې وروسته وکړه. هغه په اسلام کې توحید اوپه ژوندانه کې عملي اړخ ته پاملرنه زده کړه،ځکه اسلام دکار(عمل)،تولیداودیوې غښتلې ټولنې دجوړولودین دی اوګوېته دیوه اروپایي اوالماني په توګه ددغوآرونو اوبنسټونوپرارزښت پوه شوی دی.
قرآن داسلام اساسی قانون دی، ځکه یې په لوستواو خپلوشعرونوکې ترې الهام اخیستوته زیاته پاملرنه کوله.دده په[color=green:073542be78] بوللو[/color:073542be78](قصایدو) کې راغلي اندونه (افکار) زیاتره له قرآنه اغېزمن دي.په "پیاوړي قوم" نومي بو بولـله کې دپیغمبراکرم صلی الله علیه وسلم له خولې دبدردغزوې دشهیدانوویرکوي اوهغه شمېرغښتلې بیبیانې اوښځمنې،چې جنت ته ننوتې دي اولومړنۍ یې زلیخا ده، یادوي.ګوېته زلیخا دزهد او تقوی بېلګه بولې ، ورپسې مریم دمسیح مور،بیاخدیجه درسول الله ص بي بي چې دهغه دبري لارې چارې یې برابرې کړې اودپیغمبرۍ په خپراوي کې مرستیاله وه اوبیاګرانه فاطمه (رض) یادوي.
ګوېته په " ازادفکر"بو بولـله کې له ستوریواوپه ځمکه اوسمندرونوکې دخلکودلارښوونې لپاره دهغوپرڅرنګتیااوپیدایښت غږېږي،چې دامفهوم یې دقرآن له دې آیته رااخیستی دی: [color=red:073542be78]"وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ قَدْ فَصَّلْنَا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ " [/color:073542be78] انعام /۹۷
اوپه "پیغمبر" نومي بولـله کې وایې:"څوک چې له پیغمبرسره دښمني وکړي اوخدای یې (بیاهم) ډاډاونېکمرغي په برخه کړي، غمجن دې شي ، بایدځان په یوه مزبوته رسۍ دخپل کاله په کومستنې په سولۍ کړي، هله یې نوله پیغمبرسره کرکه له منځه ځي".
هغه داخبره دلوی خدای له دې ویناراخیستې چې:" مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ " . حج /۱۵
په "پام له ښځمنو!" بولـله کې درسول الله له احادیثوګټنه کوي اودښځوله بې لاریواوبې سریوګړېږي، ځکه دوی خدای دکاږه لرګي په څېرشته کړي،چې په سمولوماتیږي اوکه خپلې مخې ته پرېښوول شي، دوخت په تېرېدونورې هم کږېږي، نونارینه بایدله ښځمنوسره ستونزې ولري.
اسلام اواسلامي آثار"قرآن اوحدیث" خوپرېږده،چې شاعرګوېته له پارسي ادبیاتوهم اغېزمن دی، کوم سترایرانی ادیب چې دی یې پرځان مین کړی اوعقل او هوښ یې ترې وړی ،هغه نوماند شاعرحافظ شېرازي( ۷۹۱ق مړ) دی،چې غزل یې نړیوال نوم لري اود څلورزره بیتو دېوان،چې بېلابېل شعري ځېلونه لري، خاوند دی.
له حافظ سره دګوېته بلدتیاله ۱۸۱۴ز راهیسې هغه مهال پیل شوه، چې هغه "دهمردژباړې فن" له لارې دحافظ له دېوان سره بلد شو. ګوېته پوه شو،چې له حافظ او دهغه له افکاروسره بشپړهمغږی دی. هغه داهمغږي او اغېزمني نه پټوله. "د همردژباړې فن" په لوېدیزه ټولنه کې ددغه ایراني شاعردنوم خپرېدنې یولامل و. ګوېته له حافظ سره په مینه اولېوالتیاسره هغه ته دادیبانوپرراماتولوکې نقش لاره. دګوېته په دېوان کې په" آلمانی مننه کوي" بولـله کې دلومړي سلطان سلیمان دمعاصرمفتي مولیناابوسعود مننه کوي .
مننې اونمانځنې ته دده اړیېستونکې کیسه داسې ده،چې : یوې ډلې دحافظ پردېوان نیوکې وکړي اوڅه تورونه یې ولګول، له مفتي نه یې فتوا اونظروغوښت اودهغه ددېوان په باب یې ترې داسلام دریځ وپوښته، مفتي ځواب ورکړ،چې حافظ ښه اوبددواړه لري، نولوستونکي دې دښه اوبد په سره بېلولوکې عقل قاضي کړي . مفتي په خپله فتواکې دحافظ ددېوان پرخپرولودبندیزاړتیاونه لیده،دافتوا- چې حافظ ته یې ځانګړی ارزښت ورکاوه- د ګوېته دزیاتې خوښۍ لامل شوه، اوخپله خوښي یې دپورتنۍ بوللې په جامه کې څرګنده کړه.
پرګوېته دپارسي ادبیاتو داغېزپه باب خبرې ډېرېږي،خوهمدومره نغوته بس ده،.چې ګوېته چې ترحافظ وروسته له کوموزیاتوایرانیواغېزمن شو، یویې هم نظامي ګنجوي دی،چې د"لیلامجنون" مثنوي یې ګوېته په ستاینه اړیېست.
ګوېته دایرانیوشاعرانو،چې د"پنج ګنج" په منظوموویلوکې یې سره سیالي کوله پلیون کوي، ددغومنظومونوماندویونکی نظامي ګنجوي دی .
ګوېته په خپل دېوان کې دپارسي په دود په ځینومنظوموکې دپنځو(پنج) له عدده کاراخلي لکه پنج چیز، پنج دیګر. همدارنګه دفریدالدین عطارله پند نامې هم ګټنه کوي چې په خپله یې دغه ټکی په ډاګه کړی دی.
ګوېته په خپله " فردوسي وایې" نومي منظومه کې له دغه ایراني شاعره الهام اخلي. خوپه شاهنامه کې یې له ځینواندونوسره یوه خوله نه دی، هغه له قابوسنامې هم ځینې متلونه راخیستي دي. دسعدي دګلستان له حکمتونوهم ګټنه کوي.
هغه عرب هم ستایلي اوګروهمن دی،چې خدای پربېدیانیوعربو څلورنعمتونه لورولي: پګړۍ ،کېږدۍ، توره اوشعر. دپګړۍ په باب یې ډېرې خبرې کړې دي اودپاچاهانوترخول ([color=orange:073542be78]تاج[/color:073542be78]) یې هم غوره بولي.
له پګړۍ سره دلېونۍ مینې له لامله و،چې معشوقې یې (مریانې) دده په ۶۶ مه زوکالیزه کې ختیزه پګړۍ ورته ډالۍ کړه.
هغه ګروهمن دی،چې دایران شاه عباس هم تردې ښکلې اوډولې پګړۍ نه ده پرسرکړې .
ګوېته خپلې معشوقې ته زلیخاوایې ، له دې نامه سره دهغه دمینې لامل داو،چې دزلیخااویوسف ترمنځ مینه په ګناه پای نه شوه،دده اومعشوقې ترمنځ مینه یې هم داسې وه، هغه ځان ته حاتم نوم غوره کړی و، سره له دې چې حاتم له مینې سره اړیکه نه درلوده اویواځې دسخا اوکرم له لامله مشهورو،نوبیایې ولې دانوم خوښاوه؟ هغه داپوښتنه دزلیخانامې په درېیمه ټوټه کې ځواب کړې اودځان په باب وایې:
"جوته ده چې دی به په سخااوکرم کې دحاتم سیال نه وي، خوځان ځکه په دې نامه یادوي،چې حاتم اودهغه لورېینې دی همېشه پاموړولري،یانې هغه غواړې چې خپله مینه له هغه (حاتم) سره څرګنده کړي،که څه هم داستاینوم (صفت) ددوی دواړوترمنځ ګډ نه دی. نومونه پرخپلونوموالودصفتونوښووندوی نه دي، بلکې دلیل دي".

[color=green:073542be78] لیک: هدایت الله همیم [/color:073542be78]
[color=green:073542be78]hamimwardak@yahoo.com[size=18:073542be78][/size:073542be78][/color:073542be78]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more