د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

څنګه بايد د چاغوالي څخه مخنيوى وشي ؟

دربار
27.11.2005

ولي زموږ وزن تر جاپانيانو او چينايانو (% 25 ) پنځه ويشت په سل كي ډېردى ځكه چې ددوى خواړه زموږ تر خوړو لږ دي ؟
ددې علت دادى چي هغه ډول خواړه چي موږ يې خورو ددوى د خوړو سره توپيرلري . كه موږ هم وغواړو چي د وزن په لحاظ د چينايانو او جاپانيانو غوندي لږ وزن ولرو ، ښه صحت ولرو ، او ډېر عمر وكړو تو بايد مطالعه وكړو چي ددوى خواړه د كومو موادو څخه تشكيل شويدي ، څنګه تيار شويدي اودهغو د مصرف اندازه څومره ده ؟
په كلي ډول سره د جاپانيانو او چينايانو خواړه د داسي موادو څخه جوړ شويدي چي د چاغښت ضد او د وازګو ويلوونكي دي .
كوم خواړه د چاغښت مخنيوى كوي ؟
دا ډول خواړه معمولا ډېره لږ غوړزګي لري او بېله كلستروله ، لږ كالوري ، دفايبر څخه ډك او ډول ډول
ويټامينونه لري . يوازي ددغه ډول خوړو په واسطه كولاى شو چي هم ماړه شو او هم ځان موړ كړو .
اوس به وګورو چي دا ډول خواړه كوم دي ؟
په دې لست كي راز راز اومه او پاخه سابه( تركاري يا شنګيا ) شامل دي . ډاكټر ( Barbara Eldestien ) د غذايي موادو مشهور متخصص چي په دې رشته كي يې ډېر كتابونه ليكلي دي په يوه كتاب كي داسي ليكي :" د هغو كسانو دپاره چي غواړي ډنګر سي سابه بايد د خوړو اصلي ماده وي . البته چي د سابو ډېر مقدار خوړل مشكل دي خو ليكن ستاسي معده او كولمې په تدريجي ډول ورسره عادت كيږي او ستاسي دعادي كېدوسره يوځاى ستاسـي وزن هم لږيږي . دا كار په دوامداره توګه سره اجرا كيږي او كله چي شروع شي او دوام پيدا كړي پس له يوه څه وخته كوښښ او رژيم ساتلو تاسي تاسي خپل د خوښي په اندازه ډنګرېدلاى شى.
په دوهمه مرحله كي بايد مېوو ته پاملرنه وكړئ چي مېوې كامل غذايي مواد لري . خوږې مېوې چي قندي ماده يعني فركتوز ( Fructose ) لري ډېر دمصرف وړ نه دي ليكن دوې يا درې داني داسي قندي مېوې په ورځ كي مشكل نه پېښوي . مېوې د ويتامينونو ، فلزاتو او منرالونو ډېرغني ذخاير لري چي خوړل يې بدن ته سلامتي او تازګي بخښي .
بعضي مېوې سربېره پر دې چي پوره غذايي مواد، ويتامينونه او منرالونه وجود ته رسو يخو د بدن په چاغښت كي هيڅ رول نه لري ا ودا پخپله يو د وازګي ويلوونكو خوړو څخه دي . تر ډېره حده بايد كوښښ وشي چي سابه او مېوه اومه وخوړل شي او پخه نشي .
شنه روميان ، شفتالو، خوږمجازه الوچه، كوپړه ، زردكي ، بهي ، سېب ، ناك ، او چي ښه نه وي پاخه شوي د چاغښت ضد خوړو د جملې څخه دي .
دا مېوې نه يوازي دا چي هيڅ كالوري بدن ته نه رسوي بلكه بدن د هغه په ژوولو ، خوړلو ، هضمولو او جذبولو كي يو څه كالوري د لاسه لاهم وركوي .
حبوبات او غله دانه لكه غنم ، اوبشي او وريجي اصلي خواړه دي يا اوړه ، ډوډۍ ، آش په هر ډول چي مصرف شي خو چي اندازه يې دقيقه او حساب شوې وي ټولــــــــه سوځل كيږي او د بدن دپاره لا زمه انرژي برابروي . نو په دې اساس كولاى شئ د غذايي رژيم په ورححني پروګرام كي دغه ډول حبوبات شامل كړئ خو بايد ډېر متوجه اوسى چي د خپل ضرورت په اندازه وي نه دا چي په بدن كي اضافه شي ، شكل ته تغيير وركړي او په يو ډول غوړزګي تبديل شي . ځكه نو د وريجو او ډوډۍ د استعمال څخه په چاغښت ضد ورځني رژيم كي هيڅ بېره نسته خو بايد ډېر په دقت سره د ضرورت په اندازه واخستل شي ځكه كه د ضرورت څخه كم وي بيا په ورځني كاروكي انسان ډېره سستي ، كاهلي ، بېحالي او د كار سره بې علاقه توب پيدا كوي او كه د ضرورت څخه اضافه وي ورځنى رژيم بې اثره كوي او د پرهېز كوونكي د چاغښت سبب لا هم كيږي .
[color=cyan:8260a08d61]د ورځي پنځه يا شپږ ګيلاسه اوبه څښل د ډنګرېدو سره ډېره زياته مرسته كوي او بايد ذكر شي چي اوبه د ډنګرېدو په پروګرام كي تر ټولو ښه عامل دى .[/color:8260a08d61]


خیریوسی
28.11.2005

ګرانه محترمو وطنمل صاحب دربار صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ډیر خوشحاله سوم چی وطنمل صاحب دلوستنکو دپاره دطب او خوراکي موادو دپاره ځانګړی خونه جوړه کړه هم دا سی دخیر ومنفعت اعمال یو لوی دلیل دی دیو لوی خدمت چی دوی یی وګرانو پښتنو وروڼو ته شپه او ورځ تقدیموی اد دربار صاحب ته دعا کوو چی الله (ج) په دنیا واخرت کی سرلوړی لری او همیشه ولوستنکو ته داسی دنفعی لیکنی تکرار کړی
وطنمل صاحب صاحب جزاک الله خیراٌ فی دارین
مینه مننه


خیریوسی
03.12.2005

محترم دربار صاحب ستاسو په اجازه زه به هم څه د وزن دکمیدو دپاره دغه څو شیان ولیکم

دوزن زیاتوالی د هجرت سره ډیر شوی دی خاصتا ٌ په خوندو کی ولی چی ډوډی پخول او دکور دغولي جارو کول او په پښو ګرڅیدل اوس نشته خوندي دی خوا نه راڅخه بدوی زه په خپل کور کی هم دا مشاکل لرم

أناناس Pineapple:
انانا س که یوه دانه دورځی وک وخوري وزن کموي

دبادیانو ( خوږو ولننو بوټې ) Fennel :
35 ګرامه دخوږو ولنو بوټې میده کړی او په نیم لیټر یخو اوبو کی واچوي او پټ یی کړی
او وروسته پر اور چی توند نه وی تر هغه وخته چی راوایشیږی نیمه دقیقه او بیا یی 25 دقیقي پریږدی چی ساړه شی یو ګیلاس دغرمي تر ډوډې وروسته اوبل ګیلاس دماښام تر ډوډی ورسته وچیښۍ ۰

دتاکانو بلګونه :
50ګرامه وچشوی بلګونه میده کړي په یو لیټر یخو اوبو کی یی واچوی او پر اور یی کښیږدي چی اور توند نه وی تر څو چی را وېشېږی بیا یی 20 دقیقی پریږدی وروسته تر 20 دقیقو یی صاف کړي یو ګیلاس تر ډوډې وروسته وچیښې ۰

دمڼې سرکه :

یوه ګاچوغه دمڼی سرکه ( کورني سرکه) په یوه ګیلاس او بو کی تر ډوډې ورسته چیښل کیږی

ابو محمود


دناروغي علاج په اوبو سره

خیریوسی
09.08.2007

دربار صاحب او لوستنکو السلام علیکم
لکه چی په کوه قاف کی ډیر خوشحاله یې ( ټوکه )
دټول افغان مینه وال ستاسو دارزښناک معلومات په تمه دی
ستاسو دخبری په تائید سره زه هم څه ورزیات کړم
دنارغی علاج په اوبو سره
په جاپان کی دسر درد ، دوینی فشار ، دوینی کمښت ( انیمیا ) دبندونو ناروغي ، شل یا فلج ، دزړه خفقان ، میرګیان ، دچاغوالی مخنوی یا رژیم ، ټوخ ، دحلق التهاب ، ربو ، سل ، هر ډول بولی ناروغي ، دمعدی زیات تیزاب ، دمعدې التهاب ، قبضیت، دسترګو ، غوږ ، حنجره ، ناروغیو علاج په اوبو سره کوی هغوی تجربه کړی ده او100٪ یې کامیابه نتیجه ورکړی ده
دعلاج طریقه :
هر سهار په تشه خوا 4 ګیلاسه اوبه چی دګیلاس ظرفیت 160ملم په نهار چی معده بلکل خالی وی چیښل کیږی وروسته تر اوبو چښلوڅخه 45 دقیقی دی هیڅ شئ نه خوری وروسته تر 45 دقیقو بیا کولای سی چی خوراک چیښاک وکړی او دا باید هم په پام کی ولری چی دری وخته سهار غرمه او ماښام دډوډی خوړولو ورسته دوه ساعته اوبه ونه چیښی
کیدای سی چی بعْی کسان 4 ګیلاسه اوبه په یو ځل ونه چیښی خو کوښښ دی وکړی چی لږ لږ یې اضافه کوی څو 4 ګیلاسو ته ورسیږی که چیری په اولو ورځو کی ادرار ډیر سی کوم پاک نه کوی
دبیلګی په ډول دڅو نارغیو دعلاج دپاره په لاندی ډول اوبه چیښل کیږی :
دشکری ناروغ 30 ورځی
دوینی فشار 30 ورځی
دمعدې مشاکل 10 ورځی
سل 6 میاشتی
سرطان 9 میاشتی
هغه کسان چی دبندونو ناروغی ولری هغه دی داوبو چیښلپه لمړی اونۍ کی دی یې ورځی دری واره تکرار کړی او بیا دی یې دورځی یو وار چیښی

په درناوی


خیریوسی
23.11.2009

محترمو ورڼو پتمنو خوندو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه مقوله ده وایې که ملخوځی دترازو ( تلې ) په یوه پله کې واچوې او ټوله دواوی په بله پله کې واچوی ملخوځی پر درنی دی
زما وټولو هغو خوندو او ورڼو دامشوره ده چې دوزن دزیاتولی څخه شکایت کوی او بیځایه رژیم کوی په رژیم کې سالم خواړه نه خوری چې ددداسی رژیم پر ځای دملخوځو چای وڅښی
ملخوځی عجب شی دی [color=blue:7d5a8ab718]ډنګر چاغوی او چاغ ډنګروی[/color:7d5a8ab718] تاسو یې خپله تجریبه کړی
په درناوی


اوزه غواړم چی دچاغ والی په باره کی هم څه ولیکی ؟

عبدالمتین
04.01.2010

سلامونه اونیکی هیلی زما هم ومنی ډیره ښه په زړه پوری معلوماتو ته مو لاس اچولی کور مو ودان،
که لیژ دچاغ والی په باره کی هم رڼا :idea: ورباندی واچوی نو ښه بوی ځکه اکسره افغانان وروڼه دومره ډنکر دی چی په لار سم تګ راتګ ورته مشکیل وی که لیژ معلومات ولیکی او ددنکروو وروڼو بدنونه چاغ او پیاوړی شی مننه وسلام


عبدالمتین
04.01.2010

[quote:4b257a261c="خیریوسی"]محترمو ورڼو پتمنو خوندو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یوه مقوله ده وایې که ملخوځی دترازو ( تلې ) په یوه پله کې واچوې او ټوله دواوی په بله پله کې واچوی ملخوځی پر درنی دی
زما وټولو هغو خوندو او ورڼو دامشوره ده چې دوزن دزیاتولی څخه شکایت کوی او بیځایه رژیم کوی په رژیم کې سالم خواړه نه خوری چې ددداسی رژیم پر ځای دملخوځو چای وڅښی
ملخوځی عجب شی دی [color=blue:4b257a261c]ډنګر چاغوی او چاغ ډنګروی[/color:4b257a261c] تاسو یې خپله تجریبه کړی
په درناوی[/quote:4b257a261c]
سلامونه اونیکی هیلی می ومنه،
غواړم چی ملخوځی په ایران کی لاس ته راوړم نو ملخوځی دلته نفیژنی که مهربانی وکړی [color=violet:4b257a261c]او په فارسی نوم راته ولیکی [/color:4b257a261c]نو ډیره مهربانی به مو وی مننه ستاسو دجواب په تمه :?:


خیریوسی
04.01.2010

محترم عبدالمتین صاحب السلام علیکم ورحمة الله
وروره ملخوځی په عربی( حلبة ) په فارسی (شنبلیله )په انګلیسی ( Fenugreek)
په المانی (Bockshornklee ) په فرانسوی ( Fenugrec ) نوموی
خیریوسی


سلامونه

عبدالمتین
04.01.2010

ګرانه یوه نړی مننه له دومره معلوماتو څخه دی یوه نړی مننه هماوس به زه ورپسی ولاړشم او وبه ګورم که پیداشول نو ښه به شی وسلام په هرحای هرمیدان کی بریالی اوسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more