وطن پال او نور ګټور شعرونه
یتیم یمه زه
      خیریوسی
      13.12.2005
    
یتیم  یمه زه په ژړا ژاړمه-------------------------لږ شفقت  در څخه غواړمه
وطن پالونکوهیر می نه کړی تاسی-----په خپلو پاکوشملوکې وښکی را  پاکی 
خپله پاک ځولې واچوی پر سر دکونډیانو---- بیځایه نه کړی  پاکی وینی دشهیدانو
په وینو دپلار می دښتونه دی سره---------- دمور چغی می تر اوسه غوګونو سره 
-----------------------یتیم  یمه زه په ژړا ژاړمه
----------------------لږ شفقت  در څخه غواړمه
کور می وران مهاجرشوی یمه  زه ---------- بیله خپلي مورکې هیڅ شئ نه لرمه 
اسمان تلتک  مځکه بړسنه لرمه ----------کاش یوه کوډلۍ  په خپل وطن ولرمه 
سترګی په لار وطن پالونکو لره----------   زه ددویي څخه  زیات امیدونه لرمه
دخپل پلار دوینو ساتنه غواړمه --------- --  دخوارویتیمانو ښه روزنه غواړمه 
--------------------یتیم  یمه زه په ژړا ژاړمه
---------------------لږ شفقت  در څخه غواړمه
شعر نه دی لاکن دهر مؤمن افغان دزړه درد دی