د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د زنداني شاعر یو شعر

Dost
25.12.2005

اشرف خان هجري (خټک) د ستر خوشحال خان زوی چي دخپل ژوند روستي څورلس کلونه د هند په یو زندان کي تېر او همغلته ومړ .په پښتو او فارسي کی ئې د درد او سوزنه ډکه شاعري کړېده .له بده مرغه دپښتو په وېبپاڼو کی مي تر اوسه کوم ذکر ونه موند .دا یو شعر ئې ماډېرځلي لوستی وو،چي اوس مي هم یاد دی .
[color=blue:aa5d4c7a40]ربه ورک اتشین غږ د دې سرنا که
..................................................دم په دم د مرده غم راته احیا که
په هر لور چی ئې له قربه مسافر شم
...................................................راته اور هغه مقام په ژړا بیا که
زه لمبه د هجر مړه کړمه په اوښکو
..................................................دا ئې بیا راته پوکي سر ئې بالا که
ما په ډیره ژړا، نو د صورت وچ کړ
.................................................لا مي هم چي باڼه وچ ویني غوغا که
یا جدا ده په یارانو پسي ژاړي
...............................................یا زما په حال خبره سوه ژړا که
"هجري" ته باڼه وچ ملره چی خوږ ئې
...............................................ستا په روغ وګړي څه دي که خندا که[/color:aa5d4c7a40]
---------------------------------------------------------------------------
په پښتنه مینه ستاسی "دوست"


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more