وطن پال او نور ګټور شعرونه
زړګۍ مي نه صبریږی
      خیریوسی
      26.12.2005
    
لیلا په سپینه ښکلا کی بیا راڅرګندیږی
زړګۍ مي نه  صبریږی
و دیدن ته  می  یی زړه  ډیر ډیر هوسیږی
زړګۍ مي نه  صبریږی
نور می زړه مري له فراقه  نه پاته کیږی
زړګۍ مې نه  صبریږی
دمینې لیونېان  دهر ه ځایه  را ستنیږی
زړګۍ مي نه  صبریږی
دکور پر شاوخوایی اتڼونه  نن ګډیږی 
زړګۍ مي صبریږی
خونچې دتحفویی وعاشقانو ته   رسیږی
زړګۍ مي نه  صبریږی
 (    ) صبر وکړه  تاته په خپل وار نصیب رسیږیی
زړګۍ مي نه  صبریږی
مينه
      خیریوسی
      05.09.2006
    
ظاهردی خلک ټوكي بولي
تا په ټوکو  دی  وركړی لوي درسونه
ظاهردخلکوسره خاندي
دننه زړۀ كې دی پټ کړی پټ رازونه
ظاهردی خلک  ليونې بولي
تا پرسر بارکړی ددرست جهان غمونه
      خیریوسی
      06.09.2006
    
زمایې اوبه ستایې خړونه 
په کښی  به وکرو ښکلی پالیزونه 
ځوانان   به ئې خوري میوې 
همیش به  رسي ماوتاته   ثوابونه 
پالیزوان چی نه وی  دانا  
پالیز به وکړی ضررناکه میکروبونه 
ناروغی به شی خپره  هر خوا
هیځ  فایده به و  نه کړی   درملونه  
یارانو ما نه لنډۍ  ویلی اونه می  لیکلی دی  که غلطی ستاسو څخه  داصلاح کولو  هیله لرم  
مینه
      خیریوسی
      06.09.2006
    
********************* حال دزماني *******************
پریږده سین وسین دنیا اخیرت په خرابیږی
---------------------------------- نفی اثبات ټبنګ کړه دحبیب لوری ته رسیږی
دین  ټوټی ټوټی کړی دنیـا پــه پینه کیږی  
-------------------------------که مړه شی همه واړه بس و چوکی ته ورسیږی
دګیدې څخه فتوا وی دهر شئ راصادریږی
--------------------------------حرام به حلال بولی که په بنک کی  سود چلیږی
فرقی دی درو اویا هریو په  ځان ښه نازیږی
--------------------------------------پکښی کی ده یوه سیده اصحابوته رسیږی
غلت دی نه کړی وروه په خوږه ژبه هم ږغیږی  
----------------------------------دمور ذده کړی لمونځ به دی بیا ډیر ارمانیږی 
علامه دنفاق به یې پر جبین باندی معلومیږی
-------------------------------- خبرو ته یې چی ګوری په قال قیل درته ږغیږی
مال د بیت المال به خپل رصید ته حواله کیږی  
------------------------------------- په میاشت کی یوه ناوی وکورته راودیږی
وائې زه ښه مسلمان یم دامام شاته به دریږی 
---------------------------------مرګ یې دی هیر کړی لږ ژوندون ته هوسیږی
په تکټر به خته کش کړی مځکی غصب کیږی
--------------------------------- قواله به کړی ژر جوړه رشوت هم ډیر چلیږی
د مځکو پر جنګو دری ځلورهم حلالیږی 
---------------------------------که پاته یتیمان شی  دچا  زړه کله په  خوږیږی
خپل حق به غواړی بیله رشوته نه خلاصیږی
----------------------------------دعوه چی ته لیکې تر قیمت ډیری پر لکیږی
(    ) ځان دی ولی هیر کړی دا حال دزمانې دی
------------------------------- بس وخت یې دی راغلۍ   په مږو پسی روانیږه