اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
نزاع ،عدم توافق ،عدم ثبات او روحي ناجوړي بعضي وخت معنوي مرګ وي
ع کريم حليمي
12.12.2005
درنو او کرمو وړنو او خويندو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
په نړۍ کښي يو کتاب دۍ چه کلام الله دۍ ٠ چه يو ايات شريف ئې په بل ايات شريف ترجمه کيږي ٠
که څوک يو ايات شريف ولولي نو ترجمه ئې بايدده چه په بل ايات شريف وکړي
چه دې ته ښه او اوله درجه ترجمه ويل کيږي
او دوهمه درجه ترجمه په حديث شريف سره ده
او دريمه درجه ئې د سلفو ده٠ پم پر ثم تر ما او تاسو پوري
الله ج فرمايي چه :
بسمه تعالی - يـَأَيـهـَا الَّذِينَ ءَامَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسولَ وَ أُولى الاَمْرِ مِنكمْ فَإِن تَنَزَعْتُمْ فى شىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلى اللَّهِ وَ الرَّسولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الاَخِرِ ذَلِك خَيرٌ وَ أَحْسنُ تَأْوِيلاً(59) النسا
ژباړنه -................ بيا نو که نزاع وکړه تاسو په يوه شي کښي وګرځوئ دا کار طرف ته د الله ته
(الله کتاب ته )او رسول ته (د رسول الله حديث ته )که يي تاسي چه ايمان لرئ
تاسي په الله او ورځي يوم الاَخر(قيامت ) باندي
د دغه ايات شريف څخه واضح مالوميږي چه د سياست والو، او هر مسلمان
له پاره خطاب کوي ٠ يعني چه نزاع همېشه انسانان لري ٠ او الله ج هم ايات شريف په ([color=white:e61282574a]فَإِن[/color:e61282574a]) شروع کوي ٠ په ( لا) سره ئې نه شروع کوي
ولي چه دغسي ده چه نزاع د ملت او حکومت ، د دوو سياست والو تر منځ
همېشه وي ، يا پيدا کيږي ٠ او که په لا يعني په نفي ئې ايات شريف شروع
کړيوای ٠ نو دا معنا ترې اخستل کېدل چه هيڅ منازعې ، مناظرې،بحث او جدل
ته اجازه نسته٠ يا په بل عبارت نو معنا دوو وکيلانو ته په شورا کښي هم دا اجازه نه پيداکېدل
چه مباحثه ، argument (استدلال )و کړي ٠
ولي چه په بل ځای کښي الله موږ ته د شوری ښودنه کوي اوشوری هيڅ امکان
نه لري چه بيله بحث ، اختلاف احسن څخه صورت پيداکړي
... وامرهم شوری بينهم...
نو بيا چه پسله استدلاله ،بحث او جدل څخه شوری د قران ، احاديثو او قانون
سره سمه فيصله صادره کړي ٠ نو پر ملت واجب کيږي چه دغه امر به مني او
اطاعت به ئې کوي که د حکومت اطاعت و نه ګړي ٠ ګناه کار او د جزا مستحق
دۍ د محکمې په فيصله
او په بل ايات شريف کښي فرمايي چه :
(لا )يعني نفي په کښي سته
واطيعو الله ورسوله و[color=white:e61282574a]لا[/color:e61282574a] تنازعوا فتفشلو وتذهب ريحكم واصبروا ان الله مع الصابرين46 الانفال
ژباړه ٠ او حکم ومنۍ تاسي د الله او د رسول او [color=white:e61282574a]مه کوۍ [/color:e61282574a]خصومت ياجګره په خپلو منځونو ( داکه جهاد وي او که هره اخلاقي ،
بله موضع وي اختلاف حق نسته و موږ ته ) پس بې زړه به سۍ او ولاړ به سي
باد ستاسي ٠٠٠٠٠٠٠٠ الخ
په دې ايات شريف څخه داسي واضح مالوميږي چه جنجال ،منازعې ، مناظرې،بحث او جدل مه کوۍ ٠
هرڅه چه په روزمره ژوند کښي کوم جنجال راته پيدا کيږي ٠ بايد و محلي جرګې
او يا محکمې ته خبره ولاړه سي او يا محکمې ته حاضر سوو ٠
ولي ؟
دوه نفره چه کوم جنجال کوي يا لري ٠ دوۍ دواړه ځان پر حق ولاړ کڼي ولي چه
يو له دوۍ څخه شخصي ګټي ، عقدې ، عناد ړوند او کوڼ کړي وي ٠
او حق نسي اورېدلی ٠ او دعقدې او عناده ده داسي الفاظو کار اخلي چه د مقابل
نفر ابرو او عزت ته خساره ورسوي ٠ د لته الله فرمايي چه [color=blue:e61282574a]وتذهب ريحكم [/color:e61282574a] يعني باد به ستاسو ووځي ٠ سپک به سې
دبادڅخه دلته مطلب بدبويي نه ده ٠ باد په معنا د strength ، درند والۍ
او که موضع اخلاقي وي د جرګې او محکمې نه دي ٠
نو پر هغه مسلمان چه عادل ، او حکمت ،تدبير ولري پر فرض ده چه په منځ
کښي ځان ور واچه وي ٠
انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم واتقوا الله لعلكم ترحمون ٠
نوټ ٠ که يو مسلمان پوهيږي چه عدل او حکمت ئې نه زده يا ئې نه لري
نود لاس وهني حق اخلاقا نه لري ٠ ولي چه نزاع ته نور اور ممکن ولوېږي
نقاد
16.12.2005
[color=cyan:f33f137e02]انما المؤمنون اخوة فاصلحوا بين اخويكم واتقوا الله لعلكم ترحمون ٠[/color:f33f137e02]
سبحن الله ! څومره جامع ، او د ټولنيز ژوند له پاره څومره اغيزمن ايت شريف دی چې محترم حليمي صاحب دلته راخيستی دی . تر سلامونو درناوي او نيکو هيلو وروسته له استاد حليمي صاحب نه يو عالم مننه کوم او اوږود نيکمرغه ژوند ورته غواړم چې څومره ښه مو ضوع او ښه برهانونه يې وړاندې کړي دي .
مؤمنان سره ورونه دي . او د ورونو ترمنځ هم اختلاف نظر اومنازعه راځي، نو ورونه سره خفه مه پريږدئ ، د هغوی تر منځ سوله وکړئ ، ځکه تاسې هم د هغوی ورونه ياست ، څنګه کولی شئ د خپلو دوه ورونو ترمنځ خفګان وزغمئ او دوام يې ومنئ ؟
دا ځکه چې هره منازعه حل لري ، خو حل يې بي پلوي ، عقل او تدبير غواړي . که دا په چا کې پوره نه وي ، بل مؤمن ورور دې وروړاندې کړي چې هغه دغه اوصاف ولري . که مسله حل او جوړه وکړي ، نه يواځې هغه مسله حل شوه، ډير نور ترې زدکړه کوي اوورته مسايل پرې حل کيږي .
سربيره پر دې د مسلې حل پرمختګ منځته راوړي، ورته منازعې نه تکراريږي، شعور لوړيږي او د لوړې کچې مسايل مطرح کيږي او حل مومي ، نو اختلاف نظر
او يوه حل ته رسيدل د تکاملي حرکت ،تغير او بدلون ﻻر ده، اختلاف لوړې ژوره ، ضد اونقيض لري، خوله تېز او انتې تيز نه وروسته د حل پړاو ته يې سينتېز وايي،
ددواړو خواو مثبت اړخونه په کې ساتل کيږي اوداسې ترکيب يې سره موندلی وي چې کيفيت يې تر دواړو اضدادو لوړ او نوی وي اود وړاندې تکامل پر مخ ﻻر پرانيزي : نو رښتيا چې ترکاڼي د بيزو کار نه دی اودغسې حل هوښيار او مدبر شخص ته اړه لري . په ملي سطحه بايد ستونزې ، اختلافات او د حل لټون د پوهو مدبرو استازو يا شورا د وکيلانو له خوا مطر ح او حل شي ، څو د ټول هيواد وده، پرمختګ ، تکامل او بشپړتيا په ښه شکل ممکنه شي . قوانين بشپړ شي، د حکومت دعمل څارنه دقيقه شي، پلانونه او لګښتونه ، بودجې ، ﻻرې او وسايل، دندې ، صلاحيتونه او مسوليتونه وټاکل شي او په ټولنې کې د يو کل په توګه په هر غړی د يوه اغيزمن جز ، خو آزاد فرد په توګه خپله وظيفه تر سره کړي . دغه ټول د [color=blue:f33f137e02](( فصلحوا بين اخويکم ))[/color:f33f137e02] په الهي حکم او ارشاد کې پراته دي ! [color=cyan:f33f137e02] هو، د الله حکم تکاملي اوتکامل د الله حکم دی . له الله تعالی نه وويريږئ او د تکامل مخنيوی مه کوئ چې پر تاسو د الله تعالی رحمت دی :[/color:f33f137e02] [color=blue:f33f137e02]واتقوا الله لعلكم ترحمون ![/color:f33f137e02]
[color=blue:f33f137e02] و من الله التوفيق .[/color:f33f137e02]