وطن پال او نور ګټور شعرونه
ستاسي دنوي ملګري شعر تاسي ته ډالۍ دي
Ismail andaleb
15.12.2005
شړنګ ئي د بنګړو د مازديګر اذان کي ګډشوله
خدايګو چه له لپي مي د دعا لمن ته پريوته
څنګه اوس ناصحه توبه ماته نکړم اوګوره
مينه د تنکي جانان مي بيا لمن ته پريوته
سپينه سپينه ځي راځي د سپيني يا غوندي په ځير
نور زما زړګي ته او رڼا لمن ته پريوته
راشي راته خپله بيرته ځي په اجازت زما
مينه ئي زما په دي ادالمن ته پريوته
هله ما ورپريږده د عمرونو ارماني يمه
ښکلي له غمبورو دي ښکلا لمن ته پريوته
داسي راته ښکاري ده خفه ريباره هير ئي کړم
وعده چه د سبانه د بيګا لمن ته پريوته
اوس وائي چه مه ژاړه د سترګو نم مي وچ شولو
وروستۍ اوښکه له سترګو شوه جدا لمن ته پريوته
زه چه د غمو د انديښنو سيلاب لاهو کړمه
هغه مسته ايله اوس د خندا لمن ته پريوته
ژوند دي د رنځونو عندليبه وي وس پيل شولو
هيله د مرګي چه دي زما لمن ته پريوته