اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شيطان څه شی دی ؟
طالب جان
26.05.2003
ګرانه وروره پا څون صيب اوپتمني خور خاټول جاني له پوښتني څخه مو مننه .
شيطان عربي لفظ دي دا له شطن څخه جوړشوي دي او شطن دليري والي او نا فرماني په معني دي شيطان ته ځكه شيطان وايي چي دي هم دالله تعا لي له رحمت څخه ليري دي همدا راز شيطان دپاك رب دحكم نا فرماني هم كړي ده (كله چي الله تعالي ملايكو ته امر وكړ چي آدم عليه السلام ته سجده وكړي نو شيطان سجده ونكړه ) نو ددي نا فرماني په وجه ده ته شيطان وويل شو .
دقرآن كريم له ايتونو او نبوي احاديثو اود علما و له اقوالو څخه داخبره څر ګند يږي چي شيطان دانسان په شكل متشكل كيداي شي .الله تعالي فرمايلي دي : واذ زين لهم الشيطان اعمالهم وقال لا غالب لكم اليوم من الناس واني جار لكم فلما ترآات الفأ تان نكص علي عقبيه وقال اني برئ منكم اني ارآي مالا ترون اني اخاف الله والله شديدالعقاب .سورۀ الانفال آيت لمبر٤٨سپاره لسمهپه دي آيت شريف كي دا قصه ذكر ده چي كله چي كفار دبدر په مقام كي دمسلمانانو د مقابلي لپاره وتل نو شيطان دوي ته وويل چي زه هم ستاسي ملګري يم نن په تاسي( مسلمانان ) نشي غالب كيداي خو كله چي دمسلمانانو او كفارو لښكري سره مخامخ شوي نو شيطان دوي ته وويل چي زه هغه څه وينم چي تاسي يي نه ويني او زه له خداي څخه ويريږم اودالله تعا لي عذاب ډير سخت دي . ددي آيت په تفسير كي علما وو ليكلي دي چي شيطان دي كفاروته د عربو ديوه كافر سردارسراقه بن مالك بن جعشم په شكل له يوشمير لښكر سره راغي او دا لښكر هم داسي معلوميده لكه د (بني مدلج )دقبيلي خلك اودا تقرير يي كفارو ته وكړ او كفارو ته يي ښه ترغيب وركړ خو چي دجنګ ميدان راغي نو وتښتيد .دا خبره په تفسير قرطبي كي په صفحه٢٦ جلد٨ كي ليكلي ده .
همدا راز علامه آلوسي په تفسير روح المعاني كي په صفحه ١٤٢ جلد١٥كي ليكلي دي چي وقد تري بصور غير صورها الاصليه بل وبصورها الاصليه التي خلقت عليها علامه فرمايي چي كله كله دغه شيطانان له خپلو شكلونو څخه ماسيوا په نورو شكلونو هم ليدل كيږي .
همدا راز په مشهور تفسير روح المعاني صفحه١٤٤جلد١٥كي حضرت علقمه (رض) له عبدالله بن مسعود(رض) څخه روايت كړي او فرمايلي دي چي عن علقمه عن ابن مسعود ان النبي (ص) ادا العشآا ثم انصرف فا خذ بيدي حتي اتينا مكان كذا فا جلسني وخط علي خطا ثم قال (( لاتبرحن خطك فبينما انا جالس اذ اتاني رجال منهم كا نهم الزط ابن مسعود رض فرمايي چي رسول الله (ص) دماخوستن لمونځ ادا كړ نو كله چي لمونځ وكړ زه يي تر لاس ونيولم تر دي چي مونږ يوه مكان ته ورسيدو نوزه يي كينولم او يو خط يي راڅخه ګيرچاپيره تاو كړ او ماته وفرمايل چي له دي خط څخه مه ښوره نو ابن مسعود وايي چي زه هلته ناست وم نوز ماپه خوا كي دجناتو داسي وګړي تيريدل چي رنګونه يي دتورو هندي وګړو په څير وو .
دلته هم ثابته شوه چي پيريان په مختلفو شكلونو متشكل كيداي شي ځكه پيريان هم دابليس اولاد دي په تفسير قرطبي كي راغلي دي چي
[] فروي اسما عيل عن الحسن البصري ان الجن ولد ابليس والانس ولد آدم ]اسماعيل له حسن بصري څخه روايت كړي چي پيريان دشيطان زامن دي او انسانان دآد م زامن دي .
او په تفسير قرطبي كي په صفخه ٤جلد١٩كي دا هم ليكلي دي چي جنات يا پيريان دوه ځلي آنحضرت(ص)ته راغلي وو له دي څخه هم معلومه شوه چي شيطانان متشكل كيداي شي .
همدا راز دحديثو په مشهور كتاب ابو داودشريف كي دي چي
عن ابن مسعود عن النبي (ص) قال اتاني داعي الجن فذهبت معه و قرات عليهم القرآن ابن مسعود (رض) وايي چي رسول لله (ص) فرمايلي دي چي ماته دپيريانو استازي راغلي وو نو زهورسره ولاړم او دوي ته مي قرآن وروښود .له دي ټولو دلايلو څخه معلومه شوه چي پيريان يا شيطانان مادي ابعادلري او دانسانانو پهشكل متشكل كيداي شي .
نقاد
08.06.2003
محترمه وروره طالب جانه سلامونه مې و منه، خدای دې سر لوړی لره، له توضيحاتو څخه دې ډيره مننه .خاټول خور خو زه يواځې پرېښودی يم ، او لکه غاټول چوپه پاتې ده ، او د شيخ فريد په څير هيڅ نه وايي او که دلته يې زما په پوښتنو او ستاسو په ځوابونو بسياکړې ده . دادی زه تاسوته زحمت در کوم او يوه بله پوښتنه به هم وکړم ، خو نورې پوښتنې خاټول ته پرېږدم :
د شيطان اصلي ځای او ناستون چيرې دی، له کوم ځای څخه په انسان خپله ناوړه اغيزه شيندي ، او څرنګه ، په کومه وسيله په نفس تأثير غورځوي ، ايا دا لعنتي د انسان د نفس او نفسياتو سره هم اړيکې لري که څنګه ؟ که يې لري هغه په څه ډول دي او څرنګه منځ ته راغلې دي ؟
طالب جان
09.06.2003
ګرانه وروره پاڅون صيب السلام عليکم :
شيطان ديوه شي نوم نه دي بلکه شيطان مختلفي ذريې لري چي هريوه ته ځانګړي کارونه سپارل شويدي دشيطان په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي چي ( ان الشيطان يجري من الا نسان مجري الدم ) يا ني شيطان ستاسي په بدن کي داسي جريان کوي لکه وينه چي ستاسي په بدن کي جريان لري .
له دي حديث څخه معلوميږي چي شيطان هميشه له انسان سره مل وي له همدي لاري هغه د وسوسي په وسيله د انسان په نفس باندي اثر اچوي اودګناهونو په درياب يې ور ﻻ هو کوي او څنګه چي شيطان دانسان په نفسياتوباندي هم اغيزه کوي ځکه نوپه قران عظيم کي رسول الله ( ص ) ته فرما ئل شوي چي د وسوسه اچونکي خناس څخه د الله تعا لي پناه وغوا ړه . له دي څخه معلو مه شوه چي شيطان هميشه دفرصت او موقع په انتظار دی . په حديث کي راځي چي که څوک غواړي له شيطاني وسوسو څخه محفوظ پاتي شي نو دا الفاظ دي ډير وا يې هو الاول والاخر والظاهر والباطن وهو بکل شئ عليم
نقاد
11.06.2003
طالب جانه وروره د السلام عليک ! د خدای رحمت شه په تاسي ، چې ډير ښه معلومات مو د الشيطان الکافر المرتدالعين الرجيم په اړه وړاندې کړي دي . ښايي تاسو به هم فکر کوئ چې شيطان پخپله د نفس او نفسياتو يو
جزدی، او هغه جز دی چې له کنترول څخه ووځي د يو طوفان يا سيلاب په څير ورانوونکی ياغي قدرت او طاقت لري : غريزې او د غريزو سره تړلي جذبات لکه کرکه او نفرت ، قهر او غضب ، عشق اومينه، د لوږې او تندې احساسات او جذبات ، چې هر يو يې په نهايې افراطي شکل د مرګ او وژنې سبب کيدای شي ، نور اجتماعي فسادونه خو ﻻ څـئکی څـئکی . غريزې دشيطان ( جذبو) د ناستون تخت يا هغه لويه ﻻرده چې په سر يې شيطان
او جذبو ځای نيولی دی او انسانان له ګړنګونوڅخه سر د ﻻندې راغورزوي . غريزې ځوک له منځه وړلی نشي او
د ژوند لپاره هدفمنې او په ﻻينفک ډدل ضروري دي ، نو د منځه وړلو سره يې د انسان ژوند هم ختميږي ، له دې کبله تر څو چې ژوند وي ، او ژوند ښايې تر قيامته پورې وي ، غريزې يعنې شيطان به هم ژوندی پاتې وي ، د غريزو او غريزه يي جذباتو کنترول او رام کول هم د اجتماعي او غير حيواني انساني ژوند لپاره ضروري دي .
د غريزو کنترول هم يواځې او يواځې په حساساتو کيدای شي ، چې هغه غريزوي نه بلکې نيک احساسات يا اخلاقي ، ديني او مذهبي احساسات دي ، چې د غريزو د ياغي شيطا د رام کولو لپاره هم بوره ه هم دوره ! بوره ځکه چې دين او مذهب، اخلاق ، دود و دستور ، عنعنه او مثبته قوانين ټول د غريزو د رفع کولو اجتماعي لارې ﻻرې چارې او هغه چوکاټونه دي، چې په ټولنه کې دانسانانو غريزې د فرد، ډلو، قشرونو او طبقاتو د دريځ ، توان او قدرت سره برابر رفع کوي .خو له ددې چوکاټونو له پولو څخه اخوا د وتلو اجازه نه ورکوي او په سزا يې رسوي ــ چې دا حدود يې په دين کې شرعه ، په ټولنه کې دود او په دولت کې قانون او زمونږ په بحث کې همغه دوره يا اخلا قي قمچينه ده چې د غريزود رام کول يعنې د پوره کولو تنظيم يې غواړي . دا کار لومړی دود دستور ، رواجونو او عنعنو کاوه ، پښتونولي يې ﻻ ژوندۍ بيلګه ه ، بيا دين ، مذهب او اخلاقو کاوه ، چې ټول دېکو احساساتو په کچه دبدو غريزوي احساساتو او جذباتو په ضد اغيزه کوي ، او بيا وروسته دقوانينو اوددې تر څنګ ورسره د اخلاقو په چوکاټ کې تر سره کيږي . قوانين اصلأ په احساساتو نه ، بلکې د عقل او تفکر په اساس ولاړ دي، خو څومره چې يوه ټولنه وروسته پاتې وي همغومره په قوانينو کې د دود دستور رواجونو او عنعنو ، دين او مذهب غوښتنې ډيرې مراعات کيږي .خو بر عکس په پرمختللو ټولنو کې قوانين او اخلاقي پر مختګ د عقل او اجتماعي تفکر په برکت اوبنسټ رامنځته کيږي . په افغانستان کې يوه خوا د دود دستور عنعنو دين او مذهب نيک احسسات او نيک جذبات دي چې په خپل کيفيت او اصليت کي د ړانده ا طاعت او کور کورانه تعقيب غوښتنه کوي او په تعصب سره له ديني مذهبي دوديزواو رواجي احساساتو له ولولو او
را پارولو څخه کار اخلي او زوړ ارزښتپاله ټولنه ساتل غواړي، اوبله خوا بيا د عقلي او اخلاقي غوښتنو په بنسټ تغيرات رامنځته کول غواړي .خو په سوچه شکل يو هم نشي کيدای ، په ديني او عنعنوي اړخ په پلويانو کې به ان تر طالبانو پورې د عقل رنجه منجه هم مو جود ه وي ، او په بل اړخ کې به هم په عصري قانونيت کې د ديني مذهبي ، او عنعنوي احساساتو پوره مراعات هم کيږي . په اوسنيو شرايطو کې له نامعقوله قدرتونو او محلي واکمنيو نا معقوله سياسي غوښتنې هم په قانون کې ځای نيسي ، چې راتلونکو ﻻنجواو جذباتي فسادونو ته
ﻻر پرانيستلی شي . خو ددې سره مقابله بايد دعقل او منطق او سوله ييزه توګه وشي ، نه د عقيدوي تعصباتو له ﻻ رې ، که نه مونږ د تعصب عريزو او شيطانانو ډير تير ايستي او د کورنيو جګړو ګړنګونو ته غور ځولي يو . ولسلام علی من اتبع الهدی .
طالب جان
13.06.2003
ګرانه وروره پاڅون صيب سلامونه او احترامات مي ومنه له فلسفه يي ليکني څخه دي ډيره مننه ذالجلال اقدس دي موږ اوتاسي اوټول مسلمانان دهرقسم شيطانانو له هرډول وسوسو څخه په امن کي وساتي امين ثم امين يا رب العا لمين .
ع کريم حليمي
16.01.2004
سلام
خدای هر شی دوه پيدا کړی دی ٠ خو الله واحد احد دی ٠ پخپله الله نه ماده اونه معنی موږ تر معنی او تر مادی لوړ دی وها خواته شی نه پيژنو ٠ انسان مغز تر ننه ندی قادير سوي ٠ په دوهم ژوند قادير کيږی ٠ انشاالله
شيطان د انسان دپاره پيداسوی دی ٠ الله فرمايی چه شيطان می د اوره پيدا کی ٠ لکه انسان د طين څخه ٠ بدع دخدای کمال دی٠ انسان داکمال نلری٠ ددی ونيا فزيکی نظام پر + - وﻻړ دی
نوچې داوره پيدادی Energy (قال اناخيرمنه خلقتنی من نار و خلقته من طين)
شيطان وای زه ښه يم تر خټو هو ٠ اينر جی دفزيک په سترګو ترخټو ه ده ولی چې په خټه ننوزی ٠ مبارک وايی
چه شيطان دانسان په وينو کی جريان لری (ګرځی نه لکه جسم )
نو بيا تاسو معلومه چه (فان لم تفعلو ا ولن تفعلوافاتقوا النارالتی وقودهاالناس والحجره اعدت للکفرين٠
نو په دوهم ژوند کی بيا انسان هغه (لعين)يو او شيطان سره يوځای يو په بل به سره سوځی٠
ومااتکم الرسول فخذوه وما نهکم عنه فانتهو ٠ چې د رسول ص وپه خبرو عمل وکی ٠ نو به دخپل شيطان څخه خلاص سی ٠ نوبه د حق سره يوځای سی دغه رشتا دجنت حال دی ٠
نوټ٠ پياد ولری چه د خپلی بعقلی چه څه دکور په رانيول ياخرڅيدو کی تاوانوکړو ٠٠٠٠٠غيره
دابه نو دشيتان کار نه بولو٠ اصلأ الله ښه خبر دی
که دقرأن 90 ايته دشيطان په باره 100 حديثی نبوی دلعين شيطان په باب ولوستل سی انشأالله نورښتره بئ وپيژنۍ حليمي
نقاد
17.01.2004
[quote:d494c024e7="abdul karim"]سلام
خدای هر شی دوه پيدا کړی دی ٠ خو الله واحد احد دی ٠ پخپله الله نه ماده اونه معنی موږ تر معنی او تر مادی لوړ دی وها خواته شی نه پيژنو ٠ انسان مغز تر ننه ندی قادير سوي ٠ په دوهم ژوند قادير کيږی ٠ انشاالله
شيطان د انسان دپاره پيداسوی دی ٠ الله فرمايی چه شيطان می د اوره پيدا کی ٠ لکه انسان د طين څخه ٠
[/quote:d494c024e7]
محترم حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله !
په پورتني مطلب سم پو هيدل پوښتنې او ﻻ روښانتيا غواړي ، ستاسو زحمت بې اجره نه دی انشاأالله !
١ ــ الله تعالی له معنی او مادې څخه ډير لوړ دی ، مونږ ماده ((پيژنو)) ، ولی معنی دلته په کوم مفهوم ځای نيولی دی ، او معنی يعنې څه او دڅه له پاره خلق شوې ده ؟ ايا معنی عيني ( اوبجېکتيف) وجود لري که څنګه؟
٢ــ شيطان خو له ادم څخه د مخه د عزازيل په نامه پيدا شوی ؤ، سره ددې هم په د الهي پلان او مهال ويش کې صرف د انسان له پاره پيدا شوی ؤ؟ که شيطان د انسان سره غاړه شوی نه وای د ددنيا ژوند به د انسان له پاره
نه ه ؤ؟. ايا حيوانات شيطان يا شيطاي قوه نه لري؟ که د حيوان شيطاني اور او انرژي ﻻ ډيره وي، نو ايا حيوانات تر انسان د مخه نه وو پيدا ؟ که دمخه پيدا شوي وو ، نو شيطان تر ادم (ع) د مخه يواځې په حيواناتو کې اوسيده او وروسته بيا ادم او ادمزاد ټولو ته يې پښه راوغځوله، کله چې با با ادم او حوا انا ځمکې ته راښکته شول ؟ دلته يوه بله پوښتنه هم پيدا کيږي چې دنيوي اړتياوې او د هغې رفع کول د نيوي خوندونه او چړچې منځته راوړي، چيرې چې شيطان نه وي ايا مادي نعمتونه لکه خوراک چښاک ، مينه ، لکسيت او نوربه په جنت کې خوند ولرلی شي ؟ .
[quote:d494c024e7]بدع دخدای کمال دی٠ انسان داکمال نلری٠ [/quote:d494c024e7]
بدع څشی دی؟ مونږ اورېدلي چې بدعت په دين کې عذاب لري ، که انسان بدع نشوه کوﻻی، نو تحريم او عذاب بيا د څه له پاره ټاکل شوي دي ؟ او که بدع د بدعت سره توپير لري؟
[quote:d494c024e7]ددی ونيا فزيکی نظام پر + - وﻻړ دی . نوچې داوره پيدادی Energy (قال اناخيرمنه خلقتنی من نار و خلقته من طين) شيطان وای زه ښه يم تر خټو هو ٠ اينر جی دفزيک په سترګو ترخټو ښه ده ولی چې په خټه ننوزی ٠ [/quote:d494c024e7]
هو! همداسې بريښي چې شيطان د بدن او ژوندانه انرژۍ ته وايي، او د هرې انژي مصرف بايد د کنترول ﻻندې او په خپل ټاکلي شکل او حدودو کې تر سره شي !په ټولنيز ژوند کې يې داکنترول او حدود هم ضرور ټولنيز او اجتماعي دي . نو ايا له دې کبله انساني ټولنو ته چې ﻻ هم د تکامل په ټيټو پړاوونو کې خوځيږي، دغه دکنترول اجتماعي ميکايزم او حدود د اسماني دين پوسيله وضع شوي دي او د تفکر پر ځای د عقيدې په رسۍ تړل شوي دي؟
[quote:d494c024e7]مبارک وايی چه شيطان دانسان په وينو کی جريان لری (ګرځی نه لکه جسم )
نو بيا تاسو ته معلومه ده چه (فان لم تفعلو ا ولن تفعلوافاتقوا النارالتی وقودهاالناس والحجره اعدت للکفرين٠
نو په دوهم ژوند کی بيا انسان هغه (لعين) او شيطان سره يوځای يو په بل به سره سوځی٠ [/quote:d494c024e7]
لطفأ د پورتني ايت کريمه له راوړلو څخه مو دلته مطلب څشی دی ، ايا د انرژي په څېر په وجود کې د شيطان نه ګرځيدل (؟) پرې مستدلل کول هدف ؤ، که نور څه هم ؟
[quote:d494c024e7]ومااتکم الرسول فخذوه وما نهکم عنه فانتهو ٠ چې د رسول ص وپه خبرو عمل وکی ٠ نو به دخپل شيطان څخه خلاص سی ٠ نوبه د حق سره يوځای سی دغه رشتيا دجنت حالت دی ٠
نوټ٠ پياد ولری چه د خپلی بېعقلی چه څه دکور په رانيول ياخرڅيدو کی تاوان وکړو ٠٠٠٠٠غيره
دابه نو دشيتان کار نه بولو٠ اصلأ الله ښه خبر دی
که دقرأن 90 ايته دشيطان په باره 100 حديثی نبوی دلعين شيطان په باب ولوستل سی انشأالله نورښتره بئ وپيژنۍ حليمي[/quote:d494c024e7]
داسې بريښي ، څنګه چې د انسان روح مادی نه دی، او په جنت کې هم په غير مادي شکل ژوند کړی او وروسته بيا هم له بدنپرته جنت ته ستنيږي، ځکه ماده او مادي بدن له انرژي او ځرارت څخه ډکه ده چې کارنتيا يې په دين کې شيطاني قوه بلل شوې ده . روح سره که بدن تړلی جنت ته ﻻړ شي نو شيطان او د ژوند شيطاني اړتياوې او د مادي محيط سره يې د مادي تبادلې بهير (خوراک ،څښاک ، او مينه کول ) په جنت کې مادي خوندونه منځته راوړي چې د دنيايي ژوندد اوسني او تيرو پړاوونو سره يې صرف په لوړه درجه کې درجوي فرق شته ، نه کيفي . يو کيفي فرق به هله ي چې روح له بدن له دغې مادي او شيطاني پوښ او قالب څخه وتلی او نجات موندلی وي . او که څنګه ؟؟؟ والسلام .
ع کريم حليمي
17.01.2004
ګرانه پاڅون صاحب سلام ٠
زه په کور کی نيم په فلوريډا کی يم په ويکيشن کی يم دنيويارک ديخه می ځان لری کړی دی ٠
چې کورته و رسيږم انشأالله پوره جوابونه به درته وليکم ٠
اوس خداي په امان حليمي
ع کريم حليمي
22.01.2004
پاڅونوال صاحب سلام
هو شيطان دانسان دپاره پيدا دی نه دحيوان دپاره او واضع ده چه تر انسان دمخه پيداسوی دی ٠ نکاح يا شهوت د شيطان د کارو څخه نده ٠ بسمه تعالی انکم لتأتون الرجال شهوه من دون النساأ بل أنتم قوم مسرفون ٠ ددی ايات څه معلوميږی چه شهوت د ښځی سره يا شهوت په ښځه لری کول ښه عمل دی ٠جنس په جنس نو ٠٠ ناروادی ٠ دا معنی نه لری چه ډير اوللدونه څوک پيدا کوی چه شيطان يي زورور دی ٠
د شيطان وظيفه داده چه د انسان څخه رظيل چوړکی (ضعيف النفسه او ضعيف ايمان )
بدع ٠ (د هيڅ څخه څه پيداکولو ته وايی بسمه تعالی (بديع السموات والارض أنی يکون له ولد ولم تکن ه صحبه وخلق کل شی أ وهوکل بکل شی أ عليم ٠
تفکر ازاد دی ٠خو يوازی په ورځ د قيامت حساب ددغه (لن ينال الله لحومها ولا د ماؤها ولکن يناله التقوی منکم )
او زه داسي فکر کوم چه شيطان د عبادت د پاره ندی پيدا (ايمان نه پر لرم پر داخپله خبره )
خو الله داسی وايی (و ماخلقت الجن والانس الا ليعبدون)
او بل دا دی چه شيطان جسم کيدای سی په حديث نبوی کی داسی حديث سته خو زمااوس پياد ندی
ګرانه وروه ٠ انسانته 1000000 کاله پکارچه يو څونور سواله حل کی ٠ د انسان پوهه ډيره کمه ده
حليمي
طالب جان
02.05.2004
حلیمي صیب لیکلي ((پاڅونوال صاحب سلام
هو شيطان دانسان دپاره پيدا دی نه دحيوان دپاره ))
نو وروڼو کله چي شیطان دانسان لپاره پیدادی نو باید چي انسان پخپلو ټولو کړو وړو کي له ډیر احتیاط څخه کار واخلي او دهر کار تر کولو له مخه باید سوچ ووهي چي ایا ځما دا کارخو به له شرعي پلوه خراب نه وِ کله چي يي یقین راشي چي داکار په شرعه برابر دی نو بیا دي دهغه کار په کولو لاس پورِي کړي .
نقاد
31.05.2004
[quote:2919b4c328="طالب جان"]حلیمي صیب لیکلي ((پاڅونوال صاحب سلام
هو شيطان دانسان دپاره پيدا دی نه دحيوان دپاره ))
نو وروڼو کله چي شیطان دانسان لپاره پیدادی نو باید چي انسان پخپلو ټولو کړو وړو کي له ډیر احتیاط څخه کار واخلي او دهر کار تر کولو له مخه باید سوچ ووهي چي ایا ځما دا کارخو به له شرعي پلوه خراب نه وِ کله چي يي یقین راشي چي داکار په شرعه برابر دی نو بیا دي دهغه کار په کولو لاس پورِي کړي .[/quote:2919b4c328]
محترمه او مکرمه وروره طالب جانه لسلام عليکو ورحمت الله وبرکاته !
ستاسو عملي نتيجه ګيري پر ځای او ډيره ښه ده ، خدای دې مونږ ټول دشيطان له شر او فساد څخه په امن امان کې وساتي ،امين ، ثم امين .
داچې شيطان له انسان (ادم ع) څخه هم مخکې پيداشوی، پوښتنه دا پيدا کيږي چې شيطان به څومره مخکې ، څو کاله ، ايا څو سوه يا څو زره کا له وړاندې تر ادمه پيدا شوی وي؟ شيطان خو د جن له اصله و، ايا نور جن او يېريان به معمولأ څوکاله ژوند کوي ؟ ايا له آدم څخه مخکيني جن ټول کافر وو که ټول مسلمانان ؟ بې شيطانه ددوی کفر به نو څه معنی لرله ؟ عزازيل خو له لعنتي کيدو تر مخه پخپله ډير عبادتونه کول، نو بل شيطان به چيرې و چې پيريان کفر ته سوق کاندي؟ کله چې پيريانو سره تر ادم د مخه شيطان ملګری نه و، نو بيا پيريانو (جن) پر څمکه کې څنګه فساد کاوه ؟ . او که هر جن کافر او فساد پيشه پيدا شوی او وروسته يې بيا د اسلام يا نورو سماوي اديانو له راتګ وروسته د مسلمانيدلو امکانات رامنځته شوي دي. ؟ اسلام په دې برخه کې څه وايي ؟ ايا جن ځواني او زړښت لري ؟ د يوه پيري مرګ او زنکدن څه ډول وي؟ ا آيا دوی هم لکه مسلمانا ن ښخيدل يا سوزيدل لکه هندوان لري؟ ماتم او ويرجن کيږ ي هم او خپلوي او دوستي هم پيژني؟؟؟
طالب جان
21.06.2004
[quote:af3a71f104]محترمه او مکرمه وروره طالب جانه لسلام عليکو ورحمت الله وبرکاته !
ستاسو عملي نتيجه ګيري پر ځای او ډيره ښه ده ، خدای دې مونږ ټول دشيطان له شر او فساد څخه په امن امان کې وساتي ،امين ، ثم امين .
داچې شيطان له انسان (ادم ع) څخه هم مخکې پيداشوی، پوښتنه دا پيدا کيږي چې شيطان به څومره مخکې ، څو کاله ، ايا څو سوه يا څو زره کا له وړاندې تر ادمه پيدا شوی وي؟ شيطان خو د جن له اصله و، ايا نور جن او يېريان به معمولأ څوکاله ژوند کوي ؟ ايا له آدم څخه مخکيني جن ټول کافر وو که ټول مسلمانان ؟ بې شيطانه ددوی کفر به نو څه معنی لرله ؟ عزازيل خو له لعنتي کيدو تر مخه پخپله ډير عبادتونه کول، نو بل شيطان به چيرې و چې پيريان کفر ته سوق کاندي؟ کله چې پيريانو سره تر ادم د مخه شيطان ملګری نه و، نو بيا پيريانو (جن) پر څمکه کې څنګه فساد کاوه ؟ . او که هر جن کافر او فساد پيشه پيدا شوی او وروسته يې بيا د اسلام يا نورو سماوي اديانو له راتګ وروسته د مسلمانيدلو امکانات رامنځته شوي دي. ؟ اسلام په دې برخه کې څه وايي ؟ ايا جن ځواني او زړښت لري ؟ د يوه پيري مرګ او زنکدن څه ډول وي؟ ا آيا دوی هم لکه مسلمانا ن ښخيدل يا سوزيدل لکه هندوان لري؟ ماتم او ويرجن کيږ ي هم او خپلوي او دوستي هم پيژني؟؟؟[/quote:af3a71f104]
محترمه مکرمه اوعزتمنه نقاد صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داچي پيريان له حضرت ادم عليه السلام څخه څومره ترمخه پيداشوي؟ پدې اړه محدث علامه بدرالدين ابي عبدالله محمد بن عبدالله الشبلي الحنفي رحمه الله په خپل کتاب (( آ کام المرجان في احوال الجان )) کي داسي ليکلي !
قال ابوحذيفه اسحاق بن بشر في المبتدأ حدثنا عثمان ثنا الاعمش عن بکير بن الاخنس عن عبدالرحمان بن سابط القرشي عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه قال خلق الله تعالی بني الجان قبل آدم بالفی سنة .
ژباړه : له عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چي جن يا پيريان له آدم عليه السلام څخه دوه زره کاله ترمخه پيدا شوي دي .
د ابن کثير رحمه الله له وينا سر ه سم په دوي کي مسلمان اوکافر دواړه پيداشوي (( ومنهم المؤمنون ومنهم الکافرون )) البدايه والنهايه ٦٠ مخ ١ ټوک . همداراز په قرآنکريم کي راغلي چي (( وانا منا الصالحون ومنا دون ذلک کنا طرآئق قددا )) سورة الجن ١١ آيت ٢٩ ټوک .ژباړه . بيشکه ځيني له مونږنه نيکان دي اوځيني له مونږه غير نيکان دي مونږ د((اديانو)) په مختلفو ﻻرو ناست وو.
ددې آيت په تفسير کي په تفسير قرطبي کي داسي راغلي : ((والمعنې اي لم يکن کل الجن کفارا بل کانوا مختلفين منهم کفار ومنهم مؤمنون صلحا ومنهم مؤمنون غير صلحاوقال المسيب کنا مسلمين ويهود ونصاری ومجوس )) قرطبي لابي عبدالله محمدبن احمد الانصاري ١٥ مخ ١٩ ټوک .
ژباړه : ټول پيريان کفار نه ووبلکه دوي مختلف وو ځيني کافران وو ځيني نيک مسلمانان وو ځيني مسلمان وواما نيکان نه وو مسيب ويلي چي په پيريانو کي مسلمان ، يهود ، نصارې اوآن تردې چي مجوس هم وو.
دآکام المرجان له ليکني سره سم له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی کله چي خداي پاک (( سوميايا شوميا)) دپيريانو پلارداورله داسي خالصي شغلې څخه پيداکړچي لوګی يي نه درلود نوورته ويي فرمايل چي ته څه غوښتنه لرې؟ هغه ورته وويل چي ځماغوښتنه داده چي مونږ دي خلک وينو خو خلک دي مونږ نه ويني او مونږ دي په لمده ځمکه کي ننوځو او زمونږ سپين ږيری دي ترهغو نه مړ کيږي ترڅو بيرته ځوان نه شي يعني زمونږ عمرونه دي اوږده شي نو الله تعالی دهغه داغوښتني پوره کړې ځکه خو دوي مونږ ويني اومونږ يي نه وينو اوکله چي ددوي څخه کوم يو مړشي نو په لمده خاوره کي ورک شي او ددوی سپين ږيري ترهغو نه مړه کيږي ترڅو دوباره لکه هلک داسي ځوان نه شي .(( عن عکرمة عن ابن عباس رضي الله عنهما قال خلق الله سوميا ابا الجن وهوالذي خلق من مارج من نار قال تبارک وتعالی تمن قال أتمني ان نری وﻻ نری وان نغيب في الثری وان يصير کهلنا شابا فاعطی ذلک فهم يرون وﻻيرون واذا ماتوا غيبوا في الثری وﻻيموت کهلهم حتي يعود شابا يعني مثل الصبي يرد الی ارذل العمر .آکام المرجان ٩ مخ ١ټوک .
دعلماو له ليکنو داسي جوتيږي چي ابليس اواوﻻد يي د اصل پيريانو له پيدايښت څخه وروسته پيداشوي ((قال اسحاق حدثني جويبروعثمان باسنادهما ان الله تعالی خلق الجنوامرهم بعمارة الارض فکانوا يعبدو ن الله جل ثناؤه حتی طال بهم الامد فعصواالله عزوجل وسفکواالدماء وکان فيهم ملک يقال له يوسف (1) فقتلوه فارسل الله تعالی عليهم جندا من الملائکة کانوا في السماء الدنيا کان يقال لذلک الجند الجن فيهم (2)ابليس .
ژباړه :اسحاق له عثمان او جويبر څخه روايت کوي چي الله تعالی پيريان پيداکړل نو هغوي ته يي دځمکي دجوړولو امر وکړ دوي به دالله تعالی عبادتونه کول کله چي په دوي ډيره موده ووته نو دالله تعالی له حکمونو څخه يي سرغړونه پيل کړه اوويني تويول يي شروع کړه آن تردې چي په دوي کي يوباچا يا په بل قول نبي وو چي يوسف نوميده هغه يي وواژه نو خداي دوي ته دملايکو يوه بله ټولۍ چي چي په نژدې اسمان کي موجودوو او جن نوميدل ورواستول او په هغوي کي ابليس هم وو .
محمد بن اسحاق له حبيب بن ابي ثابت څخه نقل کړي کله چي ابليس چي عزازيل نوميده راواستول شو ځمکي ته نو له هغه څلويښت کاله وروسته بيا خداي پاک حضرت آدم عليه السلام دخليفه په توګه وګمارلو ((حدثنامحمد بن اسحاق عن حبيب بن ابي ثابت او غيره ان ابليس وجنوده أقاموا في الارض قبل خلق آدم أربعين سنة )) اکام ١١ مخ .
خیریوسی
11.01.2007
قال عمر رضی الله تعالی عنه ان ذرية الشيطان تسعة
1_ زليتونٌ 2_ وثينٌ 3_لقوس ٌ4_اعوانٌ 5_ هفافٌ 6_ مرةٌ 7_ المسوط 8_ داسمٌ 9_ ولهان ٌ
فاما زليتون فهو صاحب الاسواق فينصب فيها رايته
واما وثين فهو صاحب المصيبات
واما اعوان فهو صاحب السلطان
واما هفاف فهو صاحب الشراب
واما مرةٌ فهو صاحب المزامير
واما لقوس فهو صاحب المجوس
واما المسوط فهو صاحب الاخبار يلقيها في افواه الناس ولايجيدون لها اصلاً
واما الداسم فهو صاحب البيوت اذا دخل ارجل المنزل ولم يسلم ولم يذكر اسم الله تعالي اوقع فيها بينهم المنازعة حتي يقع الطلاق والخلع والضرب واما ولهان فهو يوسوس في الوضوء والصلاة والعبادات
ژباړه : ویلی دی حضرت عمر رضی الله تعالی عنه چی اولاد دشیطان نه تنه دی
زیلتون ، وثین ، اعوان ، هفاف ، مرة ، مسوط ، داسم ، والهان دی
زیلتون چی دی هغه یار دی دبازارونو خپله جنډله پکښی ودروی
وثین چی دیه غه یار دی دمصیبتونو
اعوان بیا یار دی دبادشاه
هفاف چی دی یار دی دشرابیانو
مرة چی دی یار دی دسروز
لقوس چی دی یاردی دمجوسانو
المسوط چی دی دی یار دی دخبرونو دخلګو په خولو کښی داسی خبری اچوی چی دهغی هیځ اصل نه وی
الداسم چی دی یار دی دکورو کله چی سړی وخپل کورته ننوځی بسم الله ونه وایې او سلام نه واچوی نو دخاوند او میرمنی تر منځ جنګ جګړه وهل ټکول عین تر دی چی تر طلاق پوری یې ورسوی
ولهان چی دی هغه بیا وسوسی اچوی په اوداسه، لمانځه او عبادتونو کی
دا می په دی ولیکل چی اوس خلګ دشیطان ولادو نومونه پرخپلو لوڼو او زامنو باندی ایږدی زموږ په کلی کی یو سړی پر خپله لور دهفاف نوم ایښی دی
---
ع کريم حليمي
13.01.2007
ډېر محترم ajaza صاحب ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ajaza صاحب !
ستاسو ليکنه مي ولوستل ، پخه او ثقه ليکنه نه معلويږي
تر شل کاله زيات کيږي چه صحيح سته او قران په زده کړه اخته يم
او په صحيح سته وو کښي داسي يو حديث مانه دی لوستی چه د شيطان او
ابليس ، عزازيل د اولاد نومونه روايت په کښي وي
هو ! عن ابن عباس قال: كان اسم إبليس حيث كان مع الملائكة عزازيل [color=cyan:991748c827]ثم إبليس [/color:991748c827]بعد
او داسي هم راغلي چه مبارک فرمايلي چه : الكلب الأسود شيطان
يعني که تور سپئ د لمانځ و مخته تير سو نو لمونځ قطعه کيږي (أبي ذر څخه روايت ) دی
کومي ليکني چه د شيطان په باب کښي دانشمندانو کړي ټوله يی کتابي او
منطقي ليکني دي ، ستاسو له همکاری څخه موږ ديري زدکړي اما پورته
ليکنه سند نه لري
اسلامي او ديني ليکني بايد سند ولري په صحيح سته او يا قران
هو ! راسخ اشخاص علما کرام حق د تأويل لري اما په غيبو(پټ ) بيا هم نه دي خبر
او مبارک په خپل عمر کښي يو وار شيطان ليدلی ،
پو ښتنه مي داده چه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه نو بيا څرنګه د شيطان
د اولاد په نومونو و پوهېدلی ؟؟؟؟؟
[quote:991748c827]قال عمر رضی الله تعالی عنه ان ذرية الشيطان تسعة
1_ زليتونٌ 2_ وثينٌ 3_لقوس ٌ4_اعوانٌ 5_ هفافٌ 6_ مرةٌ 7_ المسوط 8_ داسمٌ 9_ ولهان ٌ
فاما زليتون فهو صاحب الاسواق فينصب فيها رايته
واما وثين فهو صاحب المصيبات
واما اعوان فهو صاحب السلطان
واما هفاف فهو صاحب الشراب
واما مرةٌ فهو صاحب المزامير
واما لقوس فهو صاحب المجوس
واما المسوط فهو صاحب الاخبار يلقيها في افواه الناس ولايجيدون لها اصلاً
واما الداسم فهو صاحب البيوت اذا دخل ارجل المنزل ولم يسلم ولم يذكر اسم الله تعالي اوقع فيها بينهم المنازعة حتي يقع الطلاق والخلع والضرب واما ولهان فهو يوسوس في الوضوء والصلاة والعبادات [/quote:991748c827]
داخبري له ډيره وخته جوړی سوي په عمر يا علي يا ابوبکر پوري
او د کلو ملايانو خپله ملايي په تيره (sharp )کوله ،چه فلان ملانو ډېر لوی
ملا دي ، ټوکه : ولاچه د پلار کونډه لا چاته رواکړي چه د کتابونو په حاشو
کښي وګوري
ددغی پورته ليکنه چه حواله پيداسي ښه به وي او که حواله ئې پيدانه سي
نو ړنګه چه سي ښه به وي ؟؟؟
خیریوسی
13.01.2007
ډیر ګران محترم حلیمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ستاسو دلارښونی څخه یوه نړی مننه ما مکخی څو ځله دا خبره تکرار کړی ده چی زه عالم نه یم که رشتیا درته ووایم پنج کتاب می هم ښه نه دی زده کړی ولی چی علم هغه دی چی عمل په و کړی ما په پنج کتاب تر اوسه پوره عمل نه دی کړی زما دټولو لیکونود(الف - ی) پوری وتاسو ته اجازه ده چی ډیلیټ یې کړی ځکه چی کومه علمی بڼه نه لری او زما هیڅ خوا هم نه په بدیږی خاصتاٌ دشیطان د اولاد نومونه که هغه نه وی اوکه ملیون بیا هم دمؤمنانو دښمنان دی
زه چی کله یو دخیر خبره واورم اویا ووینم دپیرزوینی دټول افغان مینه والو ته ولیکم ولی چی دځان دپاره یې خوښوم هغه دبل مؤمن دپاره هم خوښوم زه په دی زه ښه پوهیږم چی زما لیکنی به دټول افغان چلونکودپاره دسر درد ګر ځیدلی وی ولی چی علمی نه دی
پاته سوه هغه دحوالی موضوع د(منهات) څخه می رانقل کړی مصنف یې ابن حجر عسقلانی دی زما بی علمه دپاره ډیر اسانه دی ولی پښتو ترجمه لری
خزانی په کنډوالو کی دی اوس یې لیدل کتل هم منع سوی دی
مینه
ورور مو عاجزه
نقاد
15.01.2007
دروند استاد محترم طلب جان ته سلام او نېکې هیلې!
تاسو لیکلی :
[quote:5dab23d069]ژباړه :اسحاق له عثمان او جويبر څخه روايت کوي چي الله تعالی پيريان پيداکړل نو هغوي ته يي دځمکي دجوړولو امر وکړ دوي به دالله تعالی عبادتونه کول کله چي په دوي ډيره موده ووته نو دالله تعالی له حکمونو څخه يي سرغړونه پيل کړه اوويني تويول يي شروع کړه آن تردې چي په دوي کي يوباچا يا په بل قول نبي وو چي يوسف نوميده هغه يي وواژه نو خداي دوي ته دملايکو يوه بله ټولۍ چي چي په نژدې اسمان کي موجودوو او جن نوميدل ورواستول او په هغوي کي ابليس هم وو .
محمد بن اسحاق له حبيب بن ابي ثابت څخه نقل کړي کله چي ابليس چي عزازيل نوميده راواستول شو ځمکي ته نو له هغه څلويښت کاله وروسته بيا خداي پاک حضرت آدم عليه السلام دخليفه په توګه وګمارلو ((حدثنامحمد بن اسحاق عن حبيب بن ابي ثابت او غيره ان ابليس وجنوده أقاموا في الارض قبل خلق آدم أربعين سنة )) اکام ١١ مخ .[/quote:5dab23d069]
له دې څخه دا نتیجې اخیستل کیږي :
۱ ـ لفظی صراحت غواړي : تاسوجن ا و پیریان سره بیل کړی، حال داچې تر اوسه پورې دواړه یوشی ته ویل کیدل ، صرف په عربی کې ورته جن او په پښتو کې ورته پیریان وایي، که داسې نه وي نو ښه به دا وای چې دپیریانو عربی نوم مو معرفی کړی وای ، څو له جن نه یې نوم بیل شي .
۲ـ پیریانو د شیطان له پیدا کیدو څخه مخکې دخدای له اوامرو څخه سرغړونه پیل کړې مرګونه او فسادونه یې تر سره کړی چې ټول شیطانی کارونه وو، دغه شیطانی جنایات او فسادونه له شیطان پرته څنګه امکان لري ؟
۳ـ ایا له دې نه داسې نتیجه هم لاسته نراځی چې که شیطان پیدا شوی نه وای نو هم به انسانانو وینې تویولې او عین فسادونه او جنایات به یې تر سره کول چې اوس یې د شیطان په وسوسې سره تر سره کوي ؟
ع کريم حليمي
23.01.2007
دروند دانشمند نقاد صاحب سلامونه او ښې هيلي !
يو جهان مننه ! چه د پيريان په باب کښي تاسو پوښتنه کړې
زموږ مولوي طالب جان درک نسته ، خدای دي وکړي چه جوړ ،روغ او موړ او
ارام وي ، هر چيري چه وي زموږ يار دی !
[quote:5541700ea7]لفظی صراحت غواړي : تاسوجن ا و پیریان سره بیل کړی، حال داچې تر اوسه پورې دواړه یوشی ته ویل کیدل ، صرف په عربی کې ورته جن او په پښتو کې ورته پیریان وایي، که داسې نه وي نو ښه به دا وای چې دپیریانو عربی نوم مو معرفی کړی وای ، څو له جن نه یې نوم بیل شي [/quote:5541700ea7]
دانشمند نقاد صاحب !
پيريان پښتو نوم نه دی ! له بلي ژبي څه پښتو ته راغلی
په انګرېزي هم ورته fairies ويل کيږي ، چه يو خيالي او تصوری نوم دی
او جن عربي نوم دی ،چه په انګلېسي ژبه هم jinn نومېدلي دي
fairies وښايسته او ښکلي ته هم ويل کيږي ، چه موږ پښتانه ئې شاه پيری ،
شاه پيرۍ هم بولو ، ريښه د دغه نوم لاتن او يا به فرنج وي
صافی
18.06.2007
درنو اومحترمو ورونو! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
(شيطان څه شی دی ؟) دابحث مې سر تر پایه و لوست واقعاًپه زړه پورې دﺉ ، دټولو محتر مو لیکونکو څخه ډیره مننه .
دښاغلی نقاد دروستیو پوښتنو په اړه او همداراز د موضوع په اړه به زه هم دا لاندې کرښې پرې ورزیاتې کړم .
الجن: ضد دالانس مفرد یې جنی، انس = ښکاره چې ترستر ګو کیږی ، جن = پټ چې نه لیدل کیږی.
شیطان: جمع یې الشیاطین = هر هغه متمرد چې انس وي که جن اوکه حیوان.( دغه کلمې په عربو کې داسلامه مخکې هم موجوده وي.)
ابلیس: « الشیطان » دمتکبرینو او متمریدینو مشر چې دجن اویا پیریانو دنسل څخه دﺉ . جن دانس څخه مخکې پیداشوي دي . دلیل دخدای تعالی قول : { وإذ قلنا للملائكة اسجدوا لآدم فسجدوا إلا إبليس كان من الجن ففسق عن أمر ربه }(الكهف:50)
انس اوجن دواړه دعبادت له پاره خلق شوی ، دواړه مکلف ،او دواړه مخیر دي . { وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون }(الذاريات:56)
دانسان دتمرد، وینوتویولو، اوفساد پیشګوی دانسان دخلقته ، او دابلیس داستکبار اوبغاوته لا مخکې دملایکو له خوا شوی ، چې د سورت بقرې ددې مبارک آیت څخه ښکاري(وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ) سوره البقره ۳۰ ایت.