د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دد ی شعر ا ړوندخپل نظر څرګند کړی

MN.Waqar
13.12.2005

محترموشاعرانونيکي هيلي ومني.
دغه لاندي شعر وګوري او نيمګړتياوي يي په ګوته کړي.
هيله ده چي ځواب په ترخو ټکو رانکړي ځکه چي دا زما لمړني شعر دي
چي يو زه واي بل مي يار-----د رقيب نه واي کنار
د يو بل په څنګل خوب-----مونږ کولاي په کرار

چي مشغول په يو کتاب واي----دا کتاب د عشق په باب واي
په يو بل باندي لاسونه ------مو پراته ښه په حجاب واي
چي خولګۍ مو يو د بل نه اخستلاي وار په وار
تکرار
يوه شنه دښته بيديا کي------د سرو شونډو په خندا کي
چي يي کړی وړي خبري-----ښه په ناز او په ادا کي
که بادشاه زه دجهان واي ما به کړاي تري جهان زار
تکرار
ده پيچک په مخ خور کړاي----اننګي مي ښکلولاي
يار د ميني دي صحنه کي -----حال په سترګو کي ويلاي
ساقي لري کړه جامونه په کتو يي کړم خمار
تکرار
زه په طمع د وصلت يم-----د جانان د خوږ الفت يم
چي رنځور زړګي مي جوړ شي ----تږي ستا د محبت يم
بهسودي په جهر وايي يار مي تاج دي د وقار
تکرار

ستاسو د لا زياتي مرستي په هيله

م ن٠وقار بهسودي


ح . افغان
14.02.2006

ګرانه وروره ډير خوشحاله شوم چې ستاسو مبارك شعر مې په سايټ كي وليد.
افسوس چي ځان مو ستړى كړى دى، ستا دشعر څخه كوم مفهوم نه اخيستل كيږي.
خو بيا هم كوشش كوه ښه به شې.
ستاسو په مبارك شعر كې كومه موضوع نه ده نغښتي، دشعر عمده مفهوم په موضوع كې وي.
ستاسو د برياوو په هيله.


وقار
15.02.2006

ګران ورور افغان صاحب نېکې چارې درته غواړم٠
ستاسو په اند زما په شعر کې څه مفهوم نشته, خو ستاسو په ځواب کې به دومره ووايم.

دطعام په مالګه څه پوهېږي فيل
په ټانټو ېې مړوه يا په پليل

په درنښت

وقار


ح . افغان
15.02.2006

دطعام په مالګه څه پوهېږي فيل
په ټانټو ېې مړوه يا په پليل

ځكه خو درته وايم چي داقسم شاعري پريږده ددي طعام په خوند يواځي غني خان پوهيږي.

په درناوي


أبوخليل
10.07.2006

سلامونه ټولو وروڼوته
وقار صاحب د ښکنځلی نه کوي اول نظر غواړي او بیا نومونه ږدي د حمید الله صاحب نظر په ځای دی او په پراخه سینه یې شاباش او کوشان صاحب هم معذور ګڼم چي دداسي شعرونوپه اند کي ډوبېږی فکر کوم واده نلري هههههههههه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more