د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پاڅــــــه پــــښتونه!

Darman
29.12.2005

پاڅــــــه پښتونه
پــښــــــتونه پاڅـــه نن دې ځــــان وګټه
شــــــان وشــوکـــــت په دې جــــهان وګټه

خـــــوبونه پريـــــږده د غفلـــــــــت د بــــستر
پاڅــــــــه په ويـــښه دې نــــن شـــان وګټه

ســــــتا په درشــــل غــــله غليـــمان ګورمه
عـــــــــــزت احــــــــترام او هم ايـــمان وګټه

ستـــــا د تاريــــــخ دي لوټـــــماران راغلي
٠٠پاڅـــه لـــــوي نوم نـــن د افــــــغان وګټه

پــــــه ډډه واوړه زلـــــــــــزلـــــــه راولـــــــه
دا په سيــــــــنه بــــــــيده طـــــوفــــان وګټه

ميـــــدان د توري نه اوس دقلــــم دی ګـــــرم
واخله قلم تيردې تاريخ جنګ دميدان وګټه

ستا په ژوندون اړاوي خاورې غليم ستا په نسل
پاڅه غافله خپل وجود د ســـــــــبا ځــوان وګټه

دهر غليم راغځيدلي لاسونه تر ګريــــــوانه پــوري
دا دپـــــښتون ســــــيري ســــــيري ګــــــريــوان وګټه

چا يې لوپــــــټه يوړه چا يې ګــــريوان کړ سيـــــري
پاڅه ژوندون د غه مظلــــوم له د انــسان وګټه

ميـــــــندې دي بـــــورې دي پيغــــلـــې کونـــــــــډې
لوڅــــې پـــښې بـــــــبر ســــــرونه يتــــــيمان وګټه

ستا د بابا لوړې شملې ته غليم په ټيــــټه ګوري
پاڅــــه نادانه جـــــګه شمـــــــله د هر پــټان وګټه

چـــــه لمبـــــيدلي دي په ويـــنه و طـــــن په ميــــنه
د ارمانجـــــــنو اوميـــــدونــــــو دا آرمـــان وګټه

چې به ېې سورۍ سينې راوړلې د جنګ له ډګر
دا په وطن د پاکې ويــــــــنې شـــــــــهيدان وګټه

ستــــا په کلـــــتور هم په مـــيړانه ملــــنډې کيږي
دغـــــه کلـــــــــتور د مـــــــيړنو د قهــــرمـــان وګټه
28-12-2005

په خندا خندا ژړا راځې په زړه کې
زه عادت له ماشومتوبه په ژړا يم


پښتونه پاڅه

جوهري
13.04.2006

پښتونه پاڅه

پښتونه پاڅه عاد تونه د دپلار پيداګړه

په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

پام کوه وخت درنه تيريږي ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

دستا پلارونه ميړني يا د شوي

تل په تاريخ کې تويالي يادشوي

هر يو ميدان ئي له دښمن ګټلی

ځکه په نوم د ازمري يادشوي

پښتونه پاڅه په عمل کې د تلوار پيدا کړه

په کومه لار باندې چې تلی هغه لار پيداګړه

کنه تاريخ د بر با ديږي ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

ستا د تاريخ نه دښمنان ويريدل

دستا د پلا ر نه اغياران ويريدل

تل ئي په خوله کې ورته غاښ مات کړی

د پښتون نوم نه ظالمان ويريدل

پښتونه پاڅه دپلارونو زولفکار پيداکړه

په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

ستا مقابل کې ګيدړان نن راپاڅيږې ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

خپلې پښتوته احترام وساته

ملي کلتورته د لږ پام وساته

دښمن لګيه دی ستاکاتورختموي

دغې دښمن ته فکر تام وساته

پښتونه پاڅه دې دښمن ته داوس دارپيداکړه

په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

کنه کلتور دې نن ختميږي ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

د ستا پلارونه په پښتو ؤ مين

دپښتونخوا په جګو غرو ؤ مين

خپلې پښتونه ځاريدل به واړه

په دود دستور دپښتنو ؤ مين

پښتونه پاڅه دپلارونو دې دستار پيدا کړه

په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

دستا تاريخ به بيا جوړيږي ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره

دستا ناموس دستا غيرت دی پښتو

دستا عزت ستا شرافت دی پښتو

خپلې پښتو نه سر اومال قربان کړه

د ستادی شان دستا شوکت دی پښتو

پښتونه پاڅه دې پښتو ته غاړې هار پيداکړه

په کومه لار باندې چې تللی هغه لار پيداګړه

جوهري ځکه نن سوځيږي ګوره

خوږه پښتو درنه مړه کيږي ګوره
[color=red:8a3ea1da3c][/color:8a3ea1da3c][size=18:8a3ea1da3c][/size:8a3ea1da3c]


پاڅیږه پښتونه

سمسورازاد
09.05.2006

ګرانووړوڼو!
په خولې موبرکت شه ،ډیرزبردست شعرونه دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more